آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

پټ دښمن ښکاره لاسوهنې

روسيې ټولې ډيپلوماتيکې پولې ونړولې

په داسې حال کې چې کابو دوې مياشتې وړاندې د افغانستان په چارو کې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي و چې روسيه له طالبانو سره د يوه ګډ دښمن پر وړاندې د مبارزې لپاره چې داعش دى، اړيکې لري، او ورپسې يې په کابل کې سفير هم ومنله چې هېواد يې له طالبانو سره اړيکې نيولې دي؛ لا هم دغه هيواد په افغانستان کې لاسوهنو ته دوام ورکوي. اوس د کندوز ولايت د ارچي ولسوال ادعا کوي چې د کندوز لپاره د وسله والو طالبانو ځانبولی والي له ټپي کېدو وروسته د روسانو له لوري د درملنې لپاره تاجکستان ته بېول شوی دی. د ارچي ولسوال نه دي ویلي چې د طالبانو ځانبولی والي کله او یا په کوم ځای کې ټپي شو. ارچي د امو سین په غاړه پرته ولسوالي ده. امو سین د افغانستان او تاجکستان ترمنځ بهېږي.

دا لومړی ځل نه دی چې روسيه ټولې ډيپلوماټيکې پولې نړوي او په ښکاره د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي بلکې تر دې وړاندې د کندوز پخواني والي عمر ساپي هم ادعا کړې وه چې روسان د تاجکستان په خاوره کې د طالبانو پوځي وسلې او زغرګاډي ترمیموي. همداراز څه موده وړاندې روسيې د پاکستان او چين په ملتيا په مسکو کې د وسله والو طالبانو مشران ميلمانه کړل او ورسره يې د هر راز مرستو ټټر وډبولو.

بل لور ته ځينې لويديځې رسنۍ د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په افغانستان کې د روسيې د رول پلوی بولي او زياتوي چې حامد کرزی روسیه په افغانستان کې رول لوبولو ته هڅوي. والسټریټ ژورنال ورځپاڼه وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني په ډاګه د طالبانو هر ډول ملاتړ غندلی، خو پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې په افغانستان کې د ثبات په تړاو د امریکا هڅې ناکامې بولي، په افغانستان کې د روسیې د رول لوبولو ستر ملاتړی دی.

خو پوښتنه دا ده چې وروسته له ډيرې مودې روسيې څنګه د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنې شروع کړې او پخوانی ولسمشر حامد کرزی ولې په افغانستان کې د روس د رول ملاتړی دی؟

دوه دليلونه لري. يو دا چې افغانستان د ډيپلوماټيکو اصولو له مخې په خپل بهرني سياست کې تعادل ونه ساتو. دويم دا چې په افغانستان کې په ځانګړي توګه د هيواد په شمال کې ناامنيو روسيه دېته اړ کړه چې د خپل امنيت په خاطر د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي. د هيواد په شمال کې جګړه روسیې ته هم ګواښ دی. روسیه د منځنۍ اسیا امنیت مهم بولی نوځکه خو دلته هرګواښ ځان ته ګواښ بولی. دوی پر همدغه دلیل د افغانستان د مخالفو وسله والو د ملاتړ په ذريعه د افغانستان په چارو کې لاسوهنې ته ملا وتړله. اصلاً که د موضوع تل ته ښکته شو څرګنديږي چې د روسيې لخوا یو لوی پلان په سیمه کې د پلي کیدو په حال کی دی، چې موخه یې د ناټو له سیاست والو او په سیمه کې یې د متحدینو سره مقابله ده. حقيتق دا دی چې اوس روسیه په سیمه کې د داعش ډلې فعالیت د روسيې پر خلاف د لويديځ دسیسه بولي او د دهمدې لپاره پر هر راز اقدام کولو لاس پورې کوي.

که څه هم پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د خپلې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د روس او امریکا تر منځ په اړیکو کې تعادل نه و ساتلی خو دا چې په سیمه کې د لويديځ په ځانګړې توګه د امريکا د پاليسيو مخالف او په افغانستان کې د پراخ نفوذ لرونکی سياستوال دی نو روسيه اوس په دې باور ده چې د کرزي په ملاتړ سره به، وکولی شي چې هم په افغانستان کې د امریکا شتون وننګوي  او هم هغه د داعش دسيسه چې د دروسانو په باور د لويديځ لخوا د روسيې د ناامنه کولو لپاره جوړه شوې ډله ده؛ مخه ډپ کړي.

په هر صورت مداخله که د هر چا او هر هيواد وي باید حکومت يې مخنيوی وکړي. اوس افغان حکومت بايد د سيمې هېوادونو د لاسوهنې مخه ونيسي، دغو هېوادونو افغان حکومت په رسميت پېژندلى دى او د دولت وسله والو ډلو سره بايد تخنيکي او استخباراتي اړيکې ونه نيسي.

لیکنه : خوشحال آصفي