خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

د روسيې، ايران او پاکستان نوی جال

هغه مثلت چې غواړي طالبانو ته رسمي هويت ورکړي

په داسې حال کې چې له افغان حکومت سره د وسله والو طالبانو د سولې کولو په اړه بيلابيل خبرونه خپريږي؛ څو ورځې وړاندې ايران او روسيې له دغې ترهګرې ډلې (طالبانو) سره د اړيکو درلودو تايد وکړ. تيره ورځ د افغانستان مشرانو جرګې په کابل کې د روسیې سفیر ور وغوښت چې له طالبانو سره د روسيې د اړیکو او ګډو ګټو په اړه وضاحت ورکړي. په کابل کې د روسيې سفیر الکساندر مانتیسکي په ټینګار سره وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د طالبانو پرمټ، د داعش د ډلې ځپل غواړي او دا په افغانستان کې له طالبانو سره د روسېې د ګډو ګټو او یا د طالبانو د تمویلولو او تجهیزولو په معنی نه دي. دا لومړی ځل نه دی چې روسيه له طالبانو سره د اړيکو درولودو باندې اعتراف کوي بلکې له دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و چې، طالبان د هغو کسانو پر ضد جنګېږي چې دوی په سوریه کې ورسره په جنګ دي او همدا لامل دی چې زمونږ ګټې سره نېږدې کوي.

بل پلو ايران هم له طالبانو سره په خپلو اړيکو اعتراف کړی دی. څو ورځې وړاندې په کابل کې د ايران سفير محمد رضا بهرامي ومنله چې هيواد يې له طالبانو سره په اړيکه کې دی. ده خپلو خبرو ته د جعلي مشروعيت ورکولو په خاطر له وسله والو طالبانو سره اړيکه او رابطه بيل وبلل او زياته يې کړه، د اړيکې او رابطې تر منځ توپير وجود لري. نه پوهيږو بهرامي په خپله په ډيپلوماسۍ نه پوهيږي او که افغان حکومت او افغانان له ديپلوماسۍ ناخبره بولي چې له يوه طرفه له وسله والو طالبانو سره پر خپلو اړيکو اعتراف کوي او له بله پلوه بيا وايې چې د اړيکې او رابطې تر منځ توپير شتون لري؟

لومړی خو دا چې د افغان حکومت له خبراوي پرته له وسله والو طالبانو سره که ايران اړيکه نيسي او يا که ورسره ارتباط لري؛ دا د ډيپلوماسۍ د ټولو اصولو خلاف عمل دی. دا په ښکاره په افغانستان، افغانانو او د افغانستان په حکومت ملنډې وهل دي چې د حکومت په شتون د حکومت له هغې مخالفې وسله والې ډلې ملاتړ کوي چې کلونه يې د افغان ولس وينې زبيښلې دي او افغان وژنه يې ترسره کړې ده. او تر ټولو لا بده يې لا دا چې په ډيرې سپین سترګۍ په خپلو دغو اړيکو اعتراف هم کوي او د مسخرې په شکل وايې چې اړيکه او ارتباط توپير لري. اصلاً له يو چا سره د اړيکې نيول هم د ارتباط جوړولو په خاطر ترسره کيږي. د ايران چې په اوړو کې شګه نه وي نو له ترهګرو سره د څه لپاره اړيکه نيسي؟ خو ښکاره ده چې دلته د خپل سياسي رقيب امریکا د حضور ننګونه کوي.

بل لور ته روسيه هم له پاکستان سره په مشورې وسله والو طالبانو ته شين څراغ روښانوي. روسيه له یو لوري له پاکستان سره په ګډه د امريکا په خلاف په افغانستان کې د امريکايې ګټو د ننګولو په خاطر د ترهګرو ملاتړ کوي او له بل لوري په افغانستان کې د نوې پدېدې (داعش) له خطره د ځان ساتلو په خاطر د طالبانو ملاتړ کوي. روس اوس دا حقیقت درک کړی دی چې داعش يو استخباراتي پروژه ده چې د روسيې او ځينو هیوادونو د ځپلو لپاره تياره شوې ده. لکه څنګه چې داعش د طالب ايډيال دښمن دی نو روسیه او ايران دواړه غواړي دوه ترهګرو ډلو له همدغه مخالفته ګټه پورته کړي او طالب د داعش د تضعيف د فکتور په توګه وکاروي.

همداراز روسيه په ښکاره اعتراف کوي چې طالبان د هغو کسانو پر ضد جنګېږي چې دوی په سوریه کې ورسره په جنګ دي او همدا لامل دی چې زموږ ګټې سره نېږدې کوي. یعنې په سوريه کې د روسيي ځواکونو خلاف امريکايې ځواکونه د جګړې ملاتړ کوي نو په ټوله کې له طالبانو د روسيې د ملاتړ هدف هم همدا دی چې په افغانستان کې د امريکايې ګټو د تضعيف لپاره يې وکاروي. بل طرف له وسله والو طالبانو د روسيې د ملاتړ دليل دا هم کیدای شي چې په افغانستان کې د پخواني شوروي په خلاف د جهاد پر مهال بريتانيا او انګلستان د مجاهدينو ملاتړ کولو او روسيه يې پرې په ګونډو کړه نو اوس روسيه غواړي بيرته خپل غچ واخلي او د طالبان په نامه د همدې افغانانو په لاس د بريتانيا، امريکا او انګلستان خلاف جګړه وکړي.

لیکنه : خوشحال آصفي