خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

لټانو ته د خطر زنګ؛ غني بيا اصلاحات شروع کړل

تېره شپه يو ځل بیا ولسمشر غني په کابل کې په ناڅاپې ډول د عامې روغتیا وزارت اړوند د دوه روغتونونو څخه لیدنه کړې، چې په په دندو کې د بې غورۍ او ناسم وضعیت له امله یې یو شمیر لوړ رتبه کسان له دندو ګوښه کړي دي. غني تيره شپه ناوخته په ناڅاپي ډول د وزیر محمداکبرخان او اندراګاندي (صحت طفل) روغتونونو ته ورغی، د یادو روغتونونو د عمومي وضعیت د ارزونې تر څنګ یې د بستري ناروغانو د حالت پوښتنه وکړه او پایوازانو سره یې هم وکتل. غني لومړی د وزیر محمد اکبر خان روغتون څخه لیدنه وکړه چې په کې کاري وضیعت، نظافت او مدیریت په ښه توګه نه و ترسره شوی. نوموړي ویلي د روغتون له وضعیت څخه سم خبرونه وړاندې کېږي، په داسې حال کې چې له نږدې څخه وضعیت د خوښۍ وړ نه دی. غني وویل، باید ټولې  مقررۍ او منفکۍ د قانون په اساس تر سره شي او ټينګار يې وکړ چې په یادو روغتونونو په غیر قانوني توګه ټول مقرر شوي ټول کسان به له دندو څخه ګوښه شي.

دا لومړی ځل نه دی چې ولسمشر په ناڅاپي ډول له مهمو ځايونو ليدنه کوي او په کې لټ او ناغيړه چارواکي له دندو ګوښه کوي؛ بلکې څو ورځې وړاندې د کابل ښار له نهمې امنيتي حوزې د ناڅاپي ليدنې پر مهال يې د يادې حوزې د مسوولينو دندې ځنډولې وې. د پوليسو نهمې امنيتي حوزې ته د ولسمشر د ورتلو پر مهال يو شمېر مسوولين د حوزو د اصولو او لوايحو د تنظيم  چارو خلاف په خپلو دندو کې موجود نه وو. غني چې ياد وضعيت وليد پرته له ځنډه يې د حوزې د لوړ رتبه مامورينو دندې وځنډولې او ټينګار يې وکړ چې پوليس بايد د خلکو خدمتګار او ويښ وي چې خلک د شپې ارام ويده شي. نه داچې پوليس خوبونه ووهي. همداشان ولسمشر د ملي يووالي حکومت د کار په لومړيو ورځو کې هم  ورته ناڅاپي ليدنې کولې چې تر ډيره د خلکو له ګرم هرکلي سره  مخامخ شوې وې.

د ولسمشر ياد اقدام د ستايلو وړ دی او په ترسره کولو سره به يې په دولتي او نادولتي ادارتو کې ډیر اصلاحات رامنځته شي. په دغه کار سره د ولس او دولت تر منځ ایجاد شوی واټن هم لمنځه ځي، په حکومت د خلکو باور زياتيږي، اداري اصلاحات رامنځته کيږي او په دولتي او نادولتي ادارو کارکوونکو کې د مسوليت پيژندنې حس راژوندی کيږي. خو يوه خبره چې اړينه ده هغه په دوامداره توګه له ټولو دولتي او نادولتي ادارتو څخه ليدنه او ارزيابي ده. ولسمشر بايد په همدې له څو ادارو څخه په ليدنې  بسنه ونه کړي. بلکې ډیری داسې لوړې ادارې شته چې جدي اصلاحاتو ته اړتيا لري. زمونږ  ځيني چارواکي د زور مسلمانان دي، تر هغې چې ورپسې کوتک راوانخيستل شي؛ خپل مسوليت نه پيژني او په دندو کې غفلت کوي.

ولسمشر غني ته په کار ده چې له دې وروسته له لوړپوړې دولتې ادارې وزارت، رياست او معينيت څخه نيولی آن تر يوې کوچنۍ ادارې پورې ناڅاپي ليدنه وکړي او په ادارتو کې موجوده لټان له دندو ګوښه کړي. خلک له ولسمشر غني نه تمه لري چې خپل دغې اصلاحي کار ته دوام ورکړي او له لويې څارنوالۍ هم ليدنه وکړي چې د پراخ فساد د شتون ادعا پرې خلک لري، غني بايد له سترې محکمې ليدنه وکړي، له بهرنيو چارو وزارت ليدنه وکړي، له کورنيو چارو وزارت ليدنه وکړي، له دفاع وزارت ليدنه وکړي، له پوهنې وزارته ليدنه وکړي، له ګمرکاتو ليدنه وکړي، له مستوفيت ليدنه وکړي، له کابل ښاروالۍ ليدنه وکړي، له دولتي اوخصوصي پوهنتونو ليدنه وکړي، له ثبت احوال نفوسو ادارې ليدنه وکړي او هغه لټان او په دندو کې فساد کوونکي چارواکي له دندو ګوښه کړي چې څوکۍ يې په انحصار کې نيولې خو د کار يې درک نشته.

ولس د ولسمشر غني د دا ډول اصلاحي کارونو پراخ ملاتړ کوي او ترې هیله لري چې له ټولو دولتي او نادولتي ادارو خپلو کتنو ته دوام ورکړي. باوري يو چې په ياد کار سره به يې په ډيری ادارو کې اصلاحات رامنځته شي، چارواکي به خپل مسولیت ته متوجه شي او د دولت او ولس تر منځ رامنځته شوی واټن به له منځه ولاړ شي.

لیکنه : خوشحال آصفي