خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

د پاکستان د انزوا پر لور يو بل ګام

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د راتلونکې نومبر مياشتې په نهمه نيټه په اسلام آباد کې د د سارک یعني د سیمه ایزې همکارۍ لپاره د جنوبي اسیا د هیوادونو د ټولنې غونډه ترسره شي؛ د افغانستان په ګډون څلور نورو هم دغه غونډه تحريم کړه. تر افغانستان وروسته هندوستان، بنګله دېش او بوتان هم د نومبر په نهمه نيټه په اسلام آباد کې ترسره کيدونکې د سارک غونډه تحريم کړې او په کې يې له برخې اخيستلو ډډه کړې ده. بوتان او هند ويلي چې په اوسنيو شرايطو کې نه شي کولی په دغه غونډه کې برخه واخلي. سارک يا د سیمه ایزې همکارۍ لپاره د جنوبي اسیا د هیوادونو د ټولنې سازمان په ۱۹۸۵ م کال د دسمبر په اتمه نېټه جوړ شو. افغانستان، هندوستان، پاکستان، بنګله دېش، بوتان، سريلانکا، نيپال او مالدیو د دغه سازمان غړي هيوادونه دي. په اسلام آباد کې د سارک په دغه غونډه کې د افغانستان په شمول د يو شمير نورو هیوادونو د نه ګډون خبره په داسې مهال کيږي چې په ورستيو کې د پاکستان اړيکې له افغانستان او هندوستان سره ترخې شوې دي او هندوستان ګواښ کړی چې پاکستان به نړيوالې انزوا ته برابر کړي.

د پاکستان د انزوا لپاره هڅې له هغه مهال پيل شوې کله چې افغان ولسمشر له پاکستانه سل په سلو ناهیلی شو. افغان ولسمشر غني د کار د پيل له لومړۍ ورځې په افغان سوله کې له پاکستانه د رښتينې همکارۍ غوښتلو په خاطر دغې هيواد ته په ځينو امتيازاتو قایل شو. د پاکستانيو چارواکو پر مخ يې د کابل دروازه پرانيستله همداراز افغان ولسمشر هم دغې هيواد ته سفر وکړ او آن دا چې ويل کيږي له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د شريکولو پټ تفاهم ليک هم لاسليک شو خو لکه څرنګه چې ولسمشر ترې تمه درلوده؛ پاکستان د هغې خلاف غني په تکراري ژمنو دوکه کړ او وخت يې ضایع کړ. همدا سبب شو چې ولسمشر د پاکستان په نيت پوه شو چې له دوه مخې سياسته لاس نه اخلي. بلاخره غني له پاکستانه د غچ اخيستلو په موخه په هر کورني او بهرني سټيج د پاکستان د اصلاح په خاطر د نوموړي هيواد د انزوا خبره راپورته کړه. په دغه لاره کې يې د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي هم بشپړ ملاتړ وکړ او د پاکستان د انزوا خبره يې د امکان تر حده برابره کړه. همداراز د افغانستان او په نړيوال سياست کې څو نورو مشهورو څيرو لکه ډاکټر زلمي خليلزاد او وحيدالله وحيد هم د پاکستان د منزوي کیدو لپاره پوره ونډه اخيستې ده.

کابو درې مياشتې کيږي چې په رسنيو کې د پاکستان د انزوا خبره ښکته او پورته کيږي خو عملاً د دغه کار لپاره کوم د پام وړ ګام نه و اخيستل شوی. يوازې دومره کيدل چې افغان ولسمشر غني، د هندوستان لومړي وزير نريندار مودي او ځينو امريکايې سناتورانو به د پاکستان خلاف غږ پورته کولو او امریکا به پر پاکستان د خپلو مرستو د بندولو ګواښونه کول. خو داسې مهم ګام چې عملاً د پاکستان په انزوا کې لوی او ګټور واقع شي؛ نه و پورته شوی. خو اوس چې په راتلونکې نومبر مياشت کې په اسلام آباد کې د سارک يا د سیمه ایزې همکارۍ لپاره د جنوبي اسیا د هیوادونو د ټولنې په غونډه کې افغانستان، هندوستان، بنګله دېش او بوتان د نه ګډون پرېکړه کړې؛ دا د پاکستان د انزوا لپاره لوی ګام بلل کيږي. دا کار به نړيوالو او د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د پاکستان په اصلي څېرې بربنډولو کې ډیر مهم رول ولوبوي او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړي به دېته متوجه کړي چې سيمه ايز هيوادونه د پاکستان له لاسه په اور کې ولاړ دي او بايد دغه هيواد د ترهګرو هيوادونو په لست کې شامل کړي.

افغان حکومت په اسلام آباد کې راتلونکې د سارک غونده د دې لپاره د تحريم پرېکړه د دې لپاره کړې چې حکومت د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان له همکارۍ بيزاره شوی دی. هندوستان خو له وخته نه ګواښ کړی و چې د پاکستان د انزوا لپاره به له هر ممکنه لارې ګټه واخلي. ممکن بنګله دېش او بوتان هم له پاکستان سره د ځينو مشکلاتو درلودو او يا د نورو کورنيو ستونزو له امله د دغې غونډې د تحريم پريکړه کړې وي خو په ټوله کې په دغه غونډه کې د څلورو هيوادونو نه ګډون به په نړيوال سياست کې د پاکستان باور ته دروند ګوزار وي چې دغه هيواد به سياسي انزوا ته برابر کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي