درمراثی قربانییان زمین لرزه ی مشرق زمیـــن !

امین الله مفکرامینی                   2025-02-09! بدیــــــــده اشکِ ماتم و بدل خونم ز لغزشِ…

اشک قلم 

رسول پویان  اشک قلم به صفحـۀ دل ها چکیده است  صد لاله…

استاد عبدالروف بینوا

استاد بینوا د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه ستر…

کودکانی که کودکی نمی‌ کنند

خیابان، خانه بی‌در و پیکر کودکان فراموش‌ شده! فرشید یاسائی *  ما…

بحران هویت ملی؛ ناکامی ملت سازی و به زنجیرکشیده شدن…

نویسنده: مهرالدین مشید نیم قرن مبارزۀ سیاسی و فرهنگی و تبدیل…

سقراط، تیشه‌زنی به ریشه‌‌ی دانایی

دیدگاهی از مکتب دینی-فلسفی من بیش‌ از این نه می‌دانم. در…

خوشحال خان خټک

د ادب او فرهنګ درنو او پتمنو مینه والو! ګڼ شمېر…

اعلامیه در مورد زلزله‌ی مرگبار در ولایت کنر 

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان  با اندوه فراوان و خشم عمیق از…

“طالبان، شطرنج بزرگ و رؤیای اوراسیایی روسیه”

نویسنده: نجیب الله قاریزاده  najeebulla.qarizada1@gmail.com +447887494441 سقوط حکومت غنی در افغانستان و بازگشت…

حکومت‌استبدادی و افراطی طالبان و ساز و برگ‌های استخباراتی و…

 نویسنده: مهرالدین مشید  از استبداد تا شایعه پراگنی؛ ساز و کار…

   امید زنده گی

زنده گی در همه حالات  بسر می آید گاه به تلخی…

از تو جدا نمیشوم 

نوشته نذیر ظفر 08/28/25 از همه گان جدا شوم از تو…

پرسش ۴: ساختار «پرس‌ومان» چگونه از گفت‌وگو به یک نظام…

-خراسان بزرگ دی‌‌روز، دانش‌مند، دانش و سبک کهنی نسبت به…

قهرمان‌پروری‌های احساسی و سقوط افغانستان در چنگال تروریسم

 نویسنده: مهرالدین مشید از اسطوره‌ پردازی های فریبنده تا بحران سیاسی…

پرسش ۵

از مکتب دینی فلسفی من بیش از این نه می‌دانم نقش…

نتیجه گیری از بحث های شبکه های تلویزونی و تحلیل…

بحث های داغ پیرامون این اقدام پاکستان راه افتید ،…

دموکراسي څه شی ده او سوسیال دموکراسي څه ته وايي؟

دا سوال د ډیرو ځوانانو پر مخ کې پروت او…

نام های بیشمار جنبش روشنگری غرب

Helvitius, C.A.(1715-1771) آرام بختیاری مقدمات: اصلاحات، انقلاب، عدالت، و سکولاریسم. روشنگری، جنبش برابری…

توضیحی بر فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع از…

نوشته از بصیر دهزاد  ‎فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع …

آیا انسان، نسبت به انسان، از ته‌یی دل هم‌دلی دارد؟

پاسخ: محمدعثمان نجیب به نماینده‌‌‌گی از مکتب هم‌دلی!؟؟ شما از موردی پرسان می‌کنید که…

«
»

څو پوښتنې چې سيما سمر يې بايد ځواب کړي

د افغانستان د بشري حقونوپه اصطلاح  خپلواک کمیسیون د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار څخه غواړي چې په جګړو کې د ښکېلتیا له امله له افغانانو بښنه وغواړي. د دغه کمیسیون مشره سیما سمر ټینګار کوي‌ که څه هم دوی د سولې او د شخړو د حل پلوي دي، خو هیڅکله هم نه غواړي چې د بشري حقونو سرغړونکي وبخښل شي او د خلکو حق دې تر پښو لاندې شي. سیما سمر ټینګار وکړ په افغانستان کې ځیني داسې جنایتونه ترسره شوي چې اصلآ د هیریدو نه دي. سيما سمر په داسې حال کې له حکمتياره غواړې له خلکو بخښنه وغواړي چې تیره اونۍ د اسلامي حزب یوه غړي قریب الرحمان سعید له خلکو بخښنه غوښتې وه. هغه ویلي وو هر زیان چې خلکو ته رسیدلی وي، زموږ خپل زیان دی، که څوک شهید شوی یا ټپي شوی وي په طبیعي توګه ورڅخه بخښنه غواړو. ده همدا راز ښاغلي سعید ویلي وو د جنګي جرمونو عاملینو ته د سزا ورکولو لپاره باید په افغانستان کې صلاحیت لرونکې محکمه دې جوړه شي او د حزب اسلامي په ګدون کې دې ټول هغه کسان چې په کورنیو جګړو کې لاس لري د افغانستان خلکو ته دې حساب ورکړي.

د افغانستان د يو تبعې په توګه د ډاکټر سيما سمر خبرې او غوښتنه پر ځای ده خو د بشر حقونو د خپلواک کميسيون له ادرسه يوازې له حکمتياره د بخښنې غوښتلو غوښتنه؛ بلکل يو طرفه، نيمګړې او د  کورنيو جګړو په قربانيانو ملنډې وهل دي. دا بيخي سمه خبره ده چې کورنۍ جګړې اتل نه لري او عاملان يې بايد د يو جنګي مجرم په توګه  له ولس او د قربانيانو له کورنيو بخښنه وغواړي خو د بشر حقونو د خپلواک کميسيون په توګه يوازې له يو شخص څخه د بخښنې غوښتلو تقاضا کول او نورې جنګې ډلې پوښل پخپله يو جرم دی. دا سمه ده چې ولس غوښتنه لري چې جنګي مجرمان بايد ترې بخښنه وغواړي خو ډاکټر سيما سمر نه بايد د کورنيو جګړو په نورو عاملانو سترګې پټې کړي او د بشر پرځای يوازې د ګوندي اختلاف له مخې له يوه شخص او حزبه وغواړي چې له خلکو دې بخښنه وغواړي.

دا سمه ده چې ولس د کورنيو جګړو پر مهال ډیر زيانونه ليدلي دي، شهيدان يې ورکړي دي، د کورنيو غړي يې له لاسه ورکړي دي، شتمنۍ او جايدادونه يې چور شوي دي او د سر او مال زيان ورته اوښتی دی خو پوښتنه دا ده چې په دغو جنګونو کې يوازې حکمتيار ښکېل و؟ آیا مجرم يوازې همدای دی چې يو څوک د يو ځانمرګي او يا بل خونړي بريد په ترسره کولو سره د خلکو وينې تويې کړي؟ آيا هغوی چې له ژونديو انسانانو يې سرونه پرې کړل بيا يې پرې سره کړي غوړي واړول او د مړو نڅا يې رامنځته کړه؛ مجرمان نه دي؟ آیا هغوی چې د  ښځو سينې يې پرې کړې او ناموسونو ته يې سپک نظر وکړ مجرمان نه دي؟ آیا هغوی چې د مظلومو افغانانو په سرونو او غوږونو کې يې ميخونه ټک وهل د بشر حقونو ناقضان نه دي؟ آيا هغوی چې په ډله ايزه توګه يې د بې ګناه افغانانو وينې تويې کړې د بشر حقونو خپلواک کميسيون نه ويني؟ سيما سمر ولې له دغو خلکو څخه نه غواړي چې له ولس نه بخښنه وغواړي؟

يوه لنډه بيلګه يادوم، دا منو چې د حکمتيار او د ډ‌لې په ډز او مرمۍ په کورنيو جګړو کې خلک شهيدان شوي دي، منو چې د حکمتيار لاسونه به د خلکو په وينو سره وي خو پوښتنه دا ده چې آيا حکمتيار په کورنيو او تنظيمې جګړو کې له ولس سره جګړه کوله او د ولس پر ضد يې ټوپک راپورته کړی و او که بل مقابل لور يې هم درلودو؟ طبيعي ده چې مقابل لوری يې هم درلودو. نو چې مقابل لوری درلودو نو څنګه بیا یوازې حکمتيار مجرم ګڼل کيږي او مقابل لوری يې سپينه کوتره؟  آيا په تنظيمي جګړو کې د نورو په مرميو خلک نه دي شهيدان شوي؟

مونږ د دې غوښتونکي يو چې حکمتيار بايد له ولس نه بخښنه وغواړي خو مجرمان او قاتلان چې کابل يې کنډواله کړ، د خلکو ناموسونو ته يې سپک وکتل، شتمنۍ يې چور کړې او په زرګونو خلک يې له تيغه تير کړل؛ هم بايد د جنګي مجرمانو په توګه د بشر حقونو د خپلواک کميسيون په دغه غوښتنه کې ځای شي چې له يوازې له حکمتيار څخه يې کړې ده. مونږ غواړو چې هر وينه تويونکی او په جنګي جنايتونو تورن بايد له خلکو بخښنه وغواړو، مونږ د کوم حزب او کومې ډلې طرفداري او مخالفت نه کوو خو د کورنيو جګړو په قربانيانو ملنډې وهل هم نه شو زغملی. که د بشر حقونو د مدافع مرجع په نامه د جګړې له یو اړخ غوښتنه کيږي چې له ولس نه بخښنه وغواړي؛ نو نور اړخونه هم بايد سپينې کوترې ونه بلل شي او پر ضد يې باید غږ پورته شي چې د خپلو کړيو جنایاتو  جبران وکړي او له ولس نه بخښنه وغواړي.

لیکنه : خوشحال آصفي