نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

افغان امنیتي ځواکونه څوک سیاسي کوي؟

افغان حکومت او ولس په داسې حال کې چې له پاکستان سره په یو نااعلان شوې جګړه کې ښکیل دی؛ او تر څنګ یې ځینو ایران پلوه او پاکستان پلوه څېرو مو آن د نظام په رګ رګ کې ځای نیولی دی، ولسمشر غني له ټولو کړيو څخه له امنيتي ځواکونو د ملاتړ کولو د غوښتنې ترڅنګ وويل، چې زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونه بايد افغان شموله، غير سياسي او غير حزبي وي. ولسمشر د معمول سره سم لکه د ټاکنیز کمپاین د غونډې؛ تش شعارونه وویل خو د هیڅ داسې بنسټ او یا شخص نوم یې یاد نکړ چې امنیتي ځواکونه سیاسي کوي. د ولس  په زړونو کې بیلابیلې پوښتنې پیدا شوې چې دا امنیتي ځواکونه به څوک سیاسي کوي، دا به څوک د خپلو ګټو په خاطر په سمتي، قومي او ګوندي اړخونو ویشي او بلاخره ددغه احتمالي ستر بحران عاملان څوک دي؟

خو ولس د شلو وزیرانو عقل او پوهه لري، ولس په هر څه ډير ښه پوهیږي چې څوک څه وایې، د څه لپاره یې وایې او ولې یې وایې؟ ولس د خپلو امنیتي ځواکونو د سیاسي کیدو عاملان ډیر ښه پیژني. تاسې وګورۍ دا هره ورځ راوپورونه خپریږي چې دومره سوه سرتیري شهیدان او تسلیم سول. فلانۍ ولسوالي د مخالفینو لاس ته ولیده، هغه ولایت له سقوط سره مخ دی، دومره شمیر امنیتي ځواکونه له وسله والو سره یو ځای شول، او په فلاني ولسوالۍ کې په فلانۍ پوسته کې امنیتي ځواکونه هیڅ وسله او خوراکي توکي نلري. که رښتیا ووایو او په حقیقت سترګې پټې نه کړو دغه راز څرګندونې د دې پر ځای چې هیواد وژغوري په لوی لاس د امنیي ځواکونو مورال کمزوری او دښمن برلاسی کوي.

همدا اوس هم له هلمند، هرات، فاریاب او نور ولایتونو څخه د ولسوالیو د سقوط خبرونه اوریدل کیږي. د خدای لپاره که په خپله نه پوهیږۍ له نړیوالو یې زده کړۍ،  د نړۍ هر دولت د درې ګونو قواوو تر څنګ څلورمه قوه رسنۍ هم لري، دا څلور ګونې قوواوې هیڅلکه خپلو ملي ګټو ته په زیان نه وي، ټول په یوه خوله او د یو چتر لاندې د یوې موخې (د هیواد ابادۍ او پرمختګ) لپاره کار کوي، د هیواد د ټولو ملي شتمنیو او ځمکنۍ بشپړتیا لپاره دا څلور سره قوواوې د ولس په ګډون په یوه خوله او ژبه وي. خو افسوس زمونږ په دولتي او حکومتي نظام، افسوس زمونږ په حکومت مشرانو، افسوس زمونږ په وزیرانو، معینانو، ریسانو، والیانو او پارلمانیانو. افسوس دی ددوی په حال؛ ډيره د افسوس خبره ده چې هر یو یې د خپلو شخصي، ګوندي، سمتي او قومي ګټو لپاره نارې سورې وهي، ولس او خپلې ملي ګټې یې هیرې کړي دي، ملي شتمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ورته هیڅ ښکاري او په لوی لاس یې ځانونه د دښمن د تبرګي لاستي جوړ کړي دي. دغه ویده وکیلان هره ورځ په تالار کې چې د رسنیو له لوري یې ژوندی بهیر خپریږي؛ وایي چې هله فلاني ولایت سقوط وکړ، هله فلانۍ ولسوالۍ د افغان ځواکونو له کنټروله ووته، هله په فلاني ولسوالۍ کې د فلانۍ پوستې دومره شمیر سرتیري وږي تږي بې له کومې درنې وسلې یوازې د دومره مرمیو سره پراته دي، هله دا دي او هله هغه دي. نو دا خو په لوی لاس د وسله والو استازيتوب کول شول، په لوی لاس د دښمن مورال قول کوي او د امنیتي ځواکونو مورال له منځه وړل دي. ځینې ترهګرې رسنۍ هم بیا د فرصت په انتظار ناستې وي او چې وکیل له پارلمانه ووځي سمدستي د یوې رسنۍ په پرده ښکاره شي او بیا هم د وسله والو مخالیفینو ویندويي شروع کړي. زمونږ امنیتي ځواکونه چې په نشت تجهیز او اندکو امکاناتو د خپل هیواد او ولس ساتنه کوي؛ د همدغو بې کفایته چارواکو، وزیرانو، پارلمانیانو او تش په نامه سیاسیونو او مدني فعالانو لخوا د سیاسي کیدو کندې ته روان دي.

زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د ثبات او استقرار اساسي بنسټونه دي، د هغو پېښو پر وړاندې چې هره ورځ هېواد ورسره مخامخ دى، د ولس لپاره د تکيې او د سپر حيثيت لري. که ددغه پارلمانیانو، سیاسیونو او تش په نوم د مدني فعالانو مخنیوی ونشي، که امنیتي ځواکونه چاڼ نشي او د سیاسي کیدو، قومي کیدو او سمتي کیدو مخنیوی یې ونشي نو خدای مکړه  په هېواد کې بيا هماغسې د ۱۳۷۰ کلونو ورځې راشي، هیواد به کنډواله شي، ملي شتمنۍ به لوټ شي، د نفاق اور به مو ډيری هیوادوال د غم او بدبینۍ په په ټغر کینوي، دفترونه او وسلې به مو کباړ شي او خلک به مو در په در شي.

لیکنه : خوشحال آصفی