یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

شور و حال عشق 

رسول پویان  عشق دردام سیاست مرغ بسمل می شود  پـرپـر احسـاس دل بندِ سـلاسـل می شود  تا ز چنگِ بازی ی صیاد مـرغ دل پـرید  عشوه از بهر فریب دل، مشکل…

«سازش» و «سازشکاری» یعنی چه؟

‫ رفیق نورالدین کیانوری ــ پرسش و پاسخ، شمارهٔ ۲۰، دی‌ماه ۱۳۵۹ــ…

دو کلمه؛ همچون دو پرخاش

Eklektism, Dogmatism. آرام بختیاری التقاطی و دگماتیسم؛ دو واژه یا دو سیستم…

«اسپینوزا در ترازوی مکتب من بیش از این نه‌می‌دانم: فیلسوفی،…

تذکر ضروری و تازه و بکر!در پایان هر بخش لینک…

«
»

یوغلط خبر د جنجال منبع

نور محمد غفوری

په دې ورځو کې د مغرضو او دروغجنو خولو او سرچینو څخه داسې آوازې خپرې دې چې د سویس دولت پښتانه افغاني مهاجرین بیرته افغانستان ته په دې خاطر استوي چې اوسني طالب واکمنان پښتانه دی، د پيښو سره قومی چلند کوي او ځکه نو هغه پښتانه چې له خارجه ورځي، د طالبانو لخوا نه آزاریږي. مګر واقعیت دادی چې د سویس د کډوالو  فدرالی ادارې  دا پریکړه نه ده کړې چې پښتانه مهاجرین دې یوازې د دې لپاره افغانستان ته واستول شي چې طالبان هم پښتانه دي او له پښتنو سره څه نه کوي، خو د نورو افغاني قومونو سره ظلم کوي. دا ډول دلیل نه یوازې ناسم دی، بلکې د سویس د مهاجرت د پالیسۍ له اصولو سره هم مطابقت نه لري. د افغانی او خارجي فتنه‌ګرو او مغرضو کړیو آوازې دی چې غواړي په افغانانو کې قومی نفاق ته بهانه ومومي او په سویس کې واکمنه دموکراسي هم بدنامه کړي. د داسې آوازو خپروونکي معمولاً پخپله قومپاله وي او فکر کوي چې نور دولتونه، حتی د سویس په څیر دموکراتیک دولتونه پر قومي بنسټ پریکړې کوي. په داسې حال کې چې هم دا خبر غلط دی او هم د دوی منطق ناسم دی. 

د سویس د مهاجرت فدرالي اداره  State Secretariat for Migrationیا ( (SEM د سویس د حکومت یوه رسمي اداره ده چې د مهاجرت، پناه غوښتنې، د بهرنیانو د اسنادو، تابعیت، او د استوګنې د اجازه‌نامو چارې تنظیموي. د سویس دولت او د هغو هره اړونده اداره، په دې لړ کې ( (SEM، هیڅکله خپلې پریکړې په قومي او اتنیکي بنسټ نه کوي، بلکې هلته دموکراسي واکمنه ده او هر فرد د خپلو ګناهونو مسئولیت پخپله غاړه وړي؛ د کورنۍ او قوم وګړو ته یې مسئولیت او جزا نه ور انتقالیږي.

  په سویس کې د کډوالو د پالیسۍ اوسنی وضعیت څنګه دی؟

د هغو خبرونو او معلوماتو له مخې چې زه یې لرم، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۱مه نېټه، سویس افغانستان ته د مهاجرینو د بیرته وراستولو بهیر وځنډاوه، ځکه چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امنیتي وضعیت د اروپایانو له نظره خراب شو، د بشري حقوقو مراعات نه کیږي، د ښځو ټول حقونه تر پښو لاندې دی او طالبان سیاسي مخالفینو ته د بیان او فعالیت آزادي نه ورکوي. دا پرېکړه تر اوسه پورې پر ځای ده، او یوازې هغه کسان چې جدي جنایي جرمونه یې کړي وي، په  استولو یې بحث کېږي.

په ۲۰۲۵ کال کې، SEM  اعلان وکړ چې یوازې هغه نارینه افغان مهاجرین چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي وي، او د استولو لپاره مناسب شرایط ولري، پر بیرته استولو یې فکر کیدای شي. دا هغه نارینه کسان دي چې په سویس کې کورنۍ نه لري، کومې روغتیايي ستونځې نه لري او په افغانستان کې د بیا ادغام لپاره د ټولنیز یا مسلکي ملاتړ شتون ولری. دلته له ورایه معلومیږي چې دا پریکړه (که عملي هم شي) پر قومی بنیاد نه ده ولاړه  او ښځې، ماشومان، کورنۍ، او ناروغان (که له هر افغاني قوم څخه وي) له دې پرېکړې مستثنا دي.

لکه چې ومو ویل، د سویس د مهاجرت د پالیسۍ پرېکړې د افرادو د شخصي وضعیت، امنیتي ګواښونو، او نورو مشخصو شرایطو پر بنسټ کېږي، نه د قوم، ژبې یا توکم پر بنسټ. هیڅ رسمي سند یا اعلامیه نشته چې وښئي پښتانه مهاجرین یوازې د خپل قومیت له امله افغانستان ته استول کېږي. د سویس د کډوالو ادارې دا ډول پرېکړه نه ده کړې، او د پښتنو مهاجرینو د استولو دلیل د هغوی قومیت نه دی. هره پرېکړه د فردي ارزونې پر بنسټ کېږي، او د قوم پر بنسټ د استولو پالیسۍ شتون نه لري.

نړیوال او په دې لړ کې د سویس واکمنان په دې ښه پوهیږي چې طالبان کومه قومي ډله نه ده، بلکې هغه یوه دیني اسلامپاله ډله ده چې پخپل فکر د اسلامي شریعت د پلي کولو له پاره فعالیت کوي. هغه افغانان چې طالبانو ته قومي صبغه ورکوي، اکثراً پخپله قومپالان دي چې د پښتنو پرضد فعالیت کوي او ټول پښتانه طالبان بولي. د هغوی د عملي کړووړو څخه هم داسې ښکاري چې له لوی ملی افغاني هویت څخه خپل کوچني قومي هویت ته ډیر اهمیت او تبارز ورکوي.

په دې کې شک نشته چې د طالبانو په لیکو کې د نورو قومونو په نسبت پښتانه ډیر دي چې دا له ځانه خپل تاریخي، سیاسي، او جغرافیایي لاملونه لري، نه دا چې یوازې د قوم یا ژبې له امله هغوی دې ډلې ته داخل شوي وي. دا چې اکثریت طالبان پښتانه دی، یو څو مهم علتونه یې په لاندې توګه مختصر یادولای شو:

1. د جهاد سابقه:

دا چې د طالبانو اکثریت له پښتنو څخه جوړ شوی دی، یو علت یې دادی چې د ۱۹۸۰م لسیزې د جهاد پر مهال هم ډېر مجاهدین له پښتني سیمو وو، ځکه چې د جنګ لومړۍ کرښه هم هلته وه. شورویانو د ډیرو دلایلو له مخې په پښتني سیمو کې سخت بمبارونه او جنګونه وکړل. د قندهار، هلمند، کنړ، وردګو او ډیروو نورو سیمو نفرت د شوروي د لاسپوڅي حکومت څخه زیات شو. وروسته بیا همدا پخواني جهادي قوماندانان یا د هغوی اولادونه د طالبانو د بنسټ‌ګرو برخه شول.

2.   جغرافیایي تمرکز

طالبان په ۱۹۹۴م کال کې د جهادي تنظیمونو د داخلي جګړو د مخنیوي په خاطر په کندهار کې پیدا شول، چې دا سیمه د پښتنو اکثریتي ولایت دی. د افغانستان د جنوب او ختیځ ولایتونه لکه هلمند، زابل، وردک، پکتیا، او ننګرهار، ټول پښتني دي او طالبان ورپکې ډېر نفوذ لري او د جګړو له پاره یې ډیر ځوانان له همدې ځایونو راټول کړل.

3.  قومپالنه نه، بلکې سیمه‌یزه بسیج

طالبان د جګړې لپاره له هغو سیمو خلک استخدامول چې پکې دوی پیاوړي قومي، قبیلوي یا دیني نفوذ درلود. پښتانه د افغانستان تر ټولو لویه قومي ډله ده چې د مختلفو احصائيو له مخې د افغانستان د ټول نفوس (له  ۴۰ فیصده څخه تر ۶۵ فیصده) پورې تشکیلوي؛ نو دا طبیعي ده چې که په افغانستان کې هر ملي سراسري ټولنیز جوړښت رامنځته کیږي، کېدای شي چې پښتانه به ورپکې ډیر وي. له همدې کبله د طالبانو په لیکو کې هم اکثریت همدوی دي.

4.  مذهبي مدرسې او د طالب اصطلاح

ډېری طالبان د پاکستان د قبایلي سیمو او پښتني برخو (لکه وزیرستان، باجوړ، کویټه) د دیوېندي مدرسو فارغان دي، چې هلته پښتانه زیات دي. د “طالب”  کلمه پخپله د مدرسې او جمات د زده‌کوونکي مانا لري. دا شبکه په پښتني سیمو کې پراخه وه او طالبانو له دې حالت څخه ګټه پورته کړه.

5.  د جمهوریت په وخت کې د دولت ضد احساسات

د جمهوریت په وخت کې د مرکزي حکومت له لوري پښتني سیمې له پامه وغورځول شوې، د ګټورو او مدني پروژو پلی کول ورپکې کم و، خلک یې بې‌وزله او بیکاره پاته شول، تاریخ، دین او کلتور ته یې بې توجهي څه چې بې احترامي وشوه، پر سیمو یې حق او ناحق زیات فوځي عملیات وشول، په ودونو او په کلیو او کوروړنو یې بمبارۍ وشوې او داسې ډیر نور ټول سبب شول چې ځوانان یې طالبانو ته جذب شي.

6.  د پاکستان رول

پاکستان چې د طالبانو په تمویل او تنظیم کښې یې رول لوباوه اکثراً له پښتني سیمو (لکه کویټې، پېښور، وزیرستان) د هغوی قوتونه ورجوړول. دا سیمې هم پښتني دي، نو د قوم له پلوه هم د طالبانو زیات ملاتړ له همدغو ځایونو و.

 په پای کې ویلای شو چې طالبان د یو قوم ځانګړی استازیتوب نه کوي، خو د جغرافیایي، تاریخي، او دیني تعلیمي شرایطو له امله پښتانه پکې ډېر دي.  طالبان ځانونه اسلامي تحریک بولي، نه قومي غورځنګ. هغوی د شریعت پلی کول هدف ګڼي، نه د کوم خاص قوم واکمنول.

ددې ټولو سره باید يادونه وکړو چې طالبان د هېواد په هر ګوټ کې خپل پلویان لری د شمال د فاریاب او جوزجان په سیمو کې یو شمېر ازبک محلي قوماندانان له طالبانو سره یوځای شوي دی. د هغه تاریخي اختلاف سره سره چې د شمال د ټلوالې اکثره قوماندانان چې له طالبانو سره جنګیدلی دی، تاجیکان و، خو بیا هم په بدخشان، تخار، او پنجشېر او نورو ځایو کې یې تاجیک ځوانان ورجذب کړی. همدا شان یو شمېر هزاره شخصیتونه هم له طالبانو ملاتړ کوي. نو دا نه شو ویلای چې طالبان یوازې پښتانه دي، نور قومونه هم پکې شامل دي او طالبان د قوم یا ژبې پر بنسټ تنظیم شوی تحریک نه دی.  

06.05.2025