فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

بوی ریا 

برسد کاش به تو یار چو پیغام کنم  وصفی از لعل…

               کاروان وحدت 

بر خیز تا هم آ ییم ، با  کاروان وحدت  جا…

دوست دارم این وطن را !

امروز زمان آن فرارسیده است که مردم افغانستان یک‌صدا بگویند…

زبرځواکونه څنګه په نورو هېوادونو خپل نفوذ ساتي؟

ليکنه: حميدالله بسيا په ساده ډول زبرځواک  يا سوپر پاور  Superpower…

افغانستان در مدار واگرایی؛ تراژیدی‌های اجتماعی، سیاسی و رسانه‌ای

نویسنده: مهرالدین مشید با ادعا های فراتر از « پنج چاریک»…

آیا طالبان دروغ می گویند یا وزارت خارجه ی روسیه؟ …

  نوشته ی : اسماعیل فروغی       بتاریخ بیست و سوم…

«
»

کچه څیرې او خچنې انګیرنې

دهرانسان فزیکي اومعنوي جوړښت ځانته ځانګړنې لري ځیني انسانان پخپل ورځني ژوندکې پخپلوکړنواویا انګیرنوسره نیغ په نیغه دهغه اغیزې خپل فکري اوجسمي دنیا ته لیږدوي اودهغه بدني اودماغي وده اویاځوړتیاورځیني تومنه اخلي ساده بیلګه یې خوشبینه اوبدبینه وګري یوتربله پرتله کوو.بدبین انسان تل په تیارواوتورتم کې را ایساروي اوپخپل ذهن اودماغوکې یی دبدبینۍ توري لړۍ اووریځې خورې وي اوهرڅه ورته بدرنګه،خیرن اوناولي ښکاري هغه کله چې دطاووس دښکلي مارغه سره مخامخ شي دهغه ښکلواوزړه راښکونکوبڼکواوهیښوونکورنګونوته نه ګوري خپلي سترګې یې دطاووس په پښوکې خښې کړي اونیولي وی دافسوس په توده اسویلي دطاووس ټوله ښکلاپه اوبولاهو کړي ښکلی طاووس ورته یوبدرنګه اوپمن الوتونکی ښکاري.خوخوشبین انسانان خپل ذهن اودماغ دپسرلي دښکلي وږموپه څیرښیرازه اوسپیڅلی ساتي اوکه له طاووس مرغه سره مخامخ شي دخوښیوپه چیغودهغه درنګه اوښکلوزړه وړونکوبڼکوپه لیدلونه مړیږي اودهغه دښایست په تماشوکې لاهووي اودطاووس دښکلوبڼکوپه څیرورته ټول چاپیریال له ښکلا ډک وي اودمثبتوانګیرنوپه برکت یې روح اودماغ تازه اوزړه یې دسرشاره میني اوعشق ټوپونه وهي .دبدبین انسان بدبینانه انګیرنې اوځانګړنې دهغه په وجودهم منفي اغیزي شیندي یاپه بله ژبه منفي ذهنیت دنامریې میکروب په څیرجسمي ځواکمني اوپیاوړتیا له منځه وړي بیکاري اوتنبلي اوټوله ورځ دنوروسپکې اوسپوروویل یې کسب اوهمیشنې مشغولاوي اوله بده مرغه که په یوه ټولنه کې داډول وګړي تکثراوپراختیا ومومي هغه ټولنه هم درکودسره مخامخ اوپه ځوړروانه وي.

خوخوشبینه وګړي نه یواځې دخپل سالم ذهنیت اوخوشبینانه روحیاتوپه درلودلوسره تل خوښ اوسرشاروي بلکې دهغه په برکت یې فزیکي اوجسماني ځواکمني په نصیب وي چې د داډول وګړوسره بشري ټولنې هم نیکمرغه اودپرمختګ پړاوونه وهي

له بده مرغه زموږپه هیوادکې خونړۍ اومزمني جګړي منفي اوبدبینانه خیالاتوته داسي لاره اواره کړي  چې پرځینومسایلوداسې غوږکڼوونکي نارې سورې اوغورې پرې پیل شي ته به وایې افغان ملت په سمندرلاهوشواوهرڅوک له هرې خوانه دچا خبره بې خلطې ډزې کوي اوماشا الله ځینوغرضی ډله یېزورسنیوته غوا لنګه شي اوپه ګردیومیزونودنوابغو!؟ اوسیاسونو!؟وارنه وي

خوشبینانه تفکر په دې مانانه دی چې ګني دمنفي پدیدوپرضد دی مبارزه ونه شي بلکی د داسې راڼه تفکر خاوندان په قاطعیت اوغوڅه توګه دهر رازفساد،بې عدالتیواوپه ټوله کې دهر رازمنفي پدیدوسره نه پخلاکیدونکي قاطع مبارزین دي اودخپلې هوډمنې مبارزې په بري ډاډمن وي دزمانې اوحالاتوپه ګږلیچونواولوړوژورو،زړوروردانګي اودشاعرپه ژبه چې وایې:

درجاده ای همواردویدن هنرش درچیست              مردانه دویدن هنرش در خم وپیچ است

اویالکه چې خوشال بابا وایې:.

څو دې توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه                  په ویـاله کـــې دې زوال وینم نهنــــــګه

منفي ذهنیت لرونکي تل په شک،ویره اوناکاموسوچونوکې لاهواولکه کچه آسان هره خوالغتې وهي اوپه تشولاپوشاپو،غوروپروځانونه اتلان ښیې که په یوه بیلګه یې بسنه وکړو جناب عطا نور دبلخ ټولواک اوچورواک یې غوره نمونه ده چې تل دمنفي ذهنیت اوخصمانه دریځ په نیولوسره لکه دشړومبومچ په هرڅه کې لویږي دافغانستان دستروملي ارزښتونواوملي پیوستون دساتنې اوژغورني پروانه ساتي اوپه رسوابدبینی سره غواړي ځان اتل اوافسانوي هیرو وښیې که په ګډ ملي تفاهم د داډول کسانو مخه ډب نه شي دازوریدلی اوکړیدلی ملت اوافغان ولس به دستروناخوالو،شخړواوناورین سره خدای مه کړه مخامخ کړي.دملت ګټي باید تراشخاصوپورته اولوړي وګڼل شي اوکنه دغه دافغان وژني خونړی سریال اوناورین به په مودومودوزموږپه بې وزلواوجګړه ځپلوولسونوروان وي

افغان ولس سختې بې رحمه جګړي ځپلی اولویشت لویشت خاوره مودټولوافغانانوپه سپیڅلووینولړلي اوخړوب ده .د دغه ویرجن،غمجن ناورین دله منځه وړلواودسولي درامنځته کولوپه لاره کې دباوجدانه اوپاک ضمیره افغانانودعملي اوګډوهڅوته تاریخي اړتیاده دغوږکڼوونکواوتوبوتواوسپکوسپوروپرځای باید یواوبل ته دورورولی اودوستی لاسونه ورکړوپه جهل اوتورتم دبري په هیله خپلې ځلانده راتلونکې ته خوشبین اوهیله مندواوسو.

 

بسم الله اکبري

۲۲/۰۵/۲۰۱۵