از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

«
»

که پاکستان کونړ ته چپ ګوري، سترګې پرې راوباسئ

پر کونړ د پاکستاني مليشو راکټي بريدونه کومه نوې خبره نه ده، ورته پيښې کلونه کيږي چې نه يواځې په کونړ بلکې په ننګرهار، نورستان، خوست او کندهار کې هم ترسره شوي دي آن ځينې وختونه پاکستانۍ الوتکې د افغانستان خاورې ته ننوتې او په عامو خلکو يې بمبار هم کړی دی. اوس په تازه کې چې د کابل ـ اسلام اباد اړيکې ترینګلې شوي دي، يو ځل بيا دغو بريدونو زور اخيستی دی چې د تيرې يوې نيمې اونۍ راهيسي پر افغان خاوره د پاکستان په زرګونو توغندي ورول شوي او له امله يې يو تن شهيد شوی، په لسګونو ټپيان شوي او په زرګونو نور د خپلو مينو پرېښودو ته اړ شوي دي. دغه راز دې بريدونو خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي، د خلکو څاروي يې مړه کړي او کښتونه او ځنګلونه يې هم زيانمن کړي دي.

د دغو بريدونو په خلاف په تېر کې ولس خپله غصه ښودلې او د پاکستان د ياد اقدام او د حکومت نامناسب غبرګون په مقابل کې يې لاريونونه هم کړي دي خو له بده مرغه چې نه پاکستان اصلاح شوی دی او نه هم حکومت د پاکستان د ياد تيري په مقابل کې وړ او مناسب غبرګون ښودلی دی. حکومت يواځې په رسنيو کې ويلي چې پاکستان سره د ورته عمل امر يې افغان امنيتي ځواکونو ته کړی دی خو د کونړ اوسيدونکي بيا د حکومت اقدام د پاکستان په مقابل کې نامناسب او ضعيف بولي.

اوس پوښتنه دا ده چې پاکستان د دغو بريدونو ترسره کولو تر شاه کوم اهداف لري او پاکستان که د سپي لکۍ ده او نه سميږي نو په مقابل کې يې د افغان حکومت مسوليت څه دی؟

پاکستان پر کونړ د بريدونو تر شاه څو اهداف لري:

لومړی: کونړ ولايت له پاکستان سره نيږدې پوله لري او ځکه پاکستان په دغې ولايت توغنديز بريدونه کوي څو خلک له سيمي ووځي او پاکستاني طالبانو او ترهګرو ته سيمې خالي شي. پاکستان غواړي چې پر کونړ ولايت د راکټي بريدونو له لارې خلک خپل کورونه پريږدي، له سيمي ووځي څو پاتې شوي کورونه يې وسله والو طالبانو او د پاکستان د آی ايس آی ترهګرو ته پاتې شي. که دا سيمي وسله وال ونيسي او په کې ځای پر ځای شي نو بيا پاکستان په آسانۍ کولی شي چې په دغه ولايت کې د داعش پروژه په آسانۍ عملي کړي، دلته يې لوی مرکز جوړ کړي چې ننګرهار، نورستان او نور نيږدې ولايتونو کې به هم داعش جنګیالي له دغې ولايته کنټر ول کړي.

همداراز که د پاکستان د بريدونو په نتيجه کې خلک خپل کورونه پريږدي او وسله وال په کې ځای پر ځای شي نو پاکستان به په اسانۍ وشي کولی څو دغلته پر ډيورنډ کرښه اغزن تار تير او په شاوخوا کې يې خندقونه وکني او همداشان نوې پوستې جوړې کړي. نو په همدې اساس پاکستان غواړی پر کونړ توغنديز بريدونه لا هم زیات کړي.

دويم: دا چې معمولاً د ژمي پر مهال جګړه سړيږي او د نوي کال په پسرلي کې بيا د وسله والو بريدونه زور اخلي. حکومت هم د وسله والو د پسرلنيو جګړو د مخنيوي او د دښمن د تضعيف په خاطر د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې چاڼيز عمليات ترسره کوي. اوس مهال چې حکومت د هيواد په شمالي او نورو ولايتونو کې د دښمن پر ضد چاڼيز عملیات پيل کړي نو پاکستان هم هڅه کوي چې په کونړ د راکټي بريدونو په ترسره کولو سره افغان حکومت د هيواد په شمال او جنوب کې د طالبانو د پسرلني عملياتو د مخنيوي څخه غافله کړي. اوس پاکستان هڅه کوي چې د افغان حکومت پام کونړ ته واړوي او بوخت يې وساتي، بل لور ته به دوی وکولی شي چې د پسرلنې جګړې لپاره په شمال کې د طالبانو تجهيز او تمويل وکړي او راتلونکی کال خونړي بريدونه ترسره کړي.

درېيم: پاکستان پر کونړ ولايت او يا په اصطلاح له ډيورنډ پر دې غاړې ولس ځکه توغنديز بريدونه کوي څو له ډيورنډ پورغاړې ولس سره يې اړيکې خرابې کړي. پاکستان له په دې غاړې ولس بريدونو په ترسره کولو سره غواړي چې دې غاړې ولس ته وښيې چې پورې غاړې پښتانه يې خواخوږي نه بلکې ترې جدا او د پاکستان د امر مننونکي دي. په داسې حال کې په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پاکستان وارخطا کړی دی نو اوس په دې طريقه غواړي چې د دواړو غاړو ولسونو تر منځ د نفاق اچولو هڅه وکړي او يو د بل له ملاتړه لاس واخلي.

څه بايد وشي؟

د پاکستان د بريدونو په مقابل کې تل افغان حکومت سوړ غبرګون ښودلی دی او تل يې په ډيپلوماټیکو خبرو تاکيد کړی دی خو پاکستان لکه د سپۍ لکۍ نه سيده کيږي، نه ډيپلوماټيکو خبرو ته ژمن دی او نه منطق مني. نو اوس خلک له حکومته غوښتنه کوي چې د پاکستان په مقابل کې بايد له جديته کار واخلي، بلمثل ځواب ورکړي، خپلو امنيتي ځواکونو ته امر وکړي چې د پاکستان د يو غوندي په مقابل کې څلور توغندي ګوزار کړي. خلک له حکومته پوښتنې چې ولې زمونږ امنيتي ځواکونه له پاکستاني مليشو کم دي؟ آيا زمونږ امنيتي ځواکونه راکټي بريدونه نه شي کولی، آيا زمونږ امنيتي ځواکونه راکټي بريد په چل نه پوهيږي او که د وطندوستۍ احساس نه لري چې پاکستان مو په خاوره ښکاره تيری کوي او زمونږ افغان امنيتي ځواکونه د مشرانو امر ته په تمه ناست دي؟

نور نو د ولس حوصله ختمه شوې ده او ولس غواړي که پاکستان مو خاورې ته په جګو سترګو وګوري نو بايد سترګې پرې راوويستل شي. که حکومت يې زور نه لري يا کوم بل مجبوريت لري نو کولی شي په ولس غږ وکړي، ولس به پاکستان ته داسې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي چې بيا به يې د پنجابي لسم پشت نسل هم په ياد ساتي.

لیکنه : خوشحال آصفي