طالبان؛ از سرکوب مخالفان تا مهندسی حذف هویت‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید بازگشت طالبان به قدرت در ۱۵ اگست ۲۰۲۱…

فراتر از فروپاشی؛ چگونه ملت‌ها پیش از شکست نظامی، شکست…

Wahidullah Noorzai Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field Strategist | Military…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش اول)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

 دشمنی با فارسی؛ بازتاب سیاست زبانی برتری‌جویانه طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فارسی‌ستیزی؛ چهره پنهان سیاست زبانی طالبان برای بررسی  دقیق…

نسل‌کشی هزاره‌ها یک پروژه چندوجهی بود که ریشه در سیاست‌های…

افغانستان سرزمینی نیست مانند روسیه و یا هند که بزرگ‌تر…

اگزیستنسیالیسم؛ آزادیاست، یا ترس و مرگ؟

Existenzphilosophie. آرام بختیاری فلسفه وجودی انسان؛ آزادی بورژوایی، یا رهایی جامعه؟ آیا انحلال…

۱۱ سپتامبر جهان را تغییر داد؛ زندگی من را نیز…

از صبحی که آمریکا را تغییر داد تا میدان‌های افغانستان؛…

د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول

نور محمد غفوری (هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست…

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

روزهای آخر امین؛ روایت ناگفته از ورود شوروی و تغییر…

https://www.youtube.com/watch?v=K0xOd1gPFV0 تاریخ معاصر افغانستان؛ روزهای آخر حکومت حفیظ‌الله امین. روزهایی که…

وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

۲۰۲۱؛ افغانستان چگونه به نقطه عطف شکست غرب تبدیل شد؟

سقوط یک نظام، پایان یک جنگ یا آغاز یک نظم…

 از بیست سال جمهوریت قلابی تا پنج سال امارت استبدادی…

 نویسنده: مهرالدین مشید مردم افغانستان پس از سرنگونی دور نخست حاکمیت…

 اقلیت های کامران، طردشدگان گناهکار؛ و دفاع میشل فوکو.

Michel Foucault (1926- 1984 ) آرام بختیاری فلسفه فوکو؛ ضرورت انحلال زندان…

افغانستان؛ قلب آسیا — سرزمینی که دردش از مرزهایش عبور…

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Strategic &…

د فکر خونه یا (Think Tank) څه ته وایي؟

نور محمد غفوری د سیاسي، ټولنیزو، علمي او اقتصادي ډلو او…

«
»

کرزی، بهرنی سیاست او د ډیورنډ کرښه

پخواني ولسمشر ښاغلی حامد کرزی د ولسمشرۍ دندې تر پایته رسېدو او له لږې دمې روسته، د یو لړ ټاکلو موضوعګانو په اړه، ډېر فعال شوی او په دې تړاو وخت ناوخت په رسنیو کې تبصرې کوي، خو د ده ځینې پلویان او لارویان بیا د داسې مطالبو په باره کې د رسنیو بازار ښه تود او بوخت ساتي او سړېدو ته يي نه پریږدي!

د ده د خواخوږو او پلویانو په منځ کې د ملي امنیت د پخواني مشر ښاغلي رنګین دادفر سپنتا، د ولسمشرۍ د دفتر پخواني مشرعبدالکریم خرم او د ده د ویاند ایمل خان فیضي نومونه د نورو په سر کې ډېر یادیږي. دا خواخوږي هڅه کوي، د دوی پخپل باور، هغه مطالب چې د کرزي صیب پخپله مبارکه خوله په تفصیل سره نه دي ویل شوی او یا د کرزي لخوا تر ژبې لاندې نیمګړي او ګونګ بیان شوی، رسنیو ته د هغه په استازیتوب په پوره وضاحت بیان کړي. دا چې د دغو مطالبو په بیان کې به د کرزي د خپل اند څو سلنه او بیا د دغو خواخوږو د ځانګړي اند څو سلنه وي، یو له بله يي بېلول ستونزمن او ناشونی ښکاري او په دې اړه روستۍ خبره خپله کرزی کولای شي او زموږ د بحث موضوع نه جوړوي.

دلته به د یادو کسانو د خبرو له څو بېلګو پرته، د کرزي صیب د خپلې خولې په خبرو ډېر تم شو او پر هغو به لنډه تبصره ولرو.

کرزی صیب او هغوی چې په رسنیو کې ځانونه د کرزي استازي بولي، په وروستیو کې د لاندې موضوعګانو سره، ډېر ځانونه مښي او زیات تماس نیسي، د بېلګې په ډول:ــ د ملي یووالي حکومت ولې د خپل جوړښت په سبا په بېړه، امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ؟

ــ حکومت ولې پاکستان سره ډېر نږدیوالی پالي

ــ طالبانو سره د سولې په تګلار پر حکومت ناباوري

ــ د دوی په اند هند سره د افغانستان د اړیکو پیکه توب

ــ د ډیورنډ کرښه

ــ  د دوی له سلا او مشورو سره سم، د سیمې هېوادو سره د اړیکو پالنه

ــ ملي یووالي حکومت کې د مجاهدینو د ونډې پیکه توب

ــ د مخالف ګوند( اپوزیسیون) جوړول او ځیني نور

کرزي د مارچ په ۹ مه د لويي جرګې خیمه کې، د قسیم فهیم د مړینې په لومړي تلین کې جوړې شوې غوڼډې ته وویل:

مارشال مې هغه وخت لومړی مرستیال نه و او په کور ناست وو. ما پاکستان ته رسمي سفر درلود، کله چې له سفره راستون شوم، فقید مارشال راته تلیفون وکړ چې راغلاست، ما ورته وویل هو. سبا ته لس بجې ارګ ته راغی او را څخه يي وپوښتل چې جنرال مشرف څه وویل؟ ترڅو چې ما ځواب ورکاوه، بیا يي پوښتنه وکړه د ډیورنډکرښې په اړه يي خو څه ونه ویل، ما ورته وویل هو یو څه خو يي وړاندې بیرته وویل. ده وویل: هوش کنی قبول نکنی، سبا پل مټک و باز امو را ازتان میخواهد…

البته دلته د ډیورنډکرښې پر ماهیت غږیدا د دې لیکنې موخه نه ده. دا یو څرګند حقیقت دی چې دغه کرښه یوه تپلې او استعماري کرښه ده او هیڅ افغان حکومت حق نلري چې د کرښې د دواړو غاړو افغانانو د ارادې په خلاف هغه په رسمیت وپېژني او نه يي پېژندلای شي. خو پوښتنه دا ده د دې کرښې په اړه پخوانی ولسمشر چې ۱۳ کاله يی پر افغانستان حکومت وکړ، پخپل پیر ولې دومره زړورنه غږید او د دې ستونزې په حل کې يي د ترلاسه شویو فرصتونو ولې ګټه وانه خیسته؟ همدارنګه د کرزي، مارشال ولي د خپلې واکمنۍ پرمهال په ډاګه او لوړ اواز د تپلې او استعماري کرښې په خلاف غږ پورته نکړ او دا مساله يي د ملي داعيی ترکچې  پورته نکړه چې روسته په ارګ کې دننه، چوپ او په بډه کې پرې یوازې له کرزي سره ( هغه هم خدای خبر!) غږیدلای دی؟

نن په داسې حال کې چې د ملي یووالی حکومت په کور دننه د جګړې په بندښت، طالبانو سره د سولې په خبرو او په دې اړه د پاکستان د همکارۍ په جلبېدو بوخت دی، نوي حکومت سره له سلا او مشورې پرته، او بلخوا په دې اړه د دوی تر منځ  د ټاکلې تګلار او ستراتیژۍ په نشتون کې، د غوغا پورته کول د کومو موخو لپاره په پام کې نیول شوي دي؟

ایا داسې څرګندونې د ډیورنډکرښې د ملي داعيی د ریښتیني حل لپاره ترسره کیږي؟ البته هیڅکله نه او ځواب يي منفي دی!

کرزي چې اوس غواړي رسوا شوې او شړېدلې جهادي مافیا، ملي یووالي حکومت سره د اپوزیسیون په نوم بیا پخپل محور راټوله کړي، ایا د دغه مافیا په استازیتوب او د ده پخپل اند، د ډيورنډ د مسالې د حل ښه فرصت او وخت همدا نن ګڼل کیږي؟

ایا داسې نارې سورې، د دواړو ګاونډیو هېوادو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو د مخنیوي لپاره، نه ترسره کیږي؟

اوبلخوا ایا داسې چیغې، د ملیتوب تظاهر نه دی او د دې کرښې حساسیت څخه په ګټه، د کرزي په مشرۍ د جهادي مافیا په فساد کې د ډوب دولت د سپیناوۍ لپاره په نظر کې نه دي نیول شوي؟

د ډیورنډکرښې او پاکستان سره د اړیکو په اړه د جهادي مافیا، کرزي او د هغه د خواخوږو روستی څرګندونې او د مليتوب څېره یستل او غاښونه ښودل، په پاکستان کې د ځینو پوځیانو لکه پرویز مشرف، حمیدګل او د نورو له څرګندونو سره په ورته وخت او یوځای ترسره کیږي چې موخه يي د تازه اړیکو خړپړتیا ته بېله شوېده.

په ټوله کې د کرزي په مشرۍ د پخواني حکومت مافیا چې لکۍ يي په ایران او سر يي پاکستان کې څلیښت دی، غواړي ګاونډیو هېوادو کې د دننه د هغو هېوادو له مافیاو سره یوځای د اړیکو د ښه کېدو مخه ډب کړي.

دغو هېوادونو کې مافیايي کړۍ په ګډه او یو بل سره په نږدې اړیکو کې د سیمې د مثبت بدلون په مخ کې خنډ دي!

په تازه پرمختیاوو کې، د تاند بریښناپاڼې په وینا چې لیکي« حامد کرزي له پاکستان سره د ولسمشر غني د اړیکو په وړاندې خبرداری ورکړ. د هند د اوټ لوک ورځپاڼې د راپور له مخې حامد کرزي نن له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د ولسمشر غني وروستۍ هڅې پاکستان ته بې فکره امتیاز ورکول وبلل او خبرداری یې ورکړ چې افغانستان په خطرناک ډول د پاکستان لورته اوړي.

اووه پنځوس کلن کرزي د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل:«موږ دوستانه اړیکې غواړو خو دا نه غواړو چې د پاکستان تراغېز لاندې واوسو.

ده د ولسمشر غني دا پرېکړه هم وغندله چې تېره میاشت یې پاکستان ته د ملي اردو شپږ پوځیان د زده کړو لپاره ولېږل.

کرزي وویل:موږ باید هیڅ ګاونډي هیواد ته پوځیان د روزنې لپاره ونه لېږو ځکه چې دوی یې په مقابل کې انتحاریان رالېږي.»

همداراز د پخواني ولسمشر کرزي ویاند اېمل فیضي هم «حکومت وحدت ملي، پاکستان، امریکا و روند صلح افغانستان ؛ ازمون ازمون شده» تر سرلیک لاندې خپله تازه لیکنه کې چې د تسنیم خبرځای د سیمه یز دفتر له خبریال سره يي مرکه کې کړې، لیکي « تسنیم: در روزهای اخر در مورد سیاست خارجی متفاوت  دولت های اشرف غنی و حامد کرزی در رسانه ها منتشر شده است، به نظر شما تفاوت های عمده در سیاست خارجی این دو دولت در چیست به خصوص در ارتباط باهمسایګان از جمله ایران، پاکستان وهند؟

فیضی ــ یکی از تفاوت های عمده ای که طی حدود پنج ماه ګذشته در سیاست خارجی افغانستان محسوس است، امضای توافق نامه همکاری های امنیتی با امریکا میباشد، اګرچه رییس جمهور سابق افغانستان هم مخالف این سند با امریکا و ادامه حضور نیروهای خارجی در این کشور نبود ولی برای امضا ان شرط ګذاشت، افغان جرمن بریښناپاڼه»

بل پلو د قسیم فهیم د تلین په غونډه کې په حکومت کې د مجاهدینو د پیکه ونډې په پلمه، د عبدالرب رسول سیاف نیشداره خبرې او له طلوع نیوز سره په مرکه کې د دولتي امنیت د پخواني سرخېل محمدعارف سروري ګواښونه، ټول د یوې سیناریو بېلا بېلې برخې جوړوي.

د هرې ورځې په تېريدو سره، د جهادي مافیا د مختلفو کړیو لخوا، په کور دننه د سمون او بدلون لپاره د ملي یووالي د حکومت هلې ځلې او د ګاونډیانو په ګډون په بهر کې د اړیکو د بیا رغون لپاره د حکومت هڅې او منډې ترړې، د کلک مقاومت او غبرګون سره مخامخیږي.

بیځایه نه ده چې د کورنیو چارو وزیر ښاغلی علومي وايی د دولت هغه مخالفین چې تر دولتي چتر لاندې، د دولت پر وړاندې فعال دی، د هېواد د وسلوال دوښمن څخه خورا زیات خطرناک دي!

د ۲۰۱۵ کال د مارچ ۱۰ مه

سرلوڅ مرادزی