جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

په هالند کې د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د غوره رومانونو په اړوند د جمهوري سخن ادبي ـ فرهنګي ټولنې له خوا خبرې او کره کتنه

دغه غونډه پر(۲۰۱۷) زیږدیز کال د دسمبر میاشتې پر (۱۸) نیټه د هالند په هیواد کې  د (اوتریخت)  په ښار کې د جمهوري سخن د ادبي ـ فرهنګي ټولنې له خوا جوړه شوه .

په دې غونډه کې پر کوربه هیواد سربیره له بیلابیلو اروپایي هیوادونو او کانادا څخه د پښتو او دري- پارسي ادب و فرهنګ پیژندل ښویو او نامتو څیرو، لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو، او ګڼو مینه والو هم برخه اخیستې وه.

– غونډه د خوږ ژبې ویاندې آغلې غزال نور په لنډو خبرو سره پیل شوه او د غونډې په اړه یې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړ.

غونډې څلور برخې لرلئ :

– لومړی برخه د ښاغلي ببرک ارغند ژوند لیک .

– دویمه برخه د ښاغلي ببرک ارغند د رومانونو په تړاو نقد، کرکتنه او ځانګړې خبرې .

ـ  دریمه برخه د ښاغلي ببرک ارغند سره یوه لنډه مرکه .

– څلورمه برخه پیغامونه، ټنګ ټکوراو د موسیقي مجلس وه .

– اغلې غزال نور ښاغلي نورالله وثوق ته بلنه ورکړه چې خپلې خبرې پیل کړي. ښاغلی نور الله وثوق چې یو فعال او هڅاند شاعر او د علم او ادب تکړه مینه وال دی  په خپلو خبرو کې  ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، او له دوی  څخه  چې په دغه غونډه کې یې برخه اخیستې وه د زړه له کومې مننه وکړه او د ښاغلي ډاکټرببرک ارغند د علمي ، ټولنیز، ادبي او فرهنګي هاندو هڅو په تړاو یې د خپل ستاینې او درنښت مراتب وړاندې کړل، چې د تاوده هرکلي سره مخامخ شو.

ـ آغلې غزال نور، اغلې تانیا عاکفي ته چې یوه خوږ ژبې او تکړه شاعره ده بلنه ورکړه چې د ډاکټر ببرک ارغند ژوند لیک ولولي .

اغلې تانیا عاکفي د ډآکټر ببرک ارغند د ژوند لیک او د ده د ټولنیز، علمي،  ادبي او فرهنګي شخصیت په تړاو برخه والو ته معلومات وړاندې کړ، چې د ګډونوالو له خوا یې په ډیره مینه او د چک چکو سره یو ځای توود هر کلی وشو.

– ورپسې پیژندل شوی لیکوال، سیاست پوه، شاعر او ادیب ښاغلي محمد شاه فرهود ته بلنه ورکړل شوه چې خپله وینا د غونډې ګډون والو ته واوروي.

ښاغلي فرهود د رومانونو، داستانونو او کیسو په تړاو په هیواد کې د ننه او بهر د خپلو ګټورو خبرو تر څنګ د یو شمیر نامتو لیکوالو او ادیبانو، علمي ، فلسفي ادبي او فرهنګي نظریات، خبرې او کره کتنې په بشپړه توګه اوریدونکو ته واورولئ . او همداسې يې د ښاغلي ببرک ارغند پر اغیزمنو آثارو او د ده د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه خپلې ګټورې خبرې  بیان کړئ، چې د ګډون والو د تاوده هرکلي سره مخامخ شو.

– په دې پرتمینه غونډه کې آغلې غزال نور ښاغلي ببرک ارغند ته چې زموږ د هیواد پیژندل شوی لیکوال، ملي او سیاسي شخصیت،  تکړه ادیب او پیاوړی ژورنالیست، نامتو او وتلی کیسه لیکونکی دی بلنه ورکړه. کله چې ډاکټر ببرک ارغند د ستیژ سر ته راغی، د اوریدونکو او ګډونوالو له خوا یې په ډیره مینه او د چک چکو سره یو ځای توود هر کلی وشو او ټول ګډونوال د ده په درنښت او قدر دانی په پښو ودرریدل.او ورپسې ښاغلي فرید سیاوش د ارغند صاحب سره مرکه پیل کړه . ښاغلي فرید سیاوش د یو شمیر ځانګړو پوښتنو تر څنګ د ښاغلي ببرک ارغند د رومانونو (کفتر بازان، خانواده ما او نورو) په اړه پوښتنې پیل کړئ ، چې د ده پوښتنو ته ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند په ډیره مینه او درنښت په ډیر عالي، علمي، ادبي او ظریفانه بڼه ځوابونه وړاندې کړل. ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند خپل یو لنډ داستان (نقطه سر خط)  په خپل خوږ او ښکلي غږ سره دیکلمه کړ چې د اوریدونکو له خوا د تاوده هر کلي او د چک چکو سره یو ځای مخامخ شو .

ژبه چې د افهام او تفهیم مهمه وسیله ده او د وخت په تیریدو سره غني کولو او ساتلو ته اړتیا لري،  په دې برخه کې ډاکتر ببرک ارغند د ملي ژبو په ځانګړي توګه د مروجو ژبو پښتو او دري- فارسي د غنامندی، ساتنې او پاملرنې په برخه کې، چې د بهرنیو ژبو تر فرهنګي یرغل لاندې رانشي او د دغې فرهنګي یرغل مخه ونیول شي خپل ګټور وړاندیزونه غونډې ته بیان کړل ، چې  اوریدونکو یې  په چک چکو ملاتړ او هرکلی وکړ.

ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د خپلو خبرو په پای کې له ټولو مینه والو څخه چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړئ وو،  او له ټولو دوستانو څخه چې د دغې درنې او پرتمینې غونډې په جوړولو کې یې  فعاله برخه درلوده د زړه له کومې مننه او درناوی وکړ.

 

  

– ورپسې انجنیرعبدالقادرمسعود ته بلنه ورکړل شوه چې خپل وینا برخه والو ته واوروي. انجنیر عبدالقادرمسعود د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه  او د ده د ادبي او هنري اثار د درنښت ارزښت او اغیز په تړاو خپلې خبرې بیان کړئ او تر څنګ یې د ښاغلي ببرک ارغند یو لنډ داستان(ټکئ ؛ نوې کرښه)  په نامه  په پښتو ژبې اوریدونکو ته دیکلمه کړ، چې د ګډونوالو له خوا یې د چک چکو سره یو ځای توود هر کلی  وشو .

– په دې غونډه کې  د هیواد تکړه، لیکوال او ادیب استادحسین پرواز  هم ګډون درلود. ښاغلي حسین پرواز د ډاکټر ببرک ارغند د علمي او ادبي شخصیت او د ده د اثار په اړه  او په ځانګړي توګه د دوه رومانونو (کفتربازان او خانوادهء ما ) د محتوا په تړاو خپلې تحلیلي خبرې وکړئ او په دې اړوند یئ  خپل وړاندیزونه هم بیان کړل .

ـ  اغلې غزال نور ښاغلي موسی فرکیش ته بلنه ورکړه چې د دغو یاد شویو برخو د ارزونې په اړه خپل نظریات اوریدونکو ته  وړاندې کړي . ده هم خپلې تحلیلي خبرې او د رومانونو په تړاو په علمي او ادبي نړۍ کې ډیرو ګټور او نویو کرکتنو ته اشاره وکړه، او ننۍ غونده یې په درنښت سره وستایله .

 

د غونډې څلورمه برخه د ماښام ډوډی او په زړه پورې هنري کنسرت ته ځانګړې شوې وه، چې زموږ د هیواد پیژندل شويوو او تکړه  هنرمندانو، لکه  نصرت جاوید تکړه هنرمند او سندر غاړی، خلیل درباری  پیژندل شوی رباب نواز، نصیر صمیم تکړه طبله نواز،  خلیل صمیمی گیتارنواز هم ګډون درلود. د ټنګ ټکور په برخه کې هنرمندانو ښکلې او  په زړه پورې مستې نغمې او سندرې واورولې چې په تودو ولولو او چک چکو سره بدرګه شول .

ـ  له ماښام ډوډی وروسته سمیه فروتن چې یوه خوږ ژبې ویانده او تکړه شاعره ده د ستیژ سر ته راغله او په دې برخه کې یې د اروپا او کانادا یو شمیر لیکوالو او د لنډو داستانونو لیکونکو ته بلنه ورکړه چې خپل لنډ داستانونه اوریدونکو ته واوروي .

ښاغلي مختار دریا خپل لنډ داستان (کاکه عثمان)، اغلې فرشته نوري

خپل لنډ داستان (بغضی که هر ګز نترکید) او اغلې زهرا خپل لنډ داستان (ملاشکور) ګدونوالو ته ولوستل ، چې د اوریدونکو له خوا یې د چک چکو سره یو ځای توود هر کلی  وشو .

د یادونې وړ ګڼم  د دغې پرتمینې غونډې د درنښت په تړاو زموږ د هیواد یوشمیراکادیمیکو، نامتو، پیاوړو او پیژندل شویو لیکوالو، ادبي او فرهنګي شخصیتونو او شاعرانو ، د افغانانو ادبي او فرهنګي ټولنو هم په خپل وار سره د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند د علمي، ادبي او فرهنګي شخصیت او د ده د ګټورو او اغیزناکو اثارو په تړاو خپل ځانګړي پیغامونه دغې غونډې ته رالیږلي وُ.

 د ښاغلي اکادیمیسن استاد پوهاند مجاور احمدزیارچې  زموږ د معاصر ادب په تاریخ کې له هغو اکادیمیکو، مخکښو، روښانه او ځلانده ستورو څخه دی چې د خپلو ګټورواثارو او ارزښتناکو لیکنو، څیړنو، پنخونو، ښونو او روزنو په وسیله یې زموږ د پښتو ادب زرغون بڼ، رنګین، تازه اوښیرازه ساتلی دی، پیغام  د ښاغلي س. سیلني له خوا چې په مطبوعاتو کې یوهڅاند لیکوال او تکړه شاعر دی ولوستل شو، چې د ګډونکونکو له خوا یې توود هرکلی وشو.

او همداسې یو شمیرنور پيغامونه لکه  د ښاغلي کاوون توفاني پیغام چې یو نامتو، پیاوړی، مخکښ او نوښتګر لیکوال او شاعر دی او د ښاغلي

نجم الرحمان مواج پیغام چې پیژندل شوی لیکوال او تکړه شاعر دی، د (هیات اجراییهء حقوقدانان افغان در اروپا) پیغام، (په بلجیم کې د افغانانو د ملي یوالې ټولنې) پيغام، د (مرکز کاری جامعه سراسری افغانهای مقیم فدراتیف روسیه) پیغام دغې غونډې ته رالیږل شوي وُ.

د غونډې په پای کې ډاکټر ببرک ارغند د جمهوري سخن د ادبي – فرهنګي  ټولنې لخوا د ګلونو ګیډی په ډالۍ ونازول شو او د ښاغلي قادر مرادی چې یو تکړه داستان او کیسه لیکونکی دی یو کتاب په نامه دې ( چشمهای سیاه بهار) ورته ډالۍ شو. ښاغلي مرادي په خپل پیغام کې ډاکټر ببرک ارغند د یولوی او ستر لیکوال په توګه وستایه . او همداسې د ده ورور د ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند یو (پورتریت) انځور کړئ وء او ډاکټر صاحب ته ډالۍ شو.

 

په دې غونډه کې د فلمبرداری په برخه کې ښاغلي جاوید مرادي چې یو تکړه او مسلکي فلمبردار دی هم فعاله برخه درلوده چې د دوی ونډه د فلم په جوړولو او عکس اخیستلو کې د ستاینې او قدر وړ ده .

د یادونې وړ ګڼم، په پای د غونډه کې ګډونوالو له ډاکټر ببرک ارغند سره یادګاري عکسونه واخیستل او همداسې د ادب درنو مینه والو د ده اثار په مینه او علاقمندی سره  تر لاسه کړل .

دا درنه او پرتمینه غونډه د شپې  پر (۱۲) بجې پای ته ورسیده .

په مینه او درنښت : انجنیرعبدالقادرمسعود