دولت پدیده عقلی – تحلیل موردی حمله پاکستان در ولایت پکتیکا

دولت پدیده قوم و یا دینی مطلق نیست. و دین…

هر شکستی ما را شکست و هیچ شکستی شکست ما…

نویسنده: مهرالدین مشید با تاسف که تنها ما نسل شکست خورده…

نوروز نبودت

- بیژن باران چه کنم با این همه گل و…

عرفان در مغز

دکتر بیژن باران     لامارک 200 سال پیش گفت: به پذیرش…

نماد های تاریخی- ملی و نقش آن در حفظ هویت…

نور محمد غفوری اشیاء، تصاویر، نشان‌ها، مفاهیم، یا شخصیت‌هایی که نمایانگر…

در دنیای دیجیتالی امروز، انسان‌ها به مراتب آسیب پذیرتر شده…

دیوارها موش دارند و موش‌ها گوش! این مثل یا زبانزد عام…

خالق تروریستهای اسلامی؛ الله است یا امریکا؟

افشاگری جسورانه از ژرفای حقیقت سلیمان کبیر نوری بخش نخست  درین جا می…

چگونه این بار حقانی ها روی آنتن رسانه ها قرار…

نویسنده: مهرالدین مشید از یک خلیفه ی انتحاری تا "امید تغییر"…

شب یلدا 

شب یلدا شبی شور و سرور است  شب تجلیل از مدت…

سجده ی عشق!

امین الله مفکر امینی      2024-21-12! بیا کــــه دل ز تنهایــی به کفیدن…

فلسفه کانت؛ تئوری انقلاب فرانسه شد

Immanuel Kant (1724-1804) آرام بختیاری  نیاز انسان عقلگرا به فلسفه انتقادی. کانت (1804-1724.م)،…

حال: زمانست یا هستی؟

بیت: غم فردا، کز غصه دیروز ریزد به هجوم انرژی، کشف زمان…

درختی سرشار از روح حماسی  و جلوه های معبودایی

نویسنده: مهرالدین مشید تک "درخت توت" و دغدغه های شکوهمند خاطره…

کهن میلاد خورشید 

رسول پویان  شـب یلـدا بـه دور صندلی بـسـیار زیبا بود  نشـاط و…

مبانی میتودیک طرح و تدوین اساسنامهٔ سازمانهای مدنی

نور محمد غفوری شاید همه خوانندگان محترم روش تحریر و طُرق…

انحصار طلبی ملا هبت الله، کشته شدن حقانی و سرنوشت…

نویسنده: مهرالدین مشید ختلاف های درونی طالبان و کش و قوس…

ریحان می شود

قاضی پشتون باسل حرف  نیکو مرکسان را  قوت  جان میشود قوت جسم…

کهن جنگ تمدن 

رسول پویان  نفـس در سـینۀ فـردا گـره افتاده بازش کن  بـرای خــاطــر…

ترجمه‌ی شعرهایی از بانو روژ حلبچه‌ای

هر گاه که باران،  آسمان چشمانم را در بر می‌گیرد. آن، تکه…

سلام محمد

استاد "سلام محمد" (به کُردی: سەلام موحەمەد) شاعر کُرد، زاده‌ی…

«
»

پشتونه را ویښ شه خوځښت یعنی څه؟؟؟؟

لیکونکی :- دکتور طاوس وردک لندن د نوامبر ۱۲مه ۲۰۱۷ کال .

پښتنوته دغه مضمون ډالی کوم ، هغه پښتانه که لر دی یا خو بردی ، او نن سبا چی د فیس بوک په پاڼو کی د (( پښتونه را ویښ شی  لروبرو خوځښت )) تر نامه لاندی تبلیغات کوی او یو تعداد وطن پرست او آزادی دوسته پپښتانه دغو خبرو او د پښتنو را ویښولو او بیداری خبری ، شعرونه اوکلپونه نشر ته سپاری ، او اصلی هدف ددغو خوځښت عبارت دی د ( لوی افغانستان بیرته جوړیدل او لوی پشتون قوم د افغانستان اصلی مورثین سره یو ځای کول او د دیورند کرغیړنه کرښه لغو کول او د پاکستان سره دلوی افغانستان سر حد د ) اټک سیند ( نشانی کول هدف دی ، زه یقین لرم چی دغه مبارزه بلآخره بریالیتوب ته رسیژی او یوازنی لاره د لرو او برو پښتنو یو موټي والی او حتی دیوه خونړی جنګ له پاره د پنجابی سره تیاری او امادګی نیول دی ، نړیوال امپریالیزم ، استعمارګر هیوادونه لا تر اوسه د افغاانا نو د ښکیلاک او زبیښاک لړی ته ادامه ورکوی خو زه یقین لرم چی د افغانستان دخلکو له پاره یوازنی لاره د بحران د ختمولو ، د افغانستان د خودارادیت او ارضی تمامیت بیرته را ژوندی کولاصلی هدف  دی ، پاکستان چی د مجاهدینو د ۱۵ ګونه تنظیمی اسلامی رهبرانو د برکته د اتوم بمونو څښتن شو او نن ډول ډول راکټونه اوجټ طیاری لری خو د افغانستان وسله والپوځ د مجاهدینو د ربانی او کرزی په حاکمیت کی او جهادی قوماندانانو او رهبرانو په مستقیم ګډون د ) آی اس آی ( په فرمان د امریکا له خوانه بمبارد او زموږ د وسله وال پوځ ۳۰۰ ملیارده وسلی مهمات اومحاربوی تخنیک د غربیانو ) ناتو او آیساف او امریکا له خوانه د پاکستان اوایرن او عربستان سعودی ( په مستقیمه مداخله ټوټه ټوټه شو او د کباړ په قیمت په پاکستان خرڅ او د ناتو هیوادو هم په غول پیکروطیارو کی خپلو هیوادو ته منتقل کړل؟؟؟

دا چی په طول د ۱۵۰ کالو کی ولی پشتانه دربدر ، بیسیواده ، غریب ، بی اتفاقه، متعصب مسلمانان پاتی شول دغه لاندی اساسی علل وو او تاسی کولای شی نور ور باندی علاوه کړی ::-

۱ – پادشاهان او جمهور ریسان کوم چی پښتانه وو ، ډیر بیسیواده ، دتاریخ نه خبر نه وو ، خودخواه او جاه طالبه وو او د خپل قوم په قصه کی نه وو او تل د روحانیونو – ملانو – طالبانو – آخوندانو – پیرانو ـ خلیفه ګانو او دهزاره طایفی دسیدانو په مستقیم هدایت او رهنمایی چی هله دین تباه شو ، دین په خطر کی دی ، دوی بله خبره نه وه زده او دیوه قاتل او یوه توپکسالار مخه یی ونه نیوله، ټول لادینی احکام یی زموږ په بیسیواده او ځوان نسل په زرهاوو جادوګریو ، فتنو او دسیسو ومنل او افغانستان یی برباد کړو ، امان الله خان – ظاهر شاه – داود خان –– دحزب دیموکراتیک رژیم هم دغو فتنه ګرو روحانیونو او ملانو تباه او برباد کړو ،  ؟؟

۲ – ظاهر شاه ، داود خان او ددوی کورنی چی محمد زایی هم وو یوه زره پشتو یی نه وه زده ، داسی معلومیژي چی ددوی نیکونه اصیل افغانان نه وو او په پشتو نه پوهیدل ، دکتور نجیب الله ، حامد کرزی ، اشرف غنی چی د پشتنو د قوم او ملیت اصلی بچیان شمیرل کیژی پشتنو ته هیڅ خدمت ونه کړو بلکه پشتانه یی هنوز په لغته ووهل او د فارسی زبانانو تر فشار لاندی يي احمدشاه مسعود ته قهرمانی ورکړه ، کابل چا وران کړو ، کلپونه او ویدیو ګانی نه ویني ، ؟؟ فهیم ته یی معاونیت او مارشالی ورکړه ، مخالف د ټولو ملی او بین المللی نظامی قوانینو ، او بیا يي زوی معاون دخاد تعین کړو ، ولی ؟ دڅه په خاطر کوم نظامی او تخصصی تحصیلات لری ؟؟؟ او بیا یی په دولتی ِوڼډی لک کړو – خلیل الله خلیلی ېې د یوه فیلسوف تر څنګ خښ کړو – تاریخی مشهور غل او سقاو( حبیب  الله کلکانی )  یی دیوی بلی غوِنډی په سر خښ کړو ؟؟؟؟  او په زرها وو جنګی جنایت کاران یی سترجنرالان او لوړرتبه والیان مقررکړل ، نن سبا باید (( کرزی او اشرف غنی )) محاکمه شی ؟؟؟؟؟؟

۳-  مثلا د هرات د کشک تورغنډی نه بیا تر کلاته نظرخانه یا د ملک سیاه تر غرو پوری دایران دسرحد دساتلو دپاره پشتون قوم ( بارکزی – علی زی – پوبلزی- نورزی- کاکړ – وردک – پکتیا وال – لوګریان )  په سرحد دایران د تجاوز دمخ نیوی په خاطر ،ځای په ځای شول چی متاسفانه د بیکفایته پادشاه او یادو ولسمشرانو یعنی پادشاه او جمهوروریسانو له خوانه ورته توجه ونه شوه او د ایران تر کلتوری او طبقاتی ستم لاندی لاړل او اکثرا فارسی بانی ښځی وکړی او نن د ډیرو کمو پښتو زده ده ، په داسی حال کی چی دهرات ۷۰ فیصذه نفوس هم دوی جوړوی ، پادشاه او جمهوروریسانو یوه هم اقلا یوه پوهنځي په پشتو تاسیس نه کړه یو دارلمعلیمن یی په پشتو یا لیسه یا متوسطه یی دپښتنو بچیانو ته جوړه نه کړه ؟

۴ – په پشتونخوا کی هم چون مشر او قومی کسان او سپینګیری ډیر کم وو او زیادتره د هند برطانوی تر تاثیر او فشار لاندی وو نو پښتنو  یی د ( روټی کپړا اورمکان ) په استعمالولو سره او په هره خبره کی ( جی ) استعمالوی او پشتانه په کوزه پشتونخوا کي ځانونه پاکستانیان بولی او په افغان شرمیژي علت یی کم سیوادی ، د پیسو او مخد ره توکو د ترافیکنګ او د انګریز او ( آی اس آی ) ته لاس په نامه نوکران وو او دی ، نن که یو تعداد را ژوندی شوی وی او د بری پشتنونخواه د خلکو آوازاو غږ دا چی پشتنو ویښ شی ورباندی تاثیر کړی وی دا بله خبره ده ، خدای وکړی لر او بر پشتانه د یوه متحد او لوی افغانستان دجوړیدو په خاطر سره یو ځای شی ؟؟؟