تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش چهارم و آخری)  ۷. ویژگی‌های فرهنگ سیاسی مطلوب برای…

ارسطو

نوموړی د لرغوني یونان او لوېدیځې نړۍ یو له لویو…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش سوم) ۶. چالش‌ها و راهکارهای تحول فرهنگ سیاسی در…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش دوم)  ۴. وضعیت کنونی کلتور سیاسی در افغانستان در پرتو…

بیایید هموطن!

امین الله مفکر امینی       2025-12-10! بیــــا هموطن با هم یکی گردیم تا…

ما با پاکستان مشترکات نداریم !

مدتیست که عده ای نام از مشترکات میان افغانستان و…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش اول) ۱.خلاصه  این مقالهٔ علمی ـ تحلیلی و رهنمودی…

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

حميدالله بسيا په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د…

مهندسی قومی یا طرح توازن قومی در ساختار قدرت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید مشروعیت‌ بخشی قومی؛ از توجیه انحصار تا مهندسی…

صرصر ظلم 

از فروغ حسن تو ماه فلک شرمنده شد  مهر لطفت هر…

از همین خاک جهان دگری باید ساخت !

با شروع زمزمه های کم شدن موسسات خارجی و خروج…

چرا شطحیات! ترامپ را درک نه‌می‌کنیم؟

اولویت مردم ما اسقاط طالبان است، نه تعامل. ✍️ محمدعثماننجیب در جهان…

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي…

اپلاتون

د ده اصلي نوم «اریستوکلس» دی، د یونان یو نوموتی…

نقض حاکمیت ملی از سوی طالبان؛ از سلطه ایدئولوژیک تا…

نویسنده: مهرالدین مشید اجندا های قومی و اختلاف برانگیز منافی حاکمیت…

توماس مور؛ را هم اعدام کردند؛ بی وجدانا!

Thomas More ( 1477-1536 ) آرام بختیاری نخستین تئوریسین سوسیالیسم تخیلی در…

پاییز 

باد خزان وزید چمن بی نقاب شد  از برگ زرد صحن…

توافق طالبان و پاکستان

محمد عثمان نجیب پیش‌نوشت: با توجه به اهمیت این یادداشت که چند…

بازی های تروریستی پاکستان و ادامه جنایات آن در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید جنگ طالبان و پاکستان سناریوی استخباراتی با راستی…

سقراط

نوموړی د لرغوني یونان ستر فیلسوف او عالم او…

«
»

ټرمپ، افغانستان، سيمه او نړۍ

تيره ورځ د امريکا د متحده ايالاتو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د ۴۵م ولسمشر په توګه لوړه وکړه. ده وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو دننه د بېخبنا په ښه کولو کار وکړي، سرحدونه به لا ټینګ کړي او د اسلامي راډیکالېزم پر ضد به د امریکایانو مبارزه چټکه او غښتلې کړي. ډونالډ ټرمپ د دیموکرات ګوند د نوماندې هیلري کلنټن په وړاندې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې سخته سیالي وکړه چې د ډيری شنونکو د شننې او وړاندوینې خلاف يې کلنټن ته ماتې وکړه او د ولسمشرۍ څوکۍ ته يې ځان ورساوه. نوموړي ژمنه وکړه چې د امریکا د متحده ایالاتو اقتصادي او سیاسي برم به بیا لوړ کړي.

دا چې د خپل هيواد لپاره به څه وکړي؛ بيله خبره ده، خو دا چې له اوباما وروسته به له افغانستان، پاکستان او د سيمي له هيوادونو سره څنګه اړيکي وساتي او د ټرمپ سياست به د افغانستان په اوسني سياسي او امنيتي وضعيت کوم اغېز وکړي؛ دلته پرې بحث کوو.

ټرمپ او افغانستان

که څه هم د متحده ايالاتو د ټاکنو دواړو مخکښو نوماندانو د خپل ټاکنيز کمپاين پر مهال افغانستان له خپل سياسي محوره باسلی و او هيڅ راز څرګندونې يې په اړه نه کولې؛ خو دا په دې معنا نشي کيدلی چې ګويا ټرمپ دې افغانستان له هيره اوباسي او ورته دې شاه کړي. افغانستان به د ټرمپ په بهرني سياست کې مهم فکتور وي ځکه دلته يې د ناټو په مشرۍ امنيتي ځواکنه شتون لري، دلته پوځې اډې لري، له افغانستان سره لاسليک شوی امنيتي تړون لري. او بله دا چې ټرمپ ته په افغانستان کې د اوباما له وخته پيل شوې جګړه په ميراث پاتې شوه. ټرمپ اړ دی چې د اوباما د سياست جاج واخلي، يا به ټول پوځيان له افغانستانه باسي او يا به جګړه يو طرف ته کوي. په ټوله کې له روسيې سره د ټرمپ نيږدې اړيکي ټرمپ اړ کوي چې افغانستان د خپل بهرني سياست په محور کې راولي.

دلته مهم بحث له لويو قدرتونو او د سيمي د هيوادونو سره چې په يو نه يو ډول د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي؛ د ټرمپ اړيکې ساتل دي. که چيري د ټرمپ بهرنی سیاست په داسې محور وچليږي چې د سيمي له هيوادونو لکه ايران، هندوستان، چين، او روسيې سره اړيکې نيږدې کړي نو پرته له شکه چې په افغانستان به يې اغيز مثبت وي. او که له ايران سره اټمي پروګرام موضوع له سره وسپړي، له روسيې سره اړيکې ترخې کړي، ا و له چين سره هم جنجالونه وکړي نو پرته له شکه چې ياد هيوادونه به په افغانستان کې د امریکا شتون وننګوي. هغه مهال به بيا  افغانستان د نړۍ د قدرتونو د زور ازمويلو ډګر وي.

افغانان له ټرمپ نه څه هيله لري؟

لکه څرنګه چې اوسمهال وسله وال مخالفان او يو شمير شنونکي له افغانستانه د امریکا حضور ختمول د افغان سولې يو اړين فکتور يادوي؛ همداسې افغان ولس هم په افغانستان کې د سرتاسري سولې غوښتونکی دی. ولس له ټرمپ نه دا هيله لري چې نور دې د ترهګرې سره د مبارزې اصلي مرکز نه غلطوي. لکه څرنګه چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په ځلونو  ويلي چې د ترهګرو ځالې له افغانستانه د باندې دي او امريکا دې هلته د هغوی جرړې وچي کړي نو ولس هم همدا هيله لري چې ټرمپ دې له ترهګرۍ سره مبارزې ته د اوباما له زاويې نه ګوري. بلکې د ترهګرو د توليد او روزنې اصلي مرکزونه دې په نښه کړي چې په ګاونډي هيوادونو پاکستان او  ايران کې دي.

ټرمپ او پاکستان

که څه هم ډونالډ ټرامپ د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال د پاکستان خلاف توندې څرګندونې کولې خو که هغه تشې کمپایني ويناوې وبولو نو بيا هم له ټرمپه داسې هيله کيدلی شي چې په پاکستان به د امريکا لخوا د ډالرو دروازې بندي کړي. نه يوازې به پرې د ډالرو دروازې بندې کړي بلکې د اوباما د ستراتيژۍ خلاف به په پاکستان کې اوسيدونکي ترهګر او پناه ځايونه هم په نښه کړي. ځکه په وروستيو کې پاکستان له اوښانو سره ټانټې  ژوول شروع کړي دي. پاکستان د امريکا خلاف له چين او روس سره د يارانې نوی تار غزولی دی او دا به پاکستان ته په درنه بيه تمام شي.

لیکنه : خوشحال آصفي