از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

پر له خەمم!

[خه‌م] پر له خەمم! پر لە خەم... خەم له سینگمە، پر لە بەخەڵم‌و پر لە…

یاداشت انتقادی بر یک مصاحبه تلویزیونی

نور محمد غفوری ژورنالیسم، رسالتش پرسیدن است، نه دفاع کردن؛ روشن…

بنیادگرایی دینی و لیبرال‌دموکراسی؛ از سوخت‌رسانی تا امتم دهی به…

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه متقابل افراط‌گرایی دینی، بحران‌های نظم لیبرال و…

راز ارقام در هستی

رسول پویان جهان با رمز و رازش در دل ارقام پنهان…

بنیامین؛ چپ مستقل،یا لیبرال ضد بورژوا

Benjamin, walter (1892- 1940) آرام بختیاری تخریب ریوانجیستی روشنگران توسط ژورنالیسم زرد. والتر…

کله چې جګړه کاروبار شي

محمد سليم سليمان جګړه د انسانانو لپاره د مرګ، بې‌ځایه کېدو،…

 افغانستان؛ در بن‌بست اعتماد و آینده ناپیدا

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ میان بی‌اعتمادی و بن‌بست سیاسی افغانستان در یکی…

شایسته‌سالاری؛ بنیان عدالت اجتماعی و پیش‌شرط حکمرانی کارآمد

 نور محمد غفوری عدالت اجتماعی، به‌عنوان یکی از بنیادی‌ترین ارزش‌های دولت…

«
»

ولې هرطرف ته شکایت او انتقاد روان دی

لیکونکۍ : دکتور فلسفه طاوس وردک لندن د دسامبر درییمه ۲۰۱۷ کال .

۱۷ کاله کیژي چې د افغانستان خلک ناری وهی ، غوغا ده ، چیغی وهی ، ژاړي ، کنځل کوی ، تر فشار او تهدید لاندی ژوند کوی ، په نس ماړه نه دی ، بیکاره بی روزګاره دی ، ډیر بی اتفاقه او یو دبل په ضد ژوند ته ادامه ورکوي ، ولی یو ریس جمهور ، ولی یو وزیر ، ولی یو روحانی یا یو پیر یا یوه ډله ملان ، یا یوه ډله سپین ګیری یا مخور افغانان اندکترینه توجه نه کوی او نه پوهیژي چی دغه توره تیاره او دغه قهرجنه توره وریځ به تیږې ووروی یا ګلۍ یا باران یا به سیلابونه راشی او دیوه سره به کلی او کورونه ړنګ او خلک به تباه شی .

 دا له کومی خوانه دی ، داڅوک درباندی کوی ډاولی درباندی کیژي ؟؟؟؟؟

اشغالګرانو دغه ناورین را منځ ته کړی ؟؟

پاکستان –ایران او عربستان سعدی او چین ،را منځ ته کړی ؟؟

په خپله مجاهدینو او طالبانو رامنځ ته کړی ؟؟

وطندارانو هر څه  موږ او تاسې په خپله په ځانو او عامو خلکو تحمیل کړی ، موږ او تاسې د بدبختیو ، دبیکوریو ، دبیوزګاریو ، دمریضیو ،د بی اتفاقیو ، دخودخواهیو ، د وسله ال کیدو ، یودبل دوژلو ، پردی ته ډیر اهمیت ورکولو ، دپردی نه ډیره تمه لرلو ، بیګانه پروریو ، بیسیوادیو ، ددشمن نه پیژندلو ، دشمن ته کم اهمیت ورکولو ، ډیر د ډالرو او یورو او پوڼډو په قصه کی کیدلو ، ځان من بللو او نور د خورد او پاو په اندازه نه قبلولو ، ژبنی او سمتی او مذهبی موضوعاتو ته اهمیت ورکولو ، مجاهد او طالب ، ملااو روحانی بللواو امتیاز غوشتلو ، همیشه د خلقی او پرچمی په ضد تبلیغات کولو ،د هیواد  ټوله ملی سرمایه ( دوسله وال پوځ محاربوی تخنیک – مهمات – نقلیه وسایط – معادن  چا لوټ او په پاکستان او ایران ، عربانو خرڅ او غرب مفت غلا او خپلو هیوادو ته یوړل )) –  باندی مصروف واست او یاست ؟؟؟

پرونی مجاهد یا طالب چی ګوډ خر نه لرلو او اوس په تندربرډ ، کادیلاک او بنس ضد زره مرمیو کی ګرزی او د لوټو کورونه ېې په مدرنو قصرو بدل شول او ملیاردران شول نو نن د سبا نه ویره لری چی که اوس اشرف غنی ددوی د غلا او رشوت او غصب مخه نیسی نو سبا ته که یو ډیر جدی او وطن پرست ریس جمهور راشی هرومرو به د ټولو سره تصفیه د حساب کوی او ملکیتونه به ېې ملی کیژي او محکمو ته حواله کیژي نو له همدی کبله تپ وتلاش روان دی دهری خوانه ډول ډول توطیی او فشارونه دی ، یو د غربیانو نه خوښیژي ، بل دریس جمهور نه خوشیژي ، بل د ریس اجرایه نه خوشیژي ، همدارنګه دوزیرانو او والیانو په خپلو منځو کی جنګ دی او عربان ، پاکستان او غربی اشغال ګران د خپلو ستراتیژيو د عملی کولو په در شل کی د افغانستان د تجزېې له پاره کار کوی او د افغانستان ملی سرمایه غلا او چپاول کوی ، فضا او مځکه ېې تر کنترول لاندی ده او دوه ډیر مزدور انسانان ېې ( اشرف غنی او ډبل عبدالله ) ته ېې د ۵ کالو حکومت داری تضمین ورکړی او څوک نر دی چی دوی له مقامه لری کړی ، او دغه دواړه هره ورځ خلکو او مخالفینو ته کتری او کنایی وای او خپل زور ورښيي ، ورته وایی تکری په سر کړی ؟؟؟؟

اوس اصلی  ملامت او ګناهکار څوک دی ؟؟ زه درته وایم اصلی ملامت په خپله د افغانستان جهادی رهبران – په راس کی ېې د شمال ټلواله – بیا جهادی قوماندانان – قومی مشران او سپین ګیری او وسله ال غیر مسول کسان دی ، ځکه دغو کسانو زمینه د اشغال او د غرب را وستلو ته مساعده کړه او پاکستان ېې په لوی لاس په ځان حاکم کړو ، چی نن ورته ډول ډول توطیی جوړوی ، دسیسې جوړوی ، تفرقه ېې په منځو کی اچوی ، دین او مذهب بهانه کوی ، ژبنی توپیر او تهدید ته لاره همواروی ، او بل اخره د هیواد دننه په هغو جهادی رهبرانو او قومانداانو حکومت کوی او هر ډول پلانونه ورباندی عملی کوی ، لکه نظامی اډی ورکول ، امنیتی قرارداد ورسره امضاکول او دغرب مزدوری او نوکری ته غاړه ایښودل دی ؟؟؟؟؟

تر څو چی ټول غربیان دمشاورینو په شمول د افغانستانه ونه ایستل شی ، افغانستان ته صلحه نه را ځي ، که د افغانستان افسر په ۱۷ کالو کی د غرب تعلیم او تربیه او وسلی نه وی زده کړی باید فورا تقاعد شی ، څوکاله باید یو افسر زده کړی ته حاضر وی ، موږ په څلورو کالو کی اکادمی ګانی ولوستی او هر څه مو زده کړل ، یاداشت مو کړل او تمرین موکړل ، تر بل هر افسر نه خپل وسله وال پوځ ته مفید وو او یو ؟؟؟