شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

«
»

وايي له ښاره ووځه له نرخه مه

عبدالصمد ازهر                                                                           ۱۶/ ۰۷ / ۲۰۲۲ 

نړيواله سوداګري، په نړيوال نرخ کېږي. کله چې د تېلو بيه په نړۍ کې لوړېږي، نو آن دوست ملکونه يې هم نرخ درباندې لوړوي. دا د سوداګرۍ دود دی. دا بهير په هر سوداګريز توکي او د ډبرو په سکرو کې هم روان دی. هېڅوک، د امير، پاچا او جمهور رييس په شمول دا حق نه لري چې د ملت شته او بيت المال د اشغالګر يا «دوست هيواد» د مات ګوډ اقتصاد د رغولو په موخه ورته ډالۍ کړي. دلته په کلونو کلونو تر څلوېښتو زياتو اشغالګرو هيوادونو يو کانسرسيوم شتون درلود. په غلا خو يې سترې لوټمارۍ وکړي، مګر په ښکاره يې ځان له نرخ سره برابر ښوده. مګر پاکستان په خپل نيابتي اشغال کې په ښکاره او په ډنډورو لوټول کوي. 

له بده مرغه مونږ د قانوني حاکميت په تشه کې واقع يو. جمهوريت ونړېد او پر ځاي يې لا د ولس په تاييد کوم مشروع نظام نه دی راغلی. له بده مرغه هر څوک هر تصميم نيولی شي. قانون او پوښتونکی نشته. د کانو او پټروليم د وزارت وياند عصمت الله بلال وايی مونږ د سکرو خرڅولو په هکله له پاکستان سره کوم قرارداد نه لرو. دا سوداګر دي چې له مونږ نه يې په افغانيو پېري، بيا نو دا دهغو کار دی چې په کومو پيسو يې پلوري. د دې خبرې سوچه مانا دا ده چې يا دلته حتا غير مشروع حاکميت هم نښته او يا پاکستان زمونږ د نوي بادار او اختيار والا په حيٍث فعال مايشا دی او ځان ته حق ورکوي زمونږ خاوره په توبره کې وباسي.

د سوداګرۍ اصول دا دي چې د دوو هيوادونو تر منځ د نړيوالو بيو په نظر کې نيولو سره موافقې کېږي، او بيا د دواړو خواوو سوداګر مکلف دې دغه ټکي مراعات کړي. د سوداګريز اسعارو په هکله د مرکزي بانک مسووليت ډېر روڼ دی او بايد کلک کنټرول پرې ولري. تاسې چې دومره زيات صادرات په پاکستانۍ روپۍ کوئ، بيا نو مجبور ياست په دې روپو يواځي له پاکستان نه واردات وکړئ. دا روپۍ خو بل چېرته کوم ارزښت نه لري او له بل ځايه توکي پرې پېرېدلی نه شواو په دې توګه زمونږ باندنۍ سوداګري د پاکستاني توکو پېر په انحصار کې پاتې کېږي. دا سم سپا تالان دی. 

د سوداګرۍ د تنظيم مسووليت د سوداګرۍ وزارت تر غاړې دی او دغه وزارت بايد په دې هکله وخوځېږي.

همدا اوس په نړيوال مارکېټ کې د سکرو د هر متريک تن بيه د څلور سوو ډالرو په شاوخوا کې نوسان کوي. پاکستان پخوا له سهيلي افريقې نه سکاره په نړيوالې بيې پېرودل او د ترانسپورت له پاره يې لا نور درانه مصارف هم ګالل. مونږ پوهېږو چې پاکستان هم زمونږ په شان د انرژۍ له سخت کموالي سره مخ او تر درنو پورونو لاندې غرق دی. مګر د دې بوج به ولې پر افغانستان، چې پخپله د همدې پاکستان د مداخلو، دسايسو او توطئو له لاسه ټوک ټوک دی، راځي؟! 

هېڅوک حق نه لري زمونږ کاني او غير کاني شته تر نړيوالې بيې ښکته وپلوري.

هېڅوک حق نه لري د ډالر، سټرلنګ پونډ يا يورو په ځای په بې ارزښته پاکستانۍ روپو معامله وکړي. 

د پاکستان همدغه ګټه بس ده چې له سهيلي افريقې نه د ټرانسپورت بوج ترې کمېږي. 

۲۵ / ۰۴ / ۱۴۰۱

۱۶ / ۰۷ / ۲۰۲۲