رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

«
»

نيمګړي ډيپلوماټان او ناروغه ډيپلوماسي

له بده مرغه په افغانستان کې ډيپلوماټ هغه چا ته ويل کيږي چې؛ ښکلې څېره او ښکلې دريشي ولري او یو دوه ټکی انګريزي يي زده وي.!

زه نه پوهيږم ؛ زمونږ دا ډيپلوماټان او سفيران چې د ولس له وينو تنخوا اخلي او تغذيه کيږي؛ له هيواد بهر او په کور دننه يي د وګړو کوم درد دوا کړی دی؟

کله چې د افغان زده کړيالانو ستونزې نه شي حل کولای، د افغان کارګرانو ستونزې نه شي حل کولای او د خپل هيواد د وګړو له حقوقو دفاع نه شي کولای، له کوربه هيوادونو سره مذاکره نه شي کولای او د خپلو وګړو هويت تثبيتولی نه شي؛ نو په کوم نوم او معيار له هيواده بهر د سفير، ډيپلوماټ او قونسل په توګه ياديږي؟

آيا له دوی نه چا ازموينه اخيستې، کومه مرجع شته چې له دوی نه وپوښتي چې تاسې څه کوئ او پخوا مو څه کړي دي، هيواد او خلکو ته مو څه ښيګڼه رسيدلې ده، آیا له خپلو مسوليتونو او دندو خبر ياست، آيا تاسې د افغانستان له اساسي قانون، اساسي حقونو، د عمومي نړيوالو حقوقو، د جزا له نړيوالو حقوقو او نورو نړيوالو قوانينو څخه خبر ياست؟

آيا خبر ياست چې افغانان په اسيايي، اروپايي، عربي او نورو هيوادونو کې څه ستونزې لري او څه ډول چلن ورسره کيږي؟

آيا په زړه کې رحم لرئ، کومې تنخواګانې چې اخلۍ حلالې دي که حرامې؟ آيا ويښ وجدان لرئ؟ آيا احساس لرئ او دا احساسوۍ چې هيواد مو؛ چې تاسې يي له برکته تنخواګانې اخلۍ؛ په کوم درد او غم اخته دی؟

دريغه چې پياوړی، ځواب ويونکی او مشروع نظام نشته ګنې تاسې به آن د افغانستان د سفارتونو د لومړي او دويم سکرتر په توګه هم نه ګمارل کيدلای.

د مهربانۍ له مخې تاسې په خپله قضاوت وکړئ؛ هغه دندې چې په قانون کې يادې شوي ؛ په بهر کې زمونږ د هيواد دايمي سياسي استازي يي لري؟

د یو ډيلوماټیک پلاوي دندې چې سفير د ياد پلاوي د مشر په توګه په کې شتون لري:

۱ــ په کوربه هيواد کې خپل اصلي هيواد استازيتوب کول

۲ــ په کوربه هيواد کې د خپل هيواد د ګټو او وګړو ملاتړ

۳ــ له کوربه هيواد سره مذاکرات

۴ــ په کوربه هيواد کې له قانوني لارو د پرمختګونو او شرايطو ارزونه

۵ــ له کوربه هيواد سره د دوستانه اړيکو پياوړي کول

 

د قونسلانو دندې

پخوا به بهرنيو هيوادونو ته د قونسلي اړيکو ټينګيدل؛د سوداګرو د مسافرتونو ، د سوداګرۍ او د خپلو سوداګريزو توکو لپاره د وړ بازار موندنې او د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه کيدل.

د پورته ياد شوي کنوانسيون د نهمې مادې پر بنسټ قونسلي مامورين په څلورو ډلو ويشل کيږي:

لومړی؛ سرقونسل یا جنرال قونسل

دويم؛ قونسل

دريم؛ مرستيال قونسل

څلورم؛ قونسلي استازی

دندې:

۱ــ د اصلي هيواد د ګټو او وګړو ملاتړ

۲ــ د کوربه او اصلي هيواد تر منځ د علمي، کلتوري، اقتصادي او د لا پراخو سوداګريزو اړيکو درلودل

۳ــ د کوربه هيواد د علمي، فرهنګي، اقتصادي او سوداګريز ژوند د حالاتو او پرمختګونو څيړنه

۴ــ د اصلي هيواد له وګړو سره مرسته

۵ــ په کوربه هيواد کې د مدني او رسمي اسنادو د ثبت د ادارو په توګه د خپل هیواد د وګړو ذمه واري کول

۶ــ د کوربه هيواد په خاوره کې د خپل هيواد د وګړو او ميراثونو ساتنه

۷ــ په کوربه هيواد کې د بشپړ اهليت نه درلودونکو کسانو او خپلو اصلي وګړو د ګټو ملاتړ او ساتنه

۸ــ د خپل هيواد د وګړو لپاره د استازي حاضرول او استازيتوب کول

۹ــ د قضايي او غير قضايي اسنادو ليږل

اوس راځو ديته چې پورته يادې شوې ځانګړنې؛ په بهرنيو هيوادونو کې زمونږ ډيپلوماټانو کې څومره شتون لري؛ او څومره يي خپلې يادې دندې سر ته رسولي دي؟ قضاوت تاسې وکړئ.

لکه څنګه چې پورته ياد شول چې ډيپلوماټ په بهرني هيواد کې د خپل هيواد د وګړو او ګټو استازی وي نو د بيلګې په توګه په څو هيوادونو کې افغان ډيپلوماټانو ته اشاره کوو.

لکه څرنګه چې د وروستيو راپورونو له مخې څرګنديږي چې په تير يو کال کې څه د پاسه يو لک هيوادوال مو په هيواد کې د شته ستونزو له امله اروپايي هيوادونو ته کډوال شوي دي او په ډیر بد حالت کې اوس د ژوند ترخې شيبې تيروي نو پوښتنه دا ده چې د افغان ډيپلوماټ په توګه هلته زمونږ ډيپلوماټانو څه کړي دي؟ آيا د کوم اروپايي هيواد سره د کډوالو د ستونزو په حل کې منډه وهلي؟ آيا د کډوالو په منځ کې يي د خپلو افغان کډوالو د هويت تثبيت کړی دی؟ ولې د نورو هيوادونو کډوال د افغانانو په نوم بيلابیل جرمونه ترسره کوي؟ آيا افغان ډيپلوماټان مو هلته تش د هوسا ژوند او لوړې تنخواګانو په موخه استولي دي؟

آيا په ترکيه، تاجکستان او قزاقستان کې مو د خپلو محصلينو ستونزو ته لاسرسی کړی دی او د دوی کوم درد مو دوا کړی او که نه؟

آيا په پاکستان او ايران کې مو د کوم افغان کډوال درد دوا کړی دی او د کوم افغان کډوال غږ مو د اړوند هيواد تر چارواکو رسولی دی؟

آيا په عربي هيوادونو کې مو د خپلو افغان کارګرانو د ويزې، اقامت او کارموندنې ستونزې حل کړي دي؟

نو په داسې حال کې چې تاسې ته په بهر کې هوسا ژوند او لوړې تنخواګانې حواله دي نو ولې بیا هلته د ميشتو افغانو کډوالو اوازونه نه اورئ؟

که په بهر کې د افغان کډوالو د ستونزو دحل وړتيا نلرۍ نو مهرباني وکړۍ او ارام زړه مو په سپن کاغذ استعفاوې وليکئ. دلته په هيواد کې قحط الرجال نه دی راغلی، دلته ډیری داسې ځوانان په کاره پاتې دي چې په سياست او ډيپلوماسۍ کې له تاسې څو برابره د وړتيا درلودونکي دي.

لیکنه :  خوشحال آصفي