حاکمیت طالبان و فروپاشی ارزش ها درحامعه افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان زخمی سرطانی بر پیکر افغانستان دردمند حاکمیت گروه…

مناسبات افغانستان با هند چرا رشک خشم آلود پاکستان را…

تاسیس یا انکشاف مناسبات میان دولت‌ها از صلاحیت‌های قبول شده…

د نوموتي تاریخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ د اتم تلین…

. په کابل کې د روانې اونۍ د تیرې سه شنبې…

روزای خونین؛ میان نامه های زندان و تئوری انقلاب

Rosa Luemburg (1871- 1919) آرام بختیاری فدایی سوسیالیسم؛ 14 کتاب خانم روزا-…

بگذارید ادیان و فرهنگ ها بدور از سایه ی سیاست…

نویسنده: مهرالدین مشید جنگ ادیان باطل و برتری جویی هر دینی…

سیاست خارجی بی‌طرف و اقتصاد محور

در طول سه و نیم سال جوابگوی عاجل موقف افغانستان…

واخان سر و گردن أفغانستان است !

میرعبدالواحد سادات واخان سر و گردن أفغانستان است ! همه ما ،…

لوږه او جګړه

ليکنه: حميدالله بسيا لوږه، فساد، جنگونه او په نړۍ کې اقليمي…

پیورزگرا

نوشته : دکتر حمیدالله مفید داستان کوتاه  ————— ———— احمد خان خراسانی به فرماندهی …

   خالق تروریست های اسلامی؛ الله یا امریکا؟

بخش دوم سلیمان کبیر نوری      پس از افشاگری ریچارد هیدن بلک، از…

هر تفنگدار طالب هم پولیس و هم سارنوالی و هم…

نویسنده: مهرالدین مشید حاکمیت اختاپوتی ملاهبت‌الله و آینده ی ناروشن افغانستان مردم…

عشق وطن 

از زنده‌گیم دلتنگ وز زمزمه بیزارم  نه حوصلهء حرفی نه ذوق…

واخان

طی هفته اخیر سال عیسوی توسط شبکه های خبر رسانی…

نانوشته

       پس از دیر باز ، شعرقشنگ و پراُبُهَتی از" حسیب…

ګوندي فعاليتونه او دموکراسي

نور محمد غفوری ټول پوهيږو چې د بريالۍ سياسي مبارزې له…

ساعت "کنزل" نمادی از نوستالوژی؛ اما به روایتی دیگر

نویسنده: مهرالدین مشید نه یک ساعت؛ بلکه حماسه ای در فضای…

ریبوار طاها

آقای "ریبوار طاها" (به کُردی: ڕێبوار تەها) با نام کامل…

نقارۀ جنگ 

رسول پویان  نـوای ســال نــویــن تـا نقـارۀ جـنگ است  به خون خلق…

عرفان و زبان

– دکتر بیژن باران من در جهان لغات دیگران می…

ای حزب قهرمان انیس  ستمکشان

      به افتخارسالگرد حزب پر   افتخاردموکراتیک خلق افغانستان ای حزب قهرمان انیس  ستمکشان یادت…

«
»

سوله، تر ټولو ستره اړتیا

لیکنه احسان الله ارینزی

په روان کال کې، په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او سولې په هکله ډېرې خبرې کېږي!

دا خبرې هغه وخت په ډېره مینه پیل شوې چې ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني، د کابل په نړیواله غونډه کې، د یوې سراسري، عادلانه، تلپاته او منلې سولې په هکله، د افغانستان د دولت وړاندیزونه واورول.

دا وړاندیزونه په رښتیا دومره هر اړخیز او په زړه پورې وو چې ډېرو لږو خلکو دا ګومان کاوه چې د ډاکټرانو اشرف غني او عبدالله عبدالله ایتلافي حکومت به، په دومره لوی زړه او لوړ ظرفیت د سولې هر کلي ته راوتلي وي!

دا وړاندیزونه په افغانستان کې د ننه او بهر له ډېرو مثبتو غبرګونونو سره مخامخ شول.

د افغانستان خلکو چې څلوېښت کاله په تحمیلی بهرنیو تیریو، کورنبو جګړو او ستونزو، مهاجرتونو او ډېرو خونړیو کړاوونو کې تېر کړي وو، دې وړاندیزونو ته په درنه سترګه وکتل او د جګړې په دواړو خواوو یې غږ وکړ چې د افغانستان د ژغورنې له پاره دې، د جګړې، اور او وینو په ځای سولې ته غاړه کېږدي او د هېواد روان ورانوونکی ناورین دې پای ته ورسوي.

له دې وروسته په کابل کې دوه – دری زره ملایانو، مولویانو او دیني علماوو، روانه جګړه ناروا وبلله او د سولې پلویتوب یې وکاوه.

په اندونیزیا کې هم ورته ګام پورته شو او د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا علماوو د جګړې د پای ته رسولو غږ وکړ.

له دې وروسته د سعودي پاچا ملک سلمان او د مکې معظمې او مدینې منورې د حرمینو امامانو د لومړي ځل له پاره، په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول غوره وبلل!

له دې وروسته په جده او مکه کې د نړۍ د ډېرو اسلامي هېوادونو دیني علماوو غونډه وکړه، د افغانستان جګړه یې فتنه وبلله او په ښکیلو غاړو یې غږ وکړ چې دا اوږده او خونړې جګړه بنده کړي.

له دې مخکې، د روژې په وروستیو ورځو او اختر کې، د افغانستان دولت اوربند اعلان کړی و چې طالبانو هم د دریو ورځو أه پاره منلی و!

د اختر د ورځو اوربند دا په ډاګه کړه چې د افغانستان خلک، دولت او طالبان، ټول له جګړو ستړي شوي او د زړه له کومې سوله غواړي.

په دې ورځو کې داسې ښکاري چې د افغانستان په جګړه کې بهرني اړخونه لکه ملګری ملتونه، لوی ګاونډیان لکه هند او چین، ښکیل هیوادونه لکه، امریکا، برتانیا او جرمنی او ناټو هم د سیاسي حل پلوي کوي او داسې هم ویل کېږي چې امریکا له طالبانو سره د خبرو چمتووالی نیولي او ژر به په قطر یا کوم بل ځای کی د طالبانو له استازو سره ووینی، څو هغه وروستنی ستونزه له منځه ویسي چې په دې برخه کې خنډ جوړوي.

اوس خبره دا ده چې کله د افغانستان د جګړې ټول اړخونه سوله غواړي؛ نو په کار ده چې تر هر څه مخکې په هېواد کې سوله تعریف شي، د سولې په هکله ملي اجماع پیاوړې شي، د جګړې دواړه اړخونه خپلې خبرې له ولس سره شریکې کړي، ټول خپلې سمتي، تنظیمي او شخصي غوښتنې پرېږدي، د افغانستان په سترو ملي ګټو تمرکز وکړي او دا هېواد داسې یوه ځای ته ورسوي چې د ټولو په ګټه وي او هیڅوک ځان بایلونکی ونه بولي!

دا ګټه هغه وخت ترلاسه کېدای شي چې په ګران افغانستان کې عادلانه، سراسري او رښتینې سوله راشي او روان څلوېښت کلن ناورین ته د پای ټکی کېښودل شي!