کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

ترجمه‌ی شعرهابی از دریا هورامی

بانو "دریا هورامی" (به کُردی: دەریا هەورامی) شاعر، دوبلور و…

تلویزیون حقوق ناشر یک اندیشه ملی و روشنگری 

نوشته از بصیر دهزاد  تلویزیون حقوق در پنجشنبه آینده،  ۱۱ جولای، …

افراطیت دینی و دین ستیزی دو روی یک سکه ی…

نویسنده: مهرالدین مشید در حاشیه ی بحث های دگر اندیشان افراط گرایی…

د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

 زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او…

از پا افتادگان دور جمهوریت

در خارج چه میگویند ؟ انهاا طوری سخن میرانند که افغانستان…

«
»

سرټمبه پاکستان به لارې ته راشي؟

وروسته له هغې چې د کابل ـ اسلام اباد په اړيکو کې ترينګلتيا اوج ته ورسېده؛ پاکستان له افغانستان سره د اړيکو د رغولو په هڅه کې شو. بيلابيل دولتي پلاوي يې کابل ته راغلل، ولسمشر غني یو ځل پاکستان کې ورسره ولیدل او په دې وروستیو کې د اسلامي همکاریو سازمان په سرمشریزه کې د ګډون په پار یې سعودي عربستان کې د پاکستان له نوې صدراعظم عمران خان سره هم خبرې اترې وکړې.

افغان ولسمشر داسې مهال اسلام آباد ته ور روان دی،چې له دې وړاندې د پاکستان اکثره راغلي پلاوي له کابله ناهيلې بيرته د پاکستان پر لور رهي شول او د افغان امنیتي او سیاسي برخې چارواکو سفرونو هم د پاکستان سرټمبګي سړه نکړای شوه.

په تېرو وختونو کې،خو کله،چې د آى اېس آى مشر نويد مختار کابل ته راغلی و ، د افغان ولسمشر لخوا ورسره د توند غبرګون او ترخو خبرو مسئله یادېده داسې ویل کېږي،چې ښاغلي غني ورته ویلې و که غوښتنې يې ونه منل شي او پاکستان په خپلو تېرو کړو ژمنو عمل ونه کړي، هيڅ افغان چارواکى به د اړيکو رغولو په موخه پاکستان ته لاړ نه شي او هيڅ پاکستاني چارواکي ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاورې ته داخل شي.
خو ولیدل شي،چې ولسمشر به بیا پر خپل پخواني دريځ ټینګار وکړي؛ که نرمښت به وښيي؟

دوه اویا کاله کېږي،چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې ډير مردار او دوه ګونی سياست پر مخ وړی او لا هم دا لاره تعقیبوي؛ په دې معنا،چې له هرې لارې او طريقې غواړي هم افغانان برباد کړي او هم ورسره په ښکاره د دوستۍ اړيکې ولري،خو په اصل کې بیا لکه خاین ملګري له شا ګوزار کوي.

کله هم چې د کابل او اسلام اباد اړيکې ترينګلې شوي؛ نو پاکستان تل له بيلابيلو ټاکنو یا بدیلونو څخه په استفادې هڅه کړې، چې دا اړيکې له سره ورغوي.
او د دې لپاره چې يو ځل بيا د کابل او اسلام اباد اړيکې عادي کړي؛ څو،څو ځله یې خپل پلاوي کابل ته راواستول،څو ولسمشر غني پخلا کړي او د افغان چارواکو له خبرو داسې ښکاري،چې د پاکستان منتر یو ځل بیا پر ښاغلي اغېز کړی؛ دا دی په همدې لړ کې يې په مکه کې د اسلامي هېوادونو له کنفرانس څخه په استفادې افغان ولسمشر ته د اسلام آباد د لیدو بلنه ورکړه او زموږ خوشبین یا ښايي مجبور ولسمشر ورسره منلې او د بهرنیو چارو وزارت مو هم له ولې(یو ډول ونه) څخه د مڼې تمه لري.

خو پوښتنه دا ده چې دا ځل به افغان لوری له کومو هیلو او پلانونو سره پاکستان ته ولاړ شي؟

آیا د پاکستان صدراعظم به د آی،اېس،آی او پوځ ساز له خولې خبرې وکړي او زړې په زړې به یو ځل بیا تکرار کړي که په رښتیا به هم پاکستانی صدراعظم د د دې هېواد لخوا پر کړیو ژمنو عمل وکړي؟

تر کومه ځایه،چې لیدل کېږي دوی تل په یوه غشي درې ښکاره کوي.
له یوې خوا خپلو خبرو ته دوام ورکوي،له بلې خوا پر افغان خاوره توغندي را اوروي او ترڅنګ یې له وسله والو طالبانو هم د فشار آلې په توګه کار اخلي.

بله مهمه موضوع د آی،اېس،آی تر مستقیم اغېز لاندې د دوی د رسنیو افغان ضد او پوچ تبلیغات دي،چې د ځان د سپین ښودلو او د افغان لوري د ملامت ښودلو لپاره ترې په لویه کچه کار اخلي او تاسې به وګورئ،چې د افغان ولسمشر له دې سفره به د دوی رسنۍ او چارواکو څومره د پوځ او حکومت په ګټه کار واخلي او سیاسي مانور به وکړي!
په پای کې د یادونې وړ بولم،چې سرټمبه پاکستان هغه لېوني سپي ته ورته دی،چې که هرڅومره ډوډۍ او خواړه ورکړي بیا دې هم د داړلو فکر له سره نه وباسي.

که داسې نده،نو پاکستان دې په رښتیني توګه دې خپله ملګرتيا او ښې اړيکې په عمل کې ثابتې کړي؛ځکه افغان لوري خو تل د دوی بلنې منلې دي او د خبرو او سولې لاس یې ور اوږد کړی.
که له کابل سره ښې اړيکې نه ساتي؛ نو لږ تر لږه بد خو دې هم نه رارسوي او دا باید تضمین کړي.
دا سمه ده چې پاکستان د نړۍ په نقشه شتون لري او  خلاصون مو ورڅخه ګران دی،خو بايد د ښه ګاونډيتوب لپاره کار صادقانه کار وکړي؛نه د شیطنت او شومو موخو پر بنسټ؛ او دا چاره هغه شوني ده، چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې له دوه مخې پاليسۍ لاس واخلي او په عمل کې خپله ملګرتيا ثابته کړي. له دې پرته که پاکستان ته زر واره هم مینه ور وبخښل شي او ښه ورسره وشي؛نو دا به د هوا ګزول وي،چې له سرټمبه پاکستانه وغواړو،چې لارې ته راشي.

لیکنه : خوشحال آصفي