زخم کهنۀ سال نوین

رسول پویان سال نو آمد ولی جنگ و جـدل افزون شدست کودک…

تحول ششم جدی، روزی که برایم زنگ زنده‌گی دوباره را به…

نوشته از بصیر دهزاد   قصه واقعی از صفحات زنده‌گی ام  این نوشته…

دوستدارم

نوشته نذیر ظفر ترا   از  هر کی بیشتر دوستدارم ترا  چون قیمت  سر دوستدارم سرم  را گر    برند…

مولود ابراهیم

آقای "مولود ابراهیم حسن" (به کُردی: مەولود ئیبراهیم حەسەن) شاعر…

پدیدار شناسی هوسرل؛ ایده آلیستی و بورژوایی؟

Edmund Hussrel(1859-1938)    آرام بختیاری جهان شناسی؛ فنومنولوگی و شناخت ظاهر پدیده ها…

ميسر نميشود

28/12/25 نوشته نذير ظفر پير م    وصال  يار   ميسر   نميشود وقت  خزان   بهار    ميسر  نميشود بيكار م اينكه شعر و…

مهاجران در تیررس تروریستان و بازتولید سلطه طالبان در تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید ترور جنرال سریع ، سرآغاز یک توطئه مضاعف،…

شماره ۳/۴ محبت 

شماره ۳/۴ م سال ۲۸م محبت از چاپ برآمدږ پیشکش…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۸)

نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مارکس و جنبش اعتصاب مارکس و انگلس حداکثر توجه خود…

مائوئیسم در افغانستان: از نظریه‌پردازی تا عمل‌گرایی بدون استراتژی

این مقاله به بررسی تاریخی و تحلیلی جنبش مائوئیستی در…

                        به بهانه ی آمستردام              

   نوشته ی : اسماعیل فروغی          من نمیخواهم درباره ی چند وچون…

فدرال خواهی و هویت خواهی

در کنار فدرال خواهی درین تازگی ها پسوند دیگری بنام…

 ضرورت و اهمیت ادغام سیاسی در افغانستان

رویکردی تحلیلی به مشارکت سیاسی و تعامل مدنی نور محمد غفوری عصاره دقیق…

افغانستان معاصر و بازتعریف هویت ملی پس از فروپاشی دولت

 نویسنده: مهرالدین مشید     افغانستان معاصر یگانه کشوری در جهان است که…

یار در پیری

نوشته نذیر ظفر12/30/25سفیدی  يى که  به زلفان  یار  میبینمشکوفه  هاى…

هستی، بود و است !

امین الله مفکر امینی                        1015-22-12! بهشتِ این دنیا را مفروش به نسیــــه…

از روایت سازی تا مهندسی نفوذ و تاثیر گذاری بر…

 نویسنده: مهرالدین مشید     سفید سازی، معامله و مهار؛ الگوهای نوین تعامل…

د ارواښاد سمیع الدین « افغاني » د پنځم تلین…

نن  د ارواښاد  سمیع الدین « افغاني »  چې  د…

از نیم قرن دست آلودگی بیگانگان

باید درس عبرت گرفت ! افغانستان در جغرافیای موجود جهان از…

به پیشواز شب یلدا

دوباره نوبت دیدار یلداست شب برف است و یخبندان و سرماست دگر…

«
»

زړه سوانده زرګر

 

په کوم کار کې چې اخلاص اوصداقت شته

هغه کار کې د خدای  فضل او حکمت شته

 

چې په پوهه او  تدبیر د بل خیر خواه شي

په پاک نیت  باندې حاصل د رب رضا شي

*********

په کوم ځای کې وه دوه ورونه زرګران

خپل ماحول کې  مشهور  وه  با  ایمان

 

په خصلت  کې یې  تقوا وه ورورګلوي وه

په هر  کار کــې به د  دواړو  همغږي وه

 

مده پس د زرګر   مشر ورور وفــات شو

مسولیت د کور یې زوی ته په میرات شو

 

زوی د پلار په مرګ کې ډیر شو پریشان

مراسم یې د پلار تیر کـړل پــه ښه شان

 

د پلار  مرګ نه یې  لا نه وه  مده تیره

لاس یې بند شو، شو محتاج له حده ډیره

 

زوی خپل مور ته د محتاج حالت بیان  کړ

 د روزګار ټــول مشکلات یې   ور عیان کړ

 

مور یې پوه وه د خپل زوی لدې حالت

ورتــه وویــل  د زړه راز هــغه ســات

 

زوی ته یې وویــل هغه دم  هغه زمان

پــروا مکــوه  لوی خــدای دی مهربان

 

زمــا ښکلې ښه  د زرو غــاړکــۍ  ده

قیمتي ده  بــا ارزشه پخــوانــۍ  ده

 

لاړ شه  ویسه غــاړکۍ  زرګر اکا ته

په پیسو یې هر څه راوړه نن بیګا ته

 

زوی یې ویوړه غاړکۍ د تره  دوکان ته

ویل: چې نه لرو توان مونږ نور ګذران ته

 

مور مې راکړ خپل امیل وخرڅیدو ته

چې پري وکړو ګذاره څو ورځو شپو ته

 

تره چې ولیده  امیل ډیر په سودا شو

خپل وراره ته په همدې ژبه ګویا شو

 

ویل :چې ویسه غاړکۍ بازار ناسم دی

طــلا دیــره راولیدلې قیمت کــم  دی

 

چې بیا کله زر  قیمت شول بیا  یې پلورو

اوس یې بیرته کور ته ویسه بیا به ګورو

 

تره یو څو پیسې د جیب ځینې بهر کړې

کور سودا لپاره یې خپل وراره ته ور کړې

 

ورته وویل :  ته په کار کې مقرر شوې

له سبا نــه تــه زمــا سره نــوکر شوې

 

راشه زده کــړه کار اوزیــار د زرګري

مناسب دې شــوه تنــخواه  د نــوکري

 

په تنخوا  به ګذاره د ستا د کور شي

شې بلدبه پدې کار خلاص به دې پورشي

 

هلک لاړه کــورپه لور هغه زمان

حقیقت یې و خپل مور ته کړه بیان

 

مورېې ډیره شوه خوشاله د لیوره نه

د پیسو د زوی دکار، زحمت هر څه نه

 

هر سهار به یې زوی کار ته ورلیږلو

دې مسلک ته یې خپل زوی تل هڅولو

 

ډیر وختونه یې په زوی باندې شول تیر

ښه زرګــر شو مسلکی لــه حــده  ډیر

 

پدې کار کې ډير مشهوره او نام دارشو

د زرګر اکا  ریښتینی مدد ګار شو

 

چې اکا یې باوري  وراره په کار شو

یوه ورځ ور ته پداسې شان  ګفتار شو

 

د طلا قیمت لوړ شوی بازار ښه دی

چې پخوا هسې ارزان وه هسې نه دی

 

لاړ شه کورته  اوس  د زرو امیل راوړه

د وریندار هغه خوښ شوي  اکلیل راوړه

 

چې یې خرڅ کړوهمدا اوس یې ښه موقعه ده

ښه فرصت دی د خــرڅــلاو همدا  شیبه ده

 

هلک لاړه د خپل کور په لور روان شو

د خپل مور نــه د هغې امیل پــرسان شو

 

مــورې راوړه غــاړ کــۍ هغه زمان

چې قیمت یې کړي معلوم په هغه ان

 

زوی چــې ولیده امیل  پــه ډير دقت

 ور معلوم شو چــې هیڅ نــلري قیمت

 

غاړکــۍ د زرو نه وه جــوړ نقلي وه

د مور ، زوی ورته بې ځایه خوشالې وه

 

هغه دم شولو روان د تــره دوکان ته

غاړکـۍ اصلیت یې وویل  اکا ګران  ته

 

اکا وویل: زه پرې پوه وم له پخوانه

دغه راز مې وه ساتلي  پټ له تا نه

 

هغه ورځ چې تا امیل راوړلو ماته

زه پر پوه شوم حال مې ونه وویل تاته

 

په دې فکرچې خدای مکړه ته خفه شې

تنګدستي کــې به زمـا نه ازرده شې

 

درنه جوړ مــې کــړ ماهر د خپل د کار

اصلیت درتــه معلوم شو ددې هــار

 

په تدبیر مې مسولیت د خپل پوره کړ

پلارنی کسب او کمال مې درته زده کړه

 

مطمین شوم اوس ستا پوهې دکماله

شوم فارغ د ورور د فرض  اود ملاله

——————————-

سمیع الدین افغاني

۲۶ – ۲ – ۲۰۱۶

م ۰ کال