وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

«
»

روسیه او ترکیه تاریخی تقابل او معاصر هویت

بسم الله الرحمن الرحیم

پر یو لویه کچه هغه څه چی نن مونږ د ترکیه او روسیه ترمنځ د تقابلی او هویتی سیاست پر بڼه د نړیوالو معاصرو پیښو څخه پر اغیزی ګورو، په حقیقت  کښی دیو داسی اوږده تاریخی پړاو ټکر څخه سرچینه اخلی، هغه چی د اتلسمی پیړي  پر اوایلو کښی د پانګوالي نظام پر ځواک موندني سره د اقتصادی او سیاسی ګټو د تامین پر موخه د وخت لویو ځواکونو ترمنځ د خپلو ګټو څخه پر پالنی به یې د وروسته پاتی او پراختیا پر حال کښی ملتونه  پر یو او بل عنوان لوټول او دهغوی ټول شته به یې  پر استثمار او استعمار وړل.

لکه پر دی اړوند د روسیه او عثمانی امپراطوری ترمنځ د نظامی جګړو او ټکر اوږد تاریخ چی له کال ۱۷۳۰ څخه پیلیږی او تر کال ۱۹۱۴ پوری، د عثمانی خلافت پر جغرافیایي ویش او سیاسی پاشل کیدو د نړیوال نظام له  سیاسی نقشې  څخه پایته رسیږی.

پر دی اوږده تاریخی برخورد کښی د روسیه او ترکیه ترمنځ تل اصلی د لښکرکشي ټکی د اقتصادی ګټو تامین لکه د صنعتی انقلاب د ودی لپاره د داسی سیمو موندل چی خامې او ثابتې منابع ولری د کومو سیمو واګی چی د عثمانی امپراطوری پر منګولو کښی وې، او پر اسانی یې اجازه نه ورکوله ترڅو روسان پر هغو افریقایی او اسیایی سیمو ولکه ولری هلته چی د شرق او غرب د وصل سوداګریز بندرونه او د کښتیو د تګ راتګ تم ځایونه موجود و، داځکه دا هرڅه د عثمانی خلافت د سرښندونکیو پوځیانو پر واک کښی وو، بل خوا دا دواړه لوریو پردې کړکیچنه سیمه کښی له ځایه ابر ځواکه زیږدلی وو، او پر فکری کچه یی  له څرګندو متناقضو هویتونو سره پر یو ځانګړی فلسفې لیدلوري د یو او بل سره پر ګاونډیتوب کښی داسی دښمنی ولی چی، وخت نا وخته به یی د جګړو ډګر ته مجبورًا راکاږل، دبیلګې پر ډول د بالکان هغه سیمی چی پر تاریخی لحاط یی روسان د هویت دعوه لری لکه صربستان او بلغارستان چی هلته اسلاو قوم اوسیږی، روسانو له دوی څخه پر ملاتړ له یوی خوا او بل لورته داچی د روسیه رسمی مذهب مسحیی ارتډوکس پاتی شوی، له ترکیه سره یی دځانګړی تاریخی  مخاصمت چی اوږدو صلیبی جګړو  څخه انګیزه اخلی څو ځلی یی یو پر بل پوځی لښکر کشی وو ته دانګلی لکه پرکال ۱۹۵۳میلادی کښی د روسیه له لوری لښکر کشی چی موخه یی د بیزانس امپراطوری له مذهبی رسالت څخه پر ملاتړ د شرقی روم د تاریخی پلازمینی قسطنطنیې یا وړوکی اسیا نیول وو، مګر د انګلستان پر مداخلی یی تزاری روسیه دیته اړ کړه چی شاته وګرزی یا پر ۱۸۷۴ میلادی کښی د تزاریانو هغه هڅې چی وتوانیدل  د عثمانی امپراطوری نظامی ځواک پر ګونډو کړی، او هغه سیمی چی ترکانو پری بی شمیره قربانی ورکړي وې، او تل یې د ترکیه د کورنی ملی امنیت او ثبات ټکی ولو، تجزیه او له لاسه وباسی.

دغه د ګټو تقابل او د هویت څخه پر ملاتړ د تاریخی ټکرونو دوه اړخیزه لیدلوری او دریځونه د ۲۰ پیړي پر وروستیو کې کله چی د رفاه اسلامی خوځښت په ترکیه کښی د نجم الدین اربکان پر مشری واک ته ورسیده  او د ترکیه نا معینه او منځلاري بهرنی سیاست چی یوازی د کمالیزم د افراط  پالنی له امله پکښی اسلامی شرق چی ترکیه ورسره د وینی او پوسټ پر کچه تاریخی نه شلیدونکی اړیکی لری، یو ځل بیا  ورته په ځانګړی اسټراټژیک ارزښت قایل شو، اوهغه تاریخی انګیزو ته یی دعمل زمینه برابر کړه کوم چی بیا د عدالت او پر اختیا د اسلامپاله تحریک  واک ته په رسیدو سره دغه ویښ حرکت د بهرنی سیاست د دوکتورینو له لوری د ځانګړی پاملرنی وړ وګرزیدل، کوم څه چی بیا وروسته د منتقدو سکولر کړیو له لوری د عثمانی خلافت د بیا راژوند ی کولو یا پان عثمانیزم موډیل وبلل شو.

لدی سره جوخت خبره هلته د خطرناک ګواښ تر وړاندوینو ورسیده کله چی د  ۲۱ پیړی پر لومړی لیسزه کې پر روسیه کښی د شوروی اتحاد د هیلو ارمانجن او رسالتپاله پوټین په بریالیتوب داسی سیاسی نظام رامنځته شو، کوم چی پرلویه کچه غواړی د شوروی اتحاد د تقابلی پر ګټو او ارزښتی هویت سره یوځل بیا د روسیه  هغه شان راژوندی کړی خو دا شونې نده مګر له ختیځ او لویدیځ سره د تاریخی بحرانونو پر چاغولو او اهمیت ورکولو سره امکان لري، یعنی پر ټوله کښی ترکیه له روسیه او روسیه له ټولی نړی سره پر داسی لانجمنه مسله کښی راګیر دی چی سرچینه یی تاریخی منازعات دی، او د سوریه مسله چی لویدیځ پکښی د امریکا پر  مشری نوری موخې لټوی مګر روسیه یوازی پکښی د هغه غچ پلمه لټوی  چی تزاری خرسانو له کال ۱۷۳۰میلادی څخه تر اوسه د خپل بهرنی سیاست پر سروکرښو کې د یو ځانګړی تاریخی حساسیت پر ډول لټولی.

مګر څه چی مونږ ته د نړیوال سیاست د څارونکی پر حیث اړین دی، هغه داچی ایا د روسیه پر نامعقولانه او پلمه ولاړ معادلات به روسیه پر ریښتا هم د هغي محاسبې پایلو ته ورسوی، کوم چي د پوټین پر رهبری د کرملین امنیتی او سیاسی پالسی میکرانو کښلئ؟ او ایا ترکیه ددی توان لری چی د ایرانی اسلام او ارتډوکس پر تزاری افکارو ولاړ منحرفو دښمنانو ګیلې او بهانې کابو کړای شی، او هغه سیاست چی انقرې د عدالت او پراختیا دوکتورینو ټاکلی ترکیه به د روسیې پر لومه کښی وتړي که د عثمانی پر پولیزو ګټو او هویت ولاړو موخو ته ورسوی؟

دلته عینی کړنی او ځمکنی حقایق د نړیوال نظم او منطقوی هژمونیسټی هڅو لکه د سعودی او ایران  پر شان چی فعلا د سوریه پر وینه بهونکی کشاله کښی فزیکی شتون لری، د دی ښودنه کوی، چی ترکیه کولاي شی پر خپل رغنده بهرنی سیاست سره له هغو فرصتونو د وسیلې په توګه ګټه پورته کړی د کومو په اړوند چی روسیه له فرهنګی اوجغرافیایی اړخ نشی کوالی اغیز لرونکی رول ولوبوی، ځکه ترکیه له یوې  خوا پر کورنی کچه له ۲۰۰۲ میلادی څخه راپدیخوا چی کله د عدالت او پراختیا ګوند د اردوګان پر مدبرانه او خلاقه رهبری واک ته رسیدلی، پردې بریالی شوی چی د ۱۹۲۴ میلادی څخه راپدیخوا کورنی نامنظم سیاسی جوړښت پر یو فکر کړۍ، او هغه چلینجونه چی ترکیه نشو کولاي خپل تاریخی رسالت ادا کړی، بل لورته پر سیمه ایزه کچه ترکیه وتوانیده د سعودی عربستان سره پر هغو ګډو ارزښتونو غور وکړی کوم چی له ډیری پخوا له ترینګلی او نا مناسبه برخلیک سره مخ و، دا ډول له قطر سره استراتژیکی نظامی، سیاسی او اقتصادی اړیکې  چی د ترکیه د انرژی اړتیاوی پوره کولای شی، ترکیه به له یوې خوا له کورنی ثبات سره مخ کړی او بل لورته به وتوانیږي ترکیه د روسیې له هغه ظالم فشار ځان خلاص کړای شی، کوم چی د ترکیه د اقتصادی ټیکاو مخ پر ودی سیاست یی کړکیچن کړی وو. دا ډول پر ناټو کښی بالقوه شتون که څه هم پر سختو شرایطو کښی به یی یاری ونه کړی ولی د سیاسی فشارونو اړوند ګټور ثابتدائ شی، ترټولو د پام وړ داچی ترکیه توانیدلی د روسیه پر منځ لکه کریمیا، کوبردا او انګشتیا شاه وخوا پولو کښی د ترک نژادواو محکومومسلمان ملتونو هغه ورکې اړیکی راځواکمنی او ژوندی کړای کوم چی له سره د دی طبعی امکان لرلای شی، ترڅو روسیه پر کورنی داسی بی ثباتی کښی راښکیل کړی، چی د پوټین تزاری سیاستونه یوازی تر مسکو اوسینټ پیټرزبورګ پوری  محدود کړی.

لدینه ور اخوا روسیه هیڅ داسی معقول غنیمت فرصتونه پر نړیوال سیاست او حتا نږدی خارج کښی نه لری، کوم چی، وکولای شی د ترکیه هغه اوږدمهاله ثبات او تاریخی موجودیت له ګواښ سره مخ کړی، هغه چی اردوګان دیته اړ باسی، ترڅو پر بهرنی سیاست او د قدرت کورني جوړښتونو کښی له سره غور وکړی.

پایله دا کیږی، چی د روسیه د ګټو تقابل او د تاریخی هویت خیالی او احمقانه  سیاستونه نه یوازی روسیه پر سوریه کښی لکه غرب زوی زیږولو ته چی د شوروی اتحاد پر پولو او هویت وینه څښونکی امپراطوری پری ودانه کړی ورسوی، بلکه ژر دی، چی د پوټین لیونی داستانونه او د خوبونو ناول ته د ترکیه پر ویاړمنی فتحی د پای ټکی کیښودل شی.

ومن الله توفیق