خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

دکندز او د هلمند جنګونه داسلا میستان اراده او تصمیم ده

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د اکتوبر اوومه ۲۰۱۶ کال

وطندارانو د افغانستان بیسیواده او جاهلو مسلمانانو اسلام علیکم و رحمت الله تعالی اما بعد !

جنګ او جدل ، ورور وژنه د بابا ادم له وخته مسلمانانو ته د اسلامی عقایدو په بنیاد او اساس روا او جاری ده او دغه ورور وژنه تر هغو دوام پیدا کوی تر څو د افغانستان خلک ( باسیواده نه شی ،دوی باید کتابونه ولوني ، مطالعه وکړی او ځانونه د اسلام ددین په تاریخ ، دملانو ، طالبانو ، روحانیونو ، دهزاره ملیت د سیدانو ، شیخانو ، میرانو او بل اخره لوی خیټیو سپینګیرو او مخصوصا د مجاهدینو د رهبرانو په ماهیت او مضمون ښه وپوهیژي ، هغه وخت جنګ ختمیژي) او دغه کار په افغانستان کی شاید ۱۰۰ کاله وروسته عملی شی ، دبابا ادم یوه زوی بل ورور ووژلو دهغو وخته دا جنګ په حرص او آز او خودخواهیو ، ځان ځانیو شروع دی او مشروعیت لری ، کومه علمی فلسفه او اللهی اساس نه لری ، هر څه د شخصی ګټو او خودخواهۍ پربنیاد وو اود پیغمبر اسلام په وخت کی هم اکثرا داسې جنګونه د غنایمو دترلاسه کولو په خاطر شوی مسلمانانو د قریش دکفارو کاروانونه چورول ، غلاکول او خلک ېې وژل ،په افغانستان کې ېې هم په زور او قتل عام په خلکو اسلام منلي او لکه چې زموږ خلک وایی ( افغان ها سوټه مسلمان هستند ) ،  په اوبو ېې جنګونه کړې دی ، د صحابه کرام په وخت کې هم یو څاه مسلمانانو نیولۍ وو او کله به چی د کفارو خلک ورغلل چې کورو ته اوبه راوړي هغه ېې هلته لوڅول او بیایی وژل ، په افغانستان کې مجاهدینو هم د داودخان په ضد فقط د اقتدار او سرمایه داریدو او مقام ته درسیدو په خاطر او د حزب دیموکراتیک په مقابل کی جنګ شروع کړو ، د اسلام نه دفاع ، او اسلام ته خطر هیڅ نه وو ، زما په یاد دی چې د خلقیانو او پرچمیانو په وخت کی دینی مناسک اجراکیدل – خلک حج ته تلل – جوماتونه جوړیدل ، دوزیراکبر ان جومات دببرک کارمل په وخت او دهغو په امر جوړ شوو لاړشۍ د مولوی صاحب ترهخیل نه پوشتنه وکړۍ ، د علماوو شورا او د شون اسلامی وزارت منظور او موجود وو ، که درواغ وایم متوکل هزاره نه پوشتنه وکړي چې دشون اسلامی وزارت معین وو ،دمولوی صاحب مصطفی فراهي نه پوشتنه وکړۍ ، احمد شاه مسعود او ګلبدین حکمتیار د داود خان په ضد پاکستان ته ضیاوالحق ته ورغلل هغه وخت نه اسلام ته خطر وو نه کمونستان را غلی وو ، او ضیاوالحق هر یوه ته یوه یوه تمانچه ورکړه او دواړه ېې د خلقیانو پرضد پنجشیر ته دنورو مرتجع ، اخوانیانو د جلب اوجذب له پاره ولیږل چې بیا هلته سره په جنګ او یو دبله جلا شول ، لند او نه انکاریدونکۍ ثبوت ېې هغه وخت چې مجاهدین د پیشاور نه کابل ته وروسته له هغه نه چې دکتور نجیب الله ورته سیاسی قدرت په خپل لاس او شخصی اراده تسلیم کړو او صبغت الله مجددی د اولین ریس جمهور په حیث په پیشاور کی تعین شوو نو دلته په لومړی وار دحکمتیار د راکټو سره په ارګ  بدرقه شوو ، ورنه پوشتنه وکړی ، بیا تاسی مجاهدین ولیدل چې عربستان سعودی ته دعوت شول او هلته د کعبی دحرمینو شریفینو د متولي له خوانه بدرقه او سره په خلا شول او سوګند ېې وکړو چی بیا به په خپلو منځوکی نه سره جنګیژي ، خو د طیاری په منځ بیا سره په جنګ شول ، اوس تاسی ووایاست چی دوی په قران او د خدای په کور عقیده لرله یا ېې لری ؟؟؟  هفتګانه د هشت ګانه سره په کابل کی سره په جنګ شول او دلته فقط د غنایمو او قدرت د تمثیلولو موضوع وه ، نن هم دهغو وخته چې مجاهدین د ربانی او مسعود او حکمتیار په رهبری کابل ونیو او د افغانستان وسله وال پوځ دنجیب الله دوخت قوماندانانو هرڅه یعنی ( محاربوی تخنیک –طیاری – توپونه – ټانکونه خلاصه هر څه دست نا خورده د ۱۵ګونه جهادی رهبرانو پرچمیانو جمیعت یانو ته – خلقیانو حکمتیار ته – او هزاره افسرانو دهزاره تنظیمو ته تسلیم کړل ، دوی په ویش او تقسیمات دیوه بل سره په جنګ شول او کابل لوټ – چپاول او ړنګ شو ، کابل جان ته مجاهدینو اور واچولو او وسله والپوڅ ېې د نواز شریف په امر او فرمان تقسیم او ترکه ، مضمحل او په پاکستان – اعرابو او غربیانو خرڅ کړو ، حامد کرزۍ د کابل پوهنتون محصلینو ته وایی چې کابل را کی ویران کرد ( حزب جمیعت و حزب اسلامی تخریب نه کرد؟؟ و مردمان انرا نه کشتن ؟؟ ) ،  دکرزی په زمام دارۍ کې هم تنظیمی رهبرانو کرزۍ مجبور کړو چې مقامونه، وزارتونه  او چوکۍ ، قوماندانیتونه – ریاستونه – سفارتونه ، فرقی اوقول اوردوګان ۱۵ګونه تنظیمو ته ور تقسیم کړی او زور ېې نه ورته رسیدو ، ځکه کرزي حزب نه درلودلو ، او مارشال فهیم کرزی صاحب ته وایی کجا است لشکر تو ( هغه وخت چې دی دریس جمهور په حیث امریکا د رستورانته راوستو او ریس جمهور ېې کړو ) ،او وسله والپوځ د تنظیمو له منځه جوړ شوی وو او دی ، او اساسی دلیل هم داد دی چی نظم او واحد قومانده وجود نه لری ، نن هماغه د تنظیمو نمایندګان چې  په هر مقام یا چوکۍ ناست دی تنظیمی رهبرانو ته جزیه ورکوی ، او تنظیمی رهبران ېې حمایه کوی که سیواد لری یا بیسیواده دی څوک ېې نه شی لری کولای ، وروسته له حامد کرزی نه چې صحنی تغیروکړو بیا هم یو بله اسلامی توطیه د اسلام د اساستو پر بنیاد ورته را منځ ته شوه چې حکومت موازی ېې د اتلافی تر نامه لاندی د عبدالله عبدالله په مشرۍ ورته جوړ کړو ،او اشرف غنی ېې د یهود او ښځه ېې هم ګویا  یهوده معرفی کړل او هغه خبره ده چې اشرف غنی تر ننه همیشه تصبیح ګرزوی حتی دملګرو ملتو په دفاترو کی هم تصبیح ګرزوی ، کله چې اوله حمله اشرف غنی  په کابل بانک وکړه او دلته د مارشال فهیم او حامدکرزی په وروڼوقوی ګذار وشوو نو دغه دوه کسان او طرفداران ېې د اشرف غنی مخالف شول ، بیا هغه وخت چی اشرف غنی د وزارت دفاع او نورو ځایو چیرته چی جمیعتیان کارکوی دوسيي را پورته کړې او قراردادونه او د پخوانیو کفنکشانو رشوت خورو لستونه او خیانتونه را برسیره کړل دا واری عبدالله د خپلو طرفدارانو له خوانه تهدید شو چې باید داشرف غنی په ضد قیام وکړی او تاسې ولیدل چې دواړه سره په جنګ او جنجال شول ، او عبدالله یو ډول تهمتونه په اشرف غنی لګول او اشرف غنی په عبدالله چی هر زمان که من خاینین ورشوت خوران را به محاکه می کشانم سروصداهای عبدالله می براید ، او بیا چون درشوت مخنیوی ادامه مومی نو دا وار چال او نیرنګ او دپیسو پیدا کولو ته باید یو بله بهانه د جهادی رهبرانو له خوا نه جوړه شی او هغه د سیاف اسلامی قیامونه او اخطارونه دی چې مجاهدین او عادی خلک باید سره فرق شی ، خو بد بختانه عادی خلک اول سیواد نه لری چې ووایی ټول جهاد او اسلام د پیسو او غنایمو او مقام په خاطر تر ننه تکیه لری او کله چې په رشوت خورو محدودیتونه ولګیدل نو بیا د پوستو ـ دتیلو – دمهاتو – دوسلو – دپوستو – دولسوالیو – ودلایتو خرڅول او تسلیمیدل شروغ شول(  بازار ګرم دی او ګدایان خوښ ) او ډالری تنظیمی رهبران – وزیران – والیان – ریسان او قوماندانان بندل بست اخلی او تر لاسه کوی ، مخصوصا هغه وخت چی بیا ۱۵ ملیارده د غربی نړی په مرسته تر لاسه شول نو دلته بیا درشوت خورو غوا لنګه شوه او دغه به په شکل د اشکالو د اسلامیستانو له خوانه حیف او میل شی ، طالبان هم دغو مراحلو ته ځانونه رسوی ، او ځانونه ور نژدی کوی ، لکه پرون چې طالبان ماشومان او بیسیوادان وو نن هم بلوغ ته نه دی رسیدلی یعنی سیواد یی نه دی زده کړی چی د غرب – پاکستان او نورو عربی هیوادو په غیرعلمی اسلامی ارشاداتو ځانونه وپوهوی ، که غواړۍ جنګ ختم کړي اول غرب ته ځواب ورکړي او بیا د مسلماني نه تیر شی ، ځکه دیوه سره درجه یک مسلمانان یعنی جهادی رهبران او قوماندانان اصلا په دین او اسلام عقیده نه لری که وایاست چې عقیده لری را ته ووایاست چې رشوت – چور – چپاول – غصبول – دبیت المال هرڅه چورول او تالان – رشوت – بچه بازی – زنا – دمخدره توکو ترافیکنګ د غربیانو سره شریک عملی کول دا د مسلمان د پاره شرعا ناروا نه وو ، نه دی ؟؟؟ نو زه وایم چې د کندز او هلمند جنګونه د اسلامیستانو یوه ګډه پروژه ده چې د غربیانو سره یو ځای د افغانستان عام خلک د لرګو په شان پکې سوزي، (پوستي – ولسوالۍ ولایتونه یو بل ته تسلیمیژي ـ ملی شته منی چور کیژي وسلی او محاربوی تخنیک دشمنان مفت تر لاسه کوی – دخلکو دطلا او نورو تجارتی مغازی لوت او چور کیژی ، ورانیژي خلک وژل کیژي او محاجر کیژي و برق –اوبه – خواړه هیڅ نه پیدا کیژي او په نتیجه کی نه والی ، نه قوماندان د څارندوی ، نه ریس د امنیت ، نه قوماندان د فرقی یا لوا او نه ریس جناحي محکمو ته نه حواله کیژي ، بلکه مدالونه او ترفیع ګانی ورکول کیژي ، زما سوال دادی چې کشفی او استخباراتی ارګانونه ولی ویده وو ، ولې وکیلانو دګذر راپور نه ورکول – ولې ملا امامان بیطرفه وو ، ولې د کلیو او کوڅو مشران او سپین ګیری ددشمن سره د جیوال خوله نیوله ، او ریس جمهور او ریس اجرایه څه یا کوم دریځ غوره کړو ، ما خو لس واری ریس جمهور ته ، پارلمان ته ، ریس اجرایه ته خپل اسناد او تعلمی او تحصیلی دیپلومونه ورکړل چی ما د کندز والی تعین کړی خو زه ېې تعین نه کړلم او تر څو ما هلته تعین نه کړی جنګ بل څوک نه شی محارولای ؟؟؟؟؟ .