محکومیت تجاوز نظامی پاکستان بر افغانستان

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

وزیر دفاع پاکستان؛ از ناگفته های ساختاری تا راهبرد های…

نویسنده: مهرالدین مشید سیاست ابهام استراتژیک پاکستان؛ ازاعتراف‌های تاکتیکی تا ناگفته‌های…

بمناسبت روز های جهانی عدالت اجتماعی و زبان مادری

بنام خداوند حق و عدالت هموطنان گرامی، ۲۰ و ۲۱ فبروری روز…

مارکوس تولیوس سیسرو

هغه د لرغوني روم فیلسوف، سیاستوال، وکیل، ویناوال، شاعر او…

مبانی نظری عدالت اجتماعی

نور محمد غفوری بررسی نظریه‌ها و رویکردهای معاصر چکیدهعدالت اجتماعی از بنیادی‌ترین…

اینشتین؛ جمهوری خواه، سوسیالیست احساسی

Albert Einstein (1879-1955) آرام بختیاری آلبرت اینشتین: دانشمند، فیلسوف، هومانیست، جهان وطن.  آلبرت…

آموریم خود کفایی !

امین الله مفکر امینی                    2026-16-02! هـــر که آمد در این خطه ی…

آگاهی، عدالت و دموکراسی؛ سه رکن تحول پایدار

نور محمد غفوری تحول سیاسی و اجتماعیِ پایدار، نه با شعار…

بحران روایت ملی در افغانستان؛ غلبه گفتمان‌های قومی و ایدئولوژیک

نویسنده: مهرالدین مشید  بحران داعیهٔ ملی و جست‌وجوی رهبری راستین در…

نمونه های اشعار کهن فارسی، بخش دوم با اضافهء اشعار…

******** در ادامه مطالب فبلا ارايه و نشر شده در سایتهای…

پارادوکس انرژی در افغانستان: زغال‌سنگ یا آب؟

​تحلیلی بر گذار از سوخت‌های فسیلی به توسعه پایدار ​ ​افغانستان در…

افتضاح اپستین و فروپاشی وجدان بشریت در سرمایه‌داری پسین

نویسنده: مهرالدین مشید در دهه‌های اخیر، مطالعات انتقادی قدرت و جرم…

«او با تلخی، بیهوده‌گویی و خودپسندی را تمسخر می‌کرد…»

 به مناسبت دویستمین سالگرد تولد م. ای. سالتیکوف- شچدرین برگردان: رحیم…

مرگ ارزش و اخلاق

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

از دوری ی میهن سوزم!

امین الله مفکر امینی     2026-01-02! چنان از دوری ی میهن سوزم بجان…

        یک نـامـه به تاریخ؛ و یک نـخوانـدنی ترین!

با هدیه سلام ها و احترامات قلبی و وجدانی؛ این…

افغانستان؛ از کانون تروریسم فراملی تا عرصه‌ی مانورهای ژئوپلیتیک قدرت‌های…

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دو دهه‌ی اخیر به یکی از…

گلهای خشم کلان شهرهای بورژوایی

Baudelaire, Charles (1821-1867) آرام بختیاری شعر نو بودلر میان: نیما، هدایت، و…

                                            واقعیت چیست

واقعیت با نظریات مختلف و دید گاه ها ی متنوع…

هزیان تب آلود!

شدت تب تروریسم که بیش از نیم قرن استبلشمنت پاکستان…

«
»

د پاکستان پر وړاندي د سيمه ايز ايتلاف د جوړيدو اړتيا

هر افغان، په افغانستان کې هر شنونکي او چارواکي او ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې پاکستان له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغانانو د وژنې، د افغانستان د بربادۍ او په افغانستان کې د عامه تاسیساتو د ویجاړولو له پاره ترهګر روزي. دغه هيواد له کلونو راهیسې ترهګري او ترهګریز فکر روزي او پالي او د همدغه ناولي فکر له لارې ځان خپلو شومو موخو ته رسوي. په پاکستان کې شته ډیری تش په نامه ديني مدرسې د بم جوړولو، تروريست روزلو او انسان وژلو فابريکې دي. د غه هيواد په قبايلي سيمو كې ديني مدرسې د افراطیت او ترهګرۍ اصلي مرکزونه دي چې په کې د کوچنيانو او تنکي ځوانانو له سرونو ماغزه ويستل کيږي او په کې وحشت او افراطيت پيچکاري کيږي. له دغو ترهګرو څخه بيا په افغانستان، هندوستان او ايران کې د پاکستان په ګټه په جګړه کې کار اخيستل کيږي.

په داسې حال کې چې افغان حکومت په ځلونو ويلي چې د ترهګرو ځالې په پاکستان کې دي، هلته روزل کيږي او خوندي پناه ځايونه لري او له هماغه ځايه په افغانستان کې ورانکارې کړنې ترسره کوي؛ پخپله د پاکستان مهمو لويو چارواکو هم اعتراف کړی چې د وسله والو طالبانو مشران په پاکستان کې اوسي، دوی پرې نفوذ لري او آن دا چې د پاکستان کودتايې ولسمشر پرويز مشرف خو د طالبانو په ايجادولو هم اعتراف کړی دی. همدا دوې میاشتې وړاندې د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز د امریکا د سفر په لړ کې اعتراف کړی و چې د طالبانو مشران په پاکستان کې اوسي.

د ۲۰۱۱ کال د می په دويمه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې، په یوه پوځي سیمه ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن وژل کيدل، د ۲۰۱۳ کال په اپريل مياشت کې د پاکستان په کراچۍ کې په يو روغتون کې د ملا درملنه او مړينه، څه موده وړاندې د کراچۍ په يو روغتون کې د کوټې شورا یا د طالبانو د رهبرۍ شورا غړي ملا حسن رحماني مړينه او اوس تيره شنبې ورځ د می په ۲۱ مه نيټه د پاکستان په بلوچستان کې د وسله والو طالبانو مشر ملا منصور وژل کيدل؛ هغه څه دي چې ټولې ته د پاکستان اصلي ترهګريزه او ترهګر پالونکې څېره ښه تعريفوي.

د غه هيواد پر ضد بايد سيمه ايزه او نړيواله مبارزه وشي، د پاکستان پر وړاندي بايد د افغانستان او هندوستان په شمول د سيمي او نړۍ د تروريزم قرباني شوي او يا قرباني کيدونکي هيوادونه فشارونه زیاد کړې او یود واحد او پیاوړي دریز اعلان وکړي. ځکه دغه هغه هيواد دی چې لويو ترهګرو ته د پناه ورکولو او ملاتړ په وسيله د سيمي د ټولو هيوادونو لپاره په راتلونکې کې لوی سرخوږی جوړيدای شي.  پاکستان د ترهګرو سره توپيري چلند کوي، په انسانيت وژونکو او بشريت وژونکو کې هم توپير کوي، دوی وسله وال ترهګر په دوه ګروپونو ويشي، يو هغه ترهګر دي چې همدوی روزلي، پناه يې ورکړې او د دوی زيږنده ده خو بيرته د همدوی په مقابل کې جنګيږي، پاکستان دغو طالبانو ته بيا ترهګر وايې او پر ضد يې اقدام کوي. او دويم ګروپ هغه ترهګر دي چې همدوی روزلي، په خپله خاوره کې يې ورته خوندي پناه ځايونه او روزنځايونه ورکړي خو د دوی د ګټو د خونديتوب لپاره په افغانستان، هندوستان او نورو هېوادنو کې جنګيږي. پاکستان بيا دغو طالبانو ته ترهګر نه وايې او نه يې هم پر ضد اقدام کوي؛ بلکې له نړيوالو د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم پيسې هم شکوي.

نو لازمه ده چې د دغه هيواد په مقابل کې د افغانستان، هندوستان، ايران، چين، امریکا او د سيمي او نړۍ د نورو هيوادونو ګډ ايتلاف جوړ شي او له دغه هيواد سره اقتصادي، سياسي او پوځي مبارزه وکړي. افغانستان بايد په دغه هيواد خپلې ټولې اوبه بندې کړي، د دغه هيواد څخه وارديدونکي توکي ټول تحريم کړي او د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د کره اسنادو په وړندې کولو سره شکايت وکړي. ايران او هندوستان هم بايد ورسره خپلې ډيپلوماټيکې اړيکې او اقتصادي راکړه ورکړه بنده کړي. چين او امريکا ته په کار ده چې له دغه هيواد سره خپلې ټولې مرستې بندې کړي، امريکا بايد هغه پيسې چې هر کال يې د ترهګرو سره د مبارزې په موخه پاکستان ته ورکوي؛ نورې بندې او په تير کې د ورکړل شويو هغو حساب ترې وغواړي. ځکه دغه مکار هيواد تل له نړيوالو په ځانګړي تو ګه له امريکا څخه د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم په ميلياردونو ډالرو پيسې شکولي دي خو له ترهګرو سره د مبارزې پر ځای يې د ترهګرو د تقويت او پراختيا لپاره کارولې دي.

له دې وروسته په کار ده چې افغانستان، هندوستان، ايران او د سيمي نور هيوادونه يو وبل ته لاس ورکړي او په ګډه د ترهګرو د دغه روزنکي او ساتونکي هيواد (پاکستان) په مقابل کې قوي ايتلاف جوړ کړي. همداشان د نړۍ نور هيوادونه په ځانګړي توګه امريکا بايد چې نور په پاکستان مرستې بندې کړي .

لیکنه : خوشحال آصفي