شماره ۳/۴ محبت 

شماره ۳/۴ م سال ۲۸م محبت از چاپ برآمدږ پیشکش…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۸)

نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مارکس و جنبش اعتصاب مارکس و انگلس حداکثر توجه خود…

مائوئیسم در افغانستان: از نظریه‌پردازی تا عمل‌گرایی بدون استراتژی

این مقاله به بررسی تاریخی و تحلیلی جنبش مائوئیستی در…

                        به بهانه ی آمستردام              

   نوشته ی : اسماعیل فروغی          من نمیخواهم درباره ی چند وچون…

فدرال خواهی و هویت خواهی

در کنار فدرال خواهی درین تازگی ها پسوند دیگری بنام…

 ضرورت و اهمیت ادغام سیاسی در افغانستان

رویکردی تحلیلی به مشارکت سیاسی و تعامل مدنی نور محمد غفوری عصاره دقیق…

افغانستان معاصر و بازتعریف هویت ملی پس از فروپاشی دولت

 نویسنده: مهرالدین مشید     افغانستان معاصر یگانه کشوری در جهان است که…

یار در پیری

نوشته نذیر ظفر12/30/25سفیدی  يى که  به زلفان  یار  میبینمشکوفه  هاى…

هستی، بود و است !

امین الله مفکر امینی                        1015-22-12! بهشتِ این دنیا را مفروش به نسیــــه…

از روایت سازی تا مهندسی نفوذ و تاثیر گذاری بر…

 نویسنده: مهرالدین مشید     سفید سازی، معامله و مهار؛ الگوهای نوین تعامل…

د ارواښاد سمیع الدین « افغاني » د پنځم تلین…

نن  د ارواښاد  سمیع الدین « افغاني »  چې  د…

از نیم قرن دست آلودگی بیگانگان

باید درس عبرت گرفت ! افغانستان در جغرافیای موجود جهان از…

به پیشواز شب یلدا

دوباره نوبت دیدار یلداست شب برف است و یخبندان و سرماست دگر…

فیثاغورث

نوموړی د نړۍ تر ټولو لوی فیلسوف او ریاضي پوه…

آنارشیسم؛ نوستالژی اتوپی است

Anarchism.  آرام بختیاری ناکجاآباد مدینه فاضله، شوق دیدار بهشت زمینی بود.   واژه یونانی…

ایستاده گی طالبان در برابر جریان شکست ناپذیری تاریخ

نویسنده: مهرالدین مشید فرهنگ تسامح گرای خراسان تاریخی و ستیزه جویی…

علم او ټکنالوژي؛ د رښتینې خپلواکۍ محور

په اوسني عصر کې د نړۍ بڼه په بشپړه توګه…

تله‌ی «شرِ کوچک‌تر»؛ چرا نباید بد را در برابر بدتر…

هانا آرنت، فیلسوفی که عمر خود را صرف مطالعه ریشه‌های…

هستی، انسان و عدم 

رسول پویان  عمری گذشت در خم و پیچ مدام هیچ  بـودن نـدیده مانـدن کس در دوام هیچ  جاه و جلال و قـدرت آدم فـسـانه بود  ابحـاری در سـراب تخیّـل تمــام هیچ  زور…

            ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

«
»

د ټاکنو د پایلو په وړاندې د کرزي او نظارشورا توطیه

سرلوڅ مرادزی    

د ۱۳۹۳ کال د وري د ۱۶ مې نیټې ټولټاکنې چې د هیواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، د افغانانو په پراخ او بیساري ګډون او د امنیتي ځواکونو د ویاړمنو سرښندنو په بیه ترسره شوې، اوسي یي پایلې د نظارشورا او رسول کرزي په سرخیلۍ د واکمنې مافیا لخوا له سترو ننګونو او ګواښونو سره مخ دي!

داسې ښکاري چې دا دواړه ډلې او ددوی پر محور راټوله مافیا په هیڅ صورت چمتو نه ده چې د ټاکنو رڼې او شفافې پایلې ومني او د هغو په وړاندې د درناوۍ سر ټیټ کړي!

دا ځل د تیرو ټاکنو په توپیر، افغان ولس ټاکنو کې ځکه پراخه برخه واخیسته چې غواړي د ټاکنو له لارې خپل برخلیک خپله وټاکي او د ټاکنو په مټ خپل ژوند کې بدلون او تحول راولي او هغه ته تلپاتې بڼه ورکړي.

که ټاکنو کې د اشرف غني په مشرتوب د بدلون او تداوم ټیم چې ځوان او کمپیوټري پښت يي د ملاتيراو د افغاني ټولنې نور بدلونپال ځواکونه يي تنسته او بوده جوړوي، ګډون نه وای، افغاني پرګنو به د کرزي او نظارشورا د مافیايي ټیمونو په پار، دې ټاکنو کې  دومره  پراخې ونډې ته زړه نه وای ښه کړی!

 تیرځل په ۲۰۰۹ کال  ټاکنو کې چې هلته کرزی او نظارشورا په ظاهره، یو د بل په وړاندې ښکر په ښکر ودریدل، افغانانو پخپلې د مخنۍ پوهې او بېسارې نهیلۍ چې له دغو دوو ډلو څخه د هرې ډلې بریا، د ولس برخلیک کې مثبت بدلون نه شي راوستلای، په تېرو ټاکنو کې پراخه ونډه وانه خیسته او خورا کمو افغانانو یا د اوسنیو ټاکنو نیمايي برخې افغانانو پکې ګډون وکړ.

خو دا ځل په اوسنیو ټاکنو کې د ولس پراخ ګډون هم، ښکاري چې د یو لړ توطیو قرباني شي. د پرګنو دې پراخ ګډون یوخوا د نظارشورا پر محورسیکټاریسټي ډلې ټپلې او بلخوا د زلمي رسول کرزي پرمحور د واک زوړپاله او سنتي کړۍ او دولتي مافیا، راوښوروله او تر ګنګل لاندې ویده یږګان او خوګان يي راویښ کړل چې که ټاکنو کې د ولس د بېساري ګډون مخه لکه څنګه چې ولیدل شول، نه شي ډب کولای، نو په رایو کې به د درغلۍ په مټ د ولسي رایو پایله د ځان په ګټه سرچپه راوباسي!

د ټاکنيزو شکايتونو د خپلواک کمېسيون مشر ستار سعادت پرون په کابل کې ديوې خبري غونډې په ترڅ کې په ډاګه کړه « تر اوسه ددغو شکايتونو په اړه ورته څه دپاسه درې زره شکايتونه شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې ټاکنو کې پراخه درغلي او ناقانونه کړنې شوې دي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) د څارنې په راپور کې هم راغلي ، چې که څه هم دا ټاکنې د تېرو ټاکنو په نسبت رڼې وې، خو د رايې ورکولو صندوقونو د ډکولو، د ښځو پرځاى د نارينه وو د رايې ورکول او د کم عمره کسانو د رايې ورکولو په ګډون د ټاکنيزو درغليو ١١ زره موارد يې ثبت کړي دي.

پژواک خبري اژانس داسې شواهد ( ويډيو، انځورونه) ترلاسه کړي، چې پکې د رايو لسګونه پاڼې سوځول، شلول شوي او بېځایه غورځول شوې دي.»

همداراز که په هرات او د هیواد شمال کې نظارشورا د رایو په چور کې برلاس لري په خوست ، پکتیا او نورو سیمو کې د زلمي کرزي ټیم له نظارشورا هم پښه اړولې ده.

ډیری افغانان له لومړي سره پوهېدل چې ارګ کې د کرزي او نظارشورا ( حامد کرزي او له مرګه مخکې قسیم فهیم ) پر محورراټوله مافیا غواړي، ټاکنې داسې پلانیزه کړي چې د بدلون او پایښت ټیم په وړاندې لومړی تش په نوم، څو نوماندان رامخته کړي چې یو خوا ددی نوماندانو په مټ  د ولس رايي وویشي او که له دې سره سره بیا هم د بدلون ټیم ډیری رايي یوسي، د پراخې درغلۍ په مټ دا رايي تالا ترغۍ کړي چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې دا ټیم ( ۵۰ + ۱ ) رايي پوره نه شي کړای.

هم دغه پلان شوې توطیه نن سبا د ولسي رایو د پراخې درغلۍ په پړاو کې روانه ده، خو چې کله مافیا په دې ډاډه شي چې د بدلون او پایښت ټیم د رايو چور بشپړ شو او خپلمنځو کې يي ددې ټیم د رایو ویش تمام شو او په لومړي پړاو کې يي دا ټیم د ( ۵۰ + ۱ ) رايو له پوره کولو محروم کړاو همداراز په دې بریالي شول چې ټاکنې خامخا دوهم پړاو ته رسیږي، نو بیا به د توطیي دوهم پړاو راپیل کړی.

د توطیي دوهم پړاو کې به د بدلون او پایښت ټیم په وړاندې د ډبل عبدالله او زلمي رسول له ټیمونو سربېره، نورې پټې او ښکاره بلاګاني پر یوه ټغر سره راټولې شي.

بېځایه نه ده چې ډبل عبدالله لومړي پړاو کې له خپلې ماتې په مایوسۍ سره وايي « ما له زلمي سره سره د خبرو غوښتنه وکړه. موږ ښې خبرې وکړې. نه غواړم چې تفصیل یې ووایم خو تصور کولی شئ چې په دې پړاو کې موږ په (خو او که چيري) باندې خبرې نه کوو. موږ پخوا په یوه حکومت کې وو، د ډېرو کلونو لپاره ملګري وو. دا زموږ د شخصي ژوند برخه ده. پر دې سربېره زموږ خبرې د ځانګړو هدفونو او پالیسیو په اړه زموږ له ګډ تفاهم سره تړلې دي. تاند»

ډبل عبدالله خپلو پورته لنډو څرګندونو کې نه یوازې د راتلونکې په اړه د نظارشورا او د زلمي رسول کرزي د زیانمنو پلانونو څخه پرده پورته کوي، بلکې په تېرو ۱۳ کلونو کې د نظارشورا او کرزي ترمنځ د هیواد د ملي او سراسري ګټو پر وړاندې د ترسره شوې توطيو بېلا بېل اړخونه هم افشا کوي! دا چې نوموړی په زیات ډاد سره وايي، زموږ خبرې د ځانګړو هدفونو او پالیسیو په اړه زموږ له ګډ تفاهم سره تړلې دي، د دا راز پلانونو یوه بېلګه ګڼل کېدای شي.

څو ورځې مخکې د زلمي رسول د ټاکنیز ټیم  ویاند ډاکټر طوفان وزیري وايی چې ددوي ( د زلمي رسول ) ټیم به د ټاکنو په دوهم پړاو کې د اشرف غني د ټیم پر وړاندې په ټولو صورتونو کې د ډبل عبدالله ټیم سره ملګری شي.

وزیری وايی، که په دوهم پړاو کې اشرف غني او ډبل عبدالله سره مخامخ شول، ددوی ټیم به له عبدالله څخه ملاتړ کوي او که د زلمي رسول ټیم د اشرف غني له ټیم سره مخامخ شو نو ډبل عبدالله به ددوی له ټیم سره مرسته او ملاتړ کوي.

دلته یوځل بیا څرګندیږي، لکه څنګه چې دولت کې، دواړو ډلو په تېرو ۱۳ کلونو کې پخپل غوښن واک، هر ډول بدلون او پرمختګ  ډب کړ، دا ځل هم دواړه ټیمونه کلک هوډ لري، په هره بیه چې کیږي د بدلون او تداوم مخه ونیسي.

پوښتنه داده چې د زلمی کرزی ټیم، ولې د اشرف غني ټیم سره چې ځوان پښت يي ترشا ولاړ دی او د افغانستان په شرایطو کې یوه علمي او عملي تګلار لري، ګډ نه ځي او د هغه پرځای نظارشورا سره چې د افغانستان د ویجاړۍ او د افغان ولس او د ۷۰ زره کابلیانو قاتلان ګڼل کیږي، اوږه پراوږه او ګام په ګام ، یوځای روان دی؟

د ۱۳۹۳ کال د ټاکنو د پایلو په اړه روانه توطیه، یو ځل بیا ښۍ چې د نظارشورا سیکټاریسټي ډله لکه څنګه چې جنرال دوستم ویلی وو چې له دې ډلې سره يی خپل پخواني ایتلاف ځکه مات کړ چې دوی غوښتل هیواد وویشي او بلخوا د زلمي رسول کرزی ټیم چې هیواد کې د فساد، بې قانونۍ، د پټو دروازو تر شا د معاملو او سازشونو او د پریوتې سنت پالنې وارث دی، د افغانانو په وړاندې د هر راز پرمختګ، سولې او سوکالۍ د لارې خنډ دي.

خو دا ځل به افغانان او په تېره بیا ځوان پښت په ټاکنو کې د هیچا درغلي ونه مني. په ټاکنو کې د ولس پراخ ګډون ښۍ چې ولس به د خپلو رایو پوښتنه وکړي. نظارشورا او د زلمي کرزي ټيم باید په دې پوه شوی وي چې ټاکنو کې د ولس پراخ ګډون نه ددوي په پار او نه ددوی د ناکامو تګلارو، موخو او نیتونو د پلیتابه په موخه وو، بلکې ولس د خپل برخلیک د مثبت بدلون او د هغې تداوم لپاره رایه ورکړې ده.

پای