د مولانا سعید افغاني د یو دیرشم ، تلین په ویاړ!

مجیب الرحمن « خطیبي »
ای دی خیر او دسعادت او د حسن تفاهم د لاری مبارزه ! تا د سید جماالدین « افغاني » په څير ؛ په ویاړ سره دی افغاني همت او فهم سره د عرب په ځمکه د افغانې تاریخ د ژوندی پاتی کیدو لپاره د سولۍ وږی کیښود . ته د علم او پوهۍ هغه روښانه مشعل یې چې پيړۍ پیړۍ به د ټولو افغانانو په لاس وګرځول شي او د عالمانو، سیاست پوهانو د ژبۍ څاری به وي او د هرې ورځ پاڼۍ سرلیک به منل کیږی . ته مړ نه یی ؛ ستا نوم په افتخار سره زمونږ په زړونو او د تاریخ صفحو کښی ژوندی دی !
ای د سولی او آرامش د لارې مشعله ! ته زمونږ او د شرق ، غرب د پوهانو په افکارو کی یی ، هیڅکله به ستاسو د « نــدآ صلح و آرامش ضرورت مبرم عصر موجوده ماست » چه د بشر د خیر اوسعادت ته دی پیشنهاد کړه ؛ هیره به نشي او بالاخره به ستا ټولی « غوری ویناوی ، لیکني او ملی ارمان » به د یو ملی او تحقیقاتی اداری لخواه ارزیابي شي ، او د وطن او د انسان د خیر وسعادت لپاره به تری رهنمودونه جوړشي .
ای د مینې او محبت د لارې مبلغه ! تا د اسلام واقعی دین چه د « عشق او محبت » دین دی ، لکه علامه سید جماالدین « افغاني » بشریت ته معرفی کړ ؛ نو په یو آواز او په ډیر صداقت اعلامو چې مونږ د دوه رشتینی علامه ، شاهدان یوو، یو علامه سید جماالدین « افغاني » د نړی ستر مفکر، اوبل ثانی سید جمال الدین ؛ مولانا محمد سعید « سعید افغاني » زمونږ د هیواد مشهور روحاني ، پوه عالم ، لیکوال ، مولف ، استاد او اجتماعي شخصیت دی ؛ چـه تل یی د سولی ، تـرقی ، وروری ، برابری او تفـاهم لپـاره مبارزه وکړه .
الهی ! ته په خپل فضل او مرحمت ؛ مولانا سعید افغاني مغفرت او روحی ښاد کړه ! امین یارب العالمین
****
مجیب الرحمن « خطیبي » کابل ــ خیرخانه مینه
۲۷ فبروری ۲۰۱۶