از فارسی‌ستیزی استعمار بریتانوی در هند تا دگرگونی نام‌های فارسی…

سلیمان کبیر نوری دوست ای ویدیویی برایم فرستاد که از جهات…

                       کام بلا 

جهان در معرض نابودی و کام  بلا  تاکی همیشه مردمان در…

میان چشمه‌های شعر

مجموعه اشعاری از روناک آلتون برگردان به فارسی:زانا کوردستانی بانو "روناک توفیق…

افغانستان؛ میدان رقابت قدرت‌ها پس از خروج آمریکا

 نویسنده: مهرالدین مشید جایگاه مردم افغانستان در میدان رقابت های کشور…

عربستان در افغانستان چه می‌خواهد؟

Wahidullah Noorzai — Former Senior Military Officer, Field Strategist &…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش دوم)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

تجربه میدان در غرب افغانستان — از ادرسکن تا شیندند

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer, Military & Security…

روایت اسدالله کشتمند از جنگ افغانستان؛ مجاهدین، شوروی و قدرت‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=DGsTJnpdYQk مروز، ۱۶ سپتامبر ۲۰۲۶، بار دیگر در خدمت رفیق عزیزم،…

غنچه‌های پژمرده

گزیده‌ی اشعار اسعد لُرزاده برگردان به فارسی: زانا کوردستانی شاعر و نویسنده‌ی کُرد…

شعرهایی از روناک آلتون

بانو "روناک توفیق محمد"  (به کُردی: ڕووناک تۆفیق محمد)، متخلص به…

زندگی بدون محدودیت یا مرگ ...!

مرگ برخلاف دید صوری٬ چون نیستی تام باور موجه نیست.…

طالبان؛ از سرکوب مخالفان تا مهندسی حذف هویت‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید بازگشت طالبان به قدرت در ۱۵ اگست ۲۰۲۱…

فراتر از فروپاشی؛ چگونه ملت‌ها پیش از شکست نظامی، شکست…

Wahidullah Noorzai Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field Strategist | Military…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش اول)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

 دشمنی با فارسی؛ بازتاب سیاست زبانی برتری‌جویانه طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فارسی‌ستیزی؛ چهره پنهان سیاست زبانی طالبان برای بررسی  دقیق…

نسل‌کشی هزاره‌ها یک پروژه چندوجهی بود که ریشه در سیاست‌های…

افغانستان سرزمینی نیست مانند روسیه و یا هند که بزرگ‌تر…

اگزیستنسیالیسم؛ آزادیاست، یا ترس و مرگ؟

Existenzphilosophie. آرام بختیاری فلسفه وجودی انسان؛ آزادی بورژوایی، یا رهایی جامعه؟ آیا انحلال…

۱۱ سپتامبر جهان را تغییر داد؛ زندگی من را نیز…

از صبحی که آمریکا را تغییر داد تا میدان‌های افغانستان؛…

د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول

نور محمد غفوری (هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست…

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

«
»

د راتلونکي لنډمهاله حکومت مشر درانی، بارکزی که کابلی؟؟؟

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

له څو ورځو راهیسي په ټولنیزو رسنیو کې د راتلونکي لنډمهاله حکومت د مشر په اړه بحثونه او ځینې لیکنې کیږي، جالبه ده؛ پرته له دي چې د شخص او راتلونکي په اړه باوري معلومات ترلاسه شي، د خلکو د اذهانو د ګډوډولو لپاره ځینې نومورکي رسنۍ د خپل شهرت له امله ځینې وخت ناسم معلومات او اوازې خپروي.

د لنډ مهاله حکومت لپاره د احمدشاه دراني نوم په خولو کې اوړي را اوړي، او ډیری لوړ پوړي افغان چارواکي او سیاستوال یې ګیچ کړي، دارنګه بهرني ډیپلوماټان هم نه پوهیږي چې دا څه ډول لوبه ده.

د روان کال فبروري میاشت کې مي یاد نوم “حاجي احمدشاه درانی” په متحده عرب اماراتو کې واورید، او ځینې افغان سیاستوالو ورسره اړیکې ساتلي. له دي سره سره دا هم ویل کيدل چې یاد سړی د خلیلزاد او طالبانو لخوا د لنډمهاله حکومت د مشرې لپاره نوماند او دواړو لورو ته تر نورو ډیر نږدي او باوري کس دی.

هغوی چې حاجي احمدشاه نه پېژني، په خپله همدی او یا دده سره په ډله کې شریک کسان یې د کندهار معرفي کوي، او خپل قوم هم بارکزی ښيې.

حاجي احمدشاه څوک دی:

ځینې سرچینې وایې چې حاجي احمدشاه د کابل اوسیدونکی او د کابل ولایت شمالي کې یې پلرنۍ مېنه ده، هغه په پېښور کې صرافي کوله، وروسته متحده عرب اماراتو ته کډه شو، په شارجه کې یې رسټورانټ خلاص، او خپله یې د رسټورانټ کارونه مخکې وړل.

ځینې سرچیني بیا وایې چې اصل کې د حاجي احمد شاه پلار له کندهار څخه کابل ته تللی، او هلته میشت شوی، دوی د کندهار قزلباش دي، مګر وروسته یې ځان په بارکزي قوم پوري تړلی.

په کندهار کې ډیری “دیګانان” شته چې کله شتمن شوې، نو ځان یې په بارکزیو پوري تړلي، ځکه بارکزي قوم لوی دی، او خلک یې هم نرم دي، د چا ډیره پلټنه نه کوي، له همدي امله ده چې په کندهار کې نورو دیګانانو هم ځانونه بارکزي قوم ته پخوا هم منصوب  کړي وو.

ځینې کسانو چې له حاجي احمدشاه سره لېدلي، هغوی هم وایې چې دا سړی د کندهار د توپخاني قزلباش ښکاري، ځکه پښتو یې د توپخاني د کندهاریانو لهجې ته ورته ده. والله اعلم

د حاجي احمدشاه علمي سویه هم لوړه نه ده، او انجنیر نه دی، کومه سیاسي مخېنه نه لري، او د بهرنیو چارو وزارت  کې یې کار هم نه دی کړی، هغه پخوا ډیر پېژندل شوی سوداګر هم نه و، نه سیاسي، نه جهادي او نه هم تجارتي مخېنه لري، مګر کله چې شارجې ته ولاړ، دده رسټورانټ ته ډیری افغان سیاستوال هم ورتلل، او بل داچې یاد کس د کابل شمال (له خیرخاني ور پورته سیمو) اوسیدونکی دی، د شمال ټلوالي له ځینو مهمو پخوانیو قومندانانو سره یې پېژندګلوي درلودله.

په پېښور کې د صرافي کولو پر مهال د حاجي احمدشاه تخلص کابلی و، او د پېښور افغان صرافانو په “احمدشاه کابلي” پېژانده، کله چې امریکا پر افغانستان حمله وکړه، وروسته یې خلکو ته د “احمدشاه بارکزي” په نوم ځان ور پېژانده، او بالاخره چې کله یې د شمال ټلوالي د مهمو قومندانانو  پیسې لاس ته ورغلي، او د خلیلزاد له کوم سکرټر سره یې اړیکې ونیول شوې، اوس “حاجي احمدشاه درانی” شو.

احمدشاه کابلي/بارکزي/دراني تر ټولو لومړی په شارجه کې د شمال ټلوالي د ډیر پېژندل شوې قومندان امان الله ګذر پيسې د شراکت په نوم تر لاسه کړي، په متحده عرب امارتو کې یې د هغه پر پیسو سوداګري پېل، په عجمان او ځینې نورو سېمو کې یې ځمکې او کورونه واخیستل، په لومړيو وختو  کې یې ښه ګټه وکړه، وروسته یې تاوانونه هم وکړل، له امان الله ګذر سره د پیسو د ګټې او تاوان پر سر یې جنجال شو، چې بیا نورو افغانانو د دوی ترمنځ درېمګړتوب او پریکړه وکړه، او د امان الله ګذر لا هم زړه ورته ډک دی.

له دي وروسته یې له جنرال جرائت سره د پیسو او شراکت معامله مخکې یوړه، له هغه یې هم پیسې ووهلي، او بیا په جنجال د نورو افغانانو په منځګړیتوب ددوی معاملې پای وموند، جنرال جرائت هم په دي باور دی چې پیسې یې ورڅخه وهل شوې.

اوسمهال له  حاجي احمدشاه کابلي “دراني” سره د چاریکارو د مهم قومندان جان احمدخان “چې امریکایې الوتکو یې په چاریکارو کې غټ د وسلو ډیپو بمبارد کړ” پیسې دي، او خپله سوداګري او سیاست پري مخکې وړي.

ددې لپاره چې د امان الله ګذر او جنرال جرائت له منګلو په امن پاتې شې، او د قومندان احمدخان څخه هم وهنه وکړي، دارنګه د شمال ټلوالې له ځینو نورو قومندانانو او ځینو افغان سیاستوالو هم پیسې د سوداګرۍ او یا سیاست په نوم تر لاسه کړي، نو همدا نوي لوبه “د موقت حکومت مشر یم ” یې پېل کړه.

له همدي پورته کسانو سره د حاجي احمدشاه دراني نږدې اړیکې او په پېښور کې د “کابلي” تخلص څخه  ښکاري چې هغه په کابل کې استوګنه کړي.

C:\Users\Nazar Mohammad\Downloads\20201019_154010.jpg
C:\Users\Nazar Mohammad\Downloads\20201019_153020.jpg

د حاجي احمدشاه دراني سیاسي هڅې:

ویل کیږي حاجي احمدشاه په ډیره ټیټه کچه د خلیلزاد له سکرټر شیراعظم شینواري سره اړیکې لري، او باوري سرچیني وایې چې خپله خلیلزاد دا سړی “احمدشاه درانی” نه پېژني.

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر سرچینې هم وایې چې په دي نوم له کوم افغان سیاستوال سره نه اړیکي لري او نه یې پيژني.

کوم ویډیو کانفرنس چې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مشرانو له عبدالستار سیرت سره درلود، په هغې غونډه کې احمدشاه دراني برخه نه درلودله، بلکې د انجنیر نذیر احمدشاه وردګ په نوم افغان له کاناډا څخه پکې برخه درلودله.

او کوم انځورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي چې انجنیر احمدشاه په امریکا کې اوسیدلی، دا هم ناسم دي، هغه د پکتیا ولایت د سید کرم ولسوالي د انجنیر احمدشاه دراني – طوطاخیل انځورونه دي چې دا مهال د کاناډا په ټورنټو ښار کې اوسیږي.

C:\Users\Nazar Mohammad\Downloads\20201019_153428.jpg
C:\Users\Nazar Mohammad\Downloads\20201019_153844.jpg

حاجي احمدشاه کابلی/بارکزی/درانی په شارجه کې په یو لوی ښایسته کرایې کور کې اوسیږي، خلکو ته په نظر ورکوي چې کور یې خپل دی، مګر د شارجې حکومت قوانین داسي دي چې بهرنی کس پکې ځمکه او کور نه شي اخیستلای، مطلق بندیز دي ور باندی، او حتی د شارجي د کوم عرب په نوم یې هم څوک نه شي اخیستلای.

حاجي احمدشاه ددې لپاره چې له سفارتونو څخه څه ډول مالي مرستې تر لاسه کړي، هغه خلکو ته په نظر ورکوي چې د راتلونکي موقت حکومت لپاره د طالبانو لخوا پر ده باور شوی او دارنګه د امریکا لخوا هم شین څراغ ور کول شوی.

کله چې ځینې طالب پلوه کسان پيدا کړي، میلمانه یې کړي، بیا ورسره نور افغانان هم ور وغواړي، انځورونه واخلي، ویډیو جوړه کړي، او د اروپا، امریکا او ګڼو هیوادو سفارتونو ته یاد انځورونه او ویډیو له دی پېغام سره ور ولیږي چې یاد کسان راغلي وو، او د موقت حکومت د مشرتوب لپاره یې زما ملاتړ وکړ.

دارنګه کله چې له کابل څخه ځینې د ولسي جرګې وکیلان، د مشرانو جرګې غړي د حاجي احمدشاه لیدو ته ورشي، هغه مکلفه میلمستیا ورته جوړه، ځینې نورو افغانانو ته هم بلنه ورکړي، بیا هم انځورونه او ویډیو له پورته پېغام سره ځینو سفارتونو ته واستوي چې یادو کسانو هم د موقت حکومت د مشرتوب لپاره زما ملاتړ وکړ.

تر دي چې ځینو کسانو ته وایې چې په راتلونکي حکومت کې کوم وزارت د ځان لپاره وړ ګڼئ، هغوی ساده ګان فکر کوي چې رښتیا موقت حکومت جوړيږي، دا سړی یې مشر دی، بیا نو ورته وایې چې تاسي کوم ځای مناسب ګڼئ زه هلته خدمت کوم، او له دي سره سره حاجي احمدشاه د وکیلانو او مشرانو جرګې د ځینو غړو، د شمال ټلوالي د ځینو مهمو څیرو له مالي ملاتړ هم برخمن کیږي، مګر ځینو افغان سیاستوالو باندي بیا خپله حاجي احمدشاه خرڅه کوي، په دوبۍ کې ورته هوټل نیسي، د ویزې او ټکټ لګښتونه یې هم پري کوي، مګر همدی بیا د هغه له شتون څخه څو برابره ډیره مالي او سیاسي ګټه تر لاسه کوي.

پاتې دي نه وي چې کیدای شي په تیروتنه سره د طالبانو یو یا دوه، دریم پکې نشته، ډیر ټیټ پوړي کسان په چل د هغه کور ته وروستل شوې وي، او بیا حاحي احمدشاه سفارتونو او خلکو ته ویلي وي چې طالبان د راتلونکي موقت حکومت لپاره زما مشرتوب مني، او زما کور ته د همدې لپاره راغلي وو.

آیا موقت حکومت راځي:

کله چې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر مشر سید طیب اغا و، هغه مهال داسي نظر شتون درلود چې د کرزي د دوییمې دورې پای ته رسیدو سره که لنډمهال حکومت رامنځته او بین الافغاني خبرې پېل شي، مګر کله چې ډاکټر اشرف غني واک ته ورسید، او د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور وټاکل شو، د طالبانو د قطر سیاسي دفتر مشر هم حاجي عباس ستانکزی شو، له هغه وروسته، موږ کله هم له طالبانو د لنډمهاله حکومت د تائید خبره نه ده اوریدلي، او له امریکا سره د طالبانو د مذاکراتو پر مهال، خلیلزاد ډیره هڅه وکړه چې طالبان پر موقت حکومت منلو راضي کړي، خو طالبانو به ویل چې د راتلونکي حکومت په اړه پریکړه به د افغانانو په خپلمنځي مذاکراتو کې کیږي.

زما په آند چې طالبانو تر دي مهاله له امریکا سره کیدای شي په لنډمهاله حکومت توافق نه وي کړي، که څه هم امریکا او نړیوال یې غواړي.

اوسمهال خو خپله خلیلزاد هم کیدای شي پوه نه وي چې طالبان به د راتلونکي لپاره په کوم ډول نظام او حکومت باندي د افغان حکومت له پلاوي سره توافق ته ورسیږي.

سړی ویلای شي چې حاجي احمدشاه دراني یوازي د سیاسي شهرت او ځینو سفارتونو، افغان سوداګرو او سیاستوالو څخه د پیسو تر لاسه کولو  لپاره دا لوبه په کار اچولي، تر دي مهاله د طالبانو لخوا د موقت حکومت په اړه تائید لا هم نه شته، او که بیا هم د ښکېلو لورو لخوا د راتلونکي حکومت (موقت او یا هم ۵کلن حکومت) د مشر په اړه پریکړه کیږي، نو باوري یم چې پر داسي شخص به هوکړه کیږي، چې لږ تر لږه پخوانۍ سیاسي، د هجرت او جهاد مخېنه ولري.