د گوند کالیزه په مناسبت‎

پتمنو خویندو او ملگرو د افغانستان دخلق دموکراتیک گوند د…

بوی نفت و خون 

رسول پویان  ز خون سرخ بشر دست ظلم گلگون است  زطرف جیحـون وکارون تا امازون است  خـدا نظـاره گـر قـتل نظـم و قـانـون است  ز بیم جنگ و تجاوز بشر جگرخون است  شرار…

چه ارزان فروختند!

امین الله مفکر امینی                        2026-22-01! چه ارزان فروختند مردمِ دانـــــای  میهن ما را…

پاسخ به سیاه‌مشق آقای انجنیر کمال بهادری (نامی بی‌هویت که…

درباره‌ی مسئولیت جمعی، نقد سیاسی و ضرورت عبور از فردمحورینوشته‌ی…

چرنیشفسکی نیکولای گاوریلوویچ

ترجمه. رحیم کاکایی پ. ا. نیکولایف.  بخش یکم نیکولای گاوریلوویچ چرنیشفسکی در ۱۲…

ټکنالوژي، سیاست او د عدالت پوښتنه

نور محمد غفوری ایا د نوې زمانې په راتګ سره ټولنیز…

وحدت به‌مثابه پراتیک تاریخی

بازخوانی تیوریک نشست شصت و یکمین سالگرد تأسیس حزب دموکراتیک…

یادنامهٔ دکتورعبدالسلام آثم

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ در روزگاری که تاریخ کشورما مشحون از رخ داد های…

بحران فقر در افغانستان: عوامل، چشم‌انداز و راهکارهای مقابله با…

افغانستان در یکی از تاریک‌ترین برهه‌های تاریخ معاصر خود بصورت…

بازسازی نیروی چپ دموکراتیک افغانستان

افغانستان در یکی از پیچیده‌ترین و بحرانی‌ترین مراحل تاریخ معاصر…

طالبان؛ گسست خشونت‌بار و تعلیق تاریخ در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید حکومت ضد تاریخی طالبان؛ نمادی ازایستایی در برابر…

گزارش از جریان نشست شصت و یکمین سالگرد تاسیس ح…

           نشست شصت و یکمین سالگرد تاسیس ح د خ ا…

عقل چیست ؟

د مولانا سعید افغاني : آزاده ، ټولنیزه ،علمي ، فرهنګي  او نشراتي ارګان …

د تصوف او عرفان په تړاو مرکه‎

له ښاغلي پوهاند محمد بشیر دودیال سره، چې د علم،…

نمک شناسان!

امین الله مفکر امینی                     2026-15-01! دوستش میدارم آنــرا کزاعمــــاقی قلبی  مملو زمهــــرش دوستم بــــدارد  بسی…

رمان نیهلیستی، عرفان رفرمیستی، روشنفکر پوپولیستی

Aldous Huxely (1894- 1963) آرام بختیاری روشنفکران و فرهنگسازان در رمانهای هاکسلی. آلدوس…

پیام شادباش رفیق سلطانعلی کشتمند

پیام شادباش رفیق سلطانعلی کشتمند، از بنیان‌گذاران حزب دموکراتیک خلق…

دا نه یو انتخاب دی، بلکې یو تاریخي مسؤلیت دې 

درنو محضرو ملګرو! نن موږ دلته یوازې د یوې عادي غونډې…

فرخنده باد  شصت ویکمین سالروز تاسیس حزب دیموکراتیک خلق افغانستان

رفقای عزیز! امروز بخاطر تجلیل  شایسته ازشصت ویکمین سالروز حزب دیموکراتیک…

از اختناق در سطح طالبان تا اختناق در دموکراسی های…

نویسنده: مهرالدین مشید اختناق داخلی طالبان و مصلحت‌گرایی جهانیان اختناق در افغانستان…

«
»

د بربادۍ نوې څپه؛ جنګ ته قومي او مذهبي رنګ ورکول کيږي!

د وروستي راپور له مخې، د کابل د لوېدیځ د دشت برچي سیمې د شیعه ګانو پر الزهرا جومات په تروریستی برید کې لږ ترلږه ۶ تنه وژل شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي. امنیتي چارواکي وايي، ځانمرګي بريدګر هڅه کوله چې جومات ته ننوځي خو پولیسو یې مخه ونیوله، په دې مهال يو ځانمرګي ځان والوزاوه او ورسره په یو وخت وسله واله نښته هم پیل شوه. دویم ځانمرګی د جومات پخلنځي ته ننوت او همالته یې ځان الوزولی دی. برید په داسې وخت کې وشو چې خلک په الزهرا جومات کې د لمانځه لپاره راټول شوي ول. پر دغه جومات پخوا هم بمي برید شوی و چې په ترڅ کې ۳۰ تنه وژل شوي ول.

لسيزې کيږي چې افغانستان د پردۍ، پليتې او پيچلې جګړې ښکار دی. کلونه کيږي چې افغانستان او افغان ولس د جګړې په  لمبو کې لکه وچ لرګي سوځيږي. له کلونو راهيسې دلته افغان وژنه روانه ده او هڅه کيږي څو افغان ولس ذليله، بدبخته او د پرمختګ له کاروانه وروسته پاتې شي. دا د افغانانو د دښمن پلان دی چې په هره بڼه وي افغان ولس وځپل شي او افغانستان د نړۍ تر ټولو بدبخته هيواد پاتې شي.

خو په وروستيو کې د افغانستان او افغان ولس سپين سترګي دښمن د جګړې بڼه بدله کړې او د يوې نوې خطرناکې پاليسۍ له مخې يې افغان وژنه پېل کړې ده. دښمن اوس هڅه کوي د افغان ولس د بربادۍ پر اساسي لارو غور وکړي او خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي. اوس د افغانانو دښمن پوه شوی چې د لسيزو راهيسې په افغان وژنه کې يې هغه موخه چې بايد ترلاسه کړې يې وای؛ ترلاسه نه شوه کړای. د افغان ولس دښمن اوس غواړي روانې جګړې ته قومي، سمتي او مذهبي رنګ ورکړي څو له دې لارې افغانان په ډلو او ټپلو وويشي.

د کابل ښار په دهمزنګ څلور لارې کې پر شيعه افغانانو خونړی بريد، د کابل ښار د باقر العلوم پرجومات بريد، د کابل ښار سخي زيارت کې د عاشورا مراسمو پر مهال بريد، او اوس په تازه کې د کابل ښار په لويديځ دشت برچي سيمه کي پر الزهزا جامع جومات ځانمرګی بريد؛ د دښمن له لوري د افغانستان د جګړې د نوي رنګ او نوي پلان ښې بېلګې دي. دښمن اوس پوه شوی چې د لسيزو راهيسې پر افغان وژنې خپلې موخې ته نشي رسيدلی نو بايد جګړې ته قومي او مذهبي رنګ ورکړي.

د تاريخ په اوږدو کې افغانستان د هر ډول جګړې قرباني شوی دی خو مذهبي جګړو ته لمن وهل يې نوې بېلګه ده. دښمن پوهيږي چې د روانې جګړې له لارې خپلو موخو ته نه رسيږي نو يې جګړې ته مذهبي رنګ ورکړ او همدا مذهبي جګړه ده چې د افغانانو د اتحاد بنسټ ورانوي. دښمن هڅه کوي چې په افغانستان کې د شيعه او سني تر نوم لاندې مذهبي جګړه پېل کړي. خو لکه څرنګه چې دلته سنيان حق لري چې په آزاده توګه خپل مذهبي او ديني مراسم ترسره کړي؛ همداسې شعيه افغانان هم حق لري څو خپل مذهبي مراسم په ازاده توګه ترسره کړي.

دلته مسوليت اوس د عامو افغانانو په ځانګړې توګه د نخبه او رسيدلي قشر مسوليت دی څو د دښمن له نوي جال او پلان څخه ولس اګاه کړي. د هيواد نخبه او مدني قشر بايد د دښمن د دغې شوم پلان په مقابل کې خپل رسالت سر ته ورسوي او ولس اګاه کړي چې ترهګري قوم، سمت او مذهب نه پيژني، دا د دښمن شوم پلان دی چې غواړي مونږ افغان ولس په قومونو او مذهبونو وويشي او خپل هداف ترلاسه کړي. د ولس نخبه قشر بايد خلک پوه کړي چې په افغانستان کې پښتون، تاجک، ازبيک، هزاره، ايماق، پشه يې، نورستاني، …. وغيره، همدارنګه سني او شعيه سره ټول ورونه او د يو باغ ګلان دي. دوی په مساوي توګه په افغانستان کې د خپلو ټولو ټولنيزو او مذهبو مراسمو د ترسره کولو حق لري. دا د دښمن شوم پلان دی چې غواړي افغانان په قومو  او مذهبونو وويشي او جګړې ته قومي او مذهبي رنګ ورکړي. ولس بايد په خپله لاس په کار شي او د دښمن هر ډول پلان شنډ کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي