شماره ۳/۴ محبت 

شماره ۳/۴ م سال ۲۸م محبت از چاپ برآمدږ پیشکش…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۸)

نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مارکس و جنبش اعتصاب مارکس و انگلس حداکثر توجه خود…

مائوئیسم در افغانستان: از نظریه‌پردازی تا عمل‌گرایی بدون استراتژی

این مقاله به بررسی تاریخی و تحلیلی جنبش مائوئیستی در…

                        به بهانه ی آمستردام              

   نوشته ی : اسماعیل فروغی          من نمیخواهم درباره ی چند وچون…

فدرال خواهی و هویت خواهی

در کنار فدرال خواهی درین تازگی ها پسوند دیگری بنام…

 ضرورت و اهمیت ادغام سیاسی در افغانستان

رویکردی تحلیلی به مشارکت سیاسی و تعامل مدنی نور محمد غفوری عصاره دقیق…

افغانستان معاصر و بازتعریف هویت ملی پس از فروپاشی دولت

 نویسنده: مهرالدین مشید     افغانستان معاصر یگانه کشوری در جهان است که…

یار در پیری

نوشته نذیر ظفر12/30/25سفیدی  يى که  به زلفان  یار  میبینمشکوفه  هاى…

هستی، بود و است !

امین الله مفکر امینی                        1015-22-12! بهشتِ این دنیا را مفروش به نسیــــه…

از روایت سازی تا مهندسی نفوذ و تاثیر گذاری بر…

 نویسنده: مهرالدین مشید     سفید سازی، معامله و مهار؛ الگوهای نوین تعامل…

د ارواښاد سمیع الدین « افغاني » د پنځم تلین…

نن  د ارواښاد  سمیع الدین « افغاني »  چې  د…

از نیم قرن دست آلودگی بیگانگان

باید درس عبرت گرفت ! افغانستان در جغرافیای موجود جهان از…

به پیشواز شب یلدا

دوباره نوبت دیدار یلداست شب برف است و یخبندان و سرماست دگر…

فیثاغورث

نوموړی د نړۍ تر ټولو لوی فیلسوف او ریاضي پوه…

آنارشیسم؛ نوستالژی اتوپی است

Anarchism.  آرام بختیاری ناکجاآباد مدینه فاضله، شوق دیدار بهشت زمینی بود.   واژه یونانی…

ایستاده گی طالبان در برابر جریان شکست ناپذیری تاریخ

نویسنده: مهرالدین مشید فرهنگ تسامح گرای خراسان تاریخی و ستیزه جویی…

علم او ټکنالوژي؛ د رښتینې خپلواکۍ محور

په اوسني عصر کې د نړۍ بڼه په بشپړه توګه…

تله‌ی «شرِ کوچک‌تر»؛ چرا نباید بد را در برابر بدتر…

هانا آرنت، فیلسوفی که عمر خود را صرف مطالعه ریشه‌های…

هستی، انسان و عدم 

رسول پویان  عمری گذشت در خم و پیچ مدام هیچ  بـودن نـدیده مانـدن کس در دوام هیچ  جاه و جلال و قـدرت آدم فـسـانه بود  ابحـاری در سـراب تخیّـل تمــام هیچ  زور…

            ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

«
»

د اجرایه مشر د پام وړ! د سعودي مسافرو ستونزې

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

له مودې راهیسي د سعودي د افغان مسافرو شکایتونه کیږي، مګر داسي چاره لاهم ونه شوه، چې د هغوی شکایتونو او ستونزو ته دي ځواب ویل شوی وي.

اجرائیه رئیس سعودي عربستان ته سفر لري، هلته به د شاهي حکومت او کورنۍ له لوړ رتبه مشرانو سره ګوري، دا ډول به افغان سفیر او افغان ډیپلوماټان هم ورسره مجلسونه ولري.

په سعودي عربستان کې ډیری داسي افغان مسافر دي چې نږدې درې، څلور او د ځینو پنځه کلونه کیږي چې د پاسپورټونو او اقامو (ویزو) د ستونزو له امله خپل هیواد ته نه شي راتلای، هرځای ته ولاړل، چارواکو ته یې خپل ږغ ورساوو، مګر غم یې نه خوړل کیږي.

داچې سعودي عربستان او ځینې نور خلیجې هیوادونه افغانانو ته اقامه (اوږدمهاله ویزه) نه ورکوي، نو افغانان چې په کور دننه له بیکارۍ سره مخ دي، د پاکستان څخه په جعلي پاکستاني پاسپورټونو سعودي عربستان او ځینې نورو خلیجې هیوادونو ته تللي دي.

ستونزه داده چې دا څوکلونه کیږي چې پاکستان سختي شروع کړي، او چې کله هم افغانان له سعودي عربستان او یا هم نورو خلیجې هیوادو څخه د پاکستان د لاري راځي، د پاکستان هوایې ډګرونو کې ورڅخه د دوی جعلي شناخت کارډ، پاسپورټ او ټول اسناد اخیستل کیږي، له دي سربیره نغدي پیسې هم ورڅخه وړل کیږي. مجبوراً افغانان په سعودي عربستان او خلیجې هیوادو کې د مسافري ورځي او شپې تیروي.

د طالبانود نظام پرمهال د لنډ وخت لپاره سعودي عربستان سره تفاهم وشو، هغه افغانان چې د پاکستاني پاسپورټونو په کارولو سره سعودي ته تللي وو،  هغوی ته  د افغان سفارت لخوا نوي افغاني پاسپورټونه ورکول کیدل، او سعودي عربستان به هم په افغاني پاسپورټونو ورته پخوانۍ اقامي نوي کولي.  نور به د پاکستان له احتیاج څخه خلاص وو.

د کرزي د حکومت پر مهال هم د لنډ وخت لپاره تعامل وشو، مګر هلته سعودي کې مسافر ګیله لري چې د قومې او ژبني ستونزو له کبله دغه  پروسه ډیره ژر بنده شوه.

هغه افغان مسافر چې د پاکستان په جعلي پاسپورټونو سعودي ته تللي و، کله چې هم د کرزي په لومړیو وختونو کې د کابل هوایې ډګر د لاري هیواد ته راستنیدل، په پاسپورټونو به یې د افغانستان د دخول ویزه لګول شوې وه، مګر  بیا هم دوی ته  بلا ستونزي د ژبني او قومي تعصبونو له کبله جوړيدي، او ډیرې زیاتي پیسې د ترهګرو په نوم ورڅخه اخیستل کیدي.

نږدې یولک داسي افغانان دي چې پاکستاني پاسپورټونه کاروي، د پاکستان سفارت ورته په سعودي کې پاسپورټ تمدید کوي، کله چې له ډیرو هڅو او کوششونو وروسته د افغان سفارت څخه ویزه واخلي او کابل ته راځي، په هوايې ډګر کې له دوه زره څخه تر څلور زره پورې ډالر ورڅخه په بېلابېلو نومونو اخیستل کیږي،  د ترهګر په نوم زندان ته په تګ ګواښل کیږي.

داډول بله ستونزه د پخوانیو قلمي پاسپورټونو ده، اوس چې نوي کمپیوټري پاسپورټونه اړین دي، او تذکره هم تاید غواړي، په نومونو کې ، عمر کې او یا چې لږ هم فرق وي، بیا به مسافر مجبوره وي چې نوي تذکره جوړه او تاید کړي، چې داهم اسانه کار نه دی.

عرب متحده اماراتو کې د پاکستاني پاسپورټونو اړول (بدلول) افغاني پاسپورټونو ته پروسه له ستونزو او مشکلاتو وروسته اوس حل شوې، او افغان مسافر هلته ورڅخه خوښ دي، تر ډیره د دوبۍ له نوي کونسل څخه خلک راضي ښکاري.

قطر هیواد کې هم پاکستاني پاسپورټونه د قانوني پروسي له تکمیل کولو ورسته افغاني پاسپورټونو ته اړول کیږي، اقامه په افغاني پاسپورټ ورته وهل کیږي  او ستونزه تر ډیره حل  ده.

یواځنۍ ستونزه په سعودي عربستان کې ده، هغه هم د سعودي عربستان لخوا مشکلات نه دي جوړ شوې، بلکې افغان مسافر ګیله لري چې د افغان حکومت سفارت هلته د افغان مسافرو د ستونزو په حل کولو کې لیوالتیا ځکه نه لري، چې کله سفارت ته ورشي، نو د یو پاکستاني په سترګه ورته ګوري.

افغان مسافر ګیله لري چې افغان حکومت ونه شوای کولای چې سعودي عربستان راضي کړي چې افغانانو ته ویزې ورکړي، او دوی هم له مجبوریته د پاکستان پر جعلي پاسپورټونو ویزي اخیستي دي، اوس له حکومت څخه غواړي چې د مسافرو په قانوني کولو او بیرته هیواد ته راستنیدو کې ورسره مرسته وکړي، د نورو خلیجې هیوادو په څیر په سعودي عربستان کې هم د افغانستان سفارت ورته اسانتیاوي ورته برابرې کړي.

ډیری دغه افغان مسافر چې پاکستاني جعلي پاسپورټونه لري او په سعودي کې مزدوري کوي، د یوځانګړي قوم خلک دي، دوی وایې چې کله هم په ریاض کې افغان سفارت ته ورځي هلته ورسره ناسم چلند کیږي، او هیڅ ډول مرسته ورسره نه کیږي، حتی که پر همدي پاکستاني پاسپورټ، افغانستان ته د ننوتلو ویزه ورکول شي، هم دوی به ۴ او ۵ کاله له کوره مسافر نه پاتي کیږي، دوی دا ګیله هم لري چې زموږ درې ژبو وروڼو سره هغوی چې په پاکستاني جعلي پاسپورټونو سعودي ته تللي همدا د افغانستان ویزې ورکولو اسانتیاوي ورته ورکول کیږي، او د کابل په هوایې ډګر کې هم ورته ستونزې نه جوړیږي.

امید دی چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به د افغان مسافرو دغه ستونزه د سعودي عربستان له لوړ پوړو چارواکو سره یاده او د حل او مرستې غوښتنه به ورڅخه وکړي، دا ډول امید دی چې افغان سفارت ته هم لارښوونه وشي چې د ستونزي په حل کولو کې غافل ونه اوسي. او د لنډ مهال لپاره په همهغه پاکستانې پاسپورټونو افغانستان ته د ویزې ورکولو اړوند هم فکر وکړي، په کابل هوایې ډګر کې د افغان مسافرو سره د ناسم چلند او ستونزو مخنیوي هم وشي.

ډیری افغان مسافر د سعودي په زندانو کې پراته دي، چې افغان حکومت یې پوښتنه نه ده کړي، که ډاکټر عبدالله دغه ستونزه هم د سعودي حکومت چارواکو سره یاده کړي.

ښه به داوي چې اجرایه مشر د افغان مسافرو له رښتونې استازو سره مجلس ولري او له هغوی څخه په حوصله باندي د مسافرو ستونزې واوري، بیا په ګډه همدا ستونزې د مسافرو د استازو په مخ کې له افغان سفیر سره مطرح کړي.

که خدای مه کړه، اجرائیه مشر عبدالله عبدالله هم سعودي عربستان کې د افغان مسافرو ستونزه جدې ونه ګڼې او په اړه یې بې پرواه پاتې شي، نو د افغان مسافرو ګیله به نوره هم پر ځای او لا زیاته شي، چې رښتیا هم د یو ځانګړې قوم د افغان مسافرو د ستونزو حل کولو کې افغان سفارت او مشران لیوالتیا نه لري.

د ګډ حکومت دواړو مشرانو ته مو وروستی وړاندیز دادی چې په سعودی عربستان کې سفیر او افغان ډیپلوماټان داسي څوک وګماري چې د خپل ولس په ژبه ورسره پوه شي، او خپل خلک پردي ونه ګڼي، دهغوی سپکاوي ونه کړي.

داچې لاهم افغان سفارت ویل کیږي خپله ځانګړې ودانۍ نه لري او دهند سفارت ورته ځای ورکړي، دا هم ستونزه ده، ښه به داوي چې په ریاض کې افغان سفارت خپله ځانګړې ودانۍ کرایه کړي.