دو کنیز در سحرگاه فلسفه یونان

Greece Philosophie.2800j. آرام بختیاری فلسفه یونان؛ افسانه و عرفان، منطق و برهان. در…

جنگی حاجی

آقای "جنگی حاجی" (به کُردی: جەنگی حاجی) با نام کامل…

 شانسی برای نجات افغانستان باقی مانده یا فرصت‌ها از دست…

نویسنده: مهرالدین مشید بیداری وجدان جمعی مردم؛ بازسازی مشروعیت سیاسی این پرسشی…

مارکسیسم قلب جوانان را تسخیر می‌کند

ا. م. شیری «چگونه یک ایدئولوژی غربی مانند مارکسیسم می‌تواند در…

عالم تنهایی 

رسول پویان  آزاد و ســرافـــرازم در عـالـم تـنهـایی  عشق و دل بیدار است تا…

هرمشکل حل گردد

امین الله مفکرامینی           2025-10-11! نازم آن قامت رسـا که نگردد خـــــــم زاِدبــــار همــتـــــــی…

جګړه او ورور وژنه د هېواد ستونزې نه شي حل…

 نور محمد غفوری سریزه نیمه پېړۍ کېږي چې په افغانستان کې جګړه…

پاکستان؛ درگیر جنگ نیابتی هند یا اسیر میراث تروریست‌پروری های…

نویسنده: مهرالدین مشید پیاله کافی؛ دیروز زهری به کام مردم افغانستان…

مذاکره هیئت های افغانستان و پاکستان

در ترکیه از دید حقوق بین الملل عمومی این نشست‌ها برخاسته…

خُردشدن کرزی نزد پرویز مشرف و خُردساختن کشور، توسط کرزی…

بازخوانی تاریخی نه چندان دور محمدعثمان نجیب من در دوران نخست حکومت…

احمدشاه بابا

احمدشاه بابا نومیالی اتل، غښتلی، توریالی او پیاوړی ملي شخصیت:  احمدشاه…

«چپ نو» و سوسیال‌دموکراسی در افغانستان

نور محمد غفوری «چپ نو» و سوسیال‌دموکراسی در افغانستانبازاندیشی در ایدئولوژی…

تهدیدهای پاکستان برضد افغانستان؛ از سیاست بازدارندگی تا بازی ژئوپولیتیک

نویسنده:  مهرالدین مشید از سیاست بازدارنده گی تا تغییر در رهبری…

بحران مالی سازمان ملل و فاجعه انسانی در افغانستان

آزمونی برای تعهد جهانی به انسان‌دوستی و چندجانبه‌گرایی سازمان ملل متحد…

میراث سکاها در شاهنامه فردوسی: سیستان، سجستان و ایران

- دکتر بیژن باران مقدمه: شاهنامه و جغرافیای هویت ایرانی. شاهنامه…

تروتسکی در تاریخ اندیشه سیاسی چپ

leo Trotzki ( 1879- 1940 )  آرام بختیاری سنت ترور سیاسی با…

پاسخ  ما

میر عبدالواحد سادات پاسخ  ما  : بر مبنای وجدان ملی و ندای…

قهرمانی تیم فوتسال؛ نمادی از وحدت ملی و امیدی برای…

نویسنده: مهرالدین مشید شگفتن گل های لیخنند در سرزمین به تاراج…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش چهارم و آخری)  ۷. ویژگی‌های فرهنگ سیاسی مطلوب برای…

ارسطو

نوموړی د لرغوني یونان او لوېدیځې نړۍ یو له لویو…

«
»

خیرن انسان او تور وجدان

اسراییلي یهودان هیوادپالونکي اوافغان مسلمانان هیوادپلورونکي دنړیوالوډله ییزورسنیودخبرونودسرټکي وو.
په یوه ورځ دواړه پیښې یوه په اسراییولواوبله په افغانستان کې رامنځته شوي دهیښوونکي اندیښنې اوان دشرم ځای دی چې یهودي اسراییل داسې کړنه اوسپیڅلی عمل ترسره کوي چې نه یواځی دخپل ملت دویاړوړګرځي بلکې په نړیواله کچه دخپل هیوادله حکومت اودولت اواسراییلیت سره خپله رښتیني مینه اوژوره خواخوږي په ډاګه کوي اودخپل پاک وجدان اوصداقت له مخې ملي اوتاریخي ویاړګټي.تیره اوونۍ دچهارشنبې په ورځ اسراییلي لمبوزنواوغوټه وهونکودسپین سمندراسراییلي بحري سمندر په غاړوکې په ناڅاپي ډول داوبوپه ژورتل کې په زرګونوزري سکې وموندلې هغه لرغوني سکې چې دفاطمي اړوندمهال کې معمولې وې د دغوسیکوشمیردوه زره دانوته رسیږي چې دروندوالې یی نه کیلوګراموا ټکل شوی دی اسراییلي لمبوزن دغه خوراقیمتي خزانه دکومې کوچنی ګوت وهنې پرته په سرشاره ملي احساس اوخوښی دخپل اسراییلي دولت چارواکوته سپاري اوله پلټنوڅرګنده شوه چې دغه لرغوني سیکې زرکلن قدامت اوتاریخي مخینه لري چې دلرغونتیاله مخې یی ارزښت خورا لوړښودل شوی دی اسراییلي چارواکوهمدغه سیمي ته نوراوبتلونه اوپلټونکي استولي اودنوروتاریخي توکواوخزانودموندلوپه لټه کې دي اود دغه سمندرګي دقیساریه ښارتاریخي لرغونتوب اوبرم دلاپاملرنې وړوګرځید.

په همدې ورځ ګوروچې په افغانستان کې زموږد دین پتنګان داسلام دسپیڅلي نامې لاندې څه کوي هغه داچې دکندهاردسپین بولدک په ولسوالۍ کې دافغانستان بانک درې تنه کارکوونکي دبانک دخزانې په لوټلو اوچورولولاس پوري کوي دبانک مدیرسیداحمد اغا دخپلودووتنوکارمندانوسره یوځای له نوموړي بانک څخه ،شپږاویا۷۶میلیونه افغانۍ غلاکوي اودخپلوکورنیو سره دافغانستان خواخوږي!! هیواد پاکستان ته تښتیدلي دي.

له پیښې وروسته له کابل څخه دافغانستان بانک یوپلاوی ورغلی دی د دوی طالع پورې اړه لري چې هغوی ګوتوته به څه ورشي ځکه له کلونوراهیسي چوراوښه په خرپ کې لوټ ګډ دی پوښتنه، ګرویږنه اوعدلي مواخذه نشته بانکې مشران ښه په نره تښتیدلي اودادی دکابل بانک دمعلوم الحاله دزراوزورواکمن غله ازاد ګرځي اود دغه بانک څه دپاسه ۹۰۰میلیونه ډالره غلاشوي پانګه دمافیایی څیروله منګولوازاده اوبیرته حصول نه شوه.

له بده مرغه داډول پیښې دیوه هیواد نړیوال پرستیژاوباورته زیان رسوي اوپه بانکي سیستم دخلکوباورله منځه ځي اودنړیوالو په عامه اذهانواوافکاروکې منفي ذهنیت اوانځور رامنځته کوي.په پورتنیودووجلاجلاپیښوکې دیوه ملت اوولس انځوراوملي احساس له ورایه ښکاري چې یوه ته ویاړاوبل ته شرم اوسپکاوی سترګو ته دریږي اوداپه ډاګه کوي چې څوک وطنپال اوڅوک داړه ماراوغل دی دادانسانانوپه روزنه اووجدان پوري اړه لري چې د درنو لوستونکو سره غواړم دوجدان ترسرلیک لاندې یوي لیکنې ته ستاسوپام راواړوم.

وجدان څه شی دی؟

دانسان په نفس کې یوه پټه قوه ځای لري،چې په سترګونه لیدل کیږي،اوپه ذره بین هم نه لیدل کیږي……..داهغه معنوي ځواک دی،چې انسان یی هروخت په خپل نفس کې احساسوي،دغه قوه انسان ته دخپلې دندې په لوري لارښوونه کوي،هغوته په ډیروتیارورڼا اچوي،تل ورته دښواعمالودترسره کولوسیګنالونه ورکوي اودبدیوپرمهال ورته چیغي وهي……خووړانسان هغه څوک دی ،چې په واقعي ډول دخپل وجدان غږاوري،ځکه دایوداسې غږدی،لکه دکوم پلارچې خپل ځوی له افتونوخبروي،یادیوه زړه سواندښوونکي غوندې چې زده کوونکي ته نصیحت کوي،هرکله چې انسان د دغه پټې قوې له فرمان نه سرغړونه وکړي یادهغه کارمرتکب شي،چې د دغه قوې دنهې وړوي،دوجدان همغه قوه یوه محکمه ګرځي،دهغه په ګټه یادهغه په وړاندې حکم صادروي،یاهغوته آرامتیا اوخوښي بښي،اویایې په یوخاص درد،ځوراوربړباندې محکوموي.

یوانسان تل دخپل ځان دسالم درک له مخې غواړي،چې  خپل انسانوالی احساس کړي،اودانساني خواصوسره سم ژوند وکړي،غواړي په خپل نفس اوشخصیت باندې باورولري اوپه دې نړۍ کې دارزښت اوقیمت څښتن شي غواړي دا احساس کړي چې د ده وجودبې هدفه نه دی اوپه ژوند کې یو اوچت اومعناداره رسالت لري اوپه دې ترتیب غواړي په ژوندکې دارامتیا له نعمت څخه برخمن شي غواړي داسې هیلي وپالي چې دژوند ټولي خواوې یې روښانه کړی شي.

له دې امله دهرانسان په وجودکې وجدان موجود دی اویوه داسې لارښوونکې،هڅوونکې،منع کوونکې اوحکم کوونې قوه ده چې دکار دسرته رسولو نه مخکې،دسرته رسولو په حال کې،اودسرته رسولونه وروسته په کار راځي اوانسان ته ژوره لارښوونه کوي اوله دې مخې انسان دالله ج په وړاندې له سرغړاوي ژغوري اودمثبتوکارونوپه سرته رسولوکې یې زړورکوي،دانسان روحیه قوي کوي،اوله بې ځایه ویرې اوشک څخه یې زړه پاکوي.دغه پټ ضمیر یاوجدان دانساني اخلاقو ستنه اولومړۍ ډبره ده په دې اړه یو متل ډیرپرځای دی چې وایې..عدالت دقانون په متن کې نشته،بلکې دقاضي په وجدان کې دی.

له پورتنیوڅرګندونو له مخې تاسې تر کومه حده په خپل ځان کې دخپل وجدان ازانګې احساس کړي دي؟ ایاپه یاد درځي،کوم ځل دې په کوم بدکار لاس برشوی،خو دخپل وجدان له شرمه دې پرې ایښی دی؟څه فکرکوې په راتلونکې به ترکومې اندازې دخپل وجدان چیغوته غوږونیسې؟اوتر کومه بریده به دخپل انساني فطرت دغوښتنوسره سم ژوندوکړې؟

بیداراوژوندی ملت هغه دی چې سپیڅلي اوویښ وجدانونه پکې واکمن وي په کومه ټولنه کې چې دانسانپالنې ،خواخوږی اوبشري عاطفې وجدانونه ویده وي هغه ټولنه اوولس دستروبدمرغیو،ناخوالوسره مخ اودپرمختګ اوسوکالی څرخ یې په شاروان وي په فرعوني قصرواواسمان څکوماڼیوکې ناست فرعونان اودستروملیاردوپانګوخاوندان دخپل انساني وجدان سره په جګړه اوتناقض کې دزراوزورپه ګدیوناست دي زوریدلي اوپه غمونو،لوږواوبېوزلیوکې ترستوني ډوب ولسونه،پښې یبلي سرتورماشومان اوناروغ بوډاګان دهغوویدواوناپاکووجدانونوزیږنده دي چې دهیواد دن نه اوبهریې دنګې،دنګې ماڼۍ ولاړې اوپه مافیایې بانکونوکې یې دافغان ولس دوینوپه بیه میلیوني،میلیوني نغدي پانګې ذخیره کړي دي.

دقرغې په څلورلاري قمبرپه شکیدلوخیموکې تنکې ماشومان په وږي نس دژمي په یخنی کې ساه ورکوي الله پاک بېشکه یحب المحسنین دی کومو جهادي،تنظیمي اویادولتي مشرانوچې تش داسلام ،اسلام دروغجنې نارې وهي د دغوبې وسومرستې ته وردانګلي چې په رښتیني توګه محسنین حساب اودخپلووجدانوپه وړاندې یوه شیبه دارامی احساس وکړي په ټول هیوادکې دبشرپالنې،انساني عاطفې،افغاني خواخوږی اصیل ارزښتونه له بده مرغه په نشت حساب اودژوندمحک اومعیارپیسې اوډالرګرځیدلي چې زموږتاریخي ویاړلی هیواد یې په نړیواله کچه دبدنامی اوستروګواښونو سره مخ کړیدی.زماپه اند دبیداره اوژمنووجدانونوخاوند افغانانوکه له هیوادڅخه بهراویادننه دي ملي،تاریخي اواسلامي دېن اومسوولیت دی چې دافغانستان د ډوبیدونکي او ویجاړې بیړۍ په ژغورنه اوساتنه کې کارنده اورغنده برخه واخلي اولاس په کارشي .

دافغانانودبیداری اوویښتیاپه هیله.

بسم الله اکبري هالینډ

۲۳/۲/۲۰۱۵