زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

خونړی تاریخي ارګ د چا په انتظار کې دی

نظرمحمد مطمئن

زه په اوسمهال کې انتخابات د حل لاره نه بولم، او مشروعیت يې هم تر سوال لاندي ګڼم، مګر تبصره او نظر پري ورکول په دی معنی نه ده چې زه يې تایدوم، نه د کوم کاندید پلوي کوم او نه هم يو له دوی دواړو ته خوشاله یم.

 دویم ځل انتخاباتو کې پلانې درغلۍ شوي. د اشرف غني ډله خوشاله ده او د عبدالله عبدالله ډله خفه ښکاري. عبدالله عبدالله ته دده د موټرو په کاروان ماین چاودنې هم ډیر تاوان وکړ، داسي اوازې په بیړه د خلکو غوږونو ته ورسیدلي چې هدف پکې د دده لومړی مرستيال  انجنیر محمد خان ؤ. داسي معلوميږي چې داځل د حزب اسلامي ارغندیوال ډلې هم د زړه له اخلاصه د ډاکټر عبدالله عبدالله په ګټه رايې نه دي اچولي، او نه يې دډاکټر اشرف غني احمدزي په ګټه د درغلیو مخه نیولي ده.

پرون ناوخته (۱۵ جون ۲۰۱۴) د ډاکتر عبدالله عبدالله له وینا داسي معلومیدله لکه چې لوبه يې بایللی وي. ويې غوښتل چې د ټاکنو د کمیسون د دارلانشاء مشر ضياء الحق امرخیل دنده دي وځنډول شي، له اصولي پلوه په دغسي حساس پړاو کې د عبدالله عبدالله دغه ډول غوښتنه ګڼ سوالونه پيداکوي، او دده سياسي پوهاوی تر سوال لاندی راولي. بل داچې دغه ډول حق به هم ونه لري، ځکه  تر اوسه يواځي تهمت دی، د ټاکنو کمیسون له بي بي سي راډیو سره په مرکه کې د امرخیل د کړني څخه ننګه وکړه، مشکله به وي چې په دي برخه کې عبدالله عبدالله لاسته راوړنه ولري.

د ډاکټر عبدالله عبدالله د پرون ورځي څرګندوني عادي هم نه وي، د نورستاني خبري چې تر اوه میليونه زیاتو خلکو په ټاکنو کې ګډون درلود هم د عبدالله عبدالله لخوا ناسمې وګڼل شوي،دوی مخکې هم اخطارونه ورکړي وو، نن ورځ به د عبدالله عبدالله تر څنګ ډیر سفیران ناست وي، هغوی به يې دلاسا کوي، او غوښتنه به ورڅخه کوي چې د ټاکنو پایلو ته منتظر شي او ويې منی.

يو جعلي يا اصلي د امنیت په نوم کوم مکتوب چې خپور شوی چې عبدالله عبدالله د انجنیر محمد خان د مرګ تکل درلود، ددغه مکتوب خپريدل هم ممکن په عبدالله عبدالله د فشار له امله خپور شوی وي.

تر ټاکنو مخکې چې د برطانیا نړيوالۍ رسنۍ فارن پالیسي د (تیلیګراف ورځپاڼي )يوه سروي خپره کړه او پکې ویل شوې وو چې په حیرانونکې ډول اشرف غنی تر عبدالله عبدالله مخکې روان دی، داهم تصادف مه ګڼې، ممکن د خلکو ذهنیت دي ته تیارول وو، چې اشرف غنی راتلونکی ولسمشر دی.

داسي اوازي هم خپرې شوي چې طالبانو دا ځل په پښتون ميښته سېمه کې خلکو ته ویلې چې د رايو مرکزونو ته ولاړشئ، ولي طالبانو د ټاکنو د ورځې څخه مخکې اعلامیه خپره کړه او خلک يې له ټاکنو منع کړي وو.

د طالبانو په نوم جعلي مکتوبونه هم ټولنیزو رسنيو خپاره کړل چې خلک انتخاباتو ته پکې هڅول شوي وو، زما په نظر دا د نوماندانو د يوه ځانګړې ګروپ تبلیغاتي کمپاین وو، چې تر ډیره حده موثر هم واقع شو.

ولي دا هم باید ومنو چې داځل  د ټاکنو په ورځ په ناامنو سیمو کې د تیر ځل انتخاباتو په نسبت د نا امني پيښې کمې وي.

د اوکراین مسئله او په هند کې د نوی حکومت رامنځته کيدل د عبدالله عبدالله په ګټه تمام نه شول، مخکې امريکايې چارواکو څو ځله ویلې وو چې ددوی له پاره عبدالله عبدالله او اشرف غني توپیر نه لري که هر يو له دوی دواړو څخه راشي دوی به کار ورسره وکړي.

مګر کله چې د اوکراین مسئله کې د امريکا او روسيې تر منځ ژور اختلاف راغی، دا ډول د امریکا د خوښي خلاف هندوبنسټپالی مودی په هند کې په لوی اکثریت واک ته ورسيدی، او په ښکاره ډول د پاکستان او ایران ملاتړ له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د امريکاپه تګلاره بې تاثیره پاتي نه شول. امريکا په ویره کي شوه که عبدالله عبدالله واک ته ورسيږی بيا به يې له ارګ څخه ایستل اسانه کار نه وی، بل داچې د امريکا تر ګټو به د روسانو او ایران ( که څه هم په پټه امريکا د ایران او شیعیزم د قوي کولو پروګرام لري، خو په ځینو برخو کې ویره هم لري) ګټو ته ترجیح  ورکړي، همدا لامل ګڼل کيږی چې شنونکې او سياسي کارپوهان په دي نظر دي چې امریکا د اشرف غني ملاتړ کوي، دا ډول ځينې داسي نا تاید شوي خبرونه هم شته چې په پټه ولسمشر کرزي د اشرف غني سره لاس  یو کړی، ځکه خو دده مشر ورور قیوم کرزي له اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

که دريم ځل انتخاباتو ته د افغانستان په اوسني دولتي قانون کې لاره وای، ممکن ولسمشر کرزي به هڅه کړي وای چې ددوه کاندیدانو د خپلمنځي شخړو او مشکلاتو څخه په استفاده دویم ځل انتخابات لغوه او دریم ځل انتخابات اعلان کړي، مګر دا کار نه شي کولای، اوس به ممکن ځینې کړۍ هڅه وکړي چې شخړي پيښې شي، د انتخاباتو د نامشروع کولو هڅې به د عبدالله عبدالله او ځینو دولتي چارواکو له خوا په شدت سره کيږي  (ډیری افغان ولس  او پوهانو مخکې هم په اوسنیو شرایطو کې دا ډول انتخابات نامشروع او د امريکا د ګټوله پاره ګڼلي دي) ، ډاکټر اشرف غني چې هیجاني سړی دی، د پریکړو په اړه ډیر سنجیده ګام نه اخلي، که سياسي تیروتنه وکړی، دده ډله به ډیر زیان پکې وويني، د اشرف غني مخالفان به هڅه کوي چې هغه په يو ډول مجبوره کړي او يا يې وهڅوی چې داسي څرګندوني وکړي چې انتخابات خپله ددوی له خولي تر سوال لاندي راشي، لکه څنګه چې پرون  په غیرمستقیم ډول خپله عبدالله عبدالله انتخابات نامشروع وګڼل. که چيرته ددواړو نوماندانو له خوا نامشروع وګڼل شي، بیا نو کرزي صاحب ته لاره خلاصه ده، هغه به لږ نوره موده هم پاتي وي، ولي د اشرف غني ټیم داځل پټه خوله دي او هغوی پوهیږئ چې دوی څه کړئ دي (؟).

زموږ له پاره دواړه عبدالله عبدالله او اشرف غني هغه خلک دي چې د کرزي د تیر دولس کلن ټیم غړي دي، که اشرف غني راشي ممکن د وخت په تیریدو له خپلو ټولو هڅو سره سره په سیسټم کې ۴۰٪ بدلون راولي، او که وتوانید دابه دده لویه لاسته راوړنه وي. که عبدالله عبدالله واک خپلوي نو بيا خو ممکن چې تر اوسني نظام هم نظام نور بد لورته ولاړشي، ځکه بيا به د امریکايانو او نړيوالو شتون هم کم وي، او دوی به خپلسريوته ښه خلاص وي، جنګ ته به ترجیح ورکوي، ځکه له عبدالله عبدالله سره د جنګ او سياست دواړه خلک شته، قوم ، ګوند، زور او پيسې  هم لري.

اشرف غنی احمدزی چې اوسمهال نه کوم قوي ګوند لري، ممکن که واک ته ورسیږي ګوند به جوړ کړي، او نه هم تر دي مهاله قوي قومي ملاتړ لري، داچې خلکو په پښتون ميشت سېمو کې رايه ورکړه، او په کابل کې يې هم د پام وړ رايې ترلاسه يا ددوی صندوقونو ته ولويدلي، هغه ددوی د قوی کمپاین او منظم  (؟) پلان   نتیجه وه.

امريکا غواړي د افغانستان کشاله حل کړي، د عراق په اوسني کړکیچن حالت کې يې هم دخالت ښکاره نه معلوميږي، په راتلونکې کې فکر کيږی چې د افغانستان په کورنیو مسايلو کې به هم ډیره لیوالتیا ونه لري، ولي د افغانسان له جغرافيې څخه د سېمې د هیوادونو په اړه به خامخا لیوالتیا لري.

که عبدالله عبدالله واک ته رسیږي د سمئيزو او ګاونډيو هیوادونو په مرسته ممکن خپله ۵ کلنه دوره د جنګ په شتون کې پوره کړي، په استثنايې ډول که امريکا له طالبانو سره توافق ته رسيږي او بیا په عبدالله عبدالله ډیر فشار راوړي چې يو نماینده او افغان شموله حکومت ته غاړه کيږي، خو که يو ځل دوی ارګ ته ننوتل بيا به د امريکا فشار هم هومره تاثیر ونه لري لکه چې اوس يې دوی فکر کوي.

که اشرف غني واک  ته رسیږی، او له طالبانو سره توافق او سولې ته ونه رسيږي، پرته له دی چې د طالبانو نظامي فشار به وي، د مخالف جهت (شمال ټلواله په مجموع کې د عبدالله عبدالله د کمپاین ټیم) به هم دومره ستونزي ورته پيداکړي چې مشکله به وي چې خپله ۵ کلنه دوره په ډاډه زړه سره پوره کړي.

طالبان هم باور کيږی چې کورنۍ جګړې ته زړه نه ښه کوي، يواځي په تیر دولس کلونو کې افغان حکومت وو، چې د طالب او نړيوالو ترمنځ يې فاصله ساتلي وه، طالب يې نړيوال ترهګر او وینه تویونکې معرفي کړی وو، که داځل هر يو له يادو دوو کاندیدانو څخه واک ته رسيږي د ولس غوښته به امنیت  او سوله وي، امنیت  او سوله هغه وخت ممکن ده چې د امريکا سره امنیتې تړون لاسلیک نه شي، د طالبانو او اسلامي حزب (حکمتيار) غوښتنو ته غوږ کيښودل شي. که امنیت او سوله رانه ولي  له ورته ستونزو سره به مخ وی لکه چې په تیرو دولس کلونو کې ولسمشر کرزی ورسره مخ وو.