افغانستان؛ تشنه رهبران آگاه و مدیران صادق، نه غارتگران قدرت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان به رهبران آگاه و مدیران صادق و…

از ضعف نهاد در افغانستان تا سرایت ناامنی در منطقه…

وحیدالله نورزی Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military & Security Analyst Strategic…

سیاسي ګوند، سازماني جوړښت او د دموکراتیکې رهبرۍ بنسټونه

نور محمد غفوری لنډیز سیاسي ګوندونه د معاصرو سیاسي نظامونو له مهمو سازماني…

وقتی ثبات به تله امنیتی تبدیل می‌شود: افغانستان، طالبان و…

نویسنده: وحیدالله نورزی افسر ارشد سابق پولیس ملی افغانستان | تحلیل‌گر…

عقاب ها پرپر می شوند؛ اما پرواز شان ادامه دارد

 نویسنده: مهرالدین مشید پرپر شدن عقاب‌ها؛ خاموشی پرواز نیست عقاب‌ های آزادی…

طلسم زمان

رسول پویان دل از طلـسـم زمان عـاشـقانـه بیرون شد قفس شکست و…

جنایات حفیظ الله امین

روایت دردی از هزاران درد بی‌درمان هم‌وطنان ما محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان مکتب…

شارل دو مونتسکیو

هغه د روښانتیا په زمانه کې یو فرانسوي فیلسوف،…

جوردانو برونو (بخش نخست)

« اندیشه‌ای فراتر از مرزهای زمانه »  تهیه و تدوین :…

حضرت دوست

نوشته نذیر ظفر  شدم خراب إزا و خوب‌تر نمیگردم نهال خشک   شدم با…

 پس از پنج سال؛ آغاز شمارش معکوس برای پایان یک…

نویسنده: مهرالدین مشید پنج سال پس از بازگشت طالبان به قدرت،…

جوهر عشق

رسول پویان دلی از جـوهـر عشق آفریدند سری در پیکـر عشق آفریدند سفر…

۱۵ اگستروزی که نه‌تنها جمهوریت؛ بلکه رویاهای یک ملت فرو…

نویسنده: مهرالدین مشید ۱۵ اگست ۲۰۲۱ را نباید صرف به‌عنوان روز…

آیازبان پارسی گویشی مردم کابل و تهران  ویا گویش هزارگی …

نوشته: دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها برخی ماجراجویان…

آسیب شناسی  استقلال افغانستان آن در بعد های سیاسی، اقتصادی،…

نوشته از بصیر دهزاد   روابط بین المللی و تکنالوژی معاصر…

کمدی الاهی یا کمدی انسانی؟ بالزاک و دانته

Balzak, Honore de (1799- 1850) آرام بختیاری بلبشو و شهر فرنگ جامعه…

         پنجساله گی چیره گی تاریکی درافغانستان       

    نوشته ی :اسماعیل فروغی                                                            پنجسال ازفاجعه ی تسلیم دادن…

میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

«
»

خبردار ! ولس سره خيانت؛ افغانستان سره خيانت دی

حکومت بايد د ستر قوم په مقابل کې ترسره شوی خيانت جبران کړي

له ډير جنجالونو او ناندريو وروسته بلآخره د ملي يووالي حکومت په دې وتوانېد چې د برښنايې تذکرو د وېش لپاره له خلکو ازموېنه واخلي او د دغې په ټپه درېدلې پروسې د پيل لپاره يو قدم وړاندې ولاړ شي. وړمه ورځ د هغې ازموینې پایلې راوتلي چې تېره اونۍ د برښنايې تذکرو د ادارې لپاره د کارمندانو د ګمارنې په نیت اخیستل شوې وه. د دغې ازموينې پايلو چې په رسنيو کې خپرې شوې دي؛ پراخ غبرګونونه راوپارول. په ټولنيزو رسنيو کې د يادې ازموينې راوتلو پايلو څخه معلوميږي چې د هيواد د لوی قشر او اکثريت قوم پښتنو سره ستر زياتی او ظلم ترسره شوی دی.

د يادې ازموېنې له اعلان شویو پايلو څخه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي د ۵۵۹ بریالیو کسانو له جملې څخه یوازې ۴۳ کسان پښتانه یاد شوي چې د ټولو متوقع کارمندانو څه باندې ۷٪ جوړوي. د ازموينې ګډونوالو له ازموينې وروسته وویل چې سوالونه یوازې په پارسي ول چې هغوی ته پرې پوهېدل سخت وو. د کمپیوټري تذکرو د ادارې چارواکي وايې چې سوالونه یې ځکه په فارسي برابر کړي ول چې پښتنو عارضانو په خپلو سي وي ګانو کې لیکلي وو چې په فارسي پوهېږي.

پوښتنه دا ده چې له ولس سره د دغې ستر ظلم پايلې به څه وي؟

يو خو د ملي يووالي حکومت له سره د دوه نفرو تر منځ ويشل شوی سهم شرکت دی. خو تر ټولو بده يې دا ده سره له دې چې حکومت پنځوس ـ پنځوس ويشل شوی دی بيا هم په دغه سهامي شرکت کې د پښتو ونډه په نشت حساب ده. دا سمه ده چې وزارتونه او دولتي پوسټونه د غني او عبدالله تر منځ وېشل شوي دي خو په دغه وېش کې هم د پښتون، تاجک، هزاره او ازبيک تر منځ انډول په نظر کې نه دی نيول شوی. هغه وزارتونه او نور دولتي پوسټونه چې اشرف غني او عبدالله تر منځ ويشل شوي دي؛ کابو ۷۰ سلنه يې تاجک قوم اشغال کړي دي.

همداراز کې په تيرو لسيزو کې د افغان حکومتونو په ځانګړي توګه اوسني د ملي يووالي حکومت لخوا د هيواد د ستر پښتون ولس سره ستره جفا دا ده چې په ټولو دولتي او نادولتي اداراتو کې مکتوبې چارې يواځې په دري ترسره کيږي او پښتو عريضه او مکتوب ته هيڅ ارزښت نه ورکول کيږي. همدا اوس په ټولو دولتي ادارتو کې دري ژبه آن د ايران فارسي ژبه په پښتو حاکمه ده او ټول مکتوبي کارونه يواځې په دري او ايرانۍ فارسي ترسره کيږي. هغه پښتون چې له لوی کندهار، لوی ننګرهار او يا لويې پکتيا څخه د پښتو مکتوب سره کابل ته راغلی وي او په دولتي اداره کې يې کار بند وي؛ مکتوب يې هيڅ کتل کيږي نه او په مياشتو مياشتو کې يې هم کار نه خلاصيږي.

مونږ دا نه وايو چې د حکومتولۍ بنسټ دې د قوميت پر معيار وټاکل شي، مونږ ته هغه څوک مهم دی چې د هيواد لپاره کار وکړي، که هغه د هر قوم، سمت او ژبې وي خو چې د افغانستان لپاره کار وکړي؛ ولس ته د منلو وړ دی. خو چې د حکومت لخوا د څوکيو د ويش معيار وړتيا او پوهه په نظر کې نه نيول کيږي نو دلته خو بيا پښتون هم د هيواد د لوی او اکثريت قوم په توګه تر بل هر قوم ډيره ونډه لري. او بايد اشرف غني او عبدالله يې ورته ورکړي.

له پښتون ستر ولس سره د خيانت پايلې

هغه تاجک، هزاره او ازبیک چې په اکثريت سره د برښنايې تذکرو د ادارې لخوا په ازموينه کې بريالي نومول شوي دي، دوی به په پښتون ميشته سيمو کې هم ګمارل کيږي ځکه په داسې حال کې چې په افغانستان کې پښتانه د ټولو ميشتو قومونو اکثريت جوړوي؛ د برښنايې تذکرو د ادارې لخوا په ازموينه کې له کابو ۵۶۰ تنو له جملې يواځې ۴۳ تنه پښتانه بريالي نيول شوي، نو طبيعي ده چې په پښتون ميشتو سيمو کې هم تاجک، هزاره او ازبيک وګمارل شي څو پښتنو ته تذکيرې وويشي. اساسي ستونزه چې په پښتون ميشتو سيمو کې د تاجک، هزاره او ازبيک په شتون کې منځ ته راځي؛ هغه پښتنو ته د تذکرو د قوميت په برخه کې د تاجک، ازبيک يا هزاره ليکل دي چې په دې سره به د مغرضو اشخاصو هغه شومه پروسه هم پلي شي د پښتنو د اقليت ثابتولو هڅه کوي. اندېښنه دا ده چې په دې ترتيب به تاجک، هزاره او ازبيک په پښتون ميشتو سيمو کې د پښتنو قوميت به هم تاجک وليکي او پښتون چې اکثريت دی په لوی لاس به اقليت ته راشي.

که چيري پښتون ستر قوم په اقليت حساب شي نو په راتلونکو نظامونو کې به د پښتون اوسنۍ نمايشي کمه ونډه هم له منځ ولاړه شي او بيا به د نورو قومونو د مغرضو اشخاصو هغه شومې موخې چې د افغانستان د نوم د بدلولو لپاره يې کوي؛ ترسره شي او بلاخره له افغانستان به په خراسان بدل کړي.

سهامي حکومت بايد څه وکړي؟

د پښتون ولس سره خيانت کول د افغانستان له لوی قشر او قوم سره خيانت دی. مخکې له دې چې پښتون لوی ولس د حکومت په مقابل کې راپاسي او خپل حق د سوک په زور واخلي؛ حکومت بايد خپله نيمګړتيا له منځه يوسي او ژر تر ژره دې د برښنايې تذکرو د ادارې لخوا د اخيستل شوې ا زموينې پايلې لغوه اعلان کړي او د يو ټول منلې ازموينې لپاره دې بيا چمتووالی ونيسي. حکومت بايد ازموينه له سره په پښتو او دري دواړو رسمي ژبو واخلي. حکومت چې د اساسي قانون د تطبيق لومړۍ مرجع ده؛ په خپل ځان قانون تطبيق کړي.

د اساسي قانون شپږمه ماده حکم کوي چې «دولت د ټولنيز عدالت، د انساني كرامت په ساتلو، د بشرى حقوقو په ملاتړ، د ولسواكۍ په تحقق، د ملي وحدت په تامين، د ټولو قومونو او قبايلو ترمنځ په برابرۍ او د هېواد په ټولو برخو كې د متوازنې پراختيا پر بنسټ د يوې هوسا، او پرمختللې ټولنې په جوړولو مكلف دى» د اساسي قانون د همدغې مادې پر اساس دولت بايد د انساني كرامت په ساتلو، بشري حقوقو د ملاتړ، د دموكراسۍ د تحقق، ملي وحدت د تأمين، د ټولو قومونو او قبايلو ترمنځ د برابرۍ او د هېواد په ټولو سيموكې د متوازنې پراختيا او ټولنيز عدالت په مراعات کولو د ستر پښتون قوم په مقابل کې ترسره شوی خيانت جبران کړي او د برښنايې تذکرو ادارې لخوا اخيستل شوې ازموينه لغوه اعلان کړي او اساسي قانون ته د درناوي له مخې دې ټولنيز عدالت مراعات او د تذکرو په اداره کې د ګمارلو لپاره دې له خلکو په دواړه رسمي پښتو او دري ژبو ازموېنه واخلي. له دې پرته به حکومت د هيواد د لوی قشر او اکثريت قوم له ستر او تند غبرګون سره مخامخ شي.

لیکنه : خوشحال آصفي