زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

جناب حنیف اتمر ته یوه حقیقی مشوره

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک تورنتوی کاناډآ ۱۱هم اګست ۲۰۱۶.

جناب محترم اتمرصاحب اسلام علیکم ورحمت الله تعالي .

په لسهاوو پیشنهادونه او پیغامونه می ولس مشر او ډکتور عبدالله عبدالله ته ولیږل خو یوه هم یوه زره تاثیر او تغیر ددوی په څیره ، ددوی په تصمیم ، ددوی په ضمیر – ددوی په عزم او اراده کې را نه وستلو ، اوس تا ته لیکم او دغه ټول پیشنهادونه او نظریات یوه ورځ د تاسې په مقابل کی د حقیقي اسنادو په حیث محکمی ته شودل کیژي چې دوی ورته اندکترینه تووجه نه وه کړی او ددغو اسنادو په ښودلو محکمی مکلفیت لری چی دوی زندانی کړي یا اعدام کړي ؟؟؟؟

تحمیلی جنګ په افغانانو د ریس جمهوراو ریس اجرایه له خوانه تحریک -تقویه – رهنمایی او عملی کیژي ،مثلا :: ( د بیسیواده ، غیر مسلکی قاتلینو ، جنګی مجرمینو ، غلو او رشوت خورو تعینول او مقرریی ددوی دواړو له خوانه جنګ ۲۱کلو ته ور داخل کړو ،اساسی علت د جنګ دمحاریدو هم د مسلکی ،پاکو تحصیلکرده ، متخصصو افسرانو ګوښه کول او یا تقاعد او په مهمو دندو ددوی نه مقررول د جنګ دتداوم سبب شوۍ ،خارجیان ، خارجی مشاورین د اوله تر ننه د قاچاقبرانو – غلو – چپاولګرانو ، تفنګسالارانوسره شریک او د امریکا او افغانستان پیسې په ګډه حیف میل کوی ، مهمات خرڅوی – تیل خرڅوی – پوستي خرڅوی – د پیسوپه بدل کی عقب نشینی کوی ، که رشتیا نه ده نو ولی د ۱۰۰۰ یا ۳۰۰۰ اشرارو طالبانو او پاکستانیانو او ایرانیانو په مقابل کی څنګه ۲۷۰۰۰ نفره نظامی پرسونل ناکام یا شکست خوری، درسته تعلیم او تربیه او دقیق مدیریت نشته ، یو قوماندان نه پوهیژي هر سربازان په یوه شغال یا یوې ګیدړي یا یوه سړي دری شاژوره خالی کوی  او مرمۍ ېې خلاصیژي په داسې حال کی چې یوه مرمۍ باید خالی فیر نه شی ، کله کله له ویرې یا ډاره یو شارژور ضربه کوی ، ماشیندار او کلاشنیکوفونه امریکایی یا دکوم بل هیواد ددوو شارژورو وروسته ګرم کیژي او نور فیر نه کوی ، او دشمن په مدرنو عصری روسی وسلو سمبال دی ، ته د ملی امنیت دشورا صلاحکار ېې څنګه تا ته امریکایی سلاح کاران او مشاورین بهترین معلمین یا تدریس کونکی دی او خپل قوم ، وطندار ، افغان چې د پرچمی یا خلقی په نامه ثبت دی ورنه استفاده نه کوې ایا غربیان د تاسې خدایان او امرین او فرمان چلونکی دی خو زموږ متخصصین او دکتوران او ارکان حرب افسران دمیرې زامن دی ، زه پوهیژم چې په اشغال شوي افغانستان کی د ریس جمهور – ریس اجرایه او شخصا تاسې صلاحیتونه د امریکا په لاس کی دی خو اخر تاسی یوه زره افغانی غیرت او شهامت لرۍ که نه ؟؟ افغانی تلخه لرۍ که نه؟؟ آیا د قیمتی ډبرو دمعادنو ملی کول هم د تاسې صلاحیت نه دی ؟؟ آیا دیورانیمو او لیتیمو او نورو معادنو لکه کرومایت د ساتلو حق هم نه لرۍ ، چې درته په ملیاردو ډالر مفاد راوړي او تاسې د غرب د سرخمی او ګدایی نه خلاصوی ، زما په تخمین دغه معادن سالانه د ۶-۷ ملیاردو ډالره درته مفاد را وړي چې په وسله وال پوځ ېې مصرف کړې ، په خوله وایاست چې پاکستان تروریستان ساتی ، تربیه کوی ، تمویلوی او دخپلو پنجابی نمایندګانو سره ېې د انتحار او انفجار او مخامخ جنګ په خاطر را لیژي که نه ؟؟؟ولي تاسې هغه نیول شوی پاکستانیان ملګرو ملتو ته ونه ښودل ؟؟ ولې مو هره ورځ شورای امنیت ته شکایت ونه کړو ؟؟؟ زه پوهیږم چې ملګری ملتونه د امریکا حلقه به ګوش نوکران دی او د تاسې په نفع هیڅ کار نه کوی ، تاسې ولیدل چی په یوګوسلاویا کی ېې میلوسویچ او نظامی رهبری په (هاګ کې محکمه کړل او ووژل ) خو د افغانستان متعصب – قاتل – رشوتخواره – مرتجع – چپاولګر – غله – تخریبکاران د اسلامی تنظیمو رهبران او سیاسیون او قوماندانان يې تر ستونیه ملیاردران کړل ، اوکرزي صاحب ورته ویل رشوت وخوری هرڅه پیدا کړۍ خو په افغانستان کی ېې استعمال کړۍ ، خو یوه غربی هیواد یو منافق ، تفرقه اچونکۍ ، یو رشوت خور او خاین رهبر د مجاهدینو یا طالبانو محکمه نه کړل بلکه دوی ته ېې مقامونه – پیسې – وسلی تر ننه ورکړې او ورکوی ، لکه حکمتیار – حقانی او د طالبانو رهبرانو ته ، امریکا علنا اعلان وکړو چې موږ له طالبانو سره جنګ نه کوو ؟؟؟ اتمر صاحب وطن دوینو په ډنډکې ډوب دی ، هره ورځ تلفات ووینه ، ولي ریس جمهور او ډبل عبدالله استعفی نه ورکوی ؟؟ شرم نه لری ، ایا د خلکو د زامنو په مرګ خوشحالیژي ،دخلکو په مریضیو او بیکوریو ، دخلکو په بیکاریو نه شرمیژي ؟؟  تر څو به دغه بیچاره وولس د پاکستان په مشوره او هدایت او دیکټاټ د ددوی قربانی کیژي ؟؟؟ اخر باید ته یو تاریخی اقدام ته په میړانه او فداکارۍ سره شروع وکړی او دغه ماته کشتي چې زموږ همسایه ګان او خاصتا غربیان او په راس کې ېې امریکا ډوبوي ، نجات ورکړې او د نجات فورمول زما نه دقیق واوره او ولونه ؟؟؟

۱ – عاجل لویه اضطراری جرګه د خبیرو وطن پرستو سپینګیرو لویانو او مشرانو نه را وغواړه او دری ورځي په لاندې مهمو پیشنهادو تاریخی تصمیم ونیسۍ :::-

—–   دنوۍ وسلمه وال پوځ د سره جوړیدل یعنی تجدید ساختمان ( د سربازی دوه کلنه د مکلفیت دوره شروع کول ) تر هر څه نه د مخه باید د اجیر ، مزدور ، لاسپوڅي ، مصلحتی ، تنظیمی ، سمتی او قومی وسله وال پوځ نه ځان خلاص کړۍ ، تر څو دلویو مصارفو نه فارغ او دغه پیسې په لویو بنیادی پروژو مصرف کړۍ مثلا که د یوه سرباز معاش ۱۰۰۰۰ افغانی وی او د ۳۵۰۰۰۰ نفروڅومره کیژی همدارنګه د پولیسو ، امنیت ملی وغیره چې د کال ۵ ملیارده تخمین شوۍ ، که تاسې هره میاشت یوه سرباز ته ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړي بس دی ، او هر څوک مجبور دی ملی – اسلامی – وطني ، دین پوره کړي او داوطلبانه دوه کلنه د مکلفیت دوره تیره کړي .

—-  ټول معادن ملی اعلان او د تفنګ سالارانو او زورواکانو له لاسه خلاص کړه او دیوه قول اوردو له خوانه چې تعداد ېې ۱۵۰۰۰ کسه وی محافظت ، استخراج ، او مرکز ته انتقال کړۍ ، حتي د هلیکوپترو په ذریعه هم انتقال شی ، ددغو پیسو نه چې تر( ۷ ) ملیارده فایده کوی، هلیکوپترونه – جټ طیارې او را کټونه او بي ایم ۲۱ دروسی ته تر لاسه کړه .

—- خلع سلاح عام وتام د جنرال دوستم په قومانده او رهبرۍ په ټول افغانستان کې اعلان کړه ، او هر څوک چې وسلې ساتي باید د ۱۰ نه تر ۲۰ کالو بندی شي ، او هر څوک چې څوک تهدید یا ووژني باید اعدام شي دغه پروسه د شپږو میاشتو په موده کې عملی کړۍ .

—– د خفیفه مهماتو تولید – د هلیکوپترو تولید ـ د جټ طیارو تولید – د راکټو تولید په پلچرخی کې د چکانو ، یا روسانو یا هندوانو له طریقه عاجل شروع کړه،او یوه غربي هیواد ته اجازه ور نه کړې چې ددغو کار مخالفت وکا ، ځکه پاکستان ته چینایان – ایران ته روسان – هند ته روسان دغه کارونه کوی ، آیا موږ حق نه لرو چې دغه کار وکړو ، ددغو کار له پاره پخوانۍ حربي پوهنتون په انجینري او تخنیکی رشتو کی محصلینو ته فارغ او هلته دغه پروسه تکمیل کړه .

—- د څلورو لویو بندو ساختمان ( په بدخشان کی د کوکچې دبرق بند جوړول د روسانو په ذریعه ،   په پنجشیرکی یو دبرق بند د هندوانو په مرسته ،  په کنړ کې د برق بند د جرمنی یا ایطالویانو په مرسته ،  د کمال خان بند د امریکایانو یا انګریزانو په مرسته) شروع او قرارداد کړه دغه کارونه د خلکو دبیکارۍ موضوع حلوي .

—– دیوه سره اوسني وزیران او والیان تقاعد ته سوق کړۍ ،او دیوه اتلافی حکومت په شان مسلکی ، متخصص ، سابقه دار او با تجربه ،پاک کسان چې لاسونه ېې په وینو او رشوت ککړ نه وي مقررکړۍ او د دکتور نجیب الله د وخت افسران د والیانو په حیث و ګمارۍ تر څو جنګ مهار کا او اقتصادی پروژېې په یوه کال کی بیدون له اذیت او ازاره دخلکو تکمیل شي ،د هر ولایت له پاره یوه ۸۰۰۰ نفری لوا او یوه ۵۰۰۰ نفری پولیسي قوت ، او تر ۲۰۰۰ پورې امنیتی قووا منظور کړه ، والیان په یوه کال کې باید خپل خلک د ( هګیو – دچرګانو د غوښو – د شدو – پنیر ، مستو ، قیماق ، سبزیجاتو ، میوو ، ِغوښو )له پلوه اکمال کړي آو همدارنګه رهایشی شهرکونه ، صنعتي پارکونه جوړ کړې تر څو هیواد په ظرف د دریو کالو کې خود کفا شي ، دهرات پل هاشمی سمنټ – دغوري سمنټ باید د پاکستان او ایران دسمنټو د واریدیدو مخه بنده کا ،او د تارو – تیکو ، چګټو او غوړیو لویی فابریکی په کندز- بغلان – هرات – هلمند کې دومره تکه تولید کا چې نورو هیوادو ته صادره شي ، زموږ ګاز نن باید په روسانو وپلورل شي ، د حاجیګک د اوسپنې معدن هندوانو یا روسانو ته ورکړل شی او د میس عینک قرارداد باید دچین سره نوۍ دسره امضا شی ، زراعتی پروژي د هندوستان سره قرارداد شی .

جناب اتمر صاحب دغه وظایف دیوه سره د لویی اظطراری جرګی پهاجندا کی شامل کړه ،او په درۍ ورځنیو غِونډو کې فیصله اودنمایندګانو د رایو په اکثریت منظوری او اعلان کړه ، د وسله وال پوځ درۍ واړه وزیران نوي ، مسلکی ، ارکان حرب ، متخصص باتجربه کسان چې جهادی صبغه ونه لري د نمایندګانو په حضور تعین کړه ، وګوره چې وطن ګل او ګلزار کیژی او که نه ؟؟؟