افغانستان د نړۍ په شطرنج کې یوه ډېره مهمه مهره!

حميدالله بسيا په نړیوال سیاست کې هر هېواد د شطرنج یوه…

چرا افلاتون پیامبر نشد ؟

platon (428-347 v.ch) آرام بختیاری غربی ها فیلسوف ساختند، شرقی ها، پیغمبر…

سوز وگداز!

امین الله مفکر امینی  2025-11-08! سوزوگدازِعشق،سوزد جسم وجانـــــــم زگٌدازیکه است بســـوز،روح وروانــــم ای اهلِ…

رسول همذاتوف

رسول همذاتوف (آواری: ХӀамзатил Расул؛ ۸ سپتامبر ۱۹۲۳ – ۳ نوامبر ۲۰۰۳) شاعر اهل اتحاد…

دنباله‌ی مانی‌فی‌ستِ مکتبِ دینی فلسفی من بیش از این نه…

خیلی متأسفیم برای بسیاری‌ها که دانش‌کستری را تنها با شنیدن…

افغانستان در پرتگاۀ مثلث جدال‌های قومی، تروریسم طالبانی و رقابت‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید وقتی قومیت سلاح می‌شود، ترور حکومت می‌کند و…

غزۀ خونین

غـزه که جهـنـم زمین گردیدست از کینۀ شـیطـان لعین گردیدست درقحطی دایمی…

 فـرضـیـات ادبـیـات مـارکـسـیـسـتـی

ـررسـی انـتـقـادی دربـارۀ نـظـریـات مـطـرح شـده دربـارۀ ادبـیـات مـارکـسـیـسـتـی، کـه بـه آن…

سخن‌دان روزگذار

ای وای آن درخت شگوفان (شکست و ریخت) کاج بلند ز…

گاهنامه محبت 

شماره دوم سال ۲۸م گاهنامه محبت از چاپ برآمد. پیشکش…

صنف کوچک؛ اما مکانی مشهور و سرشار از معنویت

نویسنده: مهرالدین مشید صنفی ساده و بی آلایش؛ اما نمادی از…

د پښتو ژبې په ډګر کې پېژندل شوی کیسه او…

له ښاغلي کریم حیدري سره، چې د پښتو ژبې په…

در آینه‌ی تاریخ، در سایه‌ی نفرت

« روایتی از یهودیت و پدیده‌ی یهودستیزی» فرشید یاسائی پیشگفتار: زخم ماندگار…

یا من نه دیدم، یا فرزندان یاسین خموش قدر‌ نه‌شناس…

محمدعثمان نجیب «زنده‌گی در زنده‌گی بی زنده‌گی، بازنده‌گی‌ست» ـ یاسین خموش خموش خالق…

واکاوی فرصت های از دست رفته و امکان رهایی افغانستان…

نویسنده : مهرالدین مشید از سایه‌ی ترور تا افق رهایی؛ بررسی…

مرگ‌اندیشی و مرگ‌آگاهی

اغاز زیستن در آینه‌ی فنا، بیداری در افق حقیقت مقدمه مرگ، یکی از…

آزادی، برابری، و برادری

تتبع و نگارش  میرعبدالواحد سادات   آزادی، برابری، و برادری آرمان تاریخی  پر تاثیر…

  افغانستان کشور واحد وتجزیه ناپذیراست

         ما یان گل یک باغ  وبری این گلشن  فا میل بزرگ…

تاریخِ من، خون و خاکستر 

روایتِ افغانستان ای خاکِ من، ای نامِ زخمی از هزاران سالِ…

دمیدن صور در نفخ خاطره ها

نویسنده: مهرالدین مشید از سنگ بابه کلان تا سنگ های سوخته…

«
»

جلا وطنه حکومت څه شی دی؟

نور محمد غفوری

«جلا وطنه حکومت» چې په انګلیسي کې (Exile Government)، په جرمنی کې  (Exilregierung) او په دری کې (حکومت در تبعید) ورته ویل کیږي، له هغه حکومت څخه عبارت دی چې د خپل اصلي هیواد له پولو څخه بهر، په یو بل هیواد کې جوړ او فعالیت وکړي. دا ډول حکومت عموماً هغه وخت منځته راځي چې د هیواد داخلي وضعیت خراب وي او په داخل کې ورته د واک د چلولوامکان نه وی. مثلا که د کوم هیواد خاوره د پردیو د یرغل په نتیجه کې نیول شوې وي، یا په هیواد کې انقلاب او یا کودتا رامنځته شي او د هیواد مشروع حکومت یا سیاسي مشران اړ شي چې له خپل هیواد څخه وتښتي او په جلاوطنۍ کې په یو بل هیواد کې خپل حکومت یا سیاسي فعالیتونه پر مخ یوسي. په داسې حالاتو کې طبعاً ددې اړتیا شته چې کوم خارجي ګاونډی دولت او یا د سیمې بل هېواد جلا وطنه حکومت ته ځای ورکړي، د تمویل چارې یې وسنجوي او په رسمیت یې وپیژني. 

جلا وطنه حکومتونه عموماً هڅه کوي او دا ډیره مهمه ده چې نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي او د خپل اصلي هیواد مشروعیت په نړیواله کچه ثابت کړي، ترڅو بیرته خپل وطن ته د راستنېدو لپاره زمینه برابره کړي او د هیواد په دننه کې د خپل واک د بیا تر لاسه کولو هڅه وکړي. زه نه شم ویلای چې د نورو هېوادونو لخوا د جلاوطنه حکومت د رسمیت پیژندلو له پاره د کوم مشخص نړیوال قانون موجود وي، خو د هغه حقوقي حیثیت او مشروعیت د خپلو دندو د ترسره کولو په ډول، د اړیکو په ټینګولو، د کوربه هېواد د ملاتړ په اندازې او د نورو سیمه ایزو او نړیوالو متحدینو په مرستو پورې تړلی وي.

  یو جلا وطنه حکومت هغه وخت نړیوال مشروعیت ترلاسه کوي چې نور دولتونه او نړیوال سازمانونه، لکه ملګري ملتونه، دا حکومت د یوې مشروع سیاسي ادارې په توګه په رسمیت وپیژني. دغه پیژندنه په دې پورې اړه لري چې نور دولتونه یا نړیوال سازمانونه دا جلا وطنه حکومت د اصل هیواد د قانوني او مشروع حکومت په توګه وپیژني. طبیعی خبره ده چې د شر او فساده ډک له واکه لویدلو او په نیابتي جګړو کې د سولیدلو کسانو حکومت ته هیڅ هیواد زړه نه ښه کوی چې مرسته ورسره وکړي، په رسمیت یې وپیژني او په هېواد کې د عملاً واکمنو حاکمانو دښمني په غاړه واخلي. د جلا وطنه حکومت له پاره د داسې دولت موندل چې پخپله خاوره کې ورته ځای ورکړي، په رسمیت یې وپيژني او ملاتړ یې وکړي، ډیر مهم دی. 

د جلاوطنه حکومت د حقوقي حیثیت له پاره د نړیوالو اړیکو ټینګول او ساتل خورا مهم دي. دا ډول حکومتونه چې په جلا وطنۍ کې دي، هڅه کوي د نړیوالو اړیکو له لارې پلویان او د خپلو ګټو مدافعین ومومي چې د خپلو حقونو په تر لاسه کولو کې ورسره مرسته وکړي. هغوی کولای شي چې په نړیوالو سازمانونو کې ګډون وکړي، د نورو هیوادونو سره رسمي اړیکې جوړې کړي، او د نړیوالو قوانینو د احترام په چوکاټ کې خپل دریځ روښانه کړي. دا کار هغه وخت سم کیدای شي چې جلاوطنه حکومت د خپل هېواد د ولس استازیتوب وکړای شي. یو جلا وطنه حکومت کولی شي د خپل اصلي هیواد د خلکو د استازیتوب ادعا وکړي، خو عملا ثابته شي چې د ملت ترمنځ ملاتړ نه لري، په دې صورت کې  کېدای شي چې هغه لږ یا ډیر موجود نړیوال مشروعیت هم له لاسه ورکړي.  

 د جلا وطنه حکومت که یو څه پښې ټینګې او د ولس ملاتړ ورسره وي، کولای شي د جلا وطنۍ په دوران کې هم مختلف حقوقي اقدامات ترسره کړي. په ملي قوانینو کې لاس ووهي، فرمانونه صادر کړي، د بهرنیو اړیکو د ساتلو لپاره تړونونه وکړي، تر یوه حده د هېواد د مالي چارو او شتمنیو مدیریت وکړي او د خپل هیواد د ملي ګټو د ساتنې لپاره د بین المللي محاکمو او ادارو څخه کار واخلي. جلا وطنه حکومت په حقوقي لحاظ دا حق لري چې د خپل اصلي هیواد په کورنیو چارو کې د ځان د مشروعیت د ادعا لپاره مداخله وکړي. دا مداخله معمولاً د نړیوالو قوانینو او بین المللي حقوقو په چوکاټ کې ترسره کیږي او هدف یې د اصلي هیواد د حکومت کولو د حق ترلاسه کول وي. په جلا وطنۍ کې یو حکومت کولای شي د بهرنیو دولتونو یا سازمانونو له خوا مالي، نظامي، او سیاسي ملاتړ ترلاسه کړي. دا ډول ملاتړ عموماً د جلا وطنه حکومت د حقوقي او سیاسي اعتبار د زیاتولو په موخه ورکول کیږي او د اصلي هیواد د سیاسي وضعیت په بدلون کې مرسته کوي. 

په دې ځای کې ويلای شو چې د جلا وطنه حکومت حقوقي حیثیت او مشروعیت په ډیرو حقوقي، سیاسي، او دیپلوماتیکو فکټورونو پورې تړاو لري او دا په نړیواله کچه د حقوقي اصولو، د نړیوالو سازمانونو د دریځ، او د نورو دولتونو د پیژندنې او ملاتړ تابع وي.  

 د جلا وطنه حکومت سیاسي مشروعیت معمولاً له دې څخه سرچینه اخلي چې دوی د خپل هیواد د اصلي او قانوني حکومت په توګه د پیژندلو ادعا کوي. دوی ځان د اصلي هیواد د خلکو د استازیتوب یوازینۍ مشروع مرجع ګڼي او د خپلو اتباعو د حقونو، ګټو، او غوښتنو د ساتلو لپاره کار کوي. په سیاسي لحاظ، دا ډول حکومتونه هڅه کوي چې نړیوال مشروعیت او ملاتړ ترلاسه کړي، ترڅو د خپلو سیاسي موخو د ترسره کولو لپاره د نړیوالو سازمانونو، دولتونو، او نادولتي ادارو ملاتړ ولري.

 جلا وطنه حکومتونه معمولاً د نړیوالو اړیکو او دیپلوماتیکو چینلونو له لارې د اصلي هیواد په داخلی حکومت باندې فشار راوړي. دوی د نړیوالو ټولنو او سازمانونو سره په اړیکه کې وي، د هغه حکومت په وړاندې د نړیوال فشار په جوړولو کې ونډه اخلي چې په اصلي هیواد کې واکمن وي او د دوی د واک په وړاندې خنډ ګرځي. په داخلي واکمنانو باندې دغه فشار د سیاسي، اقتصادي، او بشري حقونو څخه د سرغړونې تور پورې کول او داسې نور وي چې په وړاندې یې د نړيوالو مرستو او ملاتړ غوښتنه کولای شي.

د جلاوطنه حکومت له پاره د داخلي ملاتړ او په کور د ننه د سیاسیونو او سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او عامو خلکو تر څنګ د نړیوالو دولتونو او نړیوالو سازمانونو (ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، افریقايي ټولنې، اسلامي کنفرانس او نورو) ملاتړ خورا اهمیت لري چې بې له هغو خپل موجودیت نه شي ساتلای او موفقیت نه شي  تر لاسه کولای.  

 جلاوطنه حکومت معمولاً هیواد ته د راستنیدو له پاره دقیق ستراتیژیک پلان جوړوي، د هېواد په داخل کې موجود سیاسي غورځنګ او د موجودو حاکمانو په وړاندې د بغاوت او شورش لارښونه او مرسته کوي، له بهرنیو متحدینو څخه پوځي، مالي او سیاسي ملاتړ ترلاسه کوي، خلک راپاروي او په هیواد کې دننه د خلکو د پوهاوي، بیدارۍ  او ملاتړ ترلاسه کولو لپاره پروپاګند کوي او د رسنیو له لارې کمپاینونه چلوي، د مذاکراتو له پاره شرایط جوړوی او د نړيوالو منځګړيتوبونو او ديپلوماتيکو هڅو له لارې د سياسي بدلون لپاره مذاکراتو ته زمينه برابروي. جلا وطنه حکومتونه د خپلو اهدافو او نظرونو د خپرولو لپاره تبلیغاتي کمپاینونه او د رسنیو کارولو ته ځانګړې پاملرنه کوي. دوی هڅه کوي نړیواله ټولنه، خپل هیوادوال، او د نړیوالو رسنیو کاروونکي د خپل دریځ او مبارزې سره آشنا کړي. په دې برخه کې، جلا وطنه حکومتونه ممکن له ټولنیزو رسنیو، ویب پاڼو، مطبوعاتي اعلامیو، او نورو وسایلو څخه کار واخلي.

جلا وطنه حکومتونه اکثراً د هغه خلکو او سازمانونو د همغږۍ مرکز وي چې د موجوده حکومت پر وړاندې مبارزه کوي. دوی د مختلفو سیاسي، مذهبي، او قومي ګوندونو او ډلو ترمنځ همکاري او همغږي رامنځته کوي، ترڅو د خپلې مبارزې د پیاوړتیا لپاره ګډه ستراتیژي جوړه کړي. جلا وطنه حکومتونه معمولاً د یوه نوي حکومت جوړولو لپاره پلانونه جوړوي چې د موجوده حکومت له نسکورېدو وروسته په قدرت کې راشي. په دې پلانونو کې د نوي اساسي قانون مسوده جوړول، د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو تطبیق، او د سولې او ثبات د راوستلو لپاره تدابیر شامل دي.

په پای کې، د جلا وطنه حکومت سیاسي اړخ د دوی د نړیوال او داخلي سیاسي دریځ، د سیاسي ملاتړ د ترلاسه کولو هڅو، د خپلو اتباعو د ملاتړ ترلاسه کولو، او د نړیوالو اړیکو د پراختیا په اړه دي. دوی د سیاسي، ديپلوماتيکي، او نظامي ستراتیژیو له لارې هڅه کوي چې د خپل هیواد د مشروع حکومت په توګه وپېژندل شي او د خپل هیواد په سیاسي نظام کې بدلون راولي.

نور محمد غفوری

18.09.2024