اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

«
»

توره کرښه چې باید سپینه شي..!

له ننه پوره ۱۲۲ کاله وړاندې د وخت ستر ابرځواک بریتانیا له لوري د افغانستان او د افغانانو په سینه توره کرښه راکاږل شوه. دا کرښه د افغانستان د هغه وخت واکمن امیر عبدالرحمن خان او د بریتانوي هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر هنري مورټیمر ډیورنډ لخوا وکښل شوه. د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ هغه نږدې ۲۶۴۰ کیلو متره اوږده پوله ده چې لا تر اوسه پورې نه د افغانستان د حکومت لخوا او نه هم د کرښې په دوواړو خواوو کې د میشتو قومونو له خوا منل شوې. دغه کرښه د بریتانوي هند د حکومت او د امیر عبدالرحمن خان لخوا په خپلو سیمو کې د محدودیتونو د اغیز د لرې کولو لپاره تر سره شوه. د تاریخ لیکونکو په باور دغه کرښه د انګرېزانو له خوا پر افغانستان د پیسو او وسلو په بدل کي و تپل شوه چې د دغې کرښې له پیدایښته د افغانستان او پاکستان تر منځ د کړکیچ غوبل شروع شو. ویل کیږي په هغه مهال کې امیر عبدالرحمن په خپله خوښه دغه کرښه ورسره نه ده منلې بلکه د بریتانیا له لوري اړ شوی و او حالات ورته داسې برابر کړل شوي و چې له مجبوریته یې دغه کرښه ومنله. په هغه وخت کې انګلیس د افغان او قبایلو مشرانو تر منځ د نفاق اور بل کړ او حالات داسې شول چې امیر عبدالرحمن خان د دغو حالاتو د کابو کولو په خاطر د کرښې لاسلیک ته په دې شرط  زړه کیښود چې د هندوستان حکومت به هیڅ وخت کوښښ ونه کړي ددې کرښي په دیخوا د افغانستان په سیمه کي د خنډونو په موخه مداخله وکړي . همدا رنګه د افغانستان امیر به هیڅکله کوښښ ونه کړي ددې کرښي په هاخوا د هندوستان په سیمه کي د ستونزو په موخه مداخله وکړي.

امیر عبدالرحمن له څو لارو د انګلیس له لوري د دغې کرښې د لاسلیک لپاره مجبور کړای شوی و.

۱ــ د اوسنۍ ډیورنډ کرښې هاخوا او دیخوا ولسونو تر منځ بي اتفاقۍ له امله. ځکه د انګلیس هدف دا و چې د کرښې دواړه غاړې ولسونه د (افغانستان او قبایل) په نامه وویشي. دا ددی لپاره چې انګلیس په سیمه کې له روس څخه ډاریده. انګلیس ویل کچیري روس په افغانستان کې د بریتانیا ګټې له خطر سره مخ کوي نو لومړی به یې افغانستان مقابلې ته وړاندې کړي او که چیري افغانستان یې مات کړ نو په دویم قدم کې به قبایل ورسره جګړه وکړي او په دې ترتیب به روس بیا دومره توان ونلري چې له بریتانیا سره مقابله وکړای شي.

۲ــ امیر عبدالرحمن هغه مهال له بشپړې روغتیا څخه هم برخمن نه و. هغه مهال دی د نقرص په سخته ناروغۍ اخته و چې حتا له امسا پرته کرځيدلی هم نه شو. نو له روغتیایي پلوه هم د ډیرو جنجالو د زغملو او یوې موضوع د ښه تحلیل وړتیا یې نلره.

۳ــ دده د واکمنۍ پر مهال د غلجایې مشرانو تقریبا اته سوه کورنۍ په هند کې میشتې وې نو له دغو غلجایې مشرانو څخه هم ډاریده چې د بې تفاقۍ د زیاتیدو په صورت کې دده پر ضد لاس یو نکړي او پاڅون ونه کړي.

کله چې امیر عبدالرحمن خان ځان ناچاره ولید نو د دغو ستونزو د هوارۍ لپاره یې د انګلیس له لوري وړاندې شوې طرحه ومنله او د کرښې لاسلیک ته یې غاړه کیښوده. امیر دغه کرښه داسې نه منله چې ګویا دا دې د افغانستان د تجزیې سبب شي بلکه هغه یوازې غوښتل چې د بریتانوي هند او افغانستان تر منځ د سیاسي نفوذ ویش دې وشي څو ولسونه لا زیات بې تفاقه نشي. ډیورنډ د تړون متن ولیکه او بریتانوي هیات نقشه وکښله.  کله چې يې امیر ته نقشه وړاندې کړه نو امیر متوجه شو چې نقشه د متن خلاف ده او د بلوڅ او قومونو ویشلو خبره په کې مطرح ده نو په قلم یې ځينې اصلاحات په کې راوستل خو په نقشه کې یې لاس ونه واهه. امیر عبدالرحمن خان تر اخره دغه کرښه د ځمکنۍ تجزیې په نوم نه یادوله او د برتانوي هند او افغانستان تر منځ د سیاسي نفوذ د ساحو ویش یې باله. همدا ډول امیر په انګلیسي نه پوهیده نو له مارټیمر ډیورنډ سره یې هم انګلیسي متن نه دی لاسلیک کړی بلکه فارسي متن یې لاسلیک کړی و. همداراز تر ننه داسې کوم سند په لاس نه دی راغلی چې ګویا امیر دې انګلیسي متن لاسلیک کړی وي.

د تاریخ لیکونکو په باور د دغې کرښې له لاسلیکه تر ننه پاکستان د افغانستان بربادۍ ته ملا وتړله. د وخت په هر دور کې له افغانستان سره د پاکستان اړیکې داسې نه وې چې په ستراتیژیکو اصولو برابر د دوه ګاونډیو هیوادونو په څېر له یو وبل سره راکړه ورکړه ولري. د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه او بیا وروسته د سردارد محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال دا اړیکې کړکېچنې وې. د ۱۳۵۷ کال د ثور د اوومې نېټې ترکرغېړنې کودتا وروسته هم د کابل- اسلام آباد اړیکې د پام وړ ښه والی نه درلود. کله چې د شوروي د یرغل پر مهال مو ځینې هیوادوال پاکستان ته کډه شول؛ په هغه وخت کې هم د دولتونو په کچه د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې نه وې، چې د هماغه وخت پاکستاني چارواکو هم د افغانانو له مهاجرته ګټه واخیسته. دلته په هیواد کې یې دمجاهدینو تر منځ خپل منځي جګړو ته لمن وهله او پر روسانو او کمونیستانو د بریدونو په پلمه یې د مجاهدینو په لاس په عامه تاسیساتو او بنسټېزو پروژو بریدونه کول.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له یوولسمې پیښې راوروسته کله چې امریکا په افغانستان د القاعده شبکې د ځپلو په پلمه پوځي یرغل وکړ نو په هغه وخت کې د پاکستان دیکتاتور ولسمشر پرویز مشرف، د طالبانو د نظام پر خلاف د امریکا ملګرتیا وکړه او امرکایانو ته یې پوځي اډې ورکړې چې له هغه ځایه به يې پر افغانستان د ړندو توغندیو بریدونه کول. آن د پخواني ولسمشر حامد کرزي وخت کې هم د کابل او اسلام اباد  اړیکې د پام وړ ښې نه وې خو، د کرزي د دویمې دورې په وروستیو کې د دواړو هیوادونو اړیکې د ترینګلتیا وروستۍ پولې ته ورسیدلې.

همدا اوس هم په بیلابیلو تاکتیکونو پاکستان غواړي چې افغانستان دې د دوی پنځم ایالت واوسي. کله په یو نوم او کله په بل نوم په افغان دولت د ډیورنډ په رسمیت پيژندلو په خاطر فشارونه واردوي.

لکه څرنګه چې دا تړون له ۱۸۸۳ نه تر ۱۹۹۳ پوري د ۱۰۰ کالو لپاره ټاکل شوی و؛ نو باید افغان دولت یې په ۱۹۹۳ کال کې غم خوړلی وای او د یادو سیمو د بیرته نیولو غوښتنه یې کړای وای. خو د کورنیو جګړو له امله یې دې مهم ټکي ته پام ونه کړ .

تر هغو چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ په نامه دا کرښه شتون ولري؛ پاکستان به د افغانستان له بربادۍ لاس په سر نه شي. نو څومره ژر چي کیږي افغان دولت دې ددغې کرښې غم وخوري او افغان ولس دې نور له بدبختۍ خلاص کړي.