عالم تنهایی 

رسول پویان  آزاد و ســرافـــرازم در عـالـم تـنهـایی  عشق و دل بیدار است تا…

هرمشکل حل گردد

امین الله مفکرامینی           2025-10-11! نازم آن قامت رسـا که نگردد خـــــــم زاِدبــــار همــتـــــــی…

جګړه او ورور وژنه د هېواد ستونزې نه شي حل…

 نور محمد غفوری سریزه نیمه پېړۍ کېږي چې په افغانستان کې جګړه…

پاکستان؛ درگیر جنگ نیابتی هند یا اسیر میراث تروریست‌پروری های…

نویسنده: مهرالدین مشید پیاله کافی؛ دیروز زهری به کام مردم افغانستان…

مذاکره هیئت های افغانستان و پاکستان

در ترکیه از دید حقوق بین الملل عمومی این نشست‌ها برخاسته…

خُردشدن کرزی نزد پرویز مشرف و خُردساختن کشور، توسط کرزی…

بازخوانی تاریخی نه چندان دور محمدعثمان نجیب من در دوران نخست حکومت…

احمدشاه بابا

احمدشاه بابا نومیالی اتل، غښتلی، توریالی او پیاوړی ملي شخصیت:  احمدشاه…

«چپ نو» و سوسیال‌دموکراسی در افغانستان

نور محمد غفوری «چپ نو» و سوسیال‌دموکراسی در افغانستانبازاندیشی در ایدئولوژی…

تهدیدهای پاکستان برضد افغانستان؛ از سیاست بازدارندگی تا بازی ژئوپولیتیک

نویسنده:  مهرالدین مشید از سیاست بازدارنده گی تا تغییر در رهبری…

بحران مالی سازمان ملل و فاجعه انسانی در افغانستان

آزمونی برای تعهد جهانی به انسان‌دوستی و چندجانبه‌گرایی سازمان ملل متحد…

میراث سکاها در شاهنامه فردوسی: سیستان، سجستان و ایران

- دکتر بیژن باران مقدمه: شاهنامه و جغرافیای هویت ایرانی. شاهنامه…

تروتسکی در تاریخ اندیشه سیاسی چپ

leo Trotzki ( 1879- 1940 )  آرام بختیاری سنت ترور سیاسی با…

پاسخ  ما

میر عبدالواحد سادات پاسخ  ما  : بر مبنای وجدان ملی و ندای…

قهرمانی تیم فوتسال؛ نمادی از وحدت ملی و امیدی برای…

نویسنده: مهرالدین مشید شگفتن گل های لیخنند در سرزمین به تاراج…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش چهارم و آخری)  ۷. ویژگی‌های فرهنگ سیاسی مطلوب برای…

ارسطو

نوموړی د لرغوني یونان او لوېدیځې نړۍ یو له لویو…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش سوم) ۶. چالش‌ها و راهکارهای تحول فرهنگ سیاسی در…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش دوم)  ۴. وضعیت کنونی کلتور سیاسی در افغانستان در پرتو…

بیایید هموطن!

امین الله مفکر امینی       2025-12-10! بیــــا هموطن با هم یکی گردیم تا…

ما با پاکستان مشترکات نداریم !

مدتیست که عده ای نام از مشترکات میان افغانستان و…

«
»

افغانان باید څه وکړي چې صلحه راشي؟؟

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک تورنتو کاناډا د جولای ۲۹مه ۲۰۱۶ کال .

دحریفانو سره د زور ازمویلو په خاطر ، ددشمن د ماتولو په خاطر ، د سیاسی دشمنانو د ماتی په خاطر ، په جنګ کی دشمن ته دماتې ورکولو په خاطر ددغو ټولو کارو له پاره باید جسمی ( فیزیکی )، علمی ، مفکوروی ،اجتماعی ،تحصیلی ، تخصصی ،پوره زده کړي ولرۍ او د قوي اقتصادی پوتانسیال په لرلو سره میدان ته را وتلای شۍ ،نړیوال لوی قدرتونه لکه امریکا – روسیه – چین – هندوستان – جرمنی او نور قدرتمند هیوادونه چې ځانونه ېې په پورتنۍ مفکوري سمبال کړې ولو که ډیر واړه هیوادونه هم دی او نفوس ېې تر ۷ ملیونه ډیر نه دی ، خو په بین المللی ډګر کی د ډیرو لویو قدرتو جنګی ماشین ېې د ماتی سره مخامخ کړۍ دی ، غټ مثال ېې اسراییل دی چي عربی هیوادونه ېې په ګونډو کړل  ، دشوروی په ړنګیدو سره او د امریکا په یوه قطبی کیدو سره نړۍ د لوی کشمار سره مخامخ شوه ،او شوروی د داخلی جنګ سره چې په قفقاز کی اسلامیستانو ورسره مواجه کړه او شوروی ۱۵ګونه جمهوریتونه د ګرباچوف او یلتسن د خراب او خاینانه سیاست له مخی ټوټه ټوټه شول روسیه ېې د اضمحلال خواته رهنمایی کړه ،خو د دوو وطن پرستانو لکه ( مرحوم پریماکوف او ولادیمیر پوتین ) په رهبری بیرته روسی خپل اقتصادی – نظامی ستراتیژي تنظیم او نظامی دکتورین ېې د یوه قوی نظامی قدرت په حیث ډیر ژر عیار ، ترتیب ، او علما مطرح کړل او یوه دقیقه تصفیه ېې په ټول نظام کی را منځ ته کړه او په ډیر کم وخت کې ېې خپل دفاعی قدرت په پښو ودرولو او نن تر ناتو او امریکا نه ډیرې مدرنی وسلی لری ، دلیل ېې د مقام او څوکۍ سپارل متخصیصینو او تحصیل کردګانو ته وه ، خو زموږ مشران کرزۍ صاحب د امریکایانو سره په جګړه کی وو او اشرف غنی او عبدالله ددی توان نه لری چې ( سیاسی – اقتصادی – او نظامی انډول ) د همسایه ګانو سره برابر وساتي ،اساسی دلیل ېې د ارتجاعی او پشاتلونکۍ ایدیالوژۍ تطبیقول او تقویه کول وو او دی او تر څو هیواد د مذهبی او اسلامی دیکتاتورۍ نه خلاص نه شي او دغه زړه تیوری او زاړه تفنګ سالاران په ګونډو نه شي مدرنیزه کول – انډول ساتل – تجهیزول – او متخصیصینو ته قدرت ورکول اصلاح نه شی صلحه نا ممکنه ده ، صلحه په دشمن د زور له لاری ممکنه ده او بس ، هیڅ دلیل نه منم ؟؟؟

دوهم نړیوال جنګ په هتلر دزور له لاری ختم شوو ، د بنګله دیش جنګ او د پاکستان تسلیمی د زور له لاری تطبیق شوو ، د اسراییلو را منځ ته کیدل دزور له لاری را منځ ته شول د فاکلند جګړه دزور له لاری ختمه شوه او د ارجنتاین نه فاکلند جدا شوو ، دیورند په زور په عبدالرحمان خان تحمیل شوو ، افغانستان په زور اشغال او د ۱۰۰ ملیاردو وسلې او محاربوی تخنیک د اشغالګرانو له خوانه زره زره او ټوټه ټوټه شوو ، له پاره ددې چې صلحه په افغانستان کی را شی اولین اقدامات دیوه اصیل افغان تعینول یا انتخابول د ریس جمهور په حیث حتمی شرط دی ، دوهم ټول معادن ملی کول دی ، دریم نوی ملی وسله وال پوځ جوړول دی یعنې د مکلفیت دوه کلنه دوره بیرته را ژوندۍ کول دی ، او وسله وال پوځ په روسی وسلو مجهزول دی هر څه مو چې د ببرک کارمل په وخت کی لرل بیرته ېې له روسانو نه واخلۍ او هغه وخت دشمن تاراو مارکولای شو ، بیدون له زوره د هیچا سره دغری وهل لوی خیانت بولم ، او وسله وال پوځ په همدی حالت ساتل هم لوی ملی خیانت بولم ، ( ترکاني دبیزو کار نه دی ، دولت داری عربی صرفه میر نه دی ) دولت داری سیاست ، دیپلوماسي ، اقتصادی وړتیا ، دخلکو علمی وده ، د ښځو ازادی ، ارتجاع له حکومت نه جلا کول ، دشمن ته هیڅ زاری نه کول هر چیرې چې سر پورته کړې په ډرون او هلیکوپترو او جټ طیارو او مختلوف راکټو ویشتل چی یو سرباز هم زخمی نه شی ، یعنې اول ځانونه وپیژنۍ ، بیا ځانونه ښه سمبال کړۍ او بیا یو بل پذیره شۍ ، ملی وحدت تامین کړۍ هغه وخت صلحه ممکنه ده .