بیایید هموطن!

امین الله مفکر امینی       2025-12-10! بیــــا هموطن با هم یکی گردیم تا…

ما با پاکستان مشترکات نداریم !

مدتیست که عده ای نام از مشترکات میان افغانستان و…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش اول) ۱.خلاصه  این مقالهٔ علمی ـ تحلیلی و رهنمودی…

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

حميدالله بسيا په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د…

مهندسی قومی یا طرح توازن قومی در ساختار قدرت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید مشروعیت‌ بخشی قومی؛ از توجیه انحصار تا مهندسی…

صرصر ظلم 

از فروغ حسن تو ماه فلک شرمنده شد  مهر لطفت هر…

از همین خاک جهان دگری باید ساخت !

با شروع زمزمه های کم شدن موسسات خارجی و خروج…

چرا شطحیات! ترامپ را درک نه‌می‌کنیم؟

اولویت مردم ما اسقاط طالبان است، نه تعامل. ✍️ محمدعثماننجیب در جهان…

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي…

اپلاتون

د ده اصلي نوم «اریستوکلس» دی، د یونان یو نوموتی…

نقض حاکمیت ملی از سوی طالبان؛ از سلطه ایدئولوژیک تا…

نویسنده: مهرالدین مشید اجندا های قومی و اختلاف برانگیز منافی حاکمیت…

توماس مور؛ را هم اعدام کردند؛ بی وجدانا!

Thomas More ( 1477-1536 ) آرام بختیاری نخستین تئوریسین سوسیالیسم تخیلی در…

پاییز 

باد خزان وزید چمن بی نقاب شد  از برگ زرد صحن…

توافق طالبان و پاکستان

محمد عثمان نجیب پیش‌نوشت: با توجه به اهمیت این یادداشت که چند…

بازی های تروریستی پاکستان و ادامه جنایات آن در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید جنگ طالبان و پاکستان سناریوی استخباراتی با راستی…

سقراط

نوموړی د لرغوني یونان ستر فیلسوف او عالم او…

   جنگ پاکستان با طالبان

       نوشته ی : اسماعیل فروغی        جنگ کنونی میان گروه طالبان وپاکستان…

 با درد بساز که خون بهای تو منم

شوخی و مزاح جزء جدایی‌ناپذیر از زندگی اجتماعی انسان‌ها هستند…

ترامپ چرابگرام رامی خواهد؟

بخش دوم طوریکه می دانیم در15 آگست سال 2021امریکائی هاظاهراًازروی اجباردربرابرمقاومت…

پاکستان حق نه لري چې د افغانستان په خاوره تعرض…

نور محمد غفوری  د نړيوالو اړيکو او دولتونو ترمنځ د متقابل…

«
»

افغان سوله او د بلي جګړې د پیل منظمي هڅې!

لیکنه:  قاضي نجیب الله جامع
ظابط یا تورن اسماعیل خان ته، د ټول هغه تعصب او اتنیکی کرکټر خلاف چې لری یې زه د افغان تاریخ د یوه حساس پړاو څخه درناوی هم لرم، هغه داچې نوموړی یو له یوازنیو جهادی قومندانانو او پاټکیانو څخه وو چې د تنظیمي اړو دوړو پرمهال یې د افغانستان له ملی شتمنیو سره خیانت ونه کړل، او هېڅ څه یې په ایران او پاکستان ونه پلورل.ولي د دې ترڅنګ د افغان سولې په بهیر کې وروستي دریځونه یې د اندېښني وړ او د افغانستان د تاریخی ثبات او د آمن له روانو هڅو سره په ښکاره دښمنۍ کې دې.داسي مالومات شته چې هند د افغانستان د شمال او مرکزی افغانستان د مهمو سیمو په ګډون د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې چې د غازی ایوب خان د مېړانو او عزت ټاټوبی دی هم د ملېشو جوړولو او د سولې د منظم تخریب په هڅو بوخت دی.
هغه چې پدې وروستیو کې د احمدضیا مسعود، شمالی شوراه او یوشمیر نورو پدې اړوند هرات ته سفرونه هم کړې.د اسماعیل خان تازه دریځونه چې که د سولې خبرې بریالۍ نه شي نو دوی به یوځل بیا د جګړو ډګر ته ودانګي د همدې چینې څخه خړوبیږی.کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د مرستیال عباس عراقچی نا اعلان شوی سفرونه، بحرین، اذاربایجان او ایران ته د افغان حکومت د ځانګړې امنیتی استازو سفرونه ټول د دې حقیقت څرګندونه کوی چې د سولې د تخریب او د یوې بلي جګړې د دوام لپاره هڅو خوراه چټک رنګ خپل کړې.دا ځکه د جینواه په کنفرانس کې د افغان حکومت ستراتیژیکو ملاتړو د مرستو ژمنه ډېری پیکه، د سولې په هڅو پسي مشروطی او پدې پیغام ولاړې وی چې دوی نوره جګړه نه تمویلوی.دې چارې حکومت د ( B ) پلان ته وکاږل چې د ( B ) په پلان کې لویه موخه د جګړې د دوام لپاره د بهرنیو فنډونو په مټ چې هندی کالداری، خلیجی دینارونه او ایرانی ریال دې، د پخوانیو تنظیمی ګوندونو او د خلق ـ پرچم عناصرو په مټ قومي ملېشي یوځل بیا فعالي او د ولسي غبرګون په نوم یې د جګړې ډګر ته دننه کړې، او دا یانې د یوې بلي جګړې د پیل ښکاره څرګونه او منظمي هڅې.
ځکه د اسماعیل تر تازه غبرګون، د اسلام اباد، تهران او د خلیج له شیخانو سره د حکومت د ګرمو اړیکو تر رامنڅته کېدو دمخه هند ته د شمال د ایتلاف او د تنظیمي جګړو د دوو مخکښو څېرو جنرال دوستم او قومندان عطا محمد نور سفرونه لرل، دوی دواړو هلته په افغان کښاله کې د هند له ټولو استخباراتی، امنیتی او سیاسي چارواکو سره د افغانستان د سولې او جګړې پر محور خبرې وکړې، بل لور ته په کابل کې د هند، ایران او خلیج سفارتونه هم ډې فعال شوی، دوی هره اونۍ د سولې له مخالفو او د تنظیمی جګړو د مخکښانو او طالب ضد دریځ سیاستوالو او جریانونو سره لیده کاته لری.
رب دې وکړی چې د ګران وطن پدې حساس، نازک او تاریخی دریځ کې، د دا ډول سناریوګانو افغان عناصر د واک او شخصي ـ ډلګټو له لنډمهاله او بی ارزښتو مسمومو ګټو تیر شي، تعقل خپل کړې او نور د دې هرڅه لایق ولس په حال زړه وسوځوی.