زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

ګوند او انتخابات

نورمحمد غفوری ۲۷/ ۱۱/ ۱۳۹۴

(لومړۍ برخه)

 

نن په نړۍ او زموږ په ګران هیواد افغانستان کې لږ تر لږه په ظاهره بڼه د دموکراسۍ او د هغې په لور د تلو خبرې روانې دي. زموږ په هیواد کې د دموکراسۍ سرسختو دښمنانو هم نن د بازار په نرخ د دموکراسۍ حجابونه اغوستي او د نړۍ دکتاتوران او دکتاتور نظامونه هم ځانونه دموکرات بولی او زیار باسي چې د دموکراسۍ نښې د خلکو په وړاندې ښکاره کړي. نو ځکه مې لازمه وبلله چې په دموکراتیکو نظامونو او ولسواکو پروسو په لړ کې په انتخاباتو کې د سیاسی ګوندونو په رول رڼا واچوم.

 

غښتلی ګوندونه او رښتینی دموکراتیک فعالیتونه یو له بله نه بیلیدونکی دی. دموکراسي په هېواد کې د ګوندي فعالیتونو له آزادۍ پرته معنی نه لری او ګوندونه د خپل فعالیت له پاره په ټولنه کې دموکراتیک نظام ته اړتیا لري. داسې چې دموکراتیک نظام او د ګوندونو موجودیت او فعالیت د یوې سکې دوه مخه دي چې د یوه موجودیت له بل پرته د تصور وړ نه دی. هغوی چې دموکراسي غواړي، د ګوندونو د فعالیتونو د شرایطو د جوړولو له پاره مبارزه کوي او د ګوندي فعالیتونو د اغیزمنتیا د پلویانو مبارزه د دموکراسۍ له پاره د هڅو سره تړلې ده. داسې چې د ګوندونو فعالیت او د دموکراتیک نظام موجودیت یو له بله سره تړلي او لازم او ملزوم دی. وایی چې ګوندونه د دموکراسۍ اولادونه دي. همدا دموکراسي ده چې عامو خلکو او د ټولنې عادي وګړو ته په سیاست او ټولنیزو چارو کې د ګډون او د ټولنیزو طبقو او قشرونو له پاره د ګوندونو او سازمانونو د جوړولو آزاد شرایط برابروي.

د دموکراسۍ له غوره مشخصاتو څخه یو هم انتخابات دي چې په دې پروسه کې ګوندونه حیاتی رول لوبوی. د انتخاباتو له لارې خلک د هیواد په سیاست کې او د خپل ځان او هیواد د برخلیک په ټاکلو کې ونډه اخلی. ګوندونه دا ونډه د هیواد د قانون جوړوونکو او واکمنۍ چلوونکو ارګانونو له پاره د مناسبو کسانو د ټاکلو له لارې غښتلې کوی او له ملي ګټو سره د خپلو طبقاتی، صنفی او ګروپی ګټو د انطباق بهیر تنظیموي. ګوندونه د خلکو تر منځ د مختلفو میلانونو شته والی ته د قانون په پولو کې نظم ورکوي، دلویو ټولنیزو ګروپونو په استازیتوب یې غوښتنې د دولت او نورو طبقو او ډلو په وړاندې طرحه کوي، په ملت کې د متفاوتو میلانونو ترمنځ او همدا شان د دولت او افرادو تر منځ د فزیکی ټکرونو او وسله والې جګړې مخه نیسي، عمومی افکاروته د ملي ګټو په طرف حرکت ورکوي او تر انتخاباتو وروسته د انتخاب شوو کسانو پر کړو وړو څارنه کوي. انتخابات سیاسی نظام او واکمنۍ ته مشروعیت ورکوي او د خلکو د واکمنۍ غوره بیلګه بلل کیږي. انتخابات له یوې واکمنۍ څخه بلې ته د لیږد بهیر ته قانونمنه بڼه ورکوي، په ټولنه کې سیاسی ټاکلی کلتور جوړوي، فزیکي او وسله والې نښتې په سوله ایزه سیاسی سیالۍ اړوی، افرادو ته د خپلې رایې اهمیت څرګندوي  او په سیاست کې د عامو خلکو ګډون ته پایښت ورکوي. دموکراسي د جنګ او جګړې کلتور د سوله ایزې مبارزې په کلتور اړوی او د داخلي جګړو، د ملت د مادي او معنوي شتمنیو د له منځه تلو او د خلکو د فقر او بدبختۍ مخنیوی کوي.

لکه چې یادونه وشوه، د دموکراتیک نظام په جوړښت او چلولوکې ګوندونه لوی رول لوبوی. ګوندونه په ټولنه کې یو لړ دندې لري چې یوه یې په انتخاباتو کې ګډون او د انتخاباتي پروسې په سمون کې برخه اخیستنه ده.  ګوندونه په انتخاباتو کې ملت ته د دولتي چوکیو له پاره مناسب کاندیدان وړاندې کوي او په دې توګه د کاندیدانو د شمیر له بی ځایه زیاتوالي مخنیوی کوي. ددې له پاره چې د انفرادي تشتت او ګډوډیو په پایله کې د ملت رایې ضایع نه شي، د ملت تر منځ د ښو کاندیدانو له پاره کمپاین او اقناعي کار کوي، خلک په انتخاباتو کې ګډون ته رابولی او تشکل او انتظام ورکوی. ګوندونه په انتخاباتو کي سیاسی فعالیتونو ته پراختیا ورکوي او د تبلیغ او ترویج له لارې د ټولنې تیت او پرک ځواکونه د ټاکلو موخو د سرته رسولو له پاره تر خپل بیرغ لاندې راټولوي.

په انتخاباتو او انتخاباتي پروسه کې باید ګوندخپل اهداف خلکو ته تشریح کړي، خپل ځان خلکو ته وښئی، خپل پروفایل مشخص او غوره ځانګړنې ټولنې ته روښانه کړي او د خلکو ترمنځ خپل موجودیت څرګند او خپل محبوبیت زیات او وازمایی. د همدې ازموینې په پایله کې د لاسته راغلو نتیجو پر بنسټ ګوند خپل فعالیتونه ارزوي، خپلې تیروتنې اصلاح کوی او د کار په قوي اړخونو لا ډیر فشار اچوي. که چیرې حزب ونه توانیږی چې د انتخاباتو په بهیرونو کې خپل هدفونه او خپل موجودیت د خلکو له پاره وړاندې کړي، هغه د خلکو له فکرونو او زړونو څخه وزی او د انزوا او هیریدو کندې ته لویږي. په انتخاباتي بهیر کې ګوندونه خپلې مشخصې برنامي خلکوته وړاندي کوي، په ټولنه کې د ستونزو د حل له پاره خپل ابتکار او خلاقیت څرګندوي او د خلکو باور پرځان را اړوي. د انتخاباتي مبارزو د کمپاینونو، د رایی اچولو او ګڼلو د بهیرونو څارنه کوي او د ټولې انتخاباتی پروسې په سموالي او شفافیت کې ونډه اخلي. تر انتخاباتو وروسته د هغو د نتیجو او سیاسی ځواک د بدلون بهیر تر خپل نظر لاندې نیسي او په دې اړوند خپل تاریخي فعال رول د غړو د بیدارۍ، سیاسی تعهد او ګوندي ځواکمنۍ پر بنسټ لوبوي.

په انتخاباتو کې ګوندونه د ولس کتلو ته ځانونه نږدې کوی او د تماس او مفاهمي کانالونه جوړوي، د اړیکو پخوانی تارونه یو ځل بیا نوي کوي او له سره یې محکموي. د خلکو غوښتنې پیژني، تشخیصوي یې، ارزوی یې او له هغو سره د ځان د عیارولو لارې چارې سنجوي. د انتخاباتو په بهیر کې تر هر بل وخت زیات د خلکو غوږونه خلاص وی. د انتخاباتو د کمپاینونو دوران د ګوندي اهدافو د توضیح او تشریح له پاره تر ټولو ښه او مناسب وخت دي او په همدې موده کې د خلکو خلاصو غوږونو ته د ګوندي نظریاتو رسول د هغوی په مغزونو او زړونو کې ښه ځای نیسي.

د انتخاباتو تر مخ او په انتخاباتی بهیر کې ګوندونه ښه چانس لري چې له نورو ګوندونو او سازمانونو سره اړیکې ونیسي، تفاهم وکړي، ائتلافونه جوړ کړی، خپل همفکران او مخالفین ښه وپیژني او خپل موقف نورو ته څرګند، بیلوونکي کرښې کش او د خپلو همفکرانو موقف غښتلی او په هغو کې هم خپل تاریخی او ټولنیز رښتینی ځای وپیژني. د انتخاباتو په بهیر کې ګوندونه دا امکان هم تر لاسه کوي چې د خپل مادی او مالي بنسټ له پاره مرستندویان او د راتلونکو فعالیتونو له پآره  دوامداره همکاران ومومي. د انتخاباتو په بهیر کې ګوند د خپلو غړو د جدی فعالیت په څنګ کې له نورو سیاسی، اجتماعی، کلتوری او اقتصادي شخصیتونو سره تماسونه نیولای او د هغوی تر منځ ډیر ښه مشاورین موندلای شي چې له ګوند څخه فکری او نظري ملاتړ وکړي. ګوندونه د رقابتي وضعیت په بدلون او ښه والي کې رول لوبوي، د انتخاباتو فضا په جشني فضا اړولای او ولس په ډیره خوشحالۍ د انتخاباتو صندوقونو ته تشویق او روانولای شي. د انتخاباتو په بهیر کې ګوندونه تر هر بل وخت زیات خپل کادرونه روزلای شی، شخصیت یې لوړولای شی،  ملت ته یې ور پیژندلای  او د خپلو کادرونو ښېګڼې د نورو په وړاندې ښکارولای شی. د مطبوعاتو او رسنیو سره تماسونه ټینګولای شی او د هغو توجه پخپل لوري را اړولای شی. حزب د انتخاباتو په بهیر کې له نورو سیاسی ګوندونو سربیره له دولتي واکمنانو او دولتي ارګانونو سره مخامخ او د اړتیا په اندازه کلکې اړیکې نیولای او ساتلای شی. ګوند په انتخاباتو کې د مالي او پولي لګښتونو په بهیر هم نظارت او د مصارفو په قانونی چوکاټونو ټینګار کولای شي. ګوند د انتخاباتو په وخت کې له دولتی مالی حمایت څخه د قانون سره سمه ګټه اخیستلای او له خپله حقه دفاع کولای شي.

په انتخاباتو کې د ګوند یوازینۍ دنده د کانديد وړاندې کول او یا له یوه کاندید څخه ملاتړ او د هغو بریالی کول نه دي، بلکې په انتخاباتو کې ګوند نورې دندې هم لري چې پاس یې یادونه وشوه. ګوندي رهبري باید په انتخاباتو کې د ګوند دندې په کامپلکسي توګه په نظر کي ونیسي او د خپلو غړو فعالیت او د ولسي تودو د حرکت لوری په همدې عام چوکاټ کې وخوځوي. یوازې یوې موخې ته ډیره توجه او د نورو د یاده ایستل، ځنډول او یا څنګ ته کول د ګوندي رهبرۍ سمه طریقه نه ده.

(نور بیا)