از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

«
»

کابل بانک کې ناخبره طالب بریدګر

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

ځینې خلک وایې چې الله جل جلاله دي سړی د حکومت له توره او تعقیب څخه ساتي که یو ځل يې درپام شول او د  حکومت توري شوې بیا ښه ورځ نه لري.

په تیرو ۱۴ کلونو کې  ځینو خلکو په پټو سترګو کړنې د حکومت په نوم وکړي، چاپه کې شخصي دښمنۍ وپاللي، چاپه کې د پیسو په مقابل کې د پردیو له پاره جاسوسي وکړه او چا په کې د سوداګرو څخه د پيسو ترلاسه کولو له پاره د حکومت له نوم څخه سوء استفاده وکړه.

ځینې ناخبره او بې ګناه افغانان د ګوانتانامو  او بګرام زندانو ته یوړل شول، کلونه وروسته معلومه شوه چې د شخصي تربګنۍ او يا هم بهرنیانو ته د ژباړونکي له پښتو سره نابلدې له امله هغه خوار افغان تر ګوانتانامو او باګرام زندانو پوري رسیدلي وو، په لومړیو وختونو کې د بهرنیانو سره ډیری ژباړونکې دري ژبې وو.

د اپریل میاشتې ۱۴مه ۲۰۱۵ زکال و، زه او یو بل ملګری یوځای د کابل ښار په څلورمه کارته کې د کابل بانک یوې نمایندګې ته ورغلو، زما ملګري ته څو ځله نورو ملګرو ویلي چې لږ په جامه کې بدلون راولي، هغه تراوسه هم له ستونزو سره سره د ملګرو داخبره نه ده منلي چې خپل سپین پاج او يا غټه توره لنګۍ له سره لیري کړي او پر ځای يې پکول او يا همدلته سپینه مروجه خولۍ وکاروي.

داوخت داسي ورځې دي چې د طالبانو بریدونه کابل ښار کې زیات شوې، طالبانو ډلیز بریدونه په حکومتي ځایونو کول، داچې د نوي کابل بانک ځینې څانګې او په مجموع کې اوس مهال ټولې څانګې د افغان حکومت د کارکوونکو معاشونه ورکوي، له همدې امله څوځله د کابل بانک نمایندګۍ په ولایتونو کې د طالبانو له خوا په نښه شوي.

بانک د ودانۍ په درېم پوړ کې دی، لومړی چې دروازي ته ننوتلو هلته امنيتې کسان ټوپک په لاس ویریدلې ولاړ وو، دوېم پوړ کې د خاورو ډکې بوجۍ ايښې وي او وسله په لاس امنيتې کسانو د ټوپکو مشوکې ورڅخه را ایستلي وي، همدلته يې تلاشي هم وکړه، درېم پوړ کې هم امنيتې کسان د بانک دروازې مخکې ولاړ و، تلاشي يې کوله، او د  درېم او څلورم منزل په نیمايې کې هم امنيتې کسان د خاورو څخه له ډکو بوجیو شاته ناست وو، د ټوپکو شپیلۍ يې همدې د تلاشۍ ځای ته برابرې کړي وي.

رښتیا هم په دې ورځو کې کابل ښاریان زیات ویریدل، د طالبانو حملې زیاتې شوې وي، د کابل بانک نږدې دهرې نمایندګۍ همدا حالت وو.

د بانک مدیر ته دوه کسان ورغلل، هلته د هغه په ځانګړې دفتر کې ورسره کیناستل، مدیر يې د پيسو د وېشلو غرفي څخه یو تن کارکوونکی (صراف) خپل دفتر ته وروغوښت، هغه ته يې د یادوو دوو کسانو سپارښ وکړ چې ژر پیسې ورته ورکړي، په کابل بانک کې ډیر وخت ځکه زیاته ګڼه ګوڼه وي چې د عامو  خلکو سربیره دولتي مامورین له همدې بانک څخه معاشونه ترلاسه کوي، د امنيتې ادارو کسان هم همدې بانکونو ته د معاش اخستلو له پاره ځي،  نو که سړی په کې واسطه ولري ښه کار کوي، له انتظار څخه بچ کیږي.

مدیرډیر ژر د یادو دوو کسانو کار ورته خلاص کړ، پرته له نوبت څخه هر څه يې ورته تیار کړل، یواځي د پیسو اخستلو تر غرفي همدي د مدیر میلمنو زحمت وکړ، او سم له واره يې خپلې پیسې تر لاسه کړي.

زه او ملګری ولاړ وو، خپل نوبت ته مو انتظار کاوو، زما د بانک د دروازې په پولیسو کې ځکه فکر کوو، چې کله موږ بانک ته ننوتلو ټولو پولیسو په ځیر ځیر کتل، او بیا يې هم زما ملګری تر څار لاندي نیولی وو، دغه ځوان چې جګه ونه لري، غټې څڼې يې پري ایښي دي، لویه سپینه لنګوټه يې پر سر وي، غټ کندهاري کالي چې ډیر کله سپین رنګه وي پر تن کوي، څادر يې پر ځان تاو کړی وي، کټ مټ لکه د طالبانو د وخت د هغوی قومندان چې وي، مګر هغه انجنیر دی، په دعوت جهاد پوهنتون کې هم په همدې جامه کې هغه اوسیدلی وو، يواځي داچې هغه وخت کې يې پکول په سر کاوو، د طالبانو له راتګ سره بیا هغه لنګوټه پر سر کوله، او له کورنیو او بهرنیو موسیساتو سره  په تیرو ۱۴ کلونو کې د کار پر مهال يې هم همدا جامه کارولي ده.

پولیس وارخطا وارخطا ایسته دورې کیدل، زه شکمن  شوم، ملګري ته مې وویل چې ممکن پولیس پر تا شکمن شوې وي، هغه ویل چې بریدګر خو بانک ته په دغسي جامه کې نه راځي، ورته مې وویل چې دوی خو روزل شوې نه دی، بس غواړي چې یو څه وکړي، بیا چې ستا پوښتنه کیږي چې انجنیر دی، کابل کې يې کور دی، همدلته اوسیږي دا کار به میاشتي وخت ونیسي، غوښتل مې چې د پولیسو خواته ورشم، خو دغه حالت بانک ته راغلي نور خلک او په ځانګړې ډول میرمنې هم وارخطا کړي، ځينې میرمني له پیسو اخستلو پرته له بانک څخه ووتلي.

د پولیسو یو تن د بانک مدیر ته ورغی، هغه ته په غوږ کې وپسنیدی، خبرې یې ورته وکړي، زه نور هم شکمن شوم، زما ملګري ته مې وویل چې خبره ستا اړوند روانه ده، هغه خندل، ویل يې مه يې ښوروه چې دوی دومره ویره لري، او له هرچا څخه ویريږي، دا خو دوی له پاره ښه نه ده، ځکه دوه ځله يې موږ تلاشي کړو، نه راسره کومه وسله شته او نه هم په پټه بانک ته ننوتلي يو.

د بانک مدیر په منډه له خپل دفتر څخه ووت، د باندي ولاړ، لږ وروسته د پولیسو له څو تنو سره د بانک مرستیال مدیر د بانک عمومي سالون ته را دننه شو، وارخطا وارخطا یې کتل، پولیسو په اشاره کې هغه ته شکمن بریدګر انجنیر ور وښود، کله چې هغه دغه د سپینې پګړۍ ځوان ولید، ډیر ژر بیرته د بانک له عمومي سالون څخه ووت، له پولیسو سره يې خبرې وکړي، لږ وروسته هغه او د بانک مدیر بیرته خپلو کارځایونو ته راغلل، کیناستل، کار نورمال روان وو، هر څه  مې څارل، ځکه په همدې ورځ د بانک سخت امنيتې تدابیر هسي هم ویرونکې وو، مرستیال مدیر ته د لاسلیک اخستلو له پاره ورغلم، هغه بل تن ته کیسه کوله، چې د خدای فضل وشو، که نن زه نه وای لویه رسوايې به په بانک کې جوړه شوې وای، هغه ویل چې پولیسو غوښتل د بانک منځ کې دغه د سپینې لنګوټې لرونکی کس ولچک او زولانه کړي او هغه د بریدګر په تور باندي ونیسي، د بانک مدیر هم د همدې مشتري له قوارې سره نابلده وو، خو داچې دغه ځوان ما ته څو ځله راغلی او له همدې بانک څخه يې مخکې هم پيسې اخستي دي، له  همدې کبله وو چې ما هغه پېژاندی چې کله ناکله همدې بانک ته د  پیسو اخستلو او یا پیسو ساتلو له پاره راځي.

پولیسو تابیا نیولي وه چې هغه خوار د بریدګر طالب په نوم ونیسي، مدیر هوښیاري وکړه، زما سره یې خبره شریکه کړه، زه پورته منزل ته تللی وم، که همدلته ناست وای، نو سمدستي به مې هغوی پوه کړی وای چې دا زموږ مشتري دی.

هغه ډیره خفه ښکاریدی، ماته يې وویل چې زه خو دا ځوان پېژنم، چې کله همدلته بانک ته راشي هغه ډیر ښه اخلاق کوي ، اوس به يې همدا خوار د بریدګر طالب په نوم نیولی وای، او بیا چې داخبره سپینه کیدای ډیره اسانه به نه وای، بل داچې زموږ د بانک نوم به هم بدنام شوی وای، او ولي به زموږ امنیتې کسانو بې ګناه تن د نورو خلکو په مخ کې نیوی، هغوی به ویره لرله چې بریدګر ځان وانه لوزوي نو په همدې يې هم فکر کاوو چې څه ډول عملیات پر هغه ځوان وکړي.

همدا انجنیر وایې چې د کوم کار له پاره چیرته ځم، له سخت تکلیف سره مخ کیږي، هغه وایې چې یوځل د کوم وزرات مرسیتال ته له نورو انجنیرانو سره یوځای دهغه دفتر ته ننوتم، هغه له وارخطايې سره سره راته وویل چې ته د لومړۍ کرښې قومندان يې که انجنیر؟ په دغسي جامه کې ستا راتګ مناسب نه دی.

که د سړي خپله اصلي افغاني جامه پر تن وي، نه یواځي په کابل ښار کي بلکې په شمالي ولایتونو کې هم له ستونزو سره مخ وي، زما یو بل ملګری چې لویه ژیره يې درلودله، یوځل جوزجان ته ولاړی، له هغې خوا څخه چې راتلی، د  ژیرې ویښتان يې کم کړي وو، ډیر حیران شوم، هغه راته وویل چې له دي لوري د تلاشیو پر مهال يې ډیر زیات په تکلیف کړم، سخته تلاشي او دا به يې ویل چې طالب استي، نو ځکه مې له هغې خوا څخه د ژیرې ويښتان لنډ کړل.

اوس خو داهم پکې شته چې لنګوټه لرونکی سړی که کوم دولتې ادارې ته ننوځي نو د هغه پګړۍ له سره لیری کيږي او کله ناکله يې امنيتې کسان د خلاصیدو غوښتنه هم کوي.