نمونه هایی از کهنترین اشعار فارسی

تا بدانجا رسیده دانش من که بدانم همی که نادانم ( ابو…

ترامپ و بازتعریف روابط بین‌المللی؛ از تنش‌های ژئوپلیتیک تا دیپلماسی…

نویسنده: مهرالدین مشید ترامپ از دور زدن تنش های دیپلوماتیک تا…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟

پروفیسور دکتر شمس سینا بخش دوم درین جا می خوانید: -چطور میتواند یک…

پرتو عقل و خرد 

رسول پویان  جهان که در دل دانش می‏کند تابـش  به جهل تیره…

نامه‌ی سرگشاده‌ی محمدعثمان نجیب، بنیادگذار مکتب دینی-فلسفی من بیش از…

آقای ترامپ! تو نه در قامت یک سیاست‌مدار آمدی، نه به…

افغانستان، میان دو لبه تیغ؛ تحول نرم یا سقوط ساختاری

نویسنده: مهرالدین مشید نجات افغانستان در گرو راهی؛ میان تحول نرم…

دولت: کاملِ ناتمام...!

دولت یا خدمات عامه و زمانیکه توسط میثاق مردمی همانا…

فرق بین شادی و لذت

 محمدنعیم «کاکر خیلی ها فکر می‌کنند که شادی و لذت یکی…

شلینگ و هگل،- دعوای 2 فیلسوف دولتی

Schellig, F.W (1775- 1854 آرام بختیاری فلسفه شلینگ،- مفاهیم ناروشن، تعاریف ناتمام. شلینگ…

عید قربان

ای وطندار عید قربان شد قربانت شوم صدقه‌ی حال خراب و…

حامییان حق!

امین الله مفکر امینی !    2025-03-06   نترسم زدشمن تکیه برحـــق کــــــــــرده ام باتکیه…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟

پروفیسور دکتر شمس سینا بخش نخست درین جا می خوانید: -چطور میتواند یک…

افغانستان در تلاقی آشوب و رقابت؛ قرائتی تازه از فروپاشی…

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی طالبان؛ تلاطم‌های داخلی و بازتاب‌های جیوپولیتیکی منطقه‌ای…

در مورد تعاونی‌های کارگری

از آثار کلاسیک لنین برگردان: آمادور نویدی درباره تعاونی‌های کارگری تذکر سردبیر سایت مارکسیست– لنینیست امروز: این…

ریناس ژیان

استاد "ریناس ژیان" (به کُردی: ڕێناس ژیان) شاعر نامدار کُرد…

پنجشیر، زخم بر تن، آتش در دل؛ افسانه‌ای زنده در…

نویسنده: مهرالدین مشید پنجشیر، شیر زخمی اما سرفراز؛ خاری در چشم…

فلسفه امید بلوخ،- میان مارکس و مسیحا

Ernst Bloch (1885-1977 ) آرام بختیاری سوسیالیسم حتمی است !، مارکسیستی یا…

دلزار حسن

استاد "دلزار حسن" (به کُردی: دڵزار حەسەن) شاعر، نویسنده و…

مقام عشق 

رسول پویان  کلام عشـق و محبت چقدر شیرین است  نبید خسرو و…

تحول در متغیرهای ژئوپلیتیکی افغانستان: بازتعریف نقش طالبان در معادلات…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در معرض تلاطم؛ از صعود سریع تا…

«
»

ښاغلی مولاناصیب متوکل اوښاغلی مولانا صیب ضعیف!

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته!

په یوه ولسي لنډۍ به یې پیل کړم چې وایې:

د دنیا درې ورځې ژوندون دی

پرون راغلي نن دلي سبابه ځونه

خوله بده مرغه زموږدزوریدلوافغانانوپرون،نن اوسبا په غمونو،کړاوونو،کرکو،غوسواوخونړیوجګړوکې تیریږي .زغم،خواخوږٙي،مینه اومحبت اونوروته درنښت له زړونوکډه کړي اوځای یې غروراوتکبر،ځان غوښتنې اوشیطاني طمعې نیولی دی اودالامل دی چې افغان مسلمان ولس دنړۍ پرمخ دستر ناورین اوغمجن برخلیک سره مخامخ او ان چې انساني ځانګړنې یې تر پوښتنې اواستکباري ګواښ سره مخامخ شوي دي ترټولوخواشینوونکي اوزړه بوږنوونکي داچې پخپله افغانان دپردو اودوښمن په لمسه زموږ خویندې،میندې اوماشومان دجګړوپه اورونوسوزوي له خپلومېنواوکورونویبلې پښې،سر سرتوره اوبې ستره په سووساندواوژړاووپه منډواوځغاستوسردي .هو!خپل وطن اوخپل عزت پخپلولاسونوورانوواودادی ورځ ترورځې دجګړواورلاپه غرغنډواوپراخیدودی.زه ستاسوپاملرنه اواسلامي مسوولیت دافغان دولت اودطالبانوترمنځ وساطت ته راګرځوم اوپه دې اړه دیوې کلیوالي مزمنې شخړې اوناتارسوله یېزحل بیانوم.

کلونه پخوا مې دقومونواوقبایلوپه عالي جرګه کې په هیواد کې دملي روغي جوړي دتحقق په هیله دکاراوغړیتوب ویاړ درلوده یوه ورځ یوه مجرب اوپوه سپین ږیري په زړه پوري اوله پنده ډکه کیسه وکړه ویې ویل!

دلویې پکتیا دزرمت په یوه سیمه کې د دوو لویواوستروکورنیو ترمنځ دځمکې په اړه دعوه اولانجه رامنځته شوه په پایله کې دادعوه په خورا خونړۍ شخړه واوښته دواړوکورنیوچې ګڼ شمیر ځوانان یې درلودل وسلواوټوپکونو ته لاس کړاودجګړوپه ترځ کې ډیرۍ ځوانان دواړولورو ته ووژل شول د دواړوکورنیو ترمنځ دغې دوښمنۍ اوشخ شولانګې کلونه،کلونه دوام وکړاوپه وسله والونښتوکې د دواړولور هدیرې له مړو ډکې شوې اوتل به په جنګې مورچلو کې دیواوبل ځپلو،ګواښلواووژلوته ناست ووله دواړوستروکورنیوڅخه خندا اوخوشالي ورکه اوتل به یې دوژل شویومیړوپه جنازوویرکاوه.د دغو کورنیوداغجمن اوخشن حالت دهغه سیمې یوه سلمان یا نایې ته چې دواړو کورنیودسپین ږیرواوځوانانودسرونودویښتانودجوړولو،ږیرودخیریلودغم اوښادۍ په مراسموکې به یې چوپړکاوه ترهرچا ښه ښکاره اوجوت واود دواړوکورنیوستونزمن اوویرجن ژوند ترسخت اغیز لاندې راغلی و یوه ورځ یې کلک هوډ ونیو چې دالله په فضل به دغه داوږدوکلونوخونړۍ دوښمنۍ ته دپای ټکی ږدم .ده همداسې وکړل دشپې یې ډیرسوچونه اوفکرونه ووهل اودجوړجاړی دلارې دموندلوپه هیله یې شپه ترسهاره په ویښه تیره کړه اوسهاروختي یې دکلي په جومات کې سهارنی لمونځ ادا اوالله پاک ته په حضوع اوحشوع په سجده پریوته اولاسونه یې د دوعا په موخه لپه کړل چې لویه خدایه ،ته راسره دسولې اوخیر په کارکې راسره مل شه له ځایه پورته شوواوله جوماته یې یوټوک قرآن مجیدله ځانه سره واخیست اود دوښمنیوکورنیوڅخه یې یوه کلي ته په شنه سهارکې ځان ورساوه نایې هرچا پیژانده نیغ دکلا میلمستون ته ولاړاوهلته یې دکلي مشران راوغوښتل دسترګوپه رپ کې سپین ږیري اوځوانان ورته حاضرشول اوحیران ول چې نایې څنګه نن سهار وختې راغلی دی اوترې ویې وپوښتل خیر خوبه وي چې دومره وختي راغلی یې؟

سلمان ورته وویل هوخیردی اودخیرپه موخه راغلی یم اوورته ویې ویل چې راز به پټ ساتل کیږي زه ستاسو دوښمنوتوربرونورالیږلی یم هغوی داوږدوکلونودوښمني اوویني بهول بس بولي اوغواړي په سوله اومینه کې درسره ژوند وکړي تربګنیو،کینواوبدیوته دپای ټکۍ کیږدي زه درته دهغو په استازیتوب خپله خواره لمن غواړوم اوقرآن مجید درته شافي نیسم چې د دوی بلنه ومنی.دنایې لنډ سولییزپیغام ته ټول هک پک پاتې شول اوورته ویې ویل یوه شیبه وخت راکړه چې موږپخپلو کې سره جرګه شو.ټول له حجرې ووتل اوله څه ځنډوروسته راغلل اومشریې ورته ویې ویل!

ستا پلار اونیکه زموږدپلرونواونیکونوخدمت کړی دی  داچې ته زموږهډماتوتوربرانودجوړجاړي اودمړوټوپیودړنګولوپه سپیڅلي موخه راغلی یې موږستا پیغام اوبلنه منواوزموږسوله یېزپیغام هم هغو ته ورسوه.نایې دزړه له تله دخیرد وعاوکړه اوله ځایه پورته اوترې رخصت شوو.

دسولې اوخیراستازی دخوښۍ په جامو کې نه ځاییده اوبې له ډیله دهغه بل کلی په لور په ګړندیوګامونو رهي شواوپه لاره کې دخیر دوعاوي کوي چې داکورنۍ مې هم دسولې وړاندیزومني هغه وچې په همدې سهار کې یې کلي ته ځان ورساوه کله چې میلمستون ته ورسید دکلي مشران اوکشران یې راوبلل په شیبه کې سپین ږیري اوځوانان حاضر شول له روغبړوروسته یې دسهار په وخته مهال یې دهغه دورتګ لامل وپوښت ؟

نایې دلوی  خدای په نامه خبرې پیل کړې اوورته ویې ویل راز به پټ اوخوندې ساتوزه خو ستاسوهډماتوتوربرانوراولیږلم دسولي اوجوړجاړۍ بلنه یې درکړي ویل یې د دومره اوږدوکلونو دوښمني او وینه توییدنه بس ده وینه په وینونه مینځل کیږي نورباید پخپلوماشومانو،بورو،کونډواوورارومیرمنوورحمیږوچې له ویراوژړاپرته یې دخندا اوخوشالی څرک نه دی لیدلی ترڅوبه دټوپک په شپیلیوکې یواوبل ته ګورواوژوند به موپه مورچواوخونړیو بدیو کې تیریږي سوله اوسلم دخدای پاک لاره ده نوما د دوی سوله ییزپیغام درته راوړی اوقرآن مجید درته په ځولۍ کې نیسم چې دسولې پیغام ته په سوله ځواب ورکړی.

سپین ږیري اوځوانان دنایې خبروته هیښ پیښ پاتې شول اودخیالونو په ټال ځنګیدل یواوبل ته یې سره وکتل اودسلامشورې په موخه پورته شول شیبه وروسته ټولوپه یوه خوله دخپلو توربرونوسوله ییزپیغام ومانه اونایې ته یې دخیر اونیکمرغۍ دوعا وکړه اوورته ویې ویل زموږله خواهم همدغه پیغام ورساوه.نایې هم د دوعا لاسونه لپه کړل اوپه بیړه ترې رخصت شوو.

دواړه دوښمنه کورنۍ په دې ناخبره وې چې دجوړجاړی او ننواتي نوښت اوهڅه خیر اندیشه نایې کړي ده نایې  بې له ځنډه دچم ګاونډ درنه مخوراودیني عالمان دجرګې په دود راټول کړل اود دواړودوښمنوکورنیوسوله ییزچمتووالی یې هغوته څرګند کړ مشران اوعالمان دخوښۍ په جامو کې نه ځاییدل اوپخپلورغنده هڅواودخیر ښیګڼې ،الصلح خیرپه برکت یې دهغوناپخلاکیدونکودوښمنانوترمنځ پخلاینه اوروغه جوړه رامنځته کړه دمړوټوپۍ دسیمه ییزنرخ اوڅلي په دود ړنګې اود دوی ترمنځ یواوبل دغاړې چاپیرولوپه مراسموکې دمرکچیانو له خوا دخوشالۍ ډزې وشوې په یوه دسترخوان ډوډۍ وخوړل شوه اودکلونو،کلونودوښمنۍ ته دپای ټکی اود دوستۍ ډبره کیښودل شوه.

دسپین ږیري په وینا د دوی دوستانه اړیکي په وروستیوکلونوکې تر دې کچې ورسیدې چې یواوبل ته یې خورلڼې سره واده کړي دوښمني ،دوستي شوه.

درنوجنابانو!

یوه خیراندیشه سلمان ته الله پاک یوستربری ورپه برخه کړخوستاسودواړه الحمدالله دلوړبصیرت،پوهي اوپوره تجربې خاوندان یاست اودامارت په مهال یودبهرنیوچارووزیراوبل په پاکستان کې لوی سفیر واست نوزه یوبې وسه افغان کډوال تاسوته په روانه خونړۍ جګړه کې چې دهیواد په بیلابیلوسیموکې روانه ده دوساطت اوروغي جوړي بلنه درکوم هیله ده چې دانجینیرحکمتیارصیب سره دسولې اواخوت تړون په ټول هیواد کې دسم سمکي اوټیکاونیکه پیلامه شي تاسوته جوته ده چې پاکستاني شیطاني څارګروپه همدې حساس مهال کې دطالبانودځینومشرانوپه نیولواوزورولوپیل کړی اوډیری دسر سړي دپاکستان په جیلونوکې ځنځیراوزولانه دي هیله ده چې دولس مشرداکترصیب اشرف غني سره په تفاهم کې په دغه اسلامي اوملي لاره کې چې دافغانستان دمړواوژوندوهیله ده کارنده ګامونه پورته کړی اوپه کندهارکې داعلیحضرت احمدشاه بابا دسترې سوبې ویاړلی افتخارخرقه مبارکه په اوږواودخرقې مبارکې دمبارک جومات یوټوک قرآن مجید دشافي په توګه خپلوافغاني طالبانووروڼوته دسولې اواشتی په سپیڅلي دودتقدیم اودسولې بریاترلاسه کړی .ستاسودبریواوتوفیق په هیله.

بسم لله اکبري

۱۴/۱۰/۲۰۱۶

هالینډ