بیایید هموطن!

امین الله مفکر امینی       2025-12-10! بیــــا هموطن با هم یکی گردیم تا…

ما با پاکستان مشترکات نداریم !

مدتیست که عده ای نام از مشترکات میان افغانستان و…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش اول) ۱.خلاصه  این مقالهٔ علمی ـ تحلیلی و رهنمودی…

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

حميدالله بسيا په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د…

مهندسی قومی یا طرح توازن قومی در ساختار قدرت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید مشروعیت‌ بخشی قومی؛ از توجیه انحصار تا مهندسی…

صرصر ظلم 

از فروغ حسن تو ماه فلک شرمنده شد  مهر لطفت هر…

از همین خاک جهان دگری باید ساخت !

با شروع زمزمه های کم شدن موسسات خارجی و خروج…

چرا شطحیات! ترامپ را درک نه‌می‌کنیم؟

اولویت مردم ما اسقاط طالبان است، نه تعامل. ✍️ محمدعثماننجیب در جهان…

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي…

اپلاتون

د ده اصلي نوم «اریستوکلس» دی، د یونان یو نوموتی…

نقض حاکمیت ملی از سوی طالبان؛ از سلطه ایدئولوژیک تا…

نویسنده: مهرالدین مشید اجندا های قومی و اختلاف برانگیز منافی حاکمیت…

توماس مور؛ را هم اعدام کردند؛ بی وجدانا!

Thomas More ( 1477-1536 ) آرام بختیاری نخستین تئوریسین سوسیالیسم تخیلی در…

پاییز 

باد خزان وزید چمن بی نقاب شد  از برگ زرد صحن…

توافق طالبان و پاکستان

محمد عثمان نجیب پیش‌نوشت: با توجه به اهمیت این یادداشت که چند…

بازی های تروریستی پاکستان و ادامه جنایات آن در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید جنگ طالبان و پاکستان سناریوی استخباراتی با راستی…

سقراط

نوموړی د لرغوني یونان ستر فیلسوف او عالم او…

   جنگ پاکستان با طالبان

       نوشته ی : اسماعیل فروغی        جنگ کنونی میان گروه طالبان وپاکستان…

 با درد بساز که خون بهای تو منم

شوخی و مزاح جزء جدایی‌ناپذیر از زندگی اجتماعی انسان‌ها هستند…

ترامپ چرابگرام رامی خواهد؟

بخش دوم طوریکه می دانیم در15 آگست سال 2021امریکائی هاظاهراًازروی اجباردربرابرمقاومت…

پاکستان حق نه لري چې د افغانستان په خاوره تعرض…

نور محمد غفوری  د نړيوالو اړيکو او دولتونو ترمنځ د متقابل…

«
»

څوک له حکمتيار سره د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي؟

په داسې حال کې چې افغان حکومت ټينګار کوي چې له اسلامي حزب يې د سولې موافقه نهايي شوې او ژر به د ګلبدین حکمتیار او ولسمشر محمد اشرف غني ترمنځ لاسلیک شي؛ پر وړاندې يې د دعوت اسلامي ګوند او د حراست او ثبات شورا مشر عبدالرب رسول سياف غبرګون ښودلی دی. له اسلامي حزب سره د حکومت د سولې په غبرګون کې سياف ويلي « څو چې ژوندی يم له اسلامي حزب سره د حکومت د سولې هوکړې سره به مخالفت کوم.» داسې ويل کيږي چې د سولې په شورا کې يوه باوري کس د اسلامي حزب يو غړي ته ويلي، کله چې استاد سياف په هند کې په روغتون کې د درملنې لپاره بستر و، د سولې عالی شورا مشر ته يې زنګ وهلی او ورته ويلي، چې د طالبانو او حزب اسلامي سره هیڅ وخت سوله نه غواړم او تر څو ژوندی يم د اسلامي حزب سره به د سولې په تړاو مخالفت وکړم.

د دعوت اسلامي ګوند مشر سياف ټينګار کړی چې نوموړی به په هر ډول شرايطو کې له طالبانو او اسلامي حزب سره مخالفت کوي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې ځينو سرچينو ويلي و چې اجرايوي رييس ډاکټر عبدالله هم له اسلامي حزب سره د حکومت د سولې د خبرو مخالفت کړی و. ويل کيږي يونس قانوني او د صبغت الله مجددي په استازولۍ زبيح الله مجددي هم د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې د خبرو مخالفت کړی دی.

څو ورځې وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا اعلان وکړ چې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له اسلامي حزب سره د حکومت د سولې خبرې نهايې شوي او ټاکلې شوې وه چې د تيرې يکشنبې ورځ (د سنبلې ۲۸) نيټه يې تر منځ هوکړه ليک لاسليک شي. خو پر وړاندې يې په وروستيو کې په حکومت کې دننه او بهر د ځينو کړيو مخالفتونو ګڼې پوښتنې راولاړې کړې دي. اوس لويه پوښتنه دا ده چې په ټوله کې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب او د افغان حکومت تر منځ د سولې خبرو کې کوم موارد او کوم اشخاص خنډونه جوړوي؟

۱ــ مخالف سياسي ګوندونه

په افغانستان کې ځينې لوی سياسي ګوندونه د ۱۳۷۰ کلونو د خپلمنځۍ جګړې مخينه لري چې اوس يې هم يو و بل ته په زړونو کې زړه دښمني او کينه شتون لري. دوی هغه مهال د کورنۍ جګړې اصلي لوبغاړي و او په خپلو منځو کې ورته خپل پټ رازونه معلوم دي. اوس که د حکمتيار له ګوند سره سوله کيږي نو نور مخالف ګوندونه يې ډار لري چې ورسره شته پټ رازونه به يې افشا شي او اصلي څېره به يې خلک وپيژني. له همدې امله يې پر وړاندې خنډونه جوړوي. بله مسله چې سياسي ګوندونه يې اړ کړي چې له اسلامي حزب سره مخالفت وکړي هغه د حکومت له لوري ښاغلي حکمتيار ته ځيني امتيازونه دي چې د مخالفو ګوندونو مشران يې د ځان لپاره هم غوښتونکي دي. د حکمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب مخالفان د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې په بدل کې د ځينو امتيازاتو ورکړې ته کينه لري. دوی چې کلونه ـ کلونه يې د افغان حکومت له بدنې نه تغذيه اخيستې؛ اوس چې ښاغلی حکمتيار هم په حکومت کې د امتيازاتو ترلاسه کوونکی کيږي نو دوی (د اسلامي حزب مخالفان) يې نه شي زغملی او پر وړاندې يې تر هغې خنډونه جوړوي څو حکومت دوی ته هم په امتياز ورکولو قايل شي.

۲ــ سپيدار ماڼۍ

په سپيدار ماڼۍ کې ښاغلی عبدالله او پلويان يې چې ډيری د جمعيت ګوند پلويان دي او د حکومت غوښينه برخه تشکيلوي نو اوس د ښاغلي حکمتيار په راتګ سره خپل موقف، امتيازات او څوکۍ په خطر او د نيمايې کيدو په حال کې ويني نو ځکه يې پر وړاندې خنډونه جوړوي. دوی چې د حکومتي تشکيلاتو لويه برخه جوړوي او تر ډيره د هيواد د شمالي ولايتونو واکمني په لاس کې لري؛ ډار لري که چيري د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې خبرې بريالۍ شي نو دوی به په حکومت کې خپله غوښينه برخه له لاسه ورکړي او واک به يې کم شي. یعنې کله چې حکمتيار د افغان حکومت د سياسي جوړښت يوه برخه ګرځي نو بيا به د هيواد په شمال کې د واک تعادل رامنځته شي او هغه واک او صلاحيت چې اوس يوه ځانګړې ډله يې په شمالي ولايتونو لري؛ دوی به يې له لاسه ورکړي نو ځکه خو په يو نه يو ډول د اسلامي حزب او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو لپاره خنډونه جوړوي.

۳ــ ارګ ماڼۍ

که څه هم ارګ ماڼۍ په ښکاره له اسلامي حزب سره د سولې غوښتونکې ده خو په پټه کې کابل ته د حکمتيار له راتګه ډار لري. دوی له دې امله د حکمتيار له راتګه ډار لري چې ګويا احتمال لري چې حکمتيار به په راتلونکې کې يوه فکري شورا جوړه کړي او خلک به په ځان راټول او د حکومت لپاره به سرخوږی جوړ کړي. له حکمتيار سره د ارګ ماڼۍ د مخالفت بل دليل دا دی چې اوس ارګ ماڼۍ په هيواد کې د ښاغلي حکمتيار په نفوذ شک لري. دوی پوښتي چې له حکمتيار سره سوله به آيا وکولای شي چې په هیواد کې د روانې نا امنۍ په کابو کولو کې مثبت رول ولري؟. یعنې حکومت په دې نه دی ډاډه چې حکمتيار به د وسله والو مخالفانو سره په سوله کې د افغانستان د سولې عالي شورا سره د پام وړ مرسته وکړي ځکه طالبان او د حکمتيار اسلامي حزب هم په خپلو منځو کې جنګي سابقه لري.

د دې پورته ياد شوو لاملونو سربيره د ولس يوه ډله هم انديښه لري که چيري له حکمتيار سره سوله کيږي او ځينې ګوندونه يې مخالفت کوي نو خدای مکړه چې هیواد بیا د ۱۳۷۰ کلونو په سرنوشت  یعنې د تنظيمي جګړو په سرنوشت بدل نه شي.

لیکنه : خوشحال آصفي