تاملی بر  دیدگاه های «خدا مرده و یا اینکه سکوت…

نویسننده: مهرالدین مشید درامدی بر دو تجربه‌ی متفاوت از غیبت الهی اندیشه‌ی…

نصایح نامچه

موسی فرکیش «نصایح‌نامچه»، در حقیقت متن گفتار و پیشنهادهای عبدالرحمان خان…

یازدهم سپتامبر؛ مبارزه با تروریسم یا چرخه معکوس تحول در…

نویسننده: مهرالدین مشید حملات یازدهم سپتامبر ۲۰۰۱ نه تنها سیاست خارجی…

 آیا راه رشد غیر سرمایداری پاسخگوی  اهداف استراتیژیک خلقهای جهان…

مقدمه این را همه میدانند که در ایجاد جنبشها وحریانات تند…

استاد ګل پاچا الفت 

خدای بخښلی  استاد گل پاجا الفت  هغه  لوی  او وتلی…

د سیاسي ګوندونو په جوړولو او فعالیت کې د مرام…

 انسان له اوله په ټولنیز ژوند کې د ګډو موخو…

خاطر شاد 

رسول پویان  تـو گـویی خامـۀ پاییز کلک استاد است  به هر طرف…

برجحان تعلقات!

امین الله مفکر امینی                     2025-07-09 برجحان ز تـــــــــعلقات وافکاری واهی خدا جوییــــــــم با…

اگر سقراط ‌پدر فلسفه است، کنفوسیوس یا ملاصدرا چرا چنین…

بخش دوم از مقاله‌ی سقراط، تیشه‌زنی، به ریشه‌ی دانایی. بحثی از…

پاسخی به پرسشی

محمدعثمان نجیب  آغا صاحب گرامی، نه دانستم دلیل شتابان شما برای…

استاد قیام الدین خادم 

استاد خادم د پښتو ادبیاتو په اسمان کې له هغو…

روشنگری روس، ملی گرا، رفرمیستی، علم گرا

Lomonossow, Michail(1765-1711 آرام بختیاری لومونسف؛- شاعر، دانشمند، روشنگر. میشائیل لومونسف(1765-1711.م)، شاعر، محقق، فیلسوف،…

د سیاسي ګوند او سازمان اساسي او تشریفاتي سندونه

د یوه سیاسي ګوند او د هر سیاسي او ټولنیز…

اعتراف به خطا؛ اخلاق و پل عبور از تاریکی به…

نوسنده: مهرالدین مشید  تاریخ، دادگاه اشتباهات مشترک ما تاریخ معاصر افغانستان و…

وقتی اژدها می‌غرّد، خرس می‌خروشد و فیل می‌خرامد؛ بشکه زرد…

نوسنده: مهرالدین مشید  پیام نشست شانگهای برای طالبان؛ نشانه‌ای از افول…

در سوگ کنر

بمناسبت زلزله ي مهلک ولایت کنر از زمین لرزه کنر هر…

درمراثی قربانییان زمین لرزه ی مشرق زمیـــن !

امین الله مفکرامینی                   2025-02-09! بدیــــــــده اشکِ ماتم و بدل خونم ز لغزشِ…

اشک قلم 

رسول پویان  اشک قلم به صفحـۀ دل ها چکیده است  صد لاله…

استاد عبدالروف بینوا

استاد بینوا د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه ستر…

کودکانی که کودکی نمی‌ کنند

خیابان، خانه بی‌در و پیکر کودکان فراموش‌ شده! فرشید یاسائی *  ما…

«
»

څه رنګه ریس جمهور ته ضرورت دی ؟؟؟؟

لیکونکۍ : دفلسفی دکتور طاوس وردک لندن د جون دوهمه ۲۰۱۷ کال .

هیواد والو افغانستان د تقریبا ۳۰ ملیتو یا قومو هیواد دی ، او هر قوم یا ملیت ځانته خوی ، عادت او خصلت او کرکتر لری ، او بیا هر انسان پدیدو ته د خپل عقل او درک او احساس له مدرکه قیمت ورکوی او هغه وینی ، هیڅوک هیڅکله یو شانته نظر نه لری ، لکه چی موږ وینو دوه ملګری یو رستورانت ته ځی او هلته یو چاینکی فرمایش ورکوی اوبل قابلی ، یعنی ډیر کم خلک یو دبل سره هم نظره لیدل کیژي همدا وجه ده چی جمهورو ریسانو ، پادشاهانو ، امیرانو ،  وزیرانو او والیانو په خپله زمامداری کی ډیر اشتباهات او خطاګانی کړی او نن هم د ( احساساتو او هیجاناتو ، خودخواهیو او حرص او آز) له خاطره یو دبل سره نه جوړیژي ،پرون په یوه قوم کی یو لوی زمیندار وو یا یو لوړرتبه افسر یا جنرال یا والی یا وزیر وو چې پلار او نیکه ېې هم جایداد لرلو ، خو د کودتاچیانو یا انقلابیونو یا مجاهدینو یا طالبانو له خوانه سپک او یا ورباندی ظلم وشوو ، یا د مجاهدینو په صفوف کی داسی کسان ډیر وو چی پرون په یوه ګوله ډوډۍ ماړه نه وو ، خو نن د پلوو او کبابو سره هره لحظه ژوند او عیش کوی ، ډیرو یی حرامی د بیت المال یا منفردو کسانو جایدادونه اوپیسې  غلا کړې ،جایدادونه ، کورونه او اپارتمانونه ېې غصب یا نیولی او نن یو ملیونر دی ،بل ېې ملیاردر دی، خلک یی وژلی ، بندی کړی ، تهدید کړی دخلکو په نجونو او هلکانو ېې تیری کړی او اوس د وسلو انبارونه لری او دولت هم څه نه شی ورته ویلای ، زرهی موټران لری او ډیر زیات سړی وژونکی د ځان د ژوندی پاته کیدو له پاره د یوه معین معاش په بدل کی ساتی، په دولت او ادارو کی ېې هم خپل اولادونه او طرفداران یا مزدوران تعین کړی او ددوی له طریقه خلک نعل کوی او کډ نپوی او وژنی  ؟؟

حکومتی چارواکی په سر ددې چې د خارجی هیوادو له خوانه د ادارو په راس کی ګمارل شوی او خارجی اشغالګرو ته ېې د اشغال زمینه برابره کړی ده ، نن د خارجیانو د مادی او معنوی مرستو او حمایت نه برخورداره دی ، او همدا وجه ده چی ریس جمهوران ېې نه شی صلب صلاحیت کولای ، که ېې صلب صلاحیت هم کړی مجبور دی چی د اشغالګرو نه مرسته او د حل لاره  ورنه وغواړی او مشوره ور سره وکی ، د  دا ډول هیوادو د حکومتونو عمر ډیر کم وی ؟؟ ځکه که یوه ورځ د خارجی په خوله ونه کړی دوهم واری ورته توطیه جوړوی او داسی ېې وژنی یا بد ناموی لکه چی ضیاولحق ته یی جوړه کړه ، یا ېې مرسی ته په مصر کی جوړه کړه یا ېې داود خا ته جوړه کړه، یا ېې ربانی ووژلو یا ېې فهیم تیر کړو ، یا ېې احمد ولی تیر کړو ،یا ېې دوستم ته جوړه کړه   ؟؟

د افغانستان د اداری له پاره په او سنیو شرایطو کې ریاستی نظام یوازنی سیستم بولم ځکه د پارلمانی نظام معنی د ننیو مجاهدینو یا تجزیه طلبو خود خواه ، مقام او څوکۍ غوشتونکو بیسیواده ټوپکسالارانو په وخت کی زهر قاتل دی ،ځکه دوی د صدارتی نظام په ماهیت نه پوهیژي ، صدر اعظم باید موازی  حکومت ونه لری ، یا ۵۰٪ شریک نه وی  زموږ هیواد وال د پوهې هغو حد ته نه دي رسیدلی چی اقلا ( پوهه – حیا – حوصله – صبر – برده باری – تحصیل – تعلیم – تخصص – نظم او اداره – دځان او بل حقوق – د ښځوحقوق – د کار او مزد حقوق –)  او ډیر نور شیان ېې  زده وی اوس له پاره ددی چی د تفرقه اچونکو – تجزیه غوښتونکو – ډ پاکستان او ایران د هیوادو د نوکرانو او مزدورانومخه ونیول شی باید یوه ( مستقل افغان ، یوه اصلی افغان ، یوه بیطرفه افغان ، یوه با جراته افغان ، یوه جدی او ازادی دوسته افغان ، یوه معتدل  مسلمان افغان ، یوه همدیګر پذیر افغان ، یوه دملی وحدت غوشتونکی افغان ، ) د نوی موقتی دوری له پاره وټاکل شی ضرورت دی، او اشرف غنی او عبدالله ته رخصت ورکړی ، ترڅو د داخلی او خارجی ( رنګ په رنګ دشمنانو او دسیسه کارانو ) خوله ورماته کړی اشد ضرورت دی :

ولی او په څه باید داسی ریس جمهور را منځ ته شی ؟؟؟

تر څو ددغو لاندې شیانو مخنیوۍ وکړی ،او اصلی مجرم ددغو ټولو ناخوالو شاغلۍ حامد خان کرزۍ وو چی دغو فاسدو عناصرو ته مخه ورکړه او سر ېې ورته ټیټ کړو ،څوک ېې قهرمانان کړل ، څوک ېې مارشالان کړل ،   او ننۍ اشرف غنی او عبدالله چون خرڅ شوی دی ( با زاغ بودنه ګرفته نمی شود ) ؟؟؟ ددوی دوسه نه ده پوره نو زما په عقیده یوه داسې ریس جمهور ته ضرورت دی ، کوم چی ما دده صفات پورته ولیکل ،  تر څو دغه کارونه تر سره کړی ؟؟؟

اول ::::- دمجاهدینو بیسیواده ، خوار ، بیکاره ، مزدور ، قاتل ، غاصب ، رشوت خواره ، رهبران او قوماندانان چی د جهاد له برکه نن ملیونران شوی غواړی د تل له پاره نسل بن نسل ریس جمهوران ، دجمهوروریسانو معاونین ، وزیران ، معینان ، والیان او قوماندانان او د امنیتی ارګانو مشران ووسېې ؟؟؟؟

دوهم :::- دغه ملیونر شوی ، ملیاردر شوی ، دقصرو او بنګلو خاوندان شوي ، دبلند منزلو خاوندان شوي اود شخصی بانکو او شهرکو خاوندان شوي ، ویریژي چی یوه ورځ به ددوی نه پوشتنه کیژي چې د کومه د کړله دغه آرګاه او بارګاه ، جهاد خولو افغانانو وکړو ، ولی ټول ددغو سرمایی خاوندان نه شول ؟؟؟

دریم :::- پاکستان – ایران – عربستان سعودی او نور عربی هیوادونه لکه قطر، کویټ ، امارات متحده عربی  – چین – هندوستان – روسیه – ( غربی هیوادونه په راس کې ېې امریکا ) ، دیوی خوانه خپلو ستراتیژیکو اهدافو ته درسیدو په خاطراو دبلی خوانه د اقتصادی ګټو په خاطر ، د وسلو او قاچاق او قاچاقبرانو د حمایت او ساتلو په خاطر نه غواړی په افغانستان کې دغه ډیری شدی ورکونکی غوا له لاسه ورکړي ، دوی غواړی همیشه ماجرا جویی وکړی ، انتحار او انفجار وکړی تر څوخپلی اشغالګرې سلطې ته دوام ورکړي  او ددغو  تیورۍ نه په استفادی سره ( سرکوزي – بی ننګه – بی غیرته – خرڅ شوی ـ پردی پرسته پرونی او ننی جهادی مشران په غیږ کی ونیسی  او ددوی نه د خپلو اهدافو د پوره کولو استفاده وکړي ؟؟؟

دپورتنیو موادو د عملی کیدو په خاطر باید یو داسې غیر جهادی مشر ، یو پاک ( چې لاسونه ېې د خلکو په وینو او رشوت ککړ نه وی ) را منځ ته شی ، او داسې اداره جوړه کړی چی ملی – وطنی – مستقله او خودمختاره وې د شرق او غرب ، خاصتا پاکستان – ایران او عربانو نوکره او مزدوره اداره نه وی ، تر څو ملی او مردمی اهداف په ښه توګه او پوره استقلالیت سره عملی کړې دا یوازڼۍ درست او منطقی کار دی چی باید عملی شی ؟؟؟؟