دلته چا راوړی داسی د جنګ اوردی
چی قاتل اومقتول ھریو زما وروردی
د پردي په فرمان،یووروربل وروروژني
د یوورورلاس د بل ورورپه وینوسوردی
د خپل کوربچیان موکورپه ډزو ولي
مونږپخپلولاسو وران د بابا کوردی
نن د ھردښمن پدی جګړه کی لاس دی
ھردښمن وسله وال کړی خپل مزدوردی
لږھوښیارشئ ای غیوروافغانانو
دلته ھردښمن دام ایښی په ھرلوردی
راشئ ستونزی د جرګی له لاری حل کړو
دا جګړه خو اوس د ټول ملت پیغوردی
د پردي په ضد به یوځای قیام وکړو
چاچی دلته شروع کړی د جنګ شوردی
الحاج الھام الدین قیام
15/04/2015