شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

بیکس محمد قادر

استاد "بیکس محمد قادر" (بێکەس حەمە قادر) شاعر و نویسنده‌ی…

عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

«
»

پاکستان ترهګر له منځه نه وړي بلکه امتیاز پرې اخلي

افغان حکومت تل د سولې په تړاو خپلې دروازې پرانیستي دي؛ او د افغانستان په کورنیو چارو کې یې په لاسوهنو تورن هیواد پاکستان څخه تل غوښتنه کړې چې په خپله خاروه کې د حقاني شبکې او طالبانو په ګډون ټولې هغه ډلې وځپي چې دلته جګړه جاري ساتې او له هغه ځایه د افغانستان پر ضد د جهاد فتواوې صادروي. خو دغه د ترهګرو ځالې (پاکستان) تل نه یوازې دا چې د افغان لوري غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې بلکه په دغه هیواد کې د روانو ناامنیو پړه یې هم په افغانستان اچولې ده. اوس اوس په دې ورستیو کې د پاکستان صدراعظم نوازشریف، چې امریکا ته په درې ورځني سفر تللی، وايي؛ افغان ولسمشر غني ته یې ویلي چې پاکستان د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو تنظیمولو ته تیار دی خو داسي نه شي کولی چې هم طالبان خبرو ته حاضر کړي او هم ورڅخه د هغو د وژلو غوښتنه وشي. د ده دغه اشاره د امریکا او افغانستان د حکومتونو دې غوښتنې ته ده چې په خپله خاوره کې طالبان وځپي او پناهځایونه یې له منځه یوسي.

دا لمړی ځل ندی چې پاکستان د افغان دولت تر څنګ له نړیوالو سره هم سپین سترګي کوي او په رڼا ورځ یې سترګو ته شګې شیندي؛ بلکه وړاندې یې هم بیلابیلو چارواکو ورته څرګندونې کړې دي.  پاکستان په ښکاره هم افغان دولت او هم نړیوالو ته هر څه  ﺍﺭﺍﻡ ﺍﻭ ﻧﻮﺭﻣﺎﻝ ښکاره کوي؛ ﭘﻪ ﺧﺒﺮﻭ ﺍﻭ ﮊﻣﻨﻮ ﮐﯥ ﮐﻤﯽ ﻧﻪ ﻟﯧﺪﻝ ﮐﯿږﻱ، ﺧﻮ ﺩ ﺩﯤ ﻏﻮﻟﻮﻭﻧﮑﯥ ﺍﺭﺍﻣﺘﯿﺎ ﺷﺎ ﺗﻪ ، ﺩﻏﻪ مکار هیواد ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﭘﻪ ﻭړﺍﻧﺪﯤ ﻟﻪ ﺗﻮﻃﯿﻮ ﻧﯿﻮلی، ﺩ ﺗﺮهګرو ﺩ بیلابیلو ډﻟﻮ او دلته د افغان لاسپوڅو او دوی ته وفاداره څېرو په مرسته، ﻧﺎﺍﻋﻼﻥ ﺷﻮﯤ ﺍﻭ ﻧﯿﺎﺑﺘﻲ ﺟګړﻩ ﻣﺨﺘﻪ ﻭړې ده. دغه دوه مخې او د ترهګرو روزونکی هیواد له ﺗﺮهګرﻭ ﺳﺮﻩ ﺩ ﻣﺒﺎﺭﺯﯤ ﭘﻪ ﻧﻮﻡ ﻟﻪ نړیوالو ډیرې مرسته او پیسې تر لاسه کړي دي، ﺧﻮ ﭘﻪ مقابل کې یې په ﻫﻤﺪﻏﻮ ﭘﯿﺴﻮ ﺗﺮهګر ﺭﻭﺯلي او دلته یې د جګړې د ګرمولو لپاره استولي دي.

پاکستان تل په سیمه کې جګړه ګرمه ساتلې او نه یوازې دا چې پړه یې منلې نه ده بلکه تورونه یې په افغانستان او خپل سیال هیواد هندوستان اچولې ده، همدا تیره ورځ دپاکستان پوځ په یوې بیانیې کښې وویل چې له هندوستان سره په سرحدي سیمه کې د اووربند خلاف ؛ هندوستان د ترهګرۍ پرضد عملیاتو کې دپاکستان لپاره یو شمیر خنډونه رامینځته کړي دي چې د سیمې په ثبات منفي اغیز لري. هندوستان او پاکستان په ۱۹۴۷ میلادي کال کښې له خپلواکۍ ترلاسه کولو وروسته درې ځله خپل منځونو کې نښتتې کړي دي چې دوه هغه  یې دکشمیر پر سر وې.

اوس که د افغانستان اړوند د پاکستان لمړي وزیر نوازشریف څرګندونو ته پاملرنه وشي؛ دا حقیقت په ډاګه کوي چې پاکستان هیڅکله د ترهګرو له منځه وړونکی نه دی بلکه له همدغو ترهګرو څخه له نړۍ؛ د امتیاز ترلاسه کولو او په افغانستان کې د جګړې ډګر د ګرم ساتلو وسیلې په توګه کار اخلي. اوس په نړیواله کچه د تروریزم د ځپلو لپاره نړیوال سیاست تغیر خوړلی دی. کله چې نړۍ ته ترهګر ستر ګواښ پیښ شو او نړۍ یې د مبارزې په فکر کې شوه نو ټولو هیوادونو په یو غږ له پاکستان غوښتنه کوله چې د ترهګرو له روزلو لاس واخلي او پر ضد یې اقدام وکړي، اما اوس چې د تروزیزم خلاف مبارزه کې د نړیوالو په سیاست کې تغیر راغلی؛ ډيری هیوادونه د سیمې په ځينو هیوادونو؛ په ځانګړي ډول د افغانستان په جګړه کې خپله ګټه ویني نو د سندرې سر یې افغانستان ګرځولی دی. دغه مغرض هیوادونه د ترهګرو څخه د خلاصون په خاطر چې خطر یې دوی ته ونه رسیږي نو له افغانستانه د وسیلي په توګه کار اخلي. هدف یې خپل ځان د ترهګرو له خطره د خلاصون وي خو پلمه کوي افغانستان. پاکستان اوس پوه شوی چې د نړۍ سیاست تغیر موندلی دی؛ ځکه خو ښه په ارام او ډاډه زړه له نړۍ په همدغو ترهګرو جاج او امتیاز اخلي. پاکستان حاضر دی چې له نړۍ څخه د امتیاز ترلاسه کولو په خاطر طالبان د افغان دولت سره د مذاکرې مېز ته کینوي خو په هیڅ صورت به د طالبانو د ځپلو اقدام ونکړي ځکه لویې موخې د جګړې له لارې ترلاسه کوي.

پاکستان په سیمه کې سیاسي لوبه روانه کړې ده او د دغه سیاسي لوبې څخه دافغانستان خلاصون په دې کې دی چې نور افغان دولت له پاکستانه د خیر په طمعه نشي، افغان دولت باید د پاکستان له لوري د وسله والو طالبانو سره د مذاکرو خبرو ته هیله مند ونه اوسي بلکه په خپله دې لاس په کار شي او وسله والو سره دې مخامخ خبرې وکړي.

لیکنه : خوشحال آصفی