زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

ټولو امامانو ته باید دولتی معاشونه ورکړل شي

ا- ځواک

د هېواد ټول جوماتونه باید د حج او اوقافو وزارت کې ثبت او امامانو ته د  دې د جح او اوقافو وزارت په چوکاټ کې معاشونه حواله شي. په نورو اسلامي ملکونو کې هم دې کار ښه پایله لرلې ده.

تر دې وروسته بیا دولت کړای شي چې یادو امامانو ته د جمعو او نورو بختورو ورځو پر مهال اړوند موضوعګانې ورکړي؛ نو د دې کار د نورو ګټو تر څنګ یوه ګټه به یې دا وي چې د خرڅو شویو امامانو خوله به بنده شي، خلک، په ځانګړې توګه ځوانه طبقه به نور جګړې د دې جوماتو له منبرو نه تشویقېږي، د جګړو مارو لاسونه به هم یو څه لنډ شي او مامانو ته به د هم یوه موضوع وي او خلکو ته به هم د ورځې مطابق معلومات ورکول کېږي.

د اختر په ورځو کې به د اختر اړوند مسایلیو په اړه موضوعات ورکړل شي د حج په وخت کې به د حج په هکله د حج او اقافووزارت او یا ریاستونو له خوا ورکول کېږي او ټول به ترې مستفید او برخمن کېږي.

د جګړو پر وخت د جګړو د زیانونو په هکله موضوعات باید ورکړل شي، د سقاط د ورکړې په هکله دې موضوعات ورکړل شي چې د سقاط د ورکوړې په هکله هېڅ قراني یا ښکاره نبوي حدیث نه شته له دې به خلک خبر شي او یو بار به یې سپک شي او د نادارو به زړونه ډېرې پرې خوښ شي او اقتصاد به یې نور نه ورسره خرابېږي.

په پاکستان کې هم ورته کار شوی؛ نو کېدای شي یو علت یې همدا وي چې نه څوک د سینما په پرده په ښکاره د لوڅو او بشپړو لوڅو په فلمونو کار لري، نه څوک سینما سوځوي، نه یې په بمومنو الوزوي.

نه ملا صاحب، نه طالب او نه چړي د مکتب د بندولو یا تړلو فتوا ورکوي نه یې د سوځولو حتی سوچ ذهن ته ورځي او نه څوک له عسویت یا د عساویانو له کلیساوو سره کار لري، نه څوک د فحاشۍ له مرکزونو یا مردګاوانو سره کار لري او نه هم له مردګاو سره څوک کار لري؛ خو په هر صورت موږ او تاسو دې خدای له داسې کارونو وساتي زموږ ملک یو اسلامي ملک دی د داسې کارونو سره څوک دلته علاقه هم نه لري او بل خوا پاکستاني علما له افغاني علما څو چنده ډېر دي؛ خو پاکستاني علما وو ته د درس په پیل کې ویل شوي چې (سب سی پهله پاکستان).

خو دلته ډېری خلک لومړي د خپل ځان مړولو ته لومړیتوب ورکوي؛ نو کېدای شي همدا وجه وي چې دلته د پلونو ورانول، پر علمي او مقدسو ځایونو بریدونه چې کاملاً او په تمامه معنی له قراني او نبوي احادیثو سره په ټکر کې دي د خپلو جېبونو د ډکولو او دښمن خوشحالولو له پاره روا بولي او ځان په خپلو لاسونو د جهنم کندې ته غورځوي، ځان د تاریخ په تورو کرښو کې د اوسني او راتلونکي نسل ته کرغېړن معرفي کوي.

زه په باور سره ویلای شم چې که همدې ملایانو ته معاشونه ورکړل شي بیا افغانان هم په اشرف المخلوقات کې وشمېرل شي هغه اشرالمخلوقات چې الله جل جلاله د هر یوه د ساتنې له پاره 260 ملایکې مقررې کړې دي، هغه انسان چې یوازي د ده د سترګو د محافظت په خاطر الله جل جلاله 7 ملایکې مقررې کړي دي؛ نو بیا به څوک دا جرئت وکړي چې دومره مهم بشر قتل کړي او د پردي پال په وینا له ثبوت پرته زموږ بارسوخه د قدر وړ او جرګه مار سپین ربوي او سپین ګیري او نور محترم اشخاص په قتل ورسوي.

بیا به څوک د پاکستان او یا ایران د خوشالولو په خاطر داکتر، انجنیر او یا ښوونکي وینه تویې کړي، بیا به څوک د خپل ملک ملي شتمني، ملي ارزښتونه او یا ملي ځواکونه د عبادت پر مهال په قتل ورسوي او یا بیا به څوک هغه ملي ځواک چې د هېواد د د ساتلو دپاره یې د خپل سر له قربانول تېر شوی، د وژولو هوډ وکړي یعنی هېواد چې د مور حیثیت لري او د هغه ساتنه فرض کڼي د هغه ملي سرتیري د وژولو هوډ به هېڅوک ونه کړي که یې وکړي هم د خلکو له مخالفت سره به مخ شي او بیا به حد اقل تکرار نه شي؛ نو دا ټول یاد موارد ملا امامان په خپله ژبه او مستندو دلایلو هېوادوالو ته د جومات د ممبر له لارې ښه او په خوږه ژبه بیانولی شي؛ نو هرمرو به د هېواد پالنې، انسان پالنې او نورو مهمو ارزښتونو رحیه ورسره غښتلې  شي او مثبته پایله به تر لاسه شي او د خلکو په زړونو کې به مینه زیاته شي، سولې پرمختګ ته به زمینه برابره شي، ملي ارزښتونو ته به درناوي وشي د جګړې، کرکې، ویر او وینې توییدو مخه به ونیول شي او د خدای پاک رحمت به پیل شي،  یووالی به غښتلی شي، د تورتم ځای به رڼایي ونیسي.

په همدې هیله او تر ټولو لومړی د سولې په هیله