هر دولت، چې بهرنيان جوړ کړي هغه ملي نه وي
اغزن تار د افغانستان په سینه نه رغیدونکی ټپ
اغزن تار دافغانستان په تابوت د استعمار وروستې میخ
د امریکا _افغانستان امنیتي ستراتیژیک تړون څه شو ؟
د نړیوال امپریالیزم امریکا او انګلیس وروستې استعماري ګوزار،
د حامد کرزی او اشرف غني پر واکمنیو تور تاریخي داغ او راتلونکې افغان نسلونو ته عجیبه لاینحل پیچلی معادله په میراث پاتی شوه.
افغان وروڼو !
هر ه غمیزه چې افغان سرلوړی ولس ته پیش شوله هغه د خامو ، نا اهلو او بی تدبیره مشرانو له لاسه وو
پاکستان پوځ: اغزن تار مو په قربانۍ لګولی، هېڅوک نه پرېږدو لېرې یې کړي
بي بي سي، اسلام اباد
۲۲ مرغومی ۱۳۹۹ – ۱۱ جنوري ۲۰۲۱
د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال بابر افتخار په یوه خبري غونډه کې اخطار ورکړی، چې هېڅوک به هم دې ته پرې نه ږدي، چې پر ډیورنډ کرښه لګول شوی اغزن تار لېرې کړې.
د نوموړي په خبره دغه اغزن تار يې د پاکستان د خوندیتوب لپاره لګولی، چې دا وخت يې ۸۳ سلنه کار بشپړ شوی او پاتې کار به يې د روان عیسوي کال تر نیمايي پورې بشپړ شي.
افغان حکومت لاهم د پاکستاني پوځ ددې څرګندونو په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د پاکستان د پوځ په مرکز راولپينډۍ کې په دې خبري غونډه کې د یوه خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ځينې خلک وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اغزن تار به لېرې کړي؟ بابر افتخار وویل، په دې اغزن تار يې قربانۍ ورکړې او هېڅوک به هم ددې لېرې کولو ته پرې نه ږدي