عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

«
»

موړ د وږي له حاله څه خبر دی؟

په داسې حال کې چې هيواد مو په زرګونو معلولين، کونډې د شهيدانو کورنۍ، او يتيمان لري، د بيکارۍ کچه اوج ته رسيدلې، ډیری هيوادوال مو د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي، د غريبۍ له وجې مو ډیری هيوادوال د یو و بل په مريو غوريږي؛ درې ميليونه په کار برابر کسان مو د بيکارۍ رنځ؛ رنځوي او د يو کال په تيريدو مو تقريبا يو نيم لک هيوادوال اروپايي هيوادونو ته د سر په بدل واوښتل؛ افغان دولت مو د ولس څرمنې ته سوباړی بند کړی دی. د نوي حکومت په منځته راتګ سره مو افغان دولت د ولس له خولې د ډوډۍ مړۍ واخيستله، وينې يي وزبيښلې او اوس يي د هډونو په ژوولو پيل کړی دی.

د وروستيو راپورونو پر اساس ويل کيږي له دې وروسته به په دولتي روغتونونو کې له ناروغ پیسې اخېستل کیږي. د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز وايي؛ ټاکل شوې په دولتي روغتونو کې روغتيايي خدمات د پيسو په مقابل کې ترسره شي څو په هيواد کې د روغتيايي بنسټونو لګښت؛ له دې لارې پوره کړي. فیروز وايی؛ ددې لپاره چې هيوادوال مو د درملنې په خاطر نورو هيوادونو ته خپل ناروغان و نه ليږي؛ دوی هڅه کوي څو په ښه توګه په هيواد کې دننه د درملنې زمينه برابره کړي. پوښتنه دا ده هغه هېوادوال چې د یو پرستامول تابلیت د اخېستلو توان نه لري په دولتي روغتون کې د پیسو په مقابل کي د درملنې توان به له کومه کړي؟

همداشان د افغان دولت د فيوډالي مفکورې بل خبر دا دی چې له دې وروسته به د بانکي خدماتو فیس؛ د دولتي کارکوونکو له تنخواګانو ګرځول کيږي. د ملي یووالي حکومت کابينې تصويب کړې چې د بوديجوي ستونزو له امله؛ ټاکل شوې له دې وروسته به د بانکي خدماتو فيسونه د دولتي کارکوونکو له مياشتينۍ تنخواګانو ګرځول کيږي. دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې؛ د بانکې خدماتو فيسونه د ماليي وزارت له لوري د هيواد له ملي بوديجي ورکول کيدل. تیره ورځ د ماليی وزير د کابينې په غونډه کې يوه طرحه وړاندې کړه چې پر اساس يی د بوديجوي ستونزو او له ملي بوديجې څخه د فشار کمولو په خاطر؛ ټاکل شوې له دې وروسته د بانکي خدماتو  فيسونه؛ د دولتي کارکوونکو د مياشتينۍ تنخواګانو څخه وګرځول شي. ياده طرحه د ملي يووالي د حکومت د کابينې له لوري هم ومنل شوه.
د ویلو ده، چې له دې وړاندې ولسمشر اشرف غني د مبایل کریدت کارتونو په واسطه تقنيني فرمان صادر کړی وو. په دغه فرمان کې راغلي وو، چې په سلو کې به ۱۰ سلنه مالیه د دغو کریدت کارتونو څخه اخیستل کيږي. که څه هم د پارلمان له لوري په اکثريتو رايو رد شو، خو اوس هم په اتومات ډول په سلو کې ۱۰ سلنه مالیه د کریدت کارتونو څخه ګرځول کيږي.

دلته افغان ولس ګڼ شمير پوښتنې لرې چې آيا افغان دولت د ولس اوسنی حال نه ويني او که په لوی لاس پرې ځان ړندوي چې په داسې حال کې چې د دولت له لوري د ځوانانو د اشتغال کوم څرک نه ليدل کيږي خو رنګارنګ ماليات پرې وضعه کیږي او يا دولتي سهولتونه کموي؟
که افغان دولت د هيواد د اقتصاد د پياوړتيا لپاره دا هر څه کوي نو آيا دا به منطقي وي چې ولس مو دې يوې مړې ډوډۍ ته حيران وي او دولت مو دې پرې ماليات وضعه کوي او يا دولتي سهولتونه کموي؟
آيا دا منطقي ده چې د هيواد اقتصادي پياوړتيا په خاطر دې دولت د ولس په وينو ځان موړ کړي؟ دولت ولې په نورو زيربنايي پروژو، د کانونو په کيندنو او د فابريکو په جوړولو کار نه کوي چې پرې کاري زمينه برابريږي او هم پرې د هيواد اقتصاد پياوړی کيږي؟
دولت د دغو پيسو د مصرف او خونديتوب لپاره د شفافيت په خاطر څه کړي دي؟
آيا دغه د مالياتو پیسې د ولس په درد دوا کيږي او که د شخصي جيبونو او سياسي پارټيو د عیش و عيشرت لپاره لګول کيږي؟
آيا دولت د مالياتو وضعه کولو وړاندې د خدماتو د کيفيت ارزونه کړيده، آيا خدمات د ولس د اړتيا مطابق ترسره کيږي؟

سمه ده ولس به دا ومني چې د مالياتو پيسې شخصي جيبونو ته نه ځي بلکه د دوی په درد دوا کيږي؛ او همداشان په دولتي روغتونونو کې به معاينات هم د پيسو په مقابل کې ترسره کړي؛ خو په مقابل کې يي له دولته غوښتنه کوي چې په کور دننه په دولتي روغتونونو کې ورته د سل سلنې روغتيايي خدماتو د ترسره کولو زمينه برابره کړي. اوسمهال خو په ډیری دولتي روغتونو کې يوازی عادي معاينات ترسره کیږي. ولس غواړي چې نور اړتيا ونلري چې د درملنې په خاطر خپل ناروغان نورو هيوادونو ته ونه ليږي. ولس قرباني ورکوي او د دولت له لوري هر رنګه مالياتو ورکولو ته تيار دی خو له دولته د خپلو ورکړل شویو مالياتو په شفاف ډول د دوی په درد د دوا کيدو غوښتنه کوي. ولس غواړي چې د خپلو قربانيو بدله په خپله سترګو وویني نه دا چې تورې دې لالا وهي او مړۍ دې عبدالله. ولس نه غواړي چې د دوی په پيسو دې چارواکي عيش و عيشرت وکړي.

لیکنه : خوشحال آصفي