دوست دارم این وطن را !

امروز زمان آن فرارسیده است که مردم افغانستان یک‌صدا بگویند…

زبرځواکونه څنګه په نورو هېوادونو خپل نفوذ ساتي؟

ليکنه: حميدالله بسيا په ساده ډول زبرځواک  يا سوپر پاور  Superpower…

افغانستان در مدار واگرایی؛ تراژیدی‌های اجتماعی، سیاسی و رسانه‌ای

نویسنده: مهرالدین مشید با ادعا های فراتر از « پنج چاریک»…

آیا طالبان دروغ می گویند یا وزارت خارجه ی روسیه؟ …

  نوشته ی : اسماعیل فروغی       بتاریخ بیست و سوم…

د سعوديانو او تر دوی بر لاسونه هم بيا د…

عبدالصمد ازهر                 …

چهل و یکمین سالگرد وفات مولانا داکتر استاد محمد سعید…

روز پنجشنبه مورخ « هفت حوت سال ۱۴۰۴ هجری شمسی…

محکومیت تجاوز نظامی پاکستان بر افغانستان

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

وزیر دفاع پاکستان؛ از ناگفته های ساختاری تا راهبرد های…

نویسنده: مهرالدین مشید سیاست ابهام استراتژیک پاکستان؛ ازاعتراف‌های تاکتیکی تا ناگفته‌های…

بمناسبت روز های جهانی عدالت اجتماعی و زبان مادری

بنام خداوند حق و عدالت هموطنان گرامی، ۲۰ و ۲۱ فبروری روز…

مارکوس تولیوس سیسرو

هغه د لرغوني روم فیلسوف، سیاستوال، وکیل، ویناوال، شاعر او…

مبانی نظری عدالت اجتماعی

نور محمد غفوری بررسی نظریه‌ها و رویکردهای معاصر چکیدهعدالت اجتماعی از بنیادی‌ترین…

اینشتین؛ جمهوری خواه، سوسیالیست احساسی

Albert Einstein (1879-1955) آرام بختیاری آلبرت اینشتین: دانشمند، فیلسوف، هومانیست، جهان وطن.  آلبرت…

آموریم خود کفایی !

امین الله مفکر امینی                    2026-16-02! هـــر که آمد در این خطه ی…

آگاهی، عدالت و دموکراسی؛ سه رکن تحول پایدار

نور محمد غفوری تحول سیاسی و اجتماعیِ پایدار، نه با شعار…

بحران روایت ملی در افغانستان؛ غلبه گفتمان‌های قومی و ایدئولوژیک

نویسنده: مهرالدین مشید  بحران داعیهٔ ملی و جست‌وجوی رهبری راستین در…

نمونه های اشعار کهن فارسی، بخش دوم با اضافهء اشعار…

******** در ادامه مطالب فبلا ارايه و نشر شده در سایتهای…

پارادوکس انرژی در افغانستان: زغال‌سنگ یا آب؟

​تحلیلی بر گذار از سوخت‌های فسیلی به توسعه پایدار ​ ​افغانستان در…

افتضاح اپستین و فروپاشی وجدان بشریت در سرمایه‌داری پسین

نویسنده: مهرالدین مشید در دهه‌های اخیر، مطالعات انتقادی قدرت و جرم…

«او با تلخی، بیهوده‌گویی و خودپسندی را تمسخر می‌کرد…»

 به مناسبت دویستمین سالگرد تولد م. ای. سالتیکوف- شچدرین برگردان: رحیم…

مرگ ارزش و اخلاق

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

«
»

مجاهدينو روسان نه دي ايستلي

ليکونکي:: دکتور  فلسفه طاوس وردک لندن د جدي شپږمه .
وطندارانو دغه څوک چي نن تبصري کوي ديوه سره دخپلو زړو خبري کوي او يو هم نه رشتيا وايي او نه په رشتيا پوهيژي ، وګوري سردار داود چي د خلقيانو او پر چميانو په زور کودتا وکړه او موفق شوو ، خو ډيروخت تير نه وو چي چاړه يي د هغو کسانو په ضد چي دي يي ريس جمهور کړو  را و ايسته. دوي يي د څوکيو او مقامو نه لري کړل او د ايران شاهنشاه په اشاره چي امريکا ورته رهنمايي کړي وه او داود خان ته يي د دوو ملياردو مرستي مفته وعده ورکړي وه داود يي وغولولو او بيا يي د شوروي په ضد تحريک کړو او د بريژنيف سره يي لفظي برخورد وکړو ، او بيايي يي داود خان ته بله توطيه جوړه کړه د ورځي يي مير اکبر خيبر يي ووژلو ، او د مير اکبر خيبر د جنازي په سر د خلک ديمو کراتيک ګوند مشرانو ، نورمحمد ترکي او ببرک کارمل په داود خان سخت تهديد اميز ګزارونه وکړل او دغو اخطارونو داود خان مجبور کړو چي د حزب ديموکراتيک د رهبري  اکثريت غړي  زنداني کړل چي حفيظالله امين پت وو او سبا ته امين په شخصي ابتکار د وسله والو افسرانو ( خلقيانو او پرچميانو ) په واسطه د ثور په اوومه انقلاب وکړو او سياسي قدرت يي ترلاسه او داود يي د ۲۸ کسانو سره يو ځاي د حزب يعني د امين او ترکي په امر د تورن امامالدين او فاروق زماني له خوانه د ارګ په تهکاويو کي چانماري شول ، داخبره شخصا فاروق زماني د اچور په لاګر کي  په شوروي کي موږ ته کړي ده چي شاهدان يي ، حميدشاه – هاشم منګل – جنرال سپاهي – غلام سخي – عبدالرزاق جنرال دي ، بيا د امين به رهبري د پرچم مشران ، ببرک کارمل ، نوراحمد نور ، وکيل ، دکتور نجيبالله ، دکتورس اناهيتا راتبزاد وغيره د سفيرانو په حيث تبعيد شول او بيا فورا د پرچم کادرونه ديوي کودتا په نامه په تعداد، د ۵۰۰۰ نفره ملکي او نطامي زندانو ته محول شول زما په شمول چي هغه وخت زه د حربي پوهنتون  استاد وم د نورو ۳۰ نفرو استادانو په شمول موږ د پلچرخي زندان دوهم بلاک ته وليږدول شولو چي د رهبري نه سلطان علي کشتمند – محمد رفيع – خليل مشهور په سګ باز – سرور منګل – حبيبمنګل – داکتر فاروق – نبيخان پوليس چي بيا خلقيانو ړوند کړو ، او ۳۰۰۰ نور پرچميان خلقيانو ووژل چي حبيبالرحمن کړاغ د حربي پوهنتون استا د ، سيداګل زما هم صنفي وو ، سليم هوتخيل ، غلام حضرت غزنيچي وغيره ، او هره شپه د امين او اسدالله د اګسا دريس په امر د پلچرخي زابورو ته د زندانه خلک وړل کيدل او هلته تير بازانيدل ، د هغو کسانو په ډله کي ۱۲۰ کسه د فيضانالحق د کودتا کسان دورځي په رنا دپلچرخي دزندان په انګړ کي تيرباران شول چي ددوهم او لومړي بلاک بنديانو ليدل ، بيا کله چي نورمحمد ترکي هاوانا ته لاړو  او بيرته شوروي ته را ستون شو نو د زريژتيف او اندروپوف سره يي پت ملاقات لرلو او دلته د حفيظالله امين يو اجنټ او ياور مشرقي وال د ټړو په نامه د شوروي رهبرانو او ترکي د مجلس جريان امين ته د مسکو نه په تلفون کي وايي  چي د وژلو پلان د طرح شوو ، او امين د ترکي د وژلو پلان د روزي – يعقوب لوي درستيز وغيره په واسطه عملي کوي چي په برخورد کي تړون  وژل کيژي او د ترکي د وژلو پلان د بالښت په ذريعت د امين د طرفدارانو په واسطه عملي کيژي ، خو د ترکي پلويان اسدالله سروري – وطنجار – ګلابزوي –  د شوروي سفارت ته پناه وړي او بيا په تابوتو کي د شوروي سربازانو په نامه تر تاشکنده انتقاليژي او د هغو ځايه مسکو ته ځي او په مسکو کي د بريژنيف – اندرو پوف د شوروي ک ګ ب ، دمشر په شرکت د ببرک کارمل سره ګوري او دوي د کارمل تررهبري لاندي د سرو عسکرو سره افغانستان ته راځي ، او د جدي شپږمه دنوي تحول په نامه د انقلاب نوي پړاو پيل کيژي ، بلي هدف د ديورند ماتول او ګوادر د افغانستان بحري بندر منل او اتک زموږ دلوي افغانستان دسرحد په حيث منل وو ، خو دلته د امين ډله او د ترکي دله او د ببرک کارمل ډله چي د خلقيانو نه ډير ځوريدلي وو ، او بين المللي امپرياليزم د هغو په راس کي امريکا او انګريز لاسونه سره ورکوي او پاکستان ته وظيفه ورکوي چي دمجاهدينو خرڅ شوي ، مزدور اود اي اس اي نوکران دغه د ۱۵ ګونه تنظيمو رهبران چي د پيسو او قدرت د تر لاسه کولو په خاطر  د کمونستانو په ضد سره را غونډ شوي وو د کمونستانو د وهلو په خاطر سره يو خاي کيژي او هر تنظيم ځان ته د غرب او عربانو نه. پيسي تر لاسه کوي ، ببرک کارمل چي ډير موفق سياست مدار او پوه وطن پرست وو او روسان يي په يوه ګوته څرخول ، روسانو چي د غرب د ډالرو د عربانو د تيلو په مقابل کي مقاومت نه شواي کولاي نو د اندرو رو پوف  وژل يي عملي کړل او قدرت ګرباچوف او يلتسن ته ورسيدو ، دغو دواړو د باز سازي سياست مطرح کړو او د مرکزي اسيا جمهوريتونه يي ازاد کړل ، او ببرک کارمل يي خلع قدرت کړو او دکتور نجيبالله يي نصب کړو ، بيا يي نجيبالله ته هم توطيه وکړه چي قدرت سياسي د مجاهدينو سره شريک کړه ، دلته زه د دکتور نجيبالله د دفتر معاون وم يعني د توخي معاون وم ، ما د لندن د ايکونوميک اخبار چي هلته د نجيبالله احمدزي او ګرباچوف دواړو موافه د ظاهر شاه په مورد ليکل شوي وه چي بايد سياسي قد رت ظاهر شاه ته ورکړل شي، خو ظاهر شات د نجيبالله خبري نه منلي ، هغه وو چي نجيبالله مجبور شو چي يو بيطرفه ۵ نفري هيات ته سياسي قدرت ور تسليم کړي ، روسانو د چي د ۱۵ ګونو جمهوريتو نه تر پزي راغلي وو او د وارسا تړون هيوادو هم نور د پطرو ډالرو په وړاندي مقاومت نه شواي کولاي نو ګربا چوف د برلين څخه د وتلو او د جرمن ديموکراتيک پريښولو ته خپل چمتو والي و ښودو يعني د اقتصادي لحاظه يي يوه دقيقه او معقوله عقب نشيني وکړه او نور يي ډير شرايط په غرب او امريکا کيښودل او د افغانستانه. د دکتور نجيبالله په مشورت په صلح اميز دول چي ديوه پزه خوږ نه شوه لاړل نن بايد مجاهدين  و نه وايي چي شوروي  ته موږ ماتي ورکړه ، نه خير تاسي د حقايقو نه ځان خبر کړي ، او بيا د بينين سيوان په وساتط د دکتو ر نجيبالله د  وخت. د وسله وال پوځ قوماندانانو د پرچم ډلي وسلي او قطعات ديوه سره د شمال د ډلي مشر احمد شاه مسعود ته چي د پرچمي جنرالان تاسي په کلپو کي ويني او د خلقيانو نظاميانو سياسي قدرت حکمتيار ته ورکړي چي د دکتور نجيبالله معاون او ريس ارکان محمد رفيع چهار اسياب ته د مير عبدالحمان آغا سره ورغلي وو ليدلي دي ، دا چي کارمل روسان راوستل هلته بايد هميشه وويل شي چي دري نفره د خلقيانو د سياسي بيرو ور سره وو,که څوک غواړي پوره حقايق ولوني زما د ( بيستري افغانستان ) کتاب چي  په ۴۰۹ صفحو کي  ليکل شوي ولوني ، دغه نور چي تبصري کوي دروغ وايي .