از نیم قرن دست آلودگی بیگانگان

باید درس عبرت گرفت ! افغانستان در جغرافیای موجود جهان از…

به پیشواز شب یلدا

دوباره نوبت دیدار یلداست شب برف است و یخبندان و سرماست دگر…

فیثاغورث

نوموړی د نړۍ تر ټولو لوی فیلسوف او ریاضي پوه…

آنارشیسم؛ نوستالژی اتوپی است

Anarchism.  آرام بختیاری ناکجاآباد مدینه فاضله، شوق دیدار بهشت زمینی بود.   واژه یونانی…

ایستاده گی طالبان در برابر جریان شکست ناپذیری تاریخ

نویسنده: مهرالدین مشید فرهنگ تسامح گرای خراسان تاریخی و ستیزه جویی…

علم او ټکنالوژي؛ د رښتینې خپلواکۍ محور

په اوسني عصر کې د نړۍ بڼه په بشپړه توګه…

تله‌ی «شرِ کوچک‌تر»؛ چرا نباید بد را در برابر بدتر…

هانا آرنت، فیلسوفی که عمر خود را صرف مطالعه ریشه‌های…

هستی، انسان و عدم 

رسول پویان  عمری گذشت در خم و پیچ مدام هیچ  بـودن نـدیده مانـدن کس در دوام هیچ  جاه و جلال و قـدرت آدم فـسـانه بود  ابحـاری در سـراب تخیّـل تمــام هیچ  زور…

            ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

«
»

متفکر يو ځل بيا تير ووت..!

غني د مشهور متل په خلاف چې وايی : ازمويل شوي ازمويل لويه خطا ده؛ ازمويل شوی پاکستان ازموي…!

د يو جنګ ځپلي هيواد سوله دوه اړخونه لري، يو يي کورنی اړخ وي او بل يی بهرنی اړخ. په کورني اړخ کې له تير یا موجوده حکومت څخه بيزاره، بده خاطره لرونکي، واټن اخيستی او ګیله من خلک راځي چې په بیلابیلو پلمو د وخت حکومت؛ یا په خپله او یا هم د خپل بهرني ستراتيژیک دوست په لاس کړولي او ځورولي وي. ددوي حقونه د موجوده يا تير حکومت د چارواکو او زورواکو تر پښو لاندې کړی وي او په همدې دليل د حکومت او ددوي تر منځ واټن رامنځته شوی وي چې ځينې يي بيا د حکومت له مخالفانو سره لاس یو کوي.

د سولې بل اړخ بهرنی اړخ وي، په بهرني اړخ کې د نوموړي هیواد ګاونډیان او د سيمې ځینې هیوادونه شامل دي. ګاونډي او د سیمي ځيني هیوادونه يی په جنګ او جګړه کې خپلې ګټې خوندي ویني او هڅه يي دا وي چې د جګړې ډګر ګرم وساتي. تر هغه چې په جنګ اخته هیواد په خپلو کورنیو چارو او بهرنو چارو او  پاليسیو کې د یادو هیوادونو لاسونه رالنډ نه کړي؛ په هیڅ صورت یې وګړي د یوې رښتېنې او سراسري سولې له نعمته برخمن کیدلای نشي. په جنګ اخته هیواد باید په هیواد کې دننه لومړی د کورني اړخ د پخلاينې لپاره ګامونه واخلي او بيا په خپل هیواد کې د ګاونډيانو د تالي څټو لاسونه لنډ کړي، د کورني اړخ له پخلاينې او رضايت حاصلولو وروسته بايد ګاونډیان په دې قانع کړي چې د سیمي په یو هیواد کې د جګړې اور بل ساتل نورو هیوادونو او پخله دوي ته هم سرایت کوي، په جنګ اخته هيواد بايد لومړی کورنی اړخ سولې ته راضي کړي او کورنۍ او بهرنۍ پیاوړې پالیسۍ رامنځته کړي تر څو د سوله په لار اچولې پروسه يي له خنډ سره مخامخ نه شي.

راځو دلته د افغانستان د سولې په سست روان بهير رڼا اچوو.

په افغانستان کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د افغان سولې اړوند ډیرې هڅې وکړې خو پايله يي د خلکو او د پخواني ولسمشر د توقع خلاف وه. دلته د اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت په منځته راتګ د سولې په ټپه دريدلې هڅې يو ځل بیا پيل شوی چې په ترڅ کې يي افغان ولسمشر اشرف غني خپل ټول پام پاکستان ته واړاوه. غني فکر کاوه چې د پخواني ولسمشر کرزي خبره سوله د پاکستان او امريکا په لاس کې ده نو هماغه و چې دغې دواړو هيوادونو سره يي اړيکې ژورې کړې. نوي حکومت پاکستان ته ډیر فرصتونه ورکړل څو له افغان دولت سره رښتينی شي او له ترهګرۍ سره رښتونې مبارزه وکړي خو لکه د پخواني ولسمشر؛ نوی افغان ولسمشر اشرف غني هم له پاکستانه زړه ماتی شو او هيلې يي پرې شوې. په وروستيو کې کله چې په پاکستان د اسيا زړه هيوادونو پنځم کنفرانس دایريدو نو د افغان حکومت له لوري په دغه کنفرانس کې د ګډون ليوالتيا کمه وه خو په ورته وخت کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړی استازي له ولسمشر غني سره وکتل او په پاکستان کې په دغه کنفرانس کې د ګډون او د افغان سولې پروسې د بيا پيل لپاره يی وهڅولو. ولسمشر هم په پوره هيله مندۍ او له پاکستانه د خير د تمې سره پاکسستان ته ولاړ او هلته يي په اسيا زړه کنفرانس کې ګډون وکړ. پاکستان چې له افغان دولت سره د اړيکو د وروستۍ ترينګلتيا کړيده نو هلته په رسيدو يي د افغان ولسمشر تود هرکلی وکړ او آن د غني د خوښۍ لپاره يي د توپ يوويشت ډزونه هم وکړل. ولسمشر د يو شمير هيوادونو له استازو سره په څنګ کې د پاکستان لومړي وزير او ځينو نورو چارواکو سره هم وکتل. ويل کيږي چې د پاکستان له لوري هم ورسره يو ځل بيا له افغان سولې پروسې سره د همکارۍ ژمنې وشوې. ولسمشر غني يو ځل بيا په پاکستان باور وکړ.

که د نوي افغان حکومت تيرې يوې کلنې دورې ته وکتل شي نو د ولس د غوښتنو خلاف امنيتي حالات ورځ تر بلې ترينګلي کيږي، هيواد د بې ساري اقتصادي رکود او بحران سره مخ شو، د خوراکي توکو او اجناسو قيمتونه لوړ شول، د بهرنیو اسعارو په مقابل کې افغانۍ د ترټولو ټیتې کچې ته راولويده او….. ، په لويو او بنسټيزو پروژو پانګونه نه کيږي او برعکس پانګونه لا هم له هيواده په فرار کې ده، فساد په ادارتو کې اوج ته رسيدلی، په دغه يو کال کې تقريبا ۱۵۰۰۰۰ هيوادوال له هيواده بهر وکوچيدل، د حکومت کورنۍ او بهرنۍ ډيپلوماسي او پاليسي مو دومره کمزورې شوې چې تر اوسه نه يو توانيدلي د پاکستان دوه مخيتوب وپيژنو او پر وړاندې يي ورته دریځ ونيسو، متزلزل دریځ او د سالمې او پیاوړې ستراتیژۍ نشت والی چې په سیاسي او نظامي برخو کې یې لوی سرخوږی پیدا کړی دی.

دغه ټول موارد ددې باعث شول چې اشرف غني او په ټوله کې د ګډ حکومت شريکان؛ په ولس کې خپل باور له لاسه ورکړي. اوس چې د حکومت شريکانو په ولس کې خپل باور له لاسه ورکړی نو څنګه کولی شي چې د افغانستان او افغانانو په ازلي  دښمن (پاکستان) د ولس باور يو ځل بيا تر لاسه کړي؟

د ګډ حکومت شريکان چې په کور دننه د خپلو سياسي مخالفانو چې، ورځ تر بلې يی په شمير کې زياتوالی راځي؛ مخه نه شي نيولی نو د افغانستان په چارو کې د پاکستان دلاسوهنو د مخنيوي او د افغانانو لپاره يو ځل بيا د پاکستان د ښه نيت رجزونه څنګه تکراروي؟

پر پاکستان د يو ځل بيا باور کولو او هلته د نواز شريف له لوري ستا د هرکلي په موخه د يوويشت توپونو پايله دا شوه چې دا دی کابل ته ستاسې په بيرته راستنيدو سره يي درته په ځانمرګي برید هرکلی وکړ، د آسیا په کنفرانس کې ستاسې ګډون او دلته په کندهار ولايت کې زمونږ د ملکي  افغانانو د وينو بهيدل څه معنا لري؟

تاسې ښاغلی متفکر ولې یو ځل بيا د نواز شريف په مکر او فريب دوکه شولۍ؟ تاسې ولې د نواز شريف په هغه تکراري خبرو بيا هم باور وکړ چې وايی د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی؟

تاسې ښاغلی ولې دا نه درک کوۍ چې د افغانستان دښمن هيڅکله د پاکستان دښمن کيدلی نه شي ځکه د افغانستان دښمن پاکستان دی او پاکستان هيڅکله د ځان دښمن کيدلای نه شي؟

ښاغلی متفکر…! تاسې داسې څنګه د نړۍ دويم متفکر ياست چې د افغانستان ازلي دښمن (پاکستان) په مکارۍ مو فکر ونه رسيد او يو ځل بيا مو ورته امتياز ورکړ؟

افغان حکومت پر پاکستان پر داسې مهال يو ځل بيا باور کوي چې د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت شاوخوا یوولس میاشتې د دغه باور ساتلو لپاره پاکستان ته امتیازات ورکړل خو دغه هېواد تر اوسه هم د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او د افغانستان پر بهرني سیاست د واک خپلولو په هڅو کې دی. اصلا په دغه هيواد باور او تکیه کول د افغانانو د بربادۍ په معني ده، پاکستان افغانان جنګ ته هڅوي او تر خپلي ګټي وروسته يي وژني، کله چې د سولې لومړی پړاو خبرې تر يوې ا ندازې د بريا پر لور روانې وې نو پاکستان يي پر وړاندې د خنډ رامنځته کولو په خاطر د طالب مشر ملا عمر مړينه رسنيزه کړه، له هغې ورسته کله چې ملا اختر محمد منصور د طالبانو مشري په غاړه واخيسته او کله چې افغان دولت په وروستيو کې يو ځل بیا د سولې لپاره هڅې پیل کړې نو پاکستان يو ځل بيا د افغان سولې پروسې پر وړاندې د خنډ د پيدا کولو په موخه ملا منصور وواژه. هر څوک چې  پر پاکستان باور کوي د ملا محمد عمر او ملا اختر محمد منصور په څیر به په مرموز ډول وژل کیږي.

اوسنی افغان حکومت ته په کار وه، چې د پخواني حکومت له کمزوریو زده کړه کړې وای او پر پاکستان د تکراري باور پر ځای يي باید خپل وخت نه وای ضايع کړی. اشرف غني بايد د هیواد پوځي رهبري او مدیریت له سیاسي، تنظیمي، سمتي او مذهبي ډلو له نفوذ څخه خلاص، استخباراتي اداره د سمتي ډلو له سیاسي نفوذ څخه پاکه او تصفيه کړی وای. ځکه پوځي ځواکمنتیا مو سرحدونه ټینګوي او استخباراتي ځواکمنتیا مو پر پاکستان د مقابل فشار واردولو او نړيوال باور ترلاسه کولو جوګه کوي.

تر هغو چې پاکستان عملي اقدامات ونکړي پرې باور کول په تېروتنې پسې تېروتنه ده. افغان حکومت پاکستان ته تر اوسه یو طرفه امتیازات ورکړي، خو دا ځل باید له فرصته مناسبه استفاده وکړي.

لیکنه : خوشحال آصفي