ساعت "کنزل" نمادی از نوستالوژی؛ اما به روایتی دیگر

نویسنده: مهرالدین مشید نه یک ساعت؛ بلکه حماسه ای در فضای…

ریبوار طاها

آقای "ریبوار طاها" (به کُردی: ڕێبوار تەها) با نام کامل…

نقارۀ جنگ 

رسول پویان  نـوای ســال نــویــن تـا نقـارۀ جـنگ است  به خون خلق…

عرفان و زبان

– دکتر بیژن باران من در جهان لغات دیگران می…

ای حزب قهرمان انیس  ستمکشان

      به افتخارسالگرد حزب پر   افتخاردموکراتیک خلق افغانستان ای حزب قهرمان انیس  ستمکشان یادت…

ریباز سالار

آقای "ریباز سالار" (به کُردی: ڕێباز سالار) با نام کامل…

تهاجمی خونین و آغاز مداخله ها و پایان حاکمیت ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجمی که افغانستان را به میدان جنگ های…

میا پیشم!

امین الله مفکرامینی        2024-28-12! میا پیشم تو دلـــدارممزن زخمه دلی زارم رهی دوستی…

شماره چهارم سال ۲۷ م محبت

شماره چهارم سال ۲۷ م محبت از چاپ برآمد. پیشکش می…

دولت پدیده عقلی – تحلیل موردی حمله پاکستان در ولایت پکتیکا

دولت پدیده قوم و یا دینی مطلق نیست. و دین…

هر شکستی ما را شکست و هیچ شکستی شکست ما…

نویسنده: مهرالدین مشید با تاسف که تنها ما نسل شکست خورده…

نوروز نبودت

- بیژن باران چه کنم با این همه گل و…

عرفان در مغز

دکتر بیژن باران     لامارک 200 سال پیش گفت: به پذیرش…

نماد های تاریخی- ملی و نقش آن در حفظ هویت…

نور محمد غفوری اشیاء، تصاویر، نشان‌ها، مفاهیم، یا شخصیت‌هایی که نمایانگر…

در دنیای دیجیتالی امروز، انسان‌ها به مراتب آسیب پذیرتر شده…

دیوارها موش دارند و موش‌ها گوش! این مثل یا زبانزد عام…

خالق تروریستهای اسلامی؛ الله است یا امریکا؟

افشاگری جسورانه از ژرفای حقیقت سلیمان کبیر نوری بخش نخست  درین جا می…

چگونه این بار حقانی ها روی آنتن رسانه ها قرار…

نویسنده: مهرالدین مشید از یک خلیفه ی انتحاری تا "امید تغییر"…

شب یلدا 

شب یلدا شبی شور و سرور است  شب تجلیل از مدت…

سجده ی عشق!

امین الله مفکر امینی      2024-21-12! بیا کــــه دل ز تنهایــی به کفیدن…

فلسفه کانت؛ تئوری انقلاب فرانسه شد

Immanuel Kant (1724-1804) آرام بختیاری  نیاز انسان عقلگرا به فلسفه انتقادی. کانت (1804-1724.م)،…

«
»

غمشریکی، یادونه او قدردانی

کابل – افغانستان، ۳ حمل ۱۳۹۴

د تیرې پنجشنبې په ورځ (د مارچ د میاشتې په ۱۹ مه نېټه) د شاه دو شمشیره ع د زیارت او جومات غم لړلې پېښه د ګران هیواد د تاریخ په زرین تندي د شرم داغ شوه. داسې نکل او بدنامه عمل زموږ په ټول تیر تاریخ کې نه دی شوی او نه دی اوریدل شوی.

په دې ورځ بې علمه، نیم علمه او د غرض څښتنانو د هیواد پر یوې سپیڅلې دینداره لور د پاک قرآن د سوځولو بهتان ولګاوه چې د هغې د وحشیانه، غیر انسانی، غیر افغانی او غیر اسلامی وهنې، ټکونې، سپکونې، وژنې او مړي سوځونې سبب شو. دا ډول تاریخي شرمیدلی عمل د انسانی، اسلامی او افغانی ارزښتونو، دودونو او احکامو سره سمون نه مومی. موږ په داسې حال کې چې فرخندې ته د هغې د شهادت د لوړ مقام مبارکي وایو، د هغې له مور او پلار، خویندو او وروڼو او نورو ټولو خپلو خپلوانو سره خپله غمشریکی څرګندوو او ورته د لوی خدای له درباره  د زړونو تسلی غواړو.

د فرخندې د بربري او وحشیانه وژلو او د هیواد د مدنیت د زانګو، کابل ښار، په سم منځ کې د ډیر مخلوق، او پولیسو او امنیتي ارګانونو په وړاندې د داسې وحشی عمل پېښېدل یوازې د فرخندې د خپلو خپلوانو غمیزه نه ده، بلکې دا د ټول کابل ښار او د ټول افغان ملت له پاره ستره او بې مثاله غمیزه او د ننګ او شرم تور داغ دی چې موږ هم له خپلو هيوادوالو سره په دې غم او شرم کې شریک یو.

که د شاه دو شمیره غمیزه زموږ ښار او هیواد ته دشرم سبب شوه، د بلې خوا زموږ مبارزو خویندو د خپلو میړنیو وروڼو د ملاتړ تر چتر لاندې تاریخي حماسه وزیږوله چې زموږ د هیواد په تاریخ کې بې ساری ده. د هیواد مبارزو، فداکارو او زړه ورو میرمنو د فرخندې تابوت پخپلو اوږو یووړ او پخپلو لاسونو یې قبر ته کوز او خاورې پرې واچولې. د فرخندې په تابوت د نارینه لاس هم ونه لګید. دې میرمنو پخپل دې کار سره ډیر هغه پخواني باورونه چې د مزخرفو افکارو زیږنده دی او ښځه یې یوازې عاجزه او ضعیفه بلله، مات کړل. دوی په عمل کې خپله توانمندي په ثبوت ورسوله.

موږ د خپلو غیرتمنو خویندو او زړورو مبارزینو دې جرئت، ابتکار او کار ته د قدر په سترګه ګورو او باور لرو چې د وطن زړورې، پاکې، روڼ اندې او مبارزې ښځې به د فرخندې د قاتلانو د محکمې تر سرته رسیدو پورې خپلو هڅو او هاند ته په منظمه، دوامداره او نه ستړې کېدونکې توګه دوام ورکړي، د ارازیلو او اوباشانو له تهدید به ونه بیریږی او هیڅ ډول دسیسې، توطیې او شیطانتونه به یې د حق په لار کې د اوچتو ګامونو د پورته کولو خنډ نه شي او په کامل یقین سره به د هیواد مدنیت غوښتونکي سرتیري او زړور زلمیان هم پدې لار کې خپلې خویندې او میندې یوازې پرې نږدي.

 

د افغانستان د لاسي صنایعو ابتکاری ټولنه هم د هیواد د مدنی ټولنې د یوه جز په حیث د دې میرمنو د هرې یوې د کار، مبارزو او هڅو د تقدیر او ستایلو تر څنګ د هغوی د حق او عدالت غوښتنې، د انسان د مصئونیت د ساتنې او  په هیواد کې د قانونیت د ټینګولو په لاره کې له حقو مبارزو څخه خپل ملاتړ اعلانوی او د لوی خدای ج له درباره د حق او عدالت د لارې رښتینو مبارزینو ته د سترو بریاوو غوښتنه کوی.

(و من الله توفیق)

نورمحمد غفوري

په هیواد کی د افغانستان د لاسي صنایعو ابتکاري ټولنې د فعالینو په استازیتوب