مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

«
»

سوله او موقت حکومت

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

نږدې دوه نیم کلونه وړاندي،  هغه وخت چې د طالبانو او امریکا  ترمنځ د مخامخ خبرو څو پړاوه مذاکرات شوې وو، سید اسحق اغا وویل:”امریکا غواړي چې د ۲۰۱۹ ولسمشرۍ ټاکنې ونه شي، ډاکټر عبدالله عبدالله د موقت حکومت مشر او له طالبانو سره سوله وکړي.”

نږدې دوه کاله وړاندي، د ماسکو بین الافغاني ناستې له جوړيدو مخکې شهید وحید مژده وويل:”امریکا پوهیږي چې د پښتنو استازولي طالبان کوي، ځکه نو امریکا غواړي چې د تاجکو په استازولي ډاکټر عبدالله عبدالله را وړاندي، او د سولې بین الافغاني مذاکرات وشي، که چیرته حامد کرزي او یا ډاکټر غني ته د سولې بهیر سپارل کیږي، نو بیا به د تاجکو او نورو قومونو لخوا له نیوکو سره مخ، او بل داچې یاد کسان د پښتنو استازولي نه کوي.

شهید مژده زیاته کړه: ډاکټر عبدالله هم په دي تمه ده چې د ۲۰۱۹ ولسمشرۍ ټاکنې به ونه شي او کیدای شي د موقت حکومت مشر شي.”

د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو په ۹م پړاو کې ستونزې پيدا شوي، د امریکا ولسمشر ټرمپ لخوا له طالبانو سره د مذاکراتو لړۍ وځنډول شوه، او د افغانستان د ۲۰۱۹  کال ټکنۍ د ولسمشرۍ ټاکنې له همدې کبله یقینې شوي، په ټاکنو کې ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله دواړو د ګټونکو دعوې وکړي، او هممهاله په یوه ورځ دواړو په ارګ او سپيدار ماڼۍ کې د ولسمشرۍ لوړې هم وکړي.

د امریکا او نړیوالو فشار، د حامد کرزي، استاد سیاف او محمد کریم خلیلي په منځګړتوب د ډاکټر عبدالله او ډاکټر غني جوړه وشوه، ویل کیږي چې ډاکټر عبدالله ته بیا هم خپلو نړیوالو دوستانو ویلي وو چې د اجرائیه  ریاست پر ځای د سولې ملي پخلاینې بهیر مشرتوب ومني، او ویل کیږي چې ډاکټر غني ټینګار کاوه چې ډاکټر عبدالله بیاځل اجرائیه ریاست ومني.

نږدې ۸ میاشتې وړاندي، د ولسي جرګې مخکیني لومړي مرستیال حاجي محمد نذیر احمدزي لخوا هڅې وشوې چې طالبانو ته د ډاکټر غني ځانګړی پټ پېغام ورسوي، حاجي نذیر یو له ډیرو نږدې کسانو ډاکټر غني ته ګڼل کیږي.

نذیر احمدزي ځینو کسانو ته ویلي وو چې ډاکټر غني ورته ویلي چې طالبانو ته دا پېغام ورسوي:”طالبان دي د پنځو کلونو لپاره ما (ډاکټر غني) یوازي د سمبولیک ولسمشر په توګه ومني، ټول واکونه او حکومتي کارونه طالبانو ته سپارم، زه به یوازي د ولسمشر په نوم خپله پنځه کلنه دوره پوره کړم.”

حاجي نذیر احمدزی هیڅکله ونه توانېد چې د ډاکټر غني پېغام طالبانو ته ورسولای شي، ځکه له هر پخواني طالب څخه  چې به یې د ليدو او یا هم یاد پېغام  په اړه د مرستې غوښتنه وکړه، ځکه به یې د رد ځواب تر لاسه کړ، چې طالبان پر ډاکټر غني دومره بې باوره شوې چې د هغه په اړه هیڅ هم نه اوري.

ډاکټر عبدالله چې لا هم د راتلونکي موقت حکومت د مشرتوب تمه لري، اوس پوهیدلی چې کیدای شي طالبان په موقت حکومت او بیا چې واګې یې هم له شمال ټلوالې سره وي، راضي نه شي، له همدې امله هغه  هم د سولې بهیر ګړندیتوب کې زړه نا زړه دی.

بل خوا ډاکټر اشرف غني لا هم تمه لري چې د ولسمشرۍ ۵کلنه دوره پوره، او د ۳ نورو کلونو لپاره د موقت حکومت مشر هم پاتې شي، ځکه خو د سولې بهیر د ګړنډیتوب سره لیوالتیا هم نه لري.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح باوري دی چې د واک پنځه کلنه دوره به بشپړوي، او تمه؛ بلکې باور لري چې راتلونکی ولسمشر به همدی وي.

یوه ډله نور کسان چې ځانونه د لنډمهاله حکومت لپاره وړ بولي، هغوی هم د حکومت تر چتر لاندي د سولې بهیر کې وړ او اړینه مرسته نه کوي.

حامد کرزی لا هم په دي تمه ده چې کیدای شي داسي چانس ورته مهیا شي چې دده د خوشي  وړ کوم کس د راتلونکي لنډ مهاله حکومت مشر وټاکل شي، تر څو د دوی د ډلې ګټې پکې خوندي وساتل شي.

طالبان هم د سولې بهیر د چټکتیا لیواله ځکه نه ښکاري، ځان په نظامي ډګر کې ډیر پېاوړي ګڼي، له همدې امله ده چې د سولې بهیر ټکنی شوی.

په ټوله کې زما په باور چې سوله به کیږي، او کیدای شي موقت حکومت نه، بلکې داسي یو نظام باندي توافق وشي چې ټولو لورو او افغانانو ته د منلو وړ وي.

سوله ځکه شونې ښکاري، افغان ولس، ګاونډي هیوادونه، سېمه او نړیوال په افغانستان کې له جګړو زیانمن او خسته شوې، په ګډه هڅې کوي چې افغانستان کې سوله راشي.

مګر هند لګیا دی چې د شمال ټلوالې پخواني غړي چې دا مهال پاشل شوې، سره یو ځای او د طالبانو لپاره یې بیاځلې مقابلې ته چمتو کړي.

ایران لګیا دی چې حامد کرزی، د اهل تشیع پخواني رهبران او سیاسي ډلې راضي کړي چې د ډاکټر غني له حکومت څخه ملاتړ وکړي، او له طالبانو سره د افغان حکومت مذاکراتو کې د حکومت ملاتړي او طالبانو ته دا زمینه مساعده نه شي چې له قوي موقف څخه د سولې مذاکرات؛ د حکومت پلاوي کې د ګډوډې له امله مخکې یوسي.

پاکستان چې له افغان حکومت سره نوي معامله کړي، لا یې هم د نوي معاملې بشپړ جزیات ښکاره نه دي، داچې افغان حکومت به په سلګونو پاکستاني بندیان ازادوي، او بل خوا په پاکستان کې د لوړ پوړو دوو طالب مشرانو د نیولو خبرونه ورکول شوې، ښکاري چې پاکستان بیا هم د سولې له دي اهم فرصت څخه د خپل هیواد په ګټه استفاده کوي.

داسي راپورونه هم ورکول شوې چې پاکستان لګیا دی چې د طالبانو ترمنځ درز پيدا، او د پخوانيو مجاهدینو د خپلمنځي مخالفت د تجربو له تکرار څخه په انګیرنه؛ دا ځل د طالبانو له درز او ویشل کیدو څخه د خپل هیواد په ګټه ناوړه استفاده وکړي.

زموږ تمه ده چې افغان ولس، د حکومت ځینې لوړ پوړې چارواکې، طالبان او افغان سیاستوال، د ځینو ځان خوښو، پر واک مینو او د واک حریصو، د ګاونډیو هیوادو ناوړه لاسوهنو ته متوجه وي، تر څو د سولې دا زرین فرصت له لاسه ور نه کړو، او بیاځل کورنۍ جګړو کې ښکېل پاتې نه شو.

د امریکا او ناټو پوځیان به له افغانستان څخه ووځي، اوس نه افغان ولس او افغان سیاستوالو ته په کار ده چې، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو مخکې څه ډول کولای شي پر یو داسي نظام باندي توافق ته ورسیږي، چې ښکېلو لورو او افغان ولس ته د منلو وړ وي.