نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

شور و حال عشق 

رسول پویان  عشق دردام سیاست مرغ بسمل می شود  پـرپـر احسـاس دل بندِ سـلاسـل می شود  تا ز چنگِ بازی ی صیاد مـرغ دل پـرید  عشوه از بهر فریب دل، مشکل…

«سازش» و «سازشکاری» یعنی چه؟

‫ رفیق نورالدین کیانوری ــ پرسش و پاسخ، شمارهٔ ۲۰، دی‌ماه ۱۳۵۹ــ…

دو کلمه؛ همچون دو پرخاش

Eklektism, Dogmatism. آرام بختیاری التقاطی و دگماتیسم؛ دو واژه یا دو سیستم…

«
»

زلمی رسول دعبدالله پرمحور

عبدالله نن یوازې د یوې څېرې او وګړي پتوګه نه شو ګڼلای. هغه ته باید د یوه داسې کس پتوګه وکتل چې ټاکلو کړیو او یو شمېرکسانو چې د هیواد د تېر او راتلونکې په اړه ځانګړې اندیښنې او ټاکلې موخې لري، رامخته کړی او د چارو کنترول يي هم د دوی په لاس کې دی. بلخوا دا کړۍ او کسان هم په یوه ورځ نه دي ټوکېدلي، بلکې په رامنځته کېدو کې يي ډېرو کورنیو او بهرنیو فکټورونو ونډه اخیستې ده. دوی د عبدالله په جوړېد او تر دې ځایه رسیدو کې له مرستې سربېره ، خپل اوږد شالید لري او هیواد کې يي د پېښو بهیر پر څرنګوالي هم ژوراو شوم اغیز پریستی دی!

همداراز عبدالله اوس ددغو کړیو او کسانو په مټ، ځان د هیواد د وګړو د یوې برخې د استازي پتوګه، ټاکنو ته درولی اوغواړي له دې لارې ارګ ته په رسېدو سره، د داسې کړیو ځانګړې اندیښنې او موخې، ګام په ګام پلې کړي.

بلخوا د عبدالله او د هغه شریکباڼو تګلار، موخې او د دوی د څو لسیزو کړنو شالید، د رسنیو د پراخې جالګې او د افغانانو د عمومي ویښتیا په برکت اوس له هیچا او هیڅ افغان څخه پټ نه دي. دلته د عبدالله او د هغه د زړو او نویو یارانو ګټې او غوښتنې د ماضي او راتلونکې، سمت، هیواد او سیمې په کچه، په څو بېلابېلو برخو ویشلای شو.

که لومړی د ترکیب له مخې د عبدالله ملاتړي وکتل شي، دې ترکیب کې هغه کسان راټول شوي چې د هیواد د ملي او سراسري ګټو او ارزښتونو پرځای سیمه ایزه، سمتي، ژبنۍ او سازماني ګټې غوره بولي او ددغو ګټو بولاله تل توده ساتي!

دوی د جهاد او ملي مقاومت نوم هم چې هرځل يي د افغانانو پرمخ راباسي، د خپلو سیکټاریستي ګټو او موخو د پټولو لپاره د یوه لاسپاک پتوګه کاروي. د دوی په اند افغان ملت باید د عمر ترپایه د دوی د ځانګړي جهاد او مقاومت پوروړي او منندوی اوسي او ددې په بدل کې باید افغانان، دوی ته باج ورکړي!

د عبدالله ملاتړي د افغانستان د اساسي قانون په اړه چې د متن په برابرولو کې يي غوښنه ونډه او برلاس درلود، اوس نوی اوخپل ځانګړی تفسیر وړاندې کوي. د قانون هغه احکام چې د هیواد ملي او سراسري ګټې بیانوي، له سمتي او ځانګړو ګټو سره يي د ټکر په لامل، نه مني.  قانون کې د تسجیل شوي ریاستي نظام په اړه، شک او بدګمانۍ ته لمن وهي او په وړاندې يي خلک راپاروي. که ټاکنو کې بریالي شي، غواړي له ټولو مهمو دندو مخکې سملاسي د خپلې خوښې پارلماني نظام ورغوي. دې سره په تړاو دا هڅه هم کیږي چې په بل ګام، هیواد کې لار د خپلې خوښې فیډرالي نظام ته اواره کړي او که فیډرالي نظام کې هم د دوی سیکټاریسټي موخو لپاره بسیا ونکړي بیا به د هغو پټو ژمنو پر بنسټ چې د سیمې ځینو هیوادو او کړیو سره يي لري، هیواد د تجزيي په لور ورسم کړی شي!

بلخوا دا کړۍ نه یوازې اساسي قانون په خپله خوښه تفسیروي، بلکې د هیواد تېر تاریخ هم پخپله خوښه بیانوي. د هیواد تېر ملي او ویاړلي شخصیتونه، نه مني او هغوی بیا بیا ښکنځي. د هیواد ملي ورځې په رسمیت نه پيژني. د ملي سرود، ملي اصطلاحاتو او نورو ملي ارزښتونو په نوم څه نه مني، پر هغو ملنډې وهي او بابیزه يي بولي. دوی غواړي د هویت له تذکرو څخه د افغان کلمه ایسته کړي او افغانان په نړۍ او سیمه کې بې تاریخه، بې هویته، شاړ او شډل وځلوي. د ډیورنډ د تپلې او استعماري کرښې د منلو په اړه پنجاب ته شنه او سپین څراغونه بلوي او غواړي ددې کرښې د منلو په بیه په ټاکنو کې د پنجاب ملاتړ ترلاسه کړي!

په ټوله کې دوی غواړي دهیواد تېر تاریخ، ویاړنې، ملي او سراسري ګټې او ارزښتونه سرچپه تفسیر کړي او د افغانانو راتلونکې له ماضي سره پرې کړي!

اوس پوښتنه داده چې زلمی رسول، شیرزی او سردار نعیم د ډبل عبدالله او د هغه د سیکټاریستو ملاتړو دداسې اندیښنواو غوښتنو له شالید سره سره ، ولې او د څه لپاره پر داسې محور راغونډیږي او څنګه پر دې محور ځان د افغان ملت د ملي ګټو او ارزښتونو ساتندوي او د افغانانو د خدمت جوګه بولي؟

ایا دوی به د عبدالله او د هغه د سیکټاریستي ملاتړو هغه تګلار چې ځینې ټکو ته يي مخکې کرښو کې اشاره وشوه، پلې کوي او که له دې پرته، دوی هم خپله کومه  تګلار لري؟

 زلمي رسول، عبدالله سره د ایتلاف په مهال په جوړې شوې غونډې کې یوازې دا ویلي« که ټاکڼې دويم پړاو ته غځېږي او که نه، دواړه ډلې به سره يو موټي وي او د خپلو تگلارو د پلي کولو هڅه به کوي.»

دلته پوښتنه دا ده، که دواړه ډلې د زلمي رسول په وینا خپلې بېلا بېلې تګلارې پلي کوي، څنګه به دا ډلې سره یو موټی وي؟ که تګلارې بېلې وي، په څه شي کې او څنګه د یوموټیتوب خبره کولای شو ؟

 زلمی رسول په دې توګه ملت ته درواغ وايی! دا دواړه ډلې به په یوه تګلار ځي او هغه به هم د عبدالله او د هغو د سیکټاریستو ملاتړو تګلار وي!

زلمی رسول او هغه سره یو څوکندهاري وروڼه به د ډبل عبدالله پر محور تاویږي او د نظارشورا لپاره به قرصک کوي!

وګورۍ عبدالله ځان سره، د زلمي رسول او شیرزي د یوځای کېدو په اړه، په یوه تبصره کې چې نظارشورا ته خواخوږي بریښناپاڼې اریايی خپره کړې داسې وايي « عبدالله عبدالله نیز در این نشست خبری با تاکید به اینکه سوالات بسیاری درباره رفتن احتمالی به دور دوم انتخابات وجود دارد، گفت ما 3 تیم انتخاباتی نیستیم، بلکه یک تیم خواهیم بود »

همدارازد ۸ صبح خپرونې په یوه برخه کې، لولو:« اجماع قندهار وپنجشیر = ډاکتر عبدالله» !

د زلمي رسول، شیرزي او نادر نعیم په اند چې اوس د نظارشورا د توطیو ښکار شوي او ددوی په دام کې نښتي، په افغانستان کې د پنجشیر او د ټولو تاجکو په استازیتوب یوازې د نظارشورا ډلګۍ ده چې که دوی ورسره د ټولو پښتنو په استازیتوب د دوی په باور، ملګرتیا وکړي، افغانستان به له روان ناورین څخه چې په رامنځته کېدو کې يي نظارشورا، کرزي او ددوی حواریونو پوره ونډه درلوده، وژغوري!

د کرزي ډلګۍ او نظارشورا ته نور افغانان هسې، بې اروا پږي « جسدونه) ښکاري او ددوی په اند کولای شي د هیواد برخلیک یوازې دوی وټاکي!

خو ټاکنو کې د افغانانو پراخ ګډون وښوده چې هیڅوک له دې روسته د هیواد او افغان ملت په برخلیک لوبې نه شي کولای او ولس به په ټاکنو کې د خپلو کارولو رايو پوښتنه او ساتنه وکړي او هم به د هیواد په برخلیک کې پراخه ونډه ولري!

په دوهم پړاو کې د تحول او تداوم ټیم په بري!

یادونه:

کله چې زلمی رسول د ټاکنو په احتمالي دوهم پړاو کې له عبدالله څخه د ملاتړ په غونډه کې، د هغه تر څنګ، بوڅ بوڅ کېده، ماته د خوشحال بابا دا تاریخي کیسه چې ارواښاد بینوا رااخیستې، رایاده شوه.

ارواښاد بینوا وايی:

« کوم وخت چې بهرام خان خپل  مشر ورور « اشرف خان » د هند د مغلو په بند ورکړ، نو مغلو دی د سردارۍ په نامه سرلوړی کړ. خوشحال خان داسې پيغور ورکوي»

تا هنر د سردارۍ نه زده، بهرامه

سرداري دې پخپل دور کړه بدنامه

هم تمامې خېلخانې لره بلا شوې

هم خپل ځان لره بلا شوې بدفرجامه

مشر ورور دې په زندان کړ، ته خاني کړي

دا خاني دې شه په ځان پورې حرامه

نور دې نوم زما د زویو په شمار مه شه

د خوشحال خټک وینا په دا تمامه

یوه زیاتونه:

بهرام خان او اشرف خان هجري دواړه د خوشحال بابا زامن دي.

د ۲۰۱۴ کال د مۍ ۱۴ مه

سرلوڅ مرادزی